د برهان المحققين او ارشد
المؤرخين ،لوی استاد علامه حبيبي ، په نظر � امله � اصلاً مجرده نامستعمله
کليمه ده . که مستعمله هم وي، نو د � عمله � د ټکي مفغنه بڼه ده . لوی استاد
باور لري، چي دا کليمه بايد هر ځای و نه نښلوله سي . اوس يې دوني تعميم کړی دﺉ،
چي نه ښايي . دا اوس لکه د يوناني طبيبانو بدرقه داسي ګرزېدلې ده، په هره دوا
يې ګډوي ( حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۲۴ ).
سره له دې چي د � له کبله � ترکيب د پښتو د منځنۍ دورې په ځينو اثارو کي خال
خال تر سترګو کيږي؛ خو زموږ د کلو او بانډو سپېڅلي پښتانه اصلاً په خپلو
ورځنييو محاورو کي د � له امله � او � له کبله � ترکيبونه نه کاروي . د ژبي د
بدلون او اوښتون په بېلابېلو پړاوونو کي داسي ډېر پېښيږي، چي ځيني ټکي،
ترکيبونه او اصطلاح ګاني د باد او باران په شان ژبي ته را ننوزي؛ او د موسم تر
اوښتو وروسته بيرته پر خپله لاره ولاړ سي . د ځينو هيڅ نښه نښانه پاته نسي؛ او
ځيني د خپلو بچو او لمسو له لاري په يوه بله بڼه او جوله ژوندته دوام ورکوي .
دا بدلونونه په حقيقت کي د کليماتو د مړيني او ژوند نه درېدونکی بهير دﺉ، چي هر
څوک يې بايد د زړه په غوښت و مني . د همدې استدلال پر بنسټ، زموږ د خلګو په
ولسي ادب کي د دغو مفاهيــــمو له پاره وايي : � د پلاني کار عِلت څه ؤ ؟ �
ځيني وايي : � د هغه کار سوَب ( سبب ) څه ؤ؟ ، � پلانی کار ولي وسو؟ �، �پلانی
کار ولي پېښ سو ؟ �، � هغه کار پر څه پېښ سو؟ �، � د هغه کار وجه څه وه؟ � يا �
په دې خاطر چي ژمی را نيژدې کيږي، نو ځکه مي تاوده کالي را برسېره کړي دي . �
او داسي نور . زموږ ځيني ځان غوښتوونکي ژورناليستان او ليکوال په زور او جبر
سره کوښښ کوي، چي دا ډول ترکيبونه پر خلګو وتپي . دا چي اوس له ډېرو وختونو په
مطبوعاتو کي باب سوي دي پرېږدﺉ، چي د خلګو د سليم ذوق ازموينه په بري سره تېره
کړي؛ خو تر دې ازمويښت مخکي بايد د لوی استاد، علامه حبيبي، له ژوندي مثال سره
سم، د يوناني طبيبانو د متحدالمال دارو په څېر په هره نسخه ګډ نه سي . په هر
ځای کي بې موجبه ونه ويل سي ؛ لکه څنګه چي وايي : � پلانی مامور د پلاني کار د
کتني له امله ځي . � يا � که پر اسمان يو لړ اوريځي پيدا سي، نو به له دې امله
باران واوري . �
د لوی استاد په عقيده، په دغو دواړو جوملوکي د � له امله � ترکيب سم نه دﺉ . د
دې جوملو سمه بڼه دا ده، چي وويله سي : � پلاني مامور د پلاني کار د کتني له
پاره ځي . � ، � سبا به پر اسمان يو څه اوريځي را وخېژي، نو به باران و اوري .
� ( حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۲۴ ) . دلته د سليم ذوق څښتن په اسانۍ سره
قضاوت کولای سي، چي د لوی استاد بيان کټ مټ زموږ د سپېڅلو او بې الايشه خلګو په
څېر ساده، روښانه او بې وله دﺉ . خبره يې په داسي ډول ادا کړې ده، چي عام خلګ
يې په خپلو محاورو کي کاروي؛ او بې تکليفه هر څوک په پوهېږي .
فاضل استاد - ګل پاچا الفت ( ۱۲۸۷- ۱۳۵۶ ش ) ، په خپله � لغوي څېړنه � کي ليکي
: � کبل، لامل دواړه لفظونه په علت او سبب ترجمه شويدي، مګر په محاوره او خبرو
اترو کښې هيڅکله داسي نه ويل کيږي، چه د دې کار کبل څه شی دی يا څه لامل لري .
ځکه چه د علت او سبب معنی پکښې نشته . د دې دواړو لغتونو صحيح استعمال په دې
ډول دﺉ : ته د څه لامله دا کار کوې ؟ زه له دې کبله تاته څه نه وايم، چه خپه به
شې! � ( الفت ۶۶ � ۶۷ ) .
دا ؤ د پښتو د وو وتلو او منلو استادانو، علامه حبيبي او استاد ګل پاچا الفت، د
نظريو په رڼا کي د � له امله �، � لامل � او � کبل � لغوي څېړنه؛ خو په عمل کي
ګورو، چي د دې لویو استادانو نظريو ته په نه پاملرني سره د � له امله � او� له
کبله � پر افراطي کاروني سربېره، د � لامل � ټکی هم په هره ليکنه او وينا کي څو
څو ځلي تر سترګو کيږي . ښايي د ژبي د � سوچه کولو � پلويان يې په دې انګېرنه هر
ځای د عامل، علت، سبب، وجهي، بابت او نورو پر ځای استعمالوي .، چي ګواکي � لامل
� پښتو ټکی دﺉ؛ او په دې ناسم ګومان پښتو د پردو ژبو له ناوړه اغېزې څخه ژغوري
.