د ارزښتونو ښوونه او روزنه
د ارزښتونو تعليم ( دينى تعليمات، اخلاقي تعليمات ، د شخصيت جوړوني نور معنوي
تعليمات ) په ډېرو هېوادونو کې د تجدد او بيا را ژوندي کيدلو په حال کې دي او د نړۍ
پر مخ د ښوونيزو نظامونو په اصلاحاتو کې شامل وي. په دواړو، لويديځو او ختيڅو
ملتونو کې د ارزښتونو د ښوونې او روزنې لپاره د دلچسپې او علاقي د لايل مشابه او
حتى يو ډول ښکاري خو په در سې نصاب کې د تمرکز اړخونه يې توپير سره لري.
د تجدد (revival) اصطلاح ددې خبرې شاخيص او ثبوت دى، چې د رسمي ښوونې او روزنې له
پيل څخه داسې هيله کيده چې ماشومان په ښوونځيو کې په ليک، لوست او حساب برسيره دا
هم زده کوي چې په ټولنه کې کوم شى � ښه � او کوم � بد � دى، يا صحيح او غلط کړه وړه
کوم دي. د ټولنيزو منل شويو اخلاقي معيارونو سره سم د ماشومانو او ځوانانو ټولنيز
کيدنه ( انسان کيدنه ) يا په غير مستقيم ډول د ښو طريقو او صحيح کړو وړو د تدريس په
شکل او يا د ځانګړي مضمون په بڼه د ښوونې او روزنې محوري ټکي وو. ځانګړي مضمون د
دينيات، اخلاق، مدني ښوونو او يا د آدابو په نوم په ښوونځيو کې موجو د وو.
په اروپا کې عيسوى کليسا په ښوونه او روزنه کې ژوري او پياوړي اغيزي درلودي. د
امريکا په متحده ايالاتو کې اخلاقي تعليم د مدني ښوونې او روزنې په نوم په ښوونځيو
کې تدريس کيده .
په چين کې د کنفيوسيوس دينى ارزښتونو يعني خودى نظم، صبر او ساده او بى تجمله ژوند
په ښوونه او روزنه کې لويه اغيزه درلوده، چې د١٩٤٩م کال تر انقلاب وروسته هم دغه
اغيزي په نسبي ډول موجودي وي، که څه هم تر هغه وروسته په چين کې د ښوونې او روزنې
موخه د � سرو ماهيرينو � تر بيه او روزل وو .
په پخواني شوروي اتحاد کې په ښوونځيو کې د ارزښتونو د زده کړي موخي د يو � سوسيالست
انسان � جوړول وو . په عربي او اسلامي نړۍ کې اسلامي اخلاقى زده کړي په اسلامي
ښوونځيو او مدرسو کې له پيړيو راهيسى د زده کړي لويه برخه جوړوله. د غربي تعليمي
نظام تر معرفي کيدلو وروسته، اسلامي اخلاقي زده کړو ته په دغه ډول ښوونځيو ځاى
ورکړل شوى وو. د تايلند په هېواد کې چې د شلمې پيړۍ له پيل څخه رسمي تعليم پکي
معرفي شو، ملي ارزښتونه او د ټولنيز پيوستون ( ملي يووالي ) ارزښتونه د ښوونې او
روزنې اساسي جز وو او غربي ډوله تعليمي نظام له پخوا څخه د موجود بودايي ښوونيز
نظام په اساساتوبنا وو .
د ارزښتونو او اخلاقي ښوونو محتوى، موخې ( اهداف) او طريقې په ټولنو کې د مسلطو او
حاکمو ټولنيزو ګروپونو لخوا اغيزمن شوى او په نصاب باندې يې اغيزې درلودلي دي. په
عمومي ډول په لويديځه نړۍ کې په مدني ښوونه باندې تاکيد کيده چې هغه ارزښتونه چې د
فرد او دولت اړيکي پکې شاملي وي، تدريس کيدلى، پداسې حال کې چې په اسيايي او د
دريمې نړۍ په نورو هېوادونو کې اخلاقي ښوونې او د افرادو ترمنځ روابط د ارزښتونو د
ښوونو په حيث د تاکيد ټکي وو .
د ارزښتونو د ښوونې د تجدد دلايل
پدې اخرو درى � څلورو لسيزو کې، په ښوونځيو کې د ارزښتونو د ښوونې لپاره ټاکل شوى
وخت کم شوى او غالباً دغه وخت نورو فعاليتونو ته لکه د پلرونو سره تماس، حرفوى زده
کړي او نورو ته ورکړ شويدي. په جاپان کې اخلاقي ښوونې نور د يو ځانګړي مضمون په بڼه
نه تدريسيږي. امريکايانو ديني ښوونې تر بل هر وخت زياتي محدودي کړي او شورويانو او
چينايانو هم خپل � سور � نصاب پريښود (پورتنى مرجع). له دې سره په ډېرو ټولنو کې
اخلاقي تنازل رامنځته او د ټولنيزو کړو وړو ( سلوک ) معيارونه ټيټ شول، مثلاً د
جرايمو زياتوالى، د مخدره موادو او شرابو زيات استعمال، د تنکيو جينکو حملداره کول
او نور. په ډېرو ټولنو کې په حاکم او ممتاز قشر کې او هم حکومت دارى کې د خيانت،
بډى، خپلوى پالنې او له اقتدار څخه ناوړه ګټه اخستنه هم زيات شويدي.
داسې ادعا کيږي چې په عمومي توګه پدې اخيرو کې د ټولنيزو ادارو لکه دولت،
استخداموونکو، ټولنيزو سازمانونو، کورنيو او نورو د افرادو او اتباعو د پالنې
وړتياوى کمزوري شوي او په نتيحه کې د افرادو لخوا د دغو ادارو سره د غمرازي او د
دوى په مقابل کې د مسړليت احساس کم شوى دى. په بل عبارت ټولنيز تاسيسات د افرادو د
پالنې وړتيا نلري او بالمقابل افراد د دغه ډول مړسساتو په اړه مسړليت نه حس کوي او
دغه تمايل د اخلاقي ښوونو د کموالي نتيجه بلل کيږي. د ټولنيزو خدماتو سياسي حلقي
کمي شوي، وظايف او ماموريتونه بى ثباته شوى، ولسونه غير همجنس او ګډ شوى او کورنى
وړى او تجزيه شوي دي. د دغه انکشاف پايلى دادى چې د د طلاق کچه، د ښوونځيو په زده
کوونکو کې روانى ستونزي، په ځوان قشر کې د جرايمو کچه، په دولتي حلقو کې خيانت او
رشوت، په ماشومانو جنسي تيري او نور زيات شويدي. د دغو ستونزو د حل لپاره د اخلاقي
ښوونو بيا را ژوندي کيدل يوه لاره بلل کيږي.
توماس ليکونا و تعليم پوه د اخلاقي ښوونې، چې دى يې د شخصيت ښوونه بولي، د تقويي
لپاره درى دلايل وړاندي کوي :
1. د بشپړ انسان کيدني لپاره د يو سالم شخصيت د جوړوني اړتيا.
2. ښوونځى به هغه وخت ډېر ښه وي که د انساني ټولنې پالنه وکړي.
3. د يوې اخلاقي ټولنې د جوړيدو لپاره.
ټوماس ليکونا (يو امريکايي تعليم پوه) په ټولنو کې د لسو منفى تمايلاتو رامنځته
والى د اخلاقي ښوونو د نشتوالي له وجې بولي، لکه د تير يو زياتوالي، درواغ، د
مشرانو بى احترامى، ځان ځانى، د مخدراتو زياتوالى، جنسى بد اخلاقي، تبعيضى جرايم، د
کارى اخلاقو بده ( غير اخلاقى ) ژبه او اخلاقي بيسوادي.
د ارزښتونو زده کړه د مختلفو مسايلو په هکله وي، لکه د اخلاقي ښوونو او د شخصيت په
اړه، د ټولنيزو او فردي کړو وړو ( سلوک ) او ټولنيزو اړيکو، نړيواله او ملي خبرتيا
( اگاهى )، عدالت او مساوات او دينى ارزښتونو په هکله. په ښوونځيو کې د ارزښتونو
زده کړه په مختليفو ډولو لکه سنتي او محاصر، گروهى او ملى، فردي او وګړنيز او دينى
او مدني تصنيف شوى وي.
د دريمى نړۍ په ډيرو هېوادونو کې په گروهى ارزښتونو تاکيد کيږي، پداسى حال کې چې په
لويديځه نړۍ کې فردي ارزښتونه تقويه او ترجيح ورکول کيږي. د فرديت اصل (اصالت فردي)
د لويديځى نړۍ د تکنالوژيکى، هنرى او توليدى پرمختګ عامل بلل کيږي او د شمالي
امريکا او اروپا د برياليتوب د توجيه دليل يي بولي. له بلې خوا ويل کيږي چې د فرديت
اصل د تعاون او ګډى همکارى او د تجاربو د تشريک د عمليي د مخنيوي پوسيله پرمختګ ته
تاوان رسوي.
د ښوونې او روزنې په ريفورمونو کې د ارزښتونو د ښوونې ځينې مثالونه:
د جاپان د ښوونې او روزنې مرکزي شوري د (( ښوونه د سالم ذهن لپاره )) تر شعار لاندې
د يو نوى تعليمي پروګرام له مخې د جاپان د سنتي ارزښتونو لکه .....
د تقويى لپاره عملي کړ، خو په ښوونځيو کې د دين زده کړه د جاپان د اساسي قانون له
مخې لاتراوسه اجازه نلري .
په مکسيکو کې تر ١٩٩٩م کال پورې د ارزښتونو زده کړه په نصاب کې شامله نه وه خو تر
هغه وروسته د ښوونې او روزنې وزارت د اخلاقـــو د تــعليم په نــوم يو پروګــرام
معرفي کړ .
په تايلند کې هم د نورو ملتونو په شان ما ترياليزم او د استهلاکي فرهنګ پديدي له
سنتي عنعناتو او ارزښتونو سره مغايري بلل کيدي او د ١٩٩٩ م کال په ملي تعليمي سند
کې د دواړو، پوهى ( علم ) او اخلاقياتو په اهميت باندې تاکيد شوى او ويل شويدي چې �
ښوونه او روزنه او په خاص ډول رسمي ښوونه د ټولنيزو مسئلو د حل په منظور د ارزښتونو
د تعميم له لاري يو اساسي بعد دى� ( ٤٤ مخ ) . په ښونيزو اهدافو کې په اخلاقــي،
مدني او ټولنيزو ښيګڼو باندې تاکيد شوى وو.
د ترکمنستان په هېواد کې له پخواني شوروى اتحاد څخه د ور په ميراث پاتې تعليمي نظام
د بدلون لپاره ډېري هلې ځلې وشوي. د ملي هويت د تقويي لپاره په ښوونځيو کې نوى
مضمونونه معرفي شوي چې هدف يې د ترکمنى فرهنګ، عرف او تاريخ تقويه ده. اسلامي
تعليمات اجباري بلل شوي او په ټولو ښوونځيو کې قرآن کريم او اسلامي ارزښتونه تدريس
کيږي.
قرغزيا د منځنى اسيا يو بل هېواد دى چې د ښوونځيو په مهالويش کې يې � د مورنى هيواد
د ښونې � په نوم مضمون ور زيات کړيدى .
ښوونه او روزنه د ماشوم د حق په حيث
له لسيزو راهيسې د ښوونې او روزنې د توجيه دليل د ماركيټ اصل وو، يعنى ښوونه او
روزنه د پانګې اچونې په حيث بلل كيده، چې فردي او ټولنيزه ګټه يې متوقعه نتيجه ده.
په دې آخرو كې ددغه اصل په هكله سوالونه پيدا شوي او ويل كيږي چې ددي اصل له مخي د
ښوونې او روزنې ټولنيز "انسانى" اړخ ته د مادي اړخونو په نسبت كمه توجه كيږي. د دې
مناقشې په نتيجه كې" فردي او معاصر وګړنيز" اصل رامنځته شو. د دې نظريې له مخې
ښوونځى بايد په محلى سطحه د پلرونو، ښوونكو يا دواړو او يا محلى موسساتو لخوا وچلول
شي . په دغه مناقشه كې د بشر حقوق او د ماشومانو د حقوقو كنواسيون لوى رول لري.
د ماركيټ اصل چې په معلوماتى اړخ (ذهنى ودى)، سيالى، ګټې، اغيزمنتوب او ګټورتيا
باندې تاكيد كوي، ډېر ژر د "وګړنيز" اصل ځينى مفكورى خپلى كړى او په خپلو كړنلارو
كې يې په نظر كې نيولى دى. د دې نتيجه په ښوونيزو اصلاحاتو كې نړيوال "يو شان
اصطلاحات (نومونه)" شوه، چې ځينې اساسى مشهور مفاهميم او اصطلاحات د نړى په ګوټ ګوټ
كې په ښوونيزو اصلاحاتو كې هر چيرې موندل كيږي، لكه غير مركزي كيدنه، خصوصي ( شخصي
) سكتور، فردي آزادي، ښوونه او روزنه د فرد حق په حيث او نور.
د بشرى حق په حيث دښوونې او روزنې ديدګاه پخوانى توجيه ګانى چې ښوونه او روزنه د
انكشاف او اړتيا په معنى وه ،بدلي کړى او ښوونه او روزنه د هر چا د يو انساني حق په
بڼه توجيه کيږي. د دغه بدلون سره ښوونه او روزنه ديوه قانوني بنياد په حيث بلل كيږي
او ډېر تمركز په دې نه وى چې ښوونه او روزنه يوازې د فردى، ټولنيز او اقتصادى
پرمختګ وسيله وګڼله شي. په دې هكله د ملګرو ملتونو د 1990م كال د جامتين او د 2000
م كال د داكار اعلاميى د د ستورالعملونو په حيث ډېر اهميت لري.
د حقوقو د اساسي نړيوالو لاسوندو ( اسنادو ) له مخې ابتدائيه تعليمات بايد جبرى او
د ټولو لپاره وړيا (مفت) وي، ثانوى تعليماتو ته بايد د ټولو لاس رسيدنه ممكنه وي او
عالى تعليمات هم بايد د ټولو د لاس رسيدنى په امكان كې وي، خو د وړتياوو سره سم .
د ښوونې او روزنې د اسانتياوو برابرول دولتى مسئوليت دى، خو شخصى او غير دولتى
ادارى هم د دولتى معيارونو او د ماشوم او بشر د حقوقو سره سم كولاى شى په ښوونه او
روزنه كې برخه واخلى. د ماشوم د حقوقو كنواسيون والدينو ته دا حق وركوي چې د خپلو
اولادونو لپاره د دوي د خوښى ښوونه او روزنه او ښوونځى ولري. له دې څخه دا معلومه
شوه چې د ماشومانو د حقوقو كنواسيون د اخرنيو ښوونيزو ريفورمونو ځينې اساسى عناصر
حمايه كوي. له بلې خوا د"نړى والى په سبب اقتصادى او ټولنز توپيرونه زيات شوي" او
"په ښوونه او روزنه كې د كــيــفيت له اړخــه ډېــر توپــيرونــه منـځتــــه راغلي
دي" ( xvii مخ ).
په واقعيت كې د نړى والى د قواوو له بركته د ښوونې او روزنې د حق په عملى كولو كې
كمښت راغلى، نه دا چې اسانتياوې زياتې شوى دى- په خاص ډول د غريبو هيوادونو لپاره
له يوې خوا د ماشومانو د حقوقو د كنواسيون د عدالت او مساوات د نظريې او له بلې خوا
د لګښتونو د كمولو لپاره دښوونيزو ريفورمونو تر منځ تناقض ليدل كيږي، كه څه هم
دواړه مفكورې د تمويلونكو نړيوالې ټولنو لخوا تحملېږي.