Loading Image...
مرسته
|
دپاڼي نقشه
|
ننوتل
کورپاڼه
اسلام ا ومذهب
دکلام الله پښتو تفسیر
نبوي احادیث او شرحه
ستاسي سوالونه زموږجوابونه
اسلامي لارښووني
اسلامي اخلاق او تربيه
مذهبي ليکني
بريښنايي کتابتون
دپښتو ژبي اړوند کتابونه
سياسي او ټولنيز کتابونه
شعري او تيوري کتابونه
ناولونه او کيسه يز کتابونه
دتاريخ څيړنيز کتابونه
اسلامي او مذهبي کتابونه
بېلابېل پښتو کتابونه
کلتور - ادبیات
پښتو شعرونه
لنډي کيسې
طنزونه او ادبي ټوټې
پښتو لنډۍ
پښتو متلونه
هنري معلومات
نوي چاپي اثار
دنړۍ عجايب پېښي
نومیالي
ملي او تل پاته څهرې
لیکوالان
دبېنوا دکال غوره لیکوال
ژورنالیستان
موسیقي - ږغونه
موسیقي
شعرونه په ږغ کي
لنډي کيسې په ږغ کي
پښتو ساده نغمې
کمپيوټر
کمپيوټر پوهنه
تخنيکي ستونزي او حل لاري
دکمپيوټر اړوند خبرونه
پښتو سيسټم(Download)
پښتو ليکبڼي (Fonts)
Microsoft Pashto Update
له 98 څه XPته اړول
ستاسي نظرونه
ارشيف
دخبرونو ارشيف
ليکني او شنني
مرکې او ګزارشونه
نړيوال مطبوعاتوته کتنه
دعلمي څېړنو ارشيف
خبرتياوي اواعلانونه
ساینس او روغتیا
بدني روزنه (سپورټ)
زموږ په اړه - اړیکي
بېنوا - Benawa Network
دبېنوا پاڼي کلیزي
دبېنوا تجارتي کړنلاره
دبېنوا پاڼي تګلاره
زموږ سره اړیکي
دوشنبه د ١٤٠٤ لمريز کال د غويي ٢٢
بېنوا
کتابتون
- کتاب نمبر[ 25 ]
سیاسي او ټولنیز کتابونه
رهين د قضاوت په تله كې
ليکوال جنګسالاران
رومان زرمتي، لندن
كله- كله د قلم له څوكې هم داسې څه راوځي، چې د ټوپك د ګولۍ دې بلا پرې وګرځي، ځكه خو وايي چې: د تورې ټپ جوړېږي، خو بده خبره نه هېرېگږي. له دغو قلمونوڅخه يو هم د ښاغلي عبدالحفيظ منصور خوله او قلم دى، چې ډېرو ته ټوپك په لاس وركوي، چې د خپل ورور ژوند پرې ختم كړي.
عبدالحفيظ منصور هغه څوك دى چې دطا لبانو داداري تر سقوط وروسته د اطلاعاتواو كلتور وزارت وره ته ورسېد او بيا چې د بن تر غونډې وروسته لنډمهاله اداره رامنځته شوه، ده ته د راډيو- ټلويزيون لوى رياست ورسېد او چې هلته يې هم دا هڅه وكړه چې ټلويزيون د يوې سيمي او يوې ډلې شخصي مال وګرځوي او له تعصبه ډكې خپرونې وكړي، نو د افغانانو او د ټلويزيون د اوسېدونكو د زياتېدونكو ناخوښيو له امله د اطلاعاتو او كلتور وزارت د ده د ګوښه كولو پرېكړه وكړه.
په دې وروستيو كې د (بهار) اوونيزې 1382ل كال د غويي د مياشتې د 17نېټې په 18 ګڼه كې د ښاغلي منصور يوه مركه خپره شوې ده، چې نژدې هره كرښه يې د رد وړ ده، نوموړي په دې مركه كې هم خپله عقده او كينه نه ده پټه كړې او د خپلې تنګنظرۍ لـه مخې يې د افغانستان سپېڅلى جهاد ديوه قوم پر خلاف د نورو پاڅون بللى دى. دى وايي"...برتري جويي هاى يك قوم در افغانستان زورګوئيها، عدم توجه به اراده و روش ديموكراتيك، نرفتن به سمت انتخابات، و تن دادن به حكومت ديكتاتوري، توهين و تحقير فرهنګ و زبان ساير اقوام و طرحريزي اين نظريه كه يك قوم ميتواند برادر بزرګ باشد و سائراقوام كوچك، اين خودش باعث شد كه مردم افغانستان به صورت برادر و صميمي نه باشد، پس منتظر اين بودند كه سلاحي به دست بياورند و حقوق خود را مطالبه كنند، و اين در دوران جهاد مساعد شد، اين باعث شد كه به جاى رفتن به سوى ملت شد، براى كسب حقوق خود بار ديګر يك سلسله مسايلي مانند زبان، قوم و...اوج بګيرد."
او په ډېره خوشحالۍ او وياړ سره زياتوي:
"من اين را هرچند براى افغانستان درد آور و تباه كننده مى دانم، اما مقدمه اى شد تا همه اقوام به اين باور شوند كه على السويه هستند، هر حزب تن به اين بدهد كه ديګري هم هست."
زه نه غواړم لـه يوه كينه كښ سره ځان په يوه تله كې واچوم او ځواب وليكم چې دلته د چا فرهنګ او ژبه تحقيرېږي، څوك برتري جويي كوي او...
نه غواړم ځان ورسره په دې لوى مسووليت كې شريك كړم، ځكه خداى دې نه كړي، هسې نه چې زموږ يوه بې مسووليته خبره په دې جنګ ځپلې ټولنه كې يو ځل بيا كركه خپره كړي او بيا چا ته ټوپك په لاس وركړي چې په دې هېواد كې وينه تويه كړي. خو دې خبري ته فكر وړى يم چې ايا دا يو نيم مليون شهيدان، دا د جګړې بېشمېره معيوبين چې اوس په ښار كې ګدايي كوي، دا زموږ د ښكلي هېواد وراني، دا پنځه مليونه زيات مهاجرين او دا بېشمېره اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي زيانونه چې په تېرو دوو لسيزو كې زموږ هېواد ته واوښتل، ټول د دې لـپاره وو چې "...همه اقوام به اين باور شوند كه علىالسويه هستند و منصور هم هست؟"
ښاغلى منصور خو دا مقدمه بولي، ځكه خو وايي "...اما مقدمه اى شد تا همه اقوام به اين باور شوند كه ..."
چې دا يې مقدمه وه، داسې څرګندېږي چې لانورو تباهيو ته يې هم نيت دى، خداى خبر چې نور څه پلانونه لري؟ ښاغلى عبدالحفيظ منصور د ثور اتمه نېټه هم داسې "دستاورد" بولي چې د يوه قوم انحصار يې پاى ته ورساوه:
"يكي از دستاوردهاى جهان،تحولي است كه در تاريخ افغانستان بعد از فروپاشي رژيم به وجود امد... در حاليكه قبلاً اين قدرت سياسي در انحصار يك خانواده يا يك قوم محدود بود..."
نه پوهېږم دى هغو مجاهدينو ته چې په مېړانه د دوى د دوستانو- اشغالګرو روسانو پر خلاف وجنګېدل او په دې لاره كې يې قربانۍ وركړې دي، څه ځواب لري؟ ايا هغوى ټولو د دې لـپاره جهاد وكړ چې "همه اقوام به اين باور شوند كه ديګري هم هست"؟
كله چې مې د ښاغلي منصور دا مركه ولوستله، خوا ته مې د خپلو خاطراتو كتابچه پرته وه.
په دې كتابچه كې كابل د منصور دوى له راتګه وروسته د هرې ورځې پېښې په تفصيل سره ليكل شوې دي، په راتلونكي كې نيت لرم چې دا خاطرې د يوه كتاب په بڼه "د كابل لويه تراژيدي" په نوم چاپ كړم.
دلته به له همدې كتاب څخه د (مُشت نمونهْ خروار) لپاره څو يادښتونه راواخلم چې معلومه شي د "ديګري هم
هست" لپاره د دوى" مقدمه" څه وه:
1371/2/5 ل كال
نن كابل ښار ته د مجاهدينو بېلابيلې ډلې ننوتلې دي او ټول واك، مجاهدينو په لاس كې اخيستى دى، ماښام د خوشحالى ډزې وشوې، چې يوشمېر خلك د همدې ډزو له امله شهيدان او زخميان شول، ټلويزيون او راډيو فوق العاده خپرونې لرلې.
1371/2/5
نن په كابل ښار كې سخته جګړه ونښته، د نظار شورا او دوستم ځواكونه هلې ځلې كوي، چې د حكمتيار د حزب اسلامي ځواكونه لـه ښاره څخه وباسي، د كابل ښار په تېره د كانونو، شاه شهيد، سيدنور محمدشاه مېنې، قلاچې او بيا وروسته د واصل اباد او چهلستون اوسېدونكي مهاجرتونو ته مجبور شول، په ښار كې چور او چپاول وشو، تر ټولو زياتې دولتي ادارې زيانمنې شوي، په كابل كې اوبه او برېښنا نه شته، خلك لـه بې سابقه ستونزو سره مخ دي.
1371/5/18
جګړه نوره هم زياته شوه، زموږ په شا و خوا كې د توپونو او راكټونو ګولۍ لګېږي، تلفات چا ته نه معلومېږي، خو د راډيو د تېرې ورځې د رپوټ لـه مخې د ملكي خلكو د يوې ورځې تلفات تر زرو تنو هم زيات دي.
1371/5/21
په ځينو واټونو كې مړي پراته دي، دا څو ورځې د كوټه سنګي په سيمه كې شېرسرخ د څلي خوا ته د سړك پر غاړه مړي پراته دي او سپي يې غوښې خوري.
1371/9/14
نن په كابل كې د اسلامي وحدت او اسلامي جميعت ګوندونو ترمنځ سخته جګړه ونښته، په ښار كې هزاره وروڼو، تاجك وروڼه او تاجكو وروڼو هزاره وروڼه لـه موټرو څخه كښته كول او په خپلو شخصي زندانونو كې يې بنديانول، زموږ وطن ته داسې بدمرغي راغلې ده، هره ورځ د نويو ډلو ترمنځ نوې جګړې پېښېږي.
1371/9/18
جګړه لا هماغسي دوام لري، پر تيرو جګړو سربېره نن د عبدالرشيد دوستم د پوځونو له خوا پر نظار شورا باندې تعرض وشو او د كابل ښار ډېرې ستراتيژيكې سيمې يې ترې ونيولې.
1371/10/19
د ملي جنبش او نظارشورا ترمنځ پرجګړې سربېره نن د كابل په لويديځ كې د اسلامي اتحاد او اسلامي حزب ترمنځ جګړه وشوه...
قدرمنو لوستونكو!
بخښنه غواړم چې يو ځل مې بيا ترخې خاطرې در په يادې كړې، دا مې د دې لپاره دلته راواخيستل چې وګورو د ښاغلي منصور مقدمه څه وه او خداى خبر چې نور متن به يې څه ډول وي؟
نوموړي په افغانستان كې د ژبو په باب هم داسې لـه كينې ډكې خبرې لرلې او غواړي چې زموږ ملي پيسې افغاني نوټ هم لكه د پاكستان ښاري موټر په رسمونو او ليكونو ډك كړي او په خپله يې خپلې جريدې ته پام نه دي، چې لـه يوې ژبې پرته بلې ته حق هم نه وركوي ان يوه نيمه ګڼه خو يې داسې معلومېږي لكه چې دكوم بل هېواد جريده وي.
په افغانستان كې پښتو او دري دواړې خويندې او رسمي ژبې دي، دلته ټول قومونه سره وروڼه دي. موږ حق نه لرو د خپلو شخصي عقدو له مخې په دې هېواد كې د خلكو تر منځ نفاق واچوو او بيا د جګړو اور ته لمن ووهو.(65)
تازه پورته سوي ...