سپښتې دلته د هغې کوڅې ګوټ ته ګورئ يو دوه جوار ګره ناست دي او په تېرو، تېرونو کانو باندې، زموږ د تن غوښې کړي بېلې ځانته نشه او مست مو دي د زړه په وينو له خندا شنه دي او د سترګو په کونجو کې، سره ګوري خاندي لاس کې نيولي دي زموږ د تن هډوکو سپښتې او پرې کوې زموږ د يار په لمسه د سپښتو، سپښتو لوبه يو بل ته ګوري سره په مينه، مينه باندې لو به روانه ده لا.
د پرون سندرې اشنا زما زړګى خو د پرون سندرې وايي دې نن ته پر سکروټو د ازمون سندرې وايي مرګيه کډه وکړه نور زموږ له دې مالته چې دلته تاندې لښتې د ژوندون سندرې وايي د مينې په وطن کې د مجنون پادشاهي ګوره لاسونه يې تک سره دي د قانون سندرې وايي راځي به دې تورتمه د لمن څيرې کېدو ته په لار کې د منزل مو سباوون سندرې وايي يه وخته څه دې وکړه د ښايست بڼ کې زموږه چې دلته هر يو ګل نن د جنون سندرې وايي زړګيه ګيله مه کړه له پردو ځنې ته هسې نن دلته د پښتو مرګ ته پښتون سندرې وايي.