د انسان په اصلاح کي د الهي مراقبت رول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10125
قدوسي سليمانخيل
دخبریدو نیټه : 2006-11-14

مونږ مسلمانان ولو که هریو په دې عقیده لرو چي الله تعالی علیم خبیر بصیر او د انسان په ښکاره او پټو خبر دی خو په عملي ژوند او ورځنیو کړو وړو کي مو ددې عقیدې څه اثر په دې وجه نه لیدل کېږي چي زمونږ قول و فعل دده د ارشاداتو خلاف وي او که کله هم یو داسي موقع په لاس راشي چي هلته زمونږ مادي ګټي وي او یو څوک مو نه ورباندي ملامت کوي او یا څوک نه راباندي خبرېږي او یا په ټولنه کي زیات وګړي په هغه باندي اخته وي او عیب نه ګڼل کېږي او هغه ګټه په غیر شرعي طور زمونږ لاس ته راځي خو مونږ یې کوو او د الله تعالی نګراني او د هغه وعد او وعید مو له پام څخه غورځولي وي .

ځکه خو مونږ په دې مقال کي ستاسو پام دې ته را اړوو چي مونږ په هرصورت او حالت کي چي څه کوو هغه د اسلام په تله وتلو او د الله تعالی مراقبت مو تل شامل حال وي او د هغو کارونو د کولو او یانه کولو پرېکړه د شریعت په چوکاټ کي وکړو کوم چي زمونږ مخي ته راځي .

جبرائيل عليه السلام د يوې تعليمي مركې په ترځ كي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه ْوكړه چي احسان څه ته وائي؟ هغه مبارك په ځواب كي ْورته ْوويل : 

أن تعبد الله كأنك تراه فان لم تكن تراه  فانه يراك. (بخاري و م سلم عن أبي هريرة)

د الله تعالى داسي عبادت كوه لكه ته چي هغه وينې او كه ته هغه نه ويني نو هغه  خو هرو مرو تا ويني .

له سلف صالحينو څخه د الله تعالی يوه نېک بنده وغوښتل چي په عملي ژوند كي له خپلو زامنو ځخه دالله تعالى د پيژندني او معرفت امتحان واخلي هريوه ته یې يو يو مرغه وركړ او ویې ګمارل چي په بېلابېلو ځایونو کي یې په داسي وخت كي حلال كړي چي هلته څوك نه وي زامن ئي ولاړو او هريوه د خپل پلار حكم عملي كړ خو يو زوي ئي له ژوندي مرغه سره بيرته واپس راغلو كله چي پلار ئي د مرغه د نه حلالولو په هكله پوښتنه ځيني ْوكړه هغه په ځواب كي ْورته ْوويل: داسي ځاي مي ْونه موندلو چي هلته به هغه راسره نه ْوو پلار ئي پوه شو چي زوی ئي هغه سبق ياد ساتلی دی كوم چي هغه به په ماشومتوب كي ْورته ويل: ووايه زويكه چي الله تعالى ما ويني ، الله تعالى زما اوري او الله تعالى په ښكاره او پټه كي په شپه او ورځ كي زما د هرڅه ليدونكی او كتونكی دی او زوی ئي په همدې فكر او عقيده ځوان شوی ْوو.

د الله تعالى مراقبت د زړه يواحساس دی چي په اندامونو ئي اثر ښكاره كېږي چي د الله تعالى له محرماتو ځخه اجتناب او د الله تعالى د اوامرو او نواهيو په ښكاره او پټه كي مراعات كول دی او چي كله ئي هم په هغه كي موجود حيواني عنصر او مفسد چاپيريال د شر لورته بيائي همدغه د الله تعالى د مراقبت احساس كنترول كوي .

ځوان او د بېساري حسن خاوند حضرت يوسف ع يه السلام چي د مسلمانو ځوانانو لپاره يوه ښكلي بېلګه ده ، كله چي د مصر د مشر ښځي ( امرأة العزيز) خپل سينګار ْورته ْوكړ او د هغې په ګمان وخت او حالت بالكل مناسب ْوو په داسي حال كي چي ځوان يوسف (ع) د ځواني په جنوني او جوشي مرحله كي ْوو او دې په حسن او جمال مشهوري ښځي ځان ته ْور ْوبللو خو صرف يواځينی   يی  چي د هغه او معصيت په مينح كي پرده او خنډ واقع شو هغه د الله تعالى د مراقبت قوي احساس او عقيده وه الله تعالی دا قصه په قراّنكريم كي په دې شكل نقل كړي ده:

وَقَالَ نِسْوَةٌ فِى الْمَدِينَةِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ تُرَاوِدُ فَتَاهَا عَن نَّفْسِهِ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا إِنَّا لَنَرَاهَا فِى ضَلَلٍ مُّبِينٍ فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَ َتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَئًا وَءَاتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مَّنْهُنَّ سِكِّينًا وَقَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَاشَ للَّهِ مَا هَاذَا بَشَرًا إِنْ هَذَآ إِلاَّ مَلَكٌ كَرِيمٌ قَالَتْ فَذالِكُنَّ الَّذِى لُمْتُنَّنِى فِيهِ وَلَقَدْ َاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ فَاسَتَعْصَمَ وَلَئِن لَّمْ يَفْعَلْ مَآ ءَامُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا م ِّن الصَّاغِرِينَ قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَىَّ مِمَّا يَدْعُونَنِى إِلَيْهِ وَإِلاَّ تَصْرِفْ عَنِّى كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن منَ الْجَاهِلِينَ فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ.

په (مصر) ښار كي ښځو ْوويل د عزيز ( مشر يا خان) ښځه خپل ځوان (غلام) خپل ځان ته ْورغواړي هغه ددې ځوان ميني ليونۍ كړي ده مونږ هغه په ښكاره ګمراهي كي وينو، كله چي د مشر ښځي د هغوی پ وپاګند واوريدلو نودوی ته ئي دعوت ْور ْوليږلو او هغوی ته ئي تكيه ځايونه برابر كړل ( كله چي هغوي راغلې او كيناستلې ) هغوي ته ئي ( د خوراك د خوړلو لپاره چي د هغوی د ميلمه پالني رسم ْوو) چاړې او چاقوګان  ْوركړل او ( يوسف عليه السلام ته ئي) ْوويل چي د باندي پرې راْووزه كله چي  د هغوی ( ميلمنو ښځو په يوسف عليه السلام ) سترګي ْولګېد ې ( د هغه د بې مثاله حسن د ليدلو په وجه له ډيري خوشالي او تعجب  ځخه ) حيض ْورغی  يا د هغه حسن ډېر ستر ْورته ښكاره واو (دمېوو په ځای ئي)  خپل لاسونه غوڅ كړل او ْوئي ويل معاذ الله دا خوبشر نه ده دا يو خو يوه ښکلي عز تمنه فرشته ده ( دمشرښځي) ْورته ْوويل چي دا هماغه ځوان دی چي تاسي ما د هغه په مينه كي ملامتوئ م ا هغه بدكاري ته را ْوغوښتلو خو هغه ځان پاك ْوساتلو او كه هغه ځما غو ښتنه ْونه مني ضرور به زنداني شي او خام خا به بې عزته او سپك شي ْوويل (يوسف عليه السلام ) اې ځما پروردګاره زندان ماته تر هغه عمل غوره دی كوم چي ما ښځي  د هغه لور ته ؤر بولي كه ته د هغوی فريب له ما ځخه ْونه ګرزوې زه به د هغوی خواته مائل شم او زه به د جاهلانو په ټولۍ كي ْوګڼل شم الله تعالى د هغه دعا قبوله كړه او (يوسف عليه السلام ) ته ئي د هغوی ه فريب ځخه نجات ْوركړ په ريښتياچي الله تعالى اوريدونكی او باخبردی ( تفسير له الدر المنثور ځخه)

د الله تعالى رضا ته د رسيد و لپاره د كاميابي ترازو د احسان هغه مقام دی كوم چي په مخګیني حديث كي ذكرشو او دا مقام د مشاهدت او مراقبت دی مراقبت دې ته وائي چي له تاسره ددې احساس پيداشي چي الله تعالى تا ويني او احسان دې ته وائي چي ته د الله تعالى داسي بنده جوړ شې لكه هغه چي تاته ګورې په دې باندي مسلمان د اطاعت او نه معصيت هغه ْوچت مقام ته رسېږي چي هغه د مراقبت مقام دی.

د مْومن دا عقيده چي الله تعالى هغه ويني او د هغه په ښكاره او پټه ، په ظاهر او باطن خبر دي د ښكاره او پټو ګناهونو د پريښودلو ستر اوأغېزمن عامل ګڼل كېږي او انسان هغه وخت د ګناهونو او جرائمو مرتكب كېږي كله چي هغه له دې احساس ځخه غافل شي،  الله تعالى د جهنميانو په هكله چي هغوی ولي په دنيا كي ګناهونه كول فرمائي :

وَمَا كُنتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَن يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلاَ أَبْصَارُكُمْ وَلاَ جُلُودُكُمْ وَلَكِن ظَنَنتُمْ َنَّ اللَّهَ لاَ يَعْلَمُ كَثِيراً مِّمَّا تَعْمَلُونَ وَذَلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِى ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ َرْدَاكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ مِّنَ الُخَاسِرِينَ.

وفي الآية تنبيه على أن المؤمن ينبغي أن لا يمر عليه حال إلا بملاحظة أن عليه رقيبا (روح المعاني)

( تفسير ) اوهغه ګناهونه چي تاسي د پردو او ديوالونو شاته نه صرف په دې نيت پټ كول چي ستاسو د غوږونو او سترګو او څرمنو د قيامت په ورځ له شهادت ْوركولو ځخه ئي پټ ْوساتي بلكه ستاسو دا خيال ْوو چي الله تعالى ستاسو په زياتو هغو كا ونو نه دی خبر چي تاسو به كول دا ستاسو هغه غلط ګمان او خيال ْوو چي تاسي په خپل پروردګار كولو او همدغه ګمان تاسو هلاك كړي یاست ځكه خواوس په نقصان او خساره كي ياست.

    هغه څوک چي په دې کلک باور او عقیده ولري چي الله تعالی په هرخت او هرځای کي د خپلو بندګانو اعمال څاري  او د هغه ه علم څخه هیڅ شی پټ نه دي هغه بیا کله هم دداسي اعمالو نه مرتکب کېږي کوم چي د الله تعالی  ناخوښي او نافرماني په کي وي  او له ځان سره به ئي حتماً ټینګ حساب نيولی وي او د آخرت دورځي لپاره به تياري نيسي او ښكاره او پټ به هغه ته برابر وي همدا وجه ده چي رسول الله صلى الله عليه وسلم په زيات ترو وصيتونو كي فرمائيلي دي:

    ( اتق الله حيثما كنت )

په هرحالت او هرځای کي  له الله تعالى ځخه ويرېږه .

په ښكاره او پټه كي د الله تعالى وېره د نجات هغه يوازينۍ ذريعه ده چي په دنيا او آخرت كي د انسان د سعادت سبب ګرزي ځكه خو زمونږ ګران پيغمبر (ص) به تل په خپله دعا كي ويل :

(اللهم اني أسالك خشيتك في الغيب و الشهادة ) .

اې الله زه په ښکاره او پټه کي ه تا ځخه د وېرېدلو سوال کوم .

لكه ابو نواس شاعر چي وائي :

إذا ما خلوت الدهر يوما فلا تقل ............... خلوت ولكن قل علي ر يب

ولا تحسبن الله يغفل ساعة ..................... و ا أن ما يخفى عليه يغيب

چي كله هم يوازي شوې داسي مه وايه چي يوازي يم بلكه داسي وايه چي په ما يو نګران شته او كله هم داسي ګمان مه كوه چي الله تعالى به يوه شيبه غافل وي او يا هغه كار چي ستا په ګمان په پټ ځای او ترږمۍ کي سرته سېږي له هغه ځخه به هم پټ وي .

    امير الموْمنين عمر بن الخطاب رضي الله تعالى عنه په يوه مس مان شپون تېريدلو ْوئي غوښتل چي د هغه د عقیدې امتحان واخلي او ْورته ْوئي ويل: چي ماته يو پوسه راكړه او خاوند ته ئي ْووايه چي هغه ليوه ْوخوړ ، شپون ْورته ْوويل چي الله تعالى خو په حقیقت خبر دی او هغه ما ويني ، عمربن الخطاب رضي الله تعالى عنه ددې شپون په تقوا ْوژړل  او له هغه سره د هغه بادار ته ْورغی  هغه شپون ئي په بيه ځیني واخيست او د هغه له غلامي څخه ئي ازاد كړ.

    په دې اساس  مونږ ته په كار ده چي په خپلو ټولو كړووړو ، عباداتو او معاملاتو ، په انفرادي او اجتماعي  ژوند كي په هره ګړۍ او شيبه كي په ښكا ه او پټه كي په الله تعالى د خبير ، بصير ، سميع ، عليم  يعني ليدونكي ، كتونكي ، او يدونكي او باخبر داسي عقيده ْوساتو چي زمونږ په ورځني ژوند کي د هغه آثار ښکاره شي هله به زمونږ په عملي ژوند كي تقوا وجود ْومومي او په نتيجه كي به اخروي او دنيوي نيكمرغي او كاميابي زمونږ په برخه شي ان شاء الله تعا ى .