William Blake زه دي وينم چي رنځور يې سور ګلابه ! ژر به ولوېږې د ژوند له آب و تابه يو چينجى دى چي په سترګو نه ښكارېږي نه په شپه كي نه په ورځ كي معلومېږي خپروي په نيمه شپه كي وزرونه په توپان كي يې په برخه دي مزلونه ستا بستر دى دې ظالم چينجي ليدلى تر غونچې پوري څو ځله درغلى ستا پر سرو نازكو پاڼو باندي پرېوزي ستا د زړه ستا د سينې په اوبو كښېوزي له ښكلا سره دي كړي نامرده مينه وچوي دي د سينې رنګينه وينه
William Blake The Sick Rose O Rose, thou art sick ! The invisible worm That flies in the night, In the howling storm, Has found out thy bed Of crimson joy, And his dark secret love Does thy life destroy