ته لكه مځكه تر قيامته حادثو ته ټينګه
زه لكه باد هسي تېرېږم انتظار نه لرم
زه پر صحرا زه پر دښتونو زه د رېګو سره
لكه سايه هسي روان يمه قرار نه لرم
ته لكه ونه مستقيمه پر خپل ځاى ولاړه
زه لكه پاڼه په ښاخلو كي دي ټالونه وهم
ته لكه ستورى داسي ټينګ يې د اسمان پر لمن
زه ناقراره سمندر يمه موجونه وهم
ته داسي نور يې تل تر تله چي فنا دي نسته
خو زه لمبه يمه بلېږم نن سبا به ځمه
ته د ژوري موسيقۍ په زړه كي موج خوځېږې
زه په يوه شېبه كي چيغه يم تنها درځمه
Zoe Akins
I Am the Wind
I AM the wind that Wavers,
You are the certain land
I am the shadow that passes
Over the sand.
I am the leaf that quivers
You the unshaken tree,
You are the stars that are steadfast
I am the sea.
You are the light eternal �
Like a torch I shall die:
You are the surge of deep music,
I but a cry!