په موجوده
وخت کي چي انساني تمدن دومره پرمختګ کړی چي د بشریت په تاریخ کي یې ساری نه لیدل کېږي او انسان ته یې هغه
سانتیاوي او هوسایني پېرزو کړي دي چي مخکي چېرته ورڅخه نه وو برخمن شوی خو دې پرمختللي تمدن یواځي د انسان جسم
ي او مادي اړخ ته چوپړ وهلی دی او د هغه روحاني او معنوي هغه اړخ ته یې چي هغه له نورو کایناتو څخه بېلوي هیڅ په
خپل کچکول کي نه دي راوړي چي دې کمښت او نېمګړتیا هغه پرېشاني او سرګرداني زېږولي ده کوم چي په نتیجه کي یې په
وېدېزه نړۍ کي زیات تره انسانان ځان وژني ته راپارولي دي ځکه چي هغوی ددې پرېشاني بل هیڅ درمل او حل له دې
خوبوونکیو ټکیو څخه پرته بل څه ونه موندلو .
د خواشیني ځای خو دا دی چي ددې پرېشاني اغېزې په اسلامي هېوادونو کي هم ترسترګو کېږي کله چي مسلمانانو خپلي
مذهبي پوهني ته شاکړه او د الله تعالی له یاد او اطاعت څخه لېري پاته شول ، دلته به مونږ د همدغي پرېشاني اسباب
ولوکه ډېر دي خو ځیني به یې په ګوته کړو :
۱-
د ایمان کمزو
تیا:
هغه مسلمان چي په الله تعالی او د هغه په رسول
صلی الله علیه وسلم او دآخرت په ورځ قوي اېمان او ټینګه عقیده ولري هغه کله هم نه پرېشانه کېږي ځکه چي الله تعا
ی فرمایې :
ومن يعمل من الصالحات وهو مؤمن فلنحيينه حياة طيبة
او هغه څوک چي نېک کارونه سرته رسوي او د قوي ایمان څښتن وي هغه ته مونږ خوندور او نېکمرغه ژوند و
په برخه کوو.
همدا راز اېمان د نېکو اعمالواو د
خیر په کارونو او عبادتونوپه کولو او د ګناهونو او شرعي مخالفتونو په پرېښودلو سره
تقویه کېږي ، د قرآنکریم تلاوت کول او د هغه د آیتونو په معانیو او مفاهیمو کي فکر کول ، د الله تعالی د نېکانو
بندګانو په مجلسونو کي ګډون کول او له هغوی سره مینه ساتل او د الله تعالی په مخلوقاتو او کایناتو کي تفکر کول
هم په الله تعالی د مسلمان ایمان او عقیده ټېنګوي .
۲-
د ژوند او رزق وېره
:
ځیني کسان خو له دې وجهي په پرېشاني اخته کېږي چي له مرګ څخه یې وېره شي که هغه په دې
عقیده ولري چي عمرونه د الله تعالی په واک کي دي کله به هم له مرګ څخه ونه وېرېږي او نه به پرېشانه شي ځیني نور
بیا په دې وجه غم جن وي چي رزق به یې ختم شي او له نېستي سره به لاس او ګرېوان شي چي ستومانیوي به ورته پېښي کړي
که چي کله یې هم دا آیت کریمه نه وي آورېدلی الله تعالی فرمایې:
وما من دابة في الأرض إلا على الله رز
ها
هیڅ داسي څاروي په زمکه کي نشته چي رزق یې د الله
تعالی په ذمه نه وي .
الله تعالی مېږیانو ته په غارونو
کي او چېنجیانو ته د تېږو او وچو پرښو په مېنځ کي رزق رسوي او انسان چي الله تعالی
وسایل هم ورته په واک کي ورکړي دي کله هم نه بې رزقه کېږي خو ددې معنا دا نه ده چي هغه د په کور کي کېني او ددې
انتظار د باسي چي له آسمان څخه به سره او سپین ورته راو اورېږي بلکه خپله منډه او هڅي به کوي او اسباب به براب
وي او بیا به هرڅه الله تعالی ته سپاري الله تعالی فرمایې :
فامشوا في مناكبها وكلوا من رزقه
د زمکي په اطرافو کي وځغلۍ او د الله له رزقونو څخه خواړه وخورۍ .
بل ځای فرمایې :
ومن يتوكل على الله فهو حسبه
او چا چي په الله
تعالی ځان وسپارلو هماغه یې کافي دی .
3- م
صېبتونه او ستونځي :
کله چي د انسان یو قریب مړ شي او یا مالي
تاوان ورته ورسېږي او یا په شدېده ناروغي اخته شي او کومه ټکه او حادثه ورپېښه شي انسان په پرېشاني اخته کېږي
یکن هغه باید په دې عقیده ولري چي په دې کي د هغه خیر دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :
عجبا لأمر المؤمن ان شأنه كله خير إن اصابته سراء
كر فكان خيراً له وإن اصابته ضراء صبر فكان خيراً له .
د مؤمن حالت د حیرانتیا وړ دی کله چي خوشالي ورته رسېږي د الله تعالی شکر په ځای کوي هم
د هغه په کي خیر (یعني دنیوي خوشالي او اخروي اجر او ثواب) وي او چي کله له مصیبت او
تکلیف سره مخامخ شي صبر ور باندي کوي هم د هغه په کي خیر وي .
د صبر بدل دا وي چي الله تعالی ور ته اجر او ثواب ورکوي او الله تعالی یې ښه بدل
په دنیا او آخرت کي ورکوي او هغه باید په دې باور ولري چي دا هرڅه چي هغه ته ورپېښېږي دا د الله تعالی فیصله او
پرېکړه (قضاء او قدر) ده او الله تعالی چي بنده ته دڅه شي اراده وکړي بنده ته ضرور هغه ورپېښېږي که آسمانونه او
زمکي او د دنیا هرطاقت د هغه مخنېوی کوي خو هغه نشي بندولای کله چي دا عقیده د انسان په کوګل کي ټېنګه او پخه شي
هغه ضرور خوشاله کېږي او د مصېبت ځغمل ورته آسانه وي مونږ ډېر ځلي داسي لیدلي دي چي ستونځو له یوه کمزوري انسان
څخه یو قوي شخصیت جوړ کړی دی په داسي حال کي چي یو وخت هغه د یوې وړې خبري تحمل نه شوای کولای خو ستونځو هغه ته
تحمل ورزده کړ او د هغه د ژوند مسېر یې بدل کړ او د مصېبتونو په وړاندي یې یو فولادي دېوال ورڅخه جوړ کړ
.
4- ګناهونه
:
ګناهونه او د الله تعالی د حکمونو نافرماني په
دنیا او آخرت کي د هري آزمویني او مصېبت لامل دی او ګناهونه د انسان په پرېشاني او دل تنګي کي مستقیم رول
وبوي الله تعالی فرمایې :
وماأصابك من سيئة فمن نفسك
که
تاته کوم مصېبت رسېږي نو دهغه سبب ستا خپل ځان دی .
بل
ځای فرمایې :
ظهر الفساد في البر والبحر بما كسبت أيدي الناس ليذيقهم بعض الذي عملوا لعلهم يرجعون.
دا چي په وچه او دریاب کي فساد ښکاره شولو دا د هغو اعمالو نتېجه ده چي خلګ یې په خپلو لاسونو مرتکب
شول تر څو الله تعالی انسانانو ته د هغوی د اعمالو ځیني نتایج ور وڅکي ښایې هغوی بېرته د الله تعالی اطاعت او ف
مانبرداري ته را وګرزي .
ځیني بد بخته کسان د مصېبت
په وخت کي د ګناهونو ارتکاب ته په دې وجه وردانګي چي د هغوی په ګمان د پرېشاني مخه ورباندي ونیسي لیکن د پرې
اني او مصېبت په وخت کي د ګناه ارتکاب دا سي مثال لري لکه په خټه کي چي د وچولو په نیت نوري اوبه تویې کړې اویا
ه سختي تودوخي څخه اورته پناه یوسې .
۵- له آخرت څخه غفلت او په دنیا پوري د زړه تړل
:
هغه څوک چي فکر وهي او د جنت د ډول ډول نعمتونو تصور
کوي هغه ته د مشکلاتو او مصېبتونو په وړاندي مقاومت کول آسانه وي د امېدونو څړیکي یې
په زړه کي را ژوندۍ کېږي او خپل ځان نېکمرغه احساس کوي .
په پای کي به دا ووایو چي په څه ډول کولای شو له دې پرېشانیو څخه نجات پیدا کړو د پرېشانیو درملنه یواځي د ا
له تعالی په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتونو کي ده الله تعالی فرمایې :
إن الله لايغير مابقوم حتى يغيروا مابأنفسهم
الله تعالی د یوه قوم حالت تر هغه وخته نه بدلوي ت
څو چي هغوی خپل کړه وړه او نیتونه بدل نکړي.
دا د
پرېشانیو د له مېنځه وړلو لپاره یوه ګټوره وړیانسخه ده ویې آزمویه او بیا یې نتایج ته پخپله وګوره
:
۱- لمونځ :
لمونځ د بنده او الله تعالی تر مېنځ یوه د تماس کړۍ ده هر مسلمان چي په تدبر او خشوع سره یعني
د زړه او اندامونو په عاجزي سره لونځ ادا کړي او د هغه په ذریعه د الله تعالی حضور ته پناه یوسي پرېشانیوي او
غمونه یې داسي لېري شي لکه باد چي یې یوسي او هیڅ پرېشاني یې نه پاته کېږي .
الله تعالی فرمایې:
واستعینوا بالصبر وا
صلاة
او د ستونځو او مصېبتونو په وخت کي په صبر کولو
او لمانځه سره له الله تعالی څخه مرسته غواړۍ .
رسول
الله صلی الله علیه وسلم ته چي به کله یو مشکل مخي ته راغی وبه یې فرمایل :
ارحنا بالصلاة یا بلال و یقول جعلت فداه .
اې
بلاله په لمانځه مي هوسا کړه ، او دا به یې وفرمایل : تر ده مي قربان کړې .
په بل حدیث شریف کي روایت دی فرمایې :
جعلت
قرة عیني في الصلاة .
په لمانځه کي مي سترګي هوسا او یخي
شي .
۲- د قرآنکریم تلاوت کول :
د قرآنکریم تلاوت او د هغه په معانیو کي ژور فکر وهل د الله تعالی له
کلام سره د بنده اړیکي ټېنګوي قرآنکریم د زړونو پسرلی او د کوګل رڼا ده د قرآنکریم تلاوت د زړونو زنګونه ، پ
ېشاني وي او دوکونه له مېنځه وړي د هغه په هدایاتو عمل کول زمونږ هرډول ستونځي او پرېشانیوي له مېنځه وړي مونږ
باید کله هم هغه ته شا ونه ګرځوو.
وننزل من القرآن ما هو شفاء ورحمة للمؤم
نين
او مونږ له قرآنکریم څخه هغه څه را نازلوو چي هغه د مؤمنانو د هرډول مادي
او معنوي فردي او اجتماعي رنځونولپاره علاج او رحمت دی .
۳- دعا د مسلمان وسله ده :
د عا د مسلمان هغه
وسله ده چي د هغې په واسطه د الله تعالی بنده جوړېږي هرڅوک چي یو ضرورت ولري او یا یو مشکل ورته رامخ ته شي سمد
لاسه د همدغي وسلې ته لاس اچوي ځکه چي الله تعالی هغه مقتدر ذات دی چي د هرڅه واک او د هرمشکل چابي یوازي له هغه
سره دي او هغه د ناچارو او سرګردانو بندګانو دعا قبلوي او تکلیف یې لېري کوي هغه په خپله فرمایې :
وإذا سأ
ك عبادي عني فإني قريب أجيب دعوة الداعي إذا دعان
(اې محمده) کله چي زما
بندګان له تاڅخه زما په هکله پوښتنه وکړي (نو ورته وایه چي) زه هغوی ته نژدې یم زه د هر بلونکي غوښتنه قبلوم که
هغه یې له ما وغواړي .
او ددعا د غوښتلو لپاره د
هغه وختونه غوره کړي کوم چي په هغوکي د دعا قبلېدلو چانسونه زیات وي لکه د شپې آخري درېیمه برخه ، د اذان او ا
امت تر مېنځ وخت ، د جمعې ددوو خطبو تر مینځ د امام په ناسته کي اوپه سفر کي چي دا ځایونه زیات ددې چانس لري چي د م
ؤمن دعا ګاني په کي قبولي شي په خپله هم دعا وکړۍ او د الله تعالی له غورو بندګانو څخه هم د ځان لپاره دعا
وغواړۍ .
۴- ذکر کول :
تل خپله ژبه د الله تعالی په یاد لنده ساتل له انسان سره د مصېبتونو په له مېنځه وړلو
کي مرسته کوي او شیطان شړي او د الله تعالی رحمتونه د ذاکرینو لورته را کاږي . همدا راز په هروخت کي په رسول ا
له صلی الله علیه وسلم زیات درود ویل د انسان معقد او پېچلي کارونه آسانه کوي او د ستونځو په حل کي اساسي رول
ري د لمانځه اللهم صل او اللهم بارک بهترین درودونه دي چي مسلمان یې باید تل او په تېره بیا له هر لمانځه څخه و
وسته لس ځلي ووایې .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرم
ایې :
من صلی علي صلاة صلی الله علیه بها عشرا .
چاچي په ما یو ځلي درود وویلو الله تعالی په هغه لس ځلي رحمتونه اوروي
.
۵- خپل فارغ وخت په عبادت او یا مباح کار مشغول ساتل
ضروري ده ځکه چي فراغت او بېکاري انسان د فساد لورته بیایې او انسان په پالتو سوچونو او پرېشانېواخته کوي
.