قناعت په لږ څه خوشاله كيدلو ته وائي يعني كوم څه چي د مسلمان په لاس
كي وي په هغه خوشاله وي او يوي او بلي خوا ته سترګي نه غړوي دې ته قناعت وائي تير رنځونه كوم چي مونږ ورباندي
وغږېدلو او یا نور اخلاقي رنځونه چي بحث به ورباندي وشي د زيات ترو اساسي محرك د
ناعت د نسخې نشته والی دی يو څوك چي په خپل حالت قانع نه وي هغه دروغ هم وائي غيبت هم كوي په حسد هم اخته كېږي
تجسس هم كوي حرص هم كوي بخيل هم وي طماع هم وي متجاوز هم
وي مقصد دا چي نه قناعت د زياتو اخلاقي مفاسدو سبب ګرزي . او د زيات ترو اخلاقي
نځونوعلاج هم همدغه قناعت دي اوبس او دا صفت د صالحو مْومنانو او د الله تعالى ددوستانو وي .
يقول فضالة بن
عبيد أنه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول طوبى لمن هدي الى الاسلام وكان عي
ه كفافا وقنعه الله بما اتاه . (الترمذي)
له فضاله بن عبيد رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه
وسلم ْوفرمايل: ډېره خوشالي ده د هغه چالپاره چي اسلام ته ئي لاره وموندله او دومره
رزق ْورته ورسيدلو چي دده لپاره كافي وْو او الله تعالى په هغه څه قناعت ورکړی وي چي دده په واک کي وي
.
عن أبي أيوب الأنصاري قال أتى النبي صلى الله عليه وسلم رجل فقال عظني
وأوجز قال: إذا قمت في صلاتك فصل صلاة مودع ولا تكلمن بكلام يعتذر منه غدا وأجمع اليأس مما في أيدي الناس. (سنن
ابن ماجة)
ه ابي ايوب الانصاري رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو سړی راغی او وئي
ويل چي ماته يو كوتاه مختصر نصيحت وکړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: چي
كله په لمانځه ودرېدلې نو داسي لمونځ كوه لكه دغه چي ستا اّخري لمونځ وي او هغه خبره مه كوه چي سبا ئي بياپه عذر
ْوئيلو باندي مجبوره ئي او د خلګو په لاس كي چي څه دي له هغه څخه بشپړه تمه و
كوه.
عن ابي الدرداء قال قال رسول ال
ه صلى الله عليه وسلم ما طلعت الشمس قط الا وبجنبتيها ملكان يناديان يسمعان من على
الارض غير الثقلين ايها الناس هلموا الى ربكم ما قل وكفى خير مما كثر والهى. (مسند الطيالسي)
له ابوالدرداء رضي الله
تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل:هره ورځ چي كله لمر راخېژي يوه او بل څنګ ته
ئي دوه فرشتي آوازكوي او له انسانانو او پيريانو څخه پرته ئي هرڅوك آوري
اووائي:ګړندي شۍ د الله تعالى خواته هغه څه چي لږدي او ستاسو لپاره كافي دي ترهغه څه ډېر ښه دي چي ډېر وي خو تاسي
ئي د الله تعالى اود آخرت له ياد څخه مشغول كړي ياست.
وعن عبيدِ الله بنِ مِحْصَنٍ قال قال رسولُ الله صلى الله عليه وسلم: مَنْ
صبحَ منكم آمناً في سِربِه مُعافىً في جسدِه عندَه قوتُ يومِه فكأنما حِيزَتْ له الدنيا بحذافيرها ( الترمذي)
له عبيد الله بن محصن الانصاري رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه
وسلم ْوفرمايل: څوك چي په خپل قوم كي په امن كي وو او هوساوْو په بدن روغ وْو د همدغه ورځي خوراك ئي درلود داسي
د ئي ْوګڼي لكه ټوله دنيا چي له سرو او سپینو سره دده په ملكيت كي وي.
عن هشام بن عروة عن أبيه قال قال عمر رضي الله عنه من استغنى بالله اكتفى ومن
انقطع إلى غير الله يعمى ومن كان من قليل الدنيا لا يشبع لم ينفعه كثير ما يجمع فاكتف منه بالكفاف والزم نفسك
بالعفاف ودع الغلول فإن حسابها غدا يطول. (الزهد الكبير)
هشام بن عروه له خپل پلاره څخه روايت كوي او وائي چي عمر رضي
الله تعالى عنهم اجمعين وفرمايل: چاچي په الله تعالى ځان له خلګو څخه مستغني كړ هرڅه به ْورته كافي شي او چاچي
له الله تعالى څخه تعلق ْوشكولو او په مخلوق پوري ئي لاس ْونيو ړوندبه شي او كه څوك په لږه شتمني موړ نشي نو ډېره دارائي چي را يو ځاي كوي هغه به هم فائده نه ورته ورسوي نو په معمولي شي باندي
قناعت او ګوذاره وكړه او له خلګو څخه مستغني اوپاكدامن ووسه او ډېر حرص او بخل پرېږده ځكه چي سبا به ئي حساب ډېر
اوږد او مشكل وي .
لما نزل بسلمان الموت بكى
فقيل له ما يبكيك يا ابا عبد الله قال اخشى ان لانكون حفظنا وصية رسول الله صلى الله
عليه وسلم انه كان يقول ليكن بلاغكم من الدنيا كزاد الراكب. (تهذيب الاثار)
سلمان رضي
الله تعالى عنه د وفات په وخت كي ژړل چاپوښتنه ځيني ْوكړه چي د عبد الله پلاره څه شي د ژړوي؟ ده ْوفرمايل : چي په دي ويرېږم چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې وصيت به مي عمل نه وي كړی چي
هغه فرمائيلي دي: له دنيا څخه دومره څه لاس ته راوړه لكه د مسافر څوری او توشه.
عن ابي عمرو الشيباني قال سأل موسى عليه السلام ربه عز وجل أي رب أي عبادك
احب اليك قال اكثركم لي ذكرا قال يا رب فأي عبادك أغنى قال اقنعهم بما اعطيته قال يا رب فاي عبادك اعدل قال من
دان من نفسه. (الزهد لابن السري)
موسى عليه السلام له الله تعالى پوښتنه ْوكړه :اې زماپروردګاره ،
تاته په خپلو بندګانو كي څوك ډېر غوره دی ؟ الله تعالى ْوفرمايل د چاچي زه ډې
په ياد يم موسى عليه السلام بله پوښتنه ځيني ْوكړه ، اې زما پروردګاره ستا په
بندګانو كي څوك ډېر بډای دی؟ الله تعالى ْوفرمايل: ځماپه ْوركړيو نعمتونوباندي زيات قناعت کونکی انسان ، موسى
عليه السلام بيا پوښتنه ْوكړه اې زما پروردګاره ستا په
بندګانو كي څوك ډېر عادل او د انصاف څښتن دي الله تعالى وفرمايل: څوك چي له ځان سره د خپلو اعمالو او اقوالو ح
ساب نیسي .
قال عمر بن
عبد العزيز: الفقه الأكبرالقناعة وكف اللسان. (أدب المجالسة)
عمربن عبدالعزيزرضي الله تعالى عنه فرمائي: د مسلمان
ويه پوهنه قناعت او د ژبي له خبرو بندول دي.
ال بعض الحكماء من اشتغل بمالا يعنيه و لم يستغن بما يكفيه فليس في الدنيا شيء يغنيه. (العزلة)
پوهان وائي: څوك چي په غير م
قصود شي لګيا شو او په هغه څه ئي ځان بډای ونه ګڼلو چي دده لپاره كفايت كوي نو په دنيا
كي داسي څه نشته چي هغه موړ کړي.
يقول إبراهيم
بن أدهم قلة الحرص والطمع تورث الصدق والورع وكثرة الحرص والطمع تكثر الغم والجزع. (حلية الأولياء)
ابراهيم
بن ادهم (رح) چي يولوي ولي الله دي فرمائي:كله چي حرص او طمع كمه وه دا په مسلمان كي ريښتيا ويل او پرهيزګاري
پيدا كوي او چي زياته وه بيا غم او پريشاني پيدا كوي.
شاعروائي:
لا تضرعن لمخلوق على طمع .................................... فإن ذاك مضر منك با
دين
واسترزق الله مما في
خزائنه..................................... فإنما هو بين الكاف والنون
ألا ترى كل من ترجو وتأمله.................................... من البرية مسكين بن مسكين
د طمعي او اميد په وجه چاته
عاجزي مه كوه ځكه چي دا ستا دين ته نقصان رسوي او د الله تعالى له ډکوخزانوڅخه یې
وغواړه چي هغه ئي د سترګو په رپ كي دركولاي شي اّيا دا خلګ چي ته تمه ورته كوي او تل څه ځيني غواړې تاته نه دي معلوم چي په خپله هم مسكينان دي او پلرونه ئي هم مسكينان وو.
بل
اعروائي:
أفادتني القناعة كل
عز............................................ وهل عز أعز من القناعة
فصيرها لنفسك رأس مال ....................................... وصير بعدها التقوى بضاعة
قناعت زه د عزت مقام ته ْورسولم او د
عزت د لاس ته راوړلو لپاره تر قناعت بله ښه ذريعه نشته همدغه قناعت خپله سرمايه ْوګرزوه اوله هغه وروسته ت
وا د ځان لپاره توشه جوړه كړه.
بل شاعر وايي:
كن بما
اوتيته مقتنعا ....................................... تقتني عيش القنوع المكتفي
كسراج دهنه قوت له............................................... فإذا غرقته فيه طفي
څه چي الله تعالى دركړي
دي په هغه قناعت وكړه د خود كـفايته قانع انسان ژوند به خپل كړې او ډېره هستي اواوبادي نقصان ده لكه څراغ چي كه یې خپل تيل په ټاکلي اندازه وي ورباندي لګېږي او خلګو ته رڼا ورکوي خو كه ئي تيل زيات
شي او يا یې په تيلوكي ډوب كړې سمدلاسه مري.