دمسلمان مال او ياعزت ته نقصان رسول زمونږ د ژوند معمول او زمونږ د كړووړو او تعامل يوه برخه ګرزېدلي ده او اسلام دا عمل حرام
بللي دي دا يو بنيادي اصل دي او متفرعات ئي ډېردي خومونږ ئي دلته په عمومي شكل يادووزمونږ كه كله هم د يوچا په
مال او يا د هغه په عزت لاس برشي نو غالبا هيڅ صرفه نه پرې كوو او غنيمت ئي ګڼو خواه كه زمونږ هماغه شي ته ضرورت
وي او که نه وي او یا زمونږ په ګټه وي او یا نه وي، زمونږ د يوه مسلمان ورور په مال او عزت د برلاسي په وخت كي م
ونږ ته په كاردادي چي په هغه كي هغه نا مطلوب تصرف ْونكړو كوم چي مونږ ته زمونږ دېن د
هغه اجازت نه راکوي او له مونږ سره على الدوام بايددا احساس موجود وي چي كه د يوبل چا زمونږ په مال او يا عزت
اس ْورسېږي په څه شكل تعامل بايد راسره ْوكړي كه هغه زمونږ په مال او يا په عزت كي نا جائز تصرف كوي آيا دابه
زمونږ په زړونو څه اغيزه كوي او زمونږ عكس العمل به څه وي په همدې شكل ستا مسلمان ورور هم ستاپه شان د خپل ځان
پاره ستا دا شوم عمل او ناحق تصرف د خپل ځان لپاره نه خوښوي كه له مونږ سره دا احساس هروخت موجود وي نو بيا د
يوچا مال او عزت ته د نقصان رسولو پوښتنه نه پيدا كېږي او ددي په ځاي چي د يوچا دمال او يا عزت لوټوونكي شو په
اوتو ماتيك او غیر ارادي شكل به د هغه پاسبان او ساتونكي جوړشوپه عربي ژبه كي يوه مقوله ده: وائي :
( عامل الناس كما تحب ان يعام
وك )
له خلګو سره داسي معامله
كوه لكه ستا زړه چي ئي غواړي چي نور له تاسره هماغه معامله ْوكړي.
او دا احساس له كامل م
ْومن سره هروخت او په هر حالت كي موجود وي.، راشۍ چي وګورو رسول الله صلی الله علیه
وسلم د یوه ځوان صحابي روزنه په څه شکل کوي ؟ ابوامامه رضي الله تعالى عنه د دي حديث راوي دي فرم
ائي:
عن أبي أمامة قال: إن فتى شاباً أتى النبي صلى الله عليه وس
م، فقال: يا رسول الله، ائذن لي بالزنا، فأقبل القوم عليه فزجروه، وقالوا: مه مه، فقال: ادنه فدنا منه قريباً،
ال: فجلس، قال: أتحبه لأمك؟ قال: لا، والله جعلني الله فداءك، قال: ولا الناس يحبونه لأمهاتهم، قال: أفتحبه
ابنتك؟ قال: لا، والله يا رسول الله جعلني الله فداءك، قال: ولا الناس يحبونه لبناتهم، قال: أفتحبه لأختك؟
ال: لا، والله جعلني الله فداءك، قال: ولا الناس يحبونه لأخواتهم، قال: أفتحبه لعمتك؟ قال: لا، والله جعلني ا
له فداءك، قال: ولا الناس يحبونه لعماتهم، قال: أفتحبه لخالتك؟ قال: ولا، والله جعلني الله فداءك، قال: ولا ا
ناس يحبونه لخالاتهم، قال: فوضع يده عليه وقال: اللهم اغفر ذنبه، وطهِّر قلبه، وحصِّن فرجه، فلم يكن الفتى بعد
لك يلتفت إلى شيء. ( الخصائص الكبرى للسيوطي)
يوځوان رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغي او ْورته ْوئي ويل: يارسول الله ماته د زنا كولو
اجازت ْوكړه حاضرينو مخ ْور واړولو او( د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کي په دې ګستاخي ) ؤیي ترټلوچي
چپ شه خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ْورته ْوفرمايل چي رانژدې شه هغه نژدې ْورته راغی او په خوا كي ئي
كيناستلو رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته ْوفرمايل آياته داكارد خپلي مور لپاره خوښوي؟ هغه ْورته ْويل
چي په الله تعالى مي د قسم وي زه دانه خوښوم الله تعالى مي د له تا ځخه قربان كړي رسول الله صلى الله عليه وسلم
هغه ته ْوفرمايل ستا په شان نور خلګ هم دخپلو مېندو لپاره
دا كار نه خوښوي رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته بيا ْوفرمايل آياته داكار د
خپلي لور لپاره خوښوي؟ هغه ْورته ْويل چي په الله تعالى مي د قسم وي زه دانه خوښوم الله تعالى مي د له تا ځخه
ربان كړي رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته ْوفرمايل
ستا په شان نور خلګ هم دخپلولورانو لپاره دا كار نه خوښوي رسول الله صلى الله عليه وسلم
هغه ته بيا ْوفرمايل آياته داكار د خپلي خور لپاره خوښوي؟ هغه ْورته ْويل چي په الله تعالى مي د قسم وي زه
دانه خوښوم الله تعالى مي د له تا ځخه قربان كړي رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته ْوفرمايل ستا په شان نور خلګ هم دخپلوخورانو لپاره دا كار نه خوښوي رسول الله
صلى الله عليه وسلم هغه ته بيا ْوفرمايل آياته داكار د خپلي ترور لپاره خوښوي؟ هغه
ْورته ْويل چي په الله تعالى مي د قسم وي زه دانه خوښوم الله تعالى مي د له تا ځخه قربان كړي رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته ْوفرمايل ستا په شان نور خلګ هم
دخپلوترورانو لپاره دا كار نه خوښوي رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته بيا ْوف
مايل اّياته داكار د خپلي خالې (د مور دخور) لپاره خوښوي؟ هغه ْورته ْويل چي په الله تعالى مي د قسم وي زه دانه
خوښوم الله تعالى مي د له تا ځخه قربان كړي رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته ْوفرمايل ستا په شان نور خلګ هم دخپلوخاله ګانو لپاره دا كار نه خوښوي او بيا رسول ال
ه صلى الله عليه وسلم خپل لاس مبارك دهغه ځوان په سر كېښود او ْوئي فرمايل اي الله
ددي ځوان ګناه ْوبښه زړه ئي پاك كړه اوله بد فعلي ئي ْوساته له هغه وروسته بيا هغه ځوان كله هم غلط ْونه كتل
.
و في رواية فقال له النبي صلى الله عليه
وسلم فاكره ما كره الله وأحب لأخيك ما تحب لنفسك قال يا رسول الله فادع الله أن يبغض
إلي النساء قال النبي صلى الله عليه وسلم اللهم بغض إليه
النساء قال فانصرف الرجل ثم رجع إليه بعد ليال فقال يا رسول الله ما من شيء أبغض إلي من النساء فائذن لي با
سياحة فقال النبي صلى الله عليه وسلم إن سياحة أمتي ا
جهاد في سبيل الله (سنن البيهقي الكبرى)
بيهقي په بل روايت كي وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ځوان ته ْوفرمايل: كوم كارچي الله تعالى
بد ګڼلی هغه بد ګڼه او خپل مسلمان ورور ته هغه څه خوښوه چي ځان ته ئي خوښوي هغه ځوان رسول الله صلى الله عليه
وسلم ته ْوويل چي ما ته له الله تعالى ځخه دعا ْوغواړه چي ښځينه مي تر پام بدي كړي رسول الله دعا ْوغوښتله چي اې
الله ښځي ئي ترپام بدي كړه هغه ځوان ولاړ يو څه موده وروسته بيرته راغی او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ئي
ْوويل چي يا رسول الله هيڅ يو شی مي دومره تر پام نه دي بدشوی لكه ښڅينه چي مي اوس
بدي اېسي او ماته د تفريحي سفر (سياحت) اجازت ْوكړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ْورته ْوفرمايل: زما د امت
سياحت د الله تعالی په لاره كي جهاد كول دی .
عن ابن عباس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم في حجة الوداع : يا أيها الناس ؟ أي يوم هذا ؟ قالوا :
هذا يوم حرام ، قال : أي بلد هذا ؟ قالوا : بلد حرام ، قال : فأي شهر هذا ؟ قالوا : شهر حرام ، قال : إن أموالكم ودم
اءكم وأعراضكم عليكم حرام ، كحرمة يومكم هذا في بلدكم هذا في شهركم هذا ، ثم أعادها مراراً ، ثم رفع رأسه إلى
السماء ، فقال : اللهم هل بلّغت؟ فاشهد. (مصنف ابن ابي شيبة ـ مسند احمد )
عبدالله بن عباس رضي الله تعالى
عنهما روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم د حجة الوداع په خطبه كي ْو فرمايل: اې خلګو دا كومه ورځ دي؟ دوي ْوويل : دا محترمه او مقدسه ورځ ده، ده (ص) ْوفرمايل داكوم ښاردي؟ دوي ْوويل: دا محترم او مقدس ښار دی ، ده (ص) ْوفرمايل: دا كومه مياشت ده؟ دوي ورته ْوويل دامح
ترمه اومقدسه مياشت ده ؟ رسول الله صلى الله عليه ْوفرمايل: ستا سو مالونه , ستاسو
خونونه , ( وېني ) او ستا سو عزتونه داسي يو بل ته محترم اومقدس دي لكه همدغه ورځ او همدغه ښار او همدغه مياشت چي
محترم دي رسول الله صلى الله عليه وسلم دا خبره څو ځلي تكرار كړه او بيا ئي خپل سر د آسمان لور ته ؤچت کړ (د
اّسمان لو رته یي ْوكتل) او ْوئي فرمايل: اې الله تعالی ته شاهد اوسه چي ما ستادين خ
ګو ته ْورسولو .