څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو ـ ـ ـ توُره ، توپک او چې وفا یادېده
هغه پښتو ـ ـ ـ ښېګړه ، پت او چې حیا ء یادېده
***
څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو، چې په معنوي توګه وه ژواک او ژوندون
هغه پښتو ـ ـ ـ چې خال او خط وه دَ ځلاند سباؤن
***
څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو ���ـ ـ ـ چې کاڼو بُوټو او شنېزو وئیله
هغه پښتو ـ ـ ـ چې اباسین او سېلابو وئیله
***
څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو ـ ـ ـ چې ژغېده به تناګانو غوندې
هغه پښتو ـ ـ ـ چې پړکېده به برېښناګانو غوندې
***
څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو ـ ـ ـ چې وه تور سرو ته پېزوان او والۍ
هغه پښتو ـ ـ ـ چې وه ځوانانو ته سدرۍ او خولۍ
ــــــــــــــ
نظم ۲۱ ـــ ّ هغه هم ته وې ـ ـ ّ
چا ، چې تر زړه راجوړَولې لارې
لا ، چې دَ چا به ما څارَلې لارې
څوک چې ؤ ما ته تر جهانه راتېر
هم تر خپلوانو، هم تر ځانه راتېر
دَ چا په یاد چې مې باڼه غورځېدل
دَ چا په نوم چې مې وېښته درېدل
لا، چې لیدل مې تل خوبونه دَ چا
هغه هم ته وې ، بل څوک نه ؤ اشنا
ــــــــــــــ
دَ ښائیست دغه بڅرکې
چې له اوره دَ ځوانۍ ستا
تل دَ ماتو ستورو غوندې
یوې بلې خواته غُورځي ،
هم دغه رنګه به ډېر ژر
دَ غرور په نغري کې
په لټون دَ سرو سکروټو
مړې ایرې دَ دې وختونو
وَ لړې را وَلړې ته
ــــــــــــــ
نظم ۳۲ ـــ ّ دَ سبا په آئینو کې ّ
دَ پرون ښکلې مخونه
که نن ګونځې ګونځې ښکاري
نو باید چې دَ نن ورځې
ځلنده ښائیست لرونکي
چټې پېغلې او ځوانان ټول
خپله خپله سر دَ پاسه
دَ غرور ښکرونه مات کړي
او په دې حقیقت پوهی شي
چې هغوئ به هم ښکارېږي
دَ سبا په آئینو کې
لکه وچې شاړې ونې
ــــــــــــــ
نظم ۳۳ ـــ ّ خالي ځانګو ّ
امېلونه دي دَ کرکو
که هغئ هم
یو په یو راته پئیل
په تار دَ مینې
نو دي څله دَ نامه لاکټ
په جار جار
راپه غاړه کړو په خپل لاس
دَ زړه سره!
چې اوس هم ګوره لا ځانګي
په سینې زما
دَ خالي ځانګو په رنګه
دَ یو کوُنډې
ــــــــــــــ
نظم ۳۴ ـــ ّ وام ّ
راغزېږي زما په لورې
یو تک سُور او تړکېدونکی
دَ سکروټې په شان بل لاس
هم په ویښه
هم له خوبه
خو، چې زما تر مرۍ رسي
نو باڼه پرې وَنښتېزم
په وړو وړو سُلګیانو
ــــــــــــــ
نظم ۳۵ ـــ ّ څه تمه ؟ ّ
خپله سایه مې هم یوازې پرېږدي
چې دَ ماښام زُ لفې خورې شي په لمر
ته خو څراغ لا دَ بل کور یې اشنا
له تا به تمه دَ رڼا څه کوم ؟
له تا به تمه دَ وفا څه کوم ؟
ــــــــــــــ
نظم ۳۶ ـــ ّ دَ خپله لاسه ّ
بخت په ما پورې ګرم نه دی
نه وختونو یم ترټلی
ما خو خپله دَ خپل لاسه
دَ ماشوم زړګي په خوښه
دَ یو چا په خواخوُږۍ کې
په صله دَ خوږې مینې
په اثر دَ مړامو سترګو
دَ سکون ډک ډک جامونه
چَپه کړي دي پخپله
ــــــــــــــ
نظم ۳۷ ـــ ّ بېلېدل ګران دي ّ
چې دَ اشنا دَ هېرَولو په نیت
په واښ دَ صبر ځان تړمه څونې
او لا یې عکس عکس پرېمنځل غواړمه
دَ خپلو سترګو له ایندارو څخه،
دُونې مې زړه شکوي تڼیانې ورته
او راښخېږي له اوله هم زیات
لکه په ځوزو پېچل شوي ورېښم
چې خلاسَوې یې څنګه څنګه په پام
هغونې دوئ په کې اړکېږي نور نور
ــــــــــــــ