د ګناهونو منفي اغېزې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10138
قدوسي سليمانخيل
دخبریدو نیټه : 2006-11-14

هر هغه قول او یا فعل چي اسلام هغه ګناه او یا جرم بللی دی عملي واقعیتونو دا په اثبات رسولي دي چي هغه انسان د تباهي او بد م رغي لور ته وربولي او د هغه قول او یا فعل ضرر په حتمي شکل په مستقیم او یا غیر مستقیمه توګه د انسان انفرادي او یا اجتماعي ژوند ته رسېږي .

کله چي مونږ اسلامي هغه نصوص څېړو چي د ګناهونو ضررونه بیانوي تل د هغو ستونځو او مشکلاتو چي انسانیت ورسره لاس او ګرېوان کېږي اساسي لامل هماغه ګناهونه او جرایم ښیي چي خلګ یې مرتکب کېږي چي دا په دې دلالت کوي چي اسلام د دې نصوصو له مخي غواړي یو ه بشپړه نظریه او یو ثابت قانون وړاندي کړي چي د هغه په رڼا کي انسان په دې باور او ع یده شي چي هر هغه مادي ستونځي او روحاني ستومانیوي  چي انسان لاندي کوي د هغه تخلف او سرغړوني زېږنده ده چي انسان یې له هغوالهي قوانینوڅخه کوي چي د انسان لپاره د آسماني رسالتونو په بهېر کي را ېږل شوي دي . 

الله سبحانه وتعالى فرمايې :

وما أصابكم من مصيبة فبما كسبت أيديكم( الشورى30)

که تاسو ته کوم تکلیف متوجه کېږي دا دهغو ګناهونو زېږنده دي چي تاسو یې په خپلو لاسونو مرتکب شوي یاست .

ددې آیت کریمه له مخي دا جوته کېږي چي هر تکلیف او ستو ماني چي انسان ته متوجه کېږي هغه د ده د کړو وړو په نتیجه کي رسېږي د عملي ژوند په ډګر کي که مونږ ورته وګورو کومي ستونځي چي مونږ ورسره په غېږ یو او ژور فکر ورته وکړو او عوامل یې پیدا کړو دې نتېجې ته به حتما ورسېږو چي د یوې داسي ګناه به ضرور مرتکب شوي یو چي هغې به ددې تکلیف په رامېنځ ته کولو کي په مستقیم او یا غیر مستقیمه توګه رول لوبولی وي .

په دې اساس د هرهغه عمل چي اسلامي هغه جرم او ګناه معرفي کړي وي انسان ته یو ځانګړی ضرر ور اړوي ، د مثال په توګه که زنا ده او که غلا ده ، که دروغ ویل دي او که تور لګول ، که تېری دی او که خیانت، که د نورو حقوق پایمالول دي او که غېبت ، که فساد جوړول دی او که د خبرو ځغلول دا ټول هغه شرعاً حرام کارونه دي چي میکروبونو ته ورته دي که انسان د هغه معالجه و نکړي حتما د هغه په هلاکت منجر کېږي .

ددې تر څنګ چي ګناهونه د ستونځونو بنسټېز عوامل دي ګناهونه د انسان په زړه هم منفي اغېزې پرې باسي ، ګناهونه د انسان کوګل ګړزجن کوي ، زړه ناروغه کوي او که د انسان ګناهونه زیات ي او دوام ورباندي وکړي په زړه کي ترږمۍ او تیارې پیدا کوي چي بیا د هدایت وړانګي نه ور پرېږدي همدا راز زړه ک ک کوي چي بیا ښې خبري او نصېحت او آزمېیښتونه ور باندي اثر نه کوي ، او چي کله تیارې په زړه چارپېره شي او زړه سخت شي بیا انسان د هغو بدترینو لویو جرایمو مرتکب کېږي چي ګواښ یې فرد او ټولني دواړو ته متوجه کېږي او قرآنک یم دا حقیقت واضح کړی دی الله تعالی فرمایې :

ثم قست قلوبكم من بعد ذلك فهي كالحجارة أو أشد قسوة و ان من الحجارة لما يتفجر منه الانهار(البقرة 74)

د حق له منلو څخه وروسته خو بيا ستاسو زړونه  د ډبرو په شان سخت او یا تر ډبرو زیات سخت شول ځکه چي په ډبرو کي ځیني داسي ډبري شته چي ویالې او چینې ور څخه راخوټېږي .

ځکه خو اسلام مسلمانان دې ته رابولي چي ګناه وړه ونه ګڼي او له ځان سره محاسبه جاري وساتي او چي کله هم د الله تعالی نافرماني ورڅخه وشي اویا د یوې ګناه مرتکب شي فوراً توبه وباسي تر څو د هغه او د ګناهونو تر مېنځ فاصلې زیاتي شي او په زړه یې اغېزه پاته نشي او زړه یې پاک شي چي کله انسان توبه ګار او په ګناه کولو پښېمان  شي نو دا عارضي ګناه د هغه په زړه او کوګل څه اثر نه پرېږدي.

همدا راز ګناهونه د انسان پوهي او علم ته نقصان رسوي هغه څوک چي د ګناهونو ارتکاب پیل کړي کوم معلومات په تېره دیني پوهنه یې له ذهن څخه وځي حافظه یې کمزوري کېږي همدا وجه ده چي په لوېدېزه نړې کي د زهایمر ناروغي مخ په پراختیا ده زهایمر هغه ناروغي ده چي که یوڅوک ورباندي اخته شي د هغه حافظه په لته وهي بیا هغه شخص د تېر وخت معلومات په یاد نلري په دې رنځ د امریکا پخوانی رئيس جمهور رونالډ رېګن اخته شوی وو چي دا یې هم په یاد نه وو چي هغه یو وخت د امریکا ټولواک وو او دهغه په دې رنځ اخته کېدل  د هغو الکولي موادو د استعمال او اعتیاد او دنورو داسي کارونو د ارتکاب نتېجه وه چي اسلامي شریعت هغه حرام ګرزولي دي .

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی چي هغه فرمایې :

اتقوا الذنوب، فانها ممحقة ل خيرات، ان العبد ليذنب الذنب فينسى به العلم الذي كان قد علمه..).

له ګناهونو څخه ځانونه وساتۍ ځکه چي هغه نېک عملونه له مېنځه وړي او چي کله یو بنده ګناه کوي نو هغه معلومات او پوهنه یې ورباندي هېرېږي کوم چي یې زده کړي وي .

ځکه خو زمونږ علماء کرام فرمایې چي پوهنه یوه پاکه ماده او د علم زده کوونکی یې باید په پاک ځای کي وساتي او هغوی تل زده کوونکیو ته ددې توصیه کوي چي خپل نیتونه صفا کړي او خپل زړونه د ګناهونو له چټلتیاوو څخه سوتره وساتي تر څو پوهنه په کي ځای ونیسي او تل تر تله یې په حافظه کي پاته شي .

همدا راز د ګناهونو ارتکاب دزړونو عاجزي او خشوع له مېنځه وړي او د انسان زړه له عبادتونو او د خیر له کارونوڅخه خواتوری کوي ، د ښپې له تهجد څخه یې راګرځوي ، په رزق کي کمی راولي او ب کت ورڅخه پورته کوي .

علي کرم الله وجهه ته یو شخص راغی او ورته ویې ویل چي د شپې لمانځه ته نه شم راپورته کېدلای هغه په ځواب کي ورته وفرمایل :

أنت رجل قد قيدتك ذنوبك

ته يوداسي څوک یې چي ګناهونو د شپې له لمانځه څخه ځولانه کړی یې .

همدا راز ګناهونه ددعا په قبلېدلو کي خنډونه اچوي علماء کرام فرمایې چي د دعا د قبول کېدلو لپاره یو ضروري شرط دا دی چي د انسان نیت به د اخلاص وي د نیت اخلاص دا معنا چي ګناهونه به پرېږدي په هغه صورت کي که هغه دعا کوي نو دعا به یې قبلېږي .

یو تابعي فرمايې چي کله یو بنده له الله تعالی څخه یو ضرورت وغواړي نو الله تعالی د هغه دحاجت دعا په نژدې او یا راتلونکي وخت کي ژر او یا په ځنډ قبلوي خو کله چي بنده د یوې ګناه م تکب شي الله تعالی فرشتې ته ووایې چي حاجت یې مه پوره کوه ځکه چي هغه زما غصه راوپاروله او ددې حقدار وګرزېدلو چي هغه د دعا له قبولیت څخه محروم کړم .

همدا راز د ګناهونو ارتکاب له انسان څخه د الله تعالی ورکړي نعمتونه آخلي قرآنکریم ددې خبري ښکاره ګواه دی الله تعالی فرمایې :

كفروا بآيات الله، فأخذهم الله بذنوبهم، ان الله قوي شديد العقاب _ وذلك بأن الله لم يك مغيراً نعمة أنعمها على قوم حتى يغيروا ما بأنفسهم، وان الله سميع عليم ( الأنفال 52-53)

هغوی د الله تعالی په آیتونو منکر شول ځکه خو الله تعالی هغوی په خپلو ګناهونو ونېول  په رېښتیا چي الله تعالی زورور او د سخت عذاب ورکولو څښتن دی دا په دې وجه چي الله تعالی چي کوم نعمتونه په یوه قوم ولوروي بیا یې تر هغه وخته نه ورڅخه آخلي ترڅو چي هغوی په خپلو کړوړوړو او نیتونوکي بدلون نه راولي او په رېښتیا چي الله تعالی آورېدونکی او په هرڅه زیات خبر دی .

له تېرو آیتونو او روایتونو څخه دا څرګنده شوله چي د ګناهونو م تکب کېدل د انسان د ژوند ټولو اړخونو ته ګواښونه پېښوي ځکه خو د اخلاقو او سلوک اسلامي پوهان او متصوفین تل مس مانان په دې ګماري چي په اسلامي طریقه د خپل ځان او اولادونو روزنه وکړي او له خپل هغه نفس سره چي هغه انسان په بدو کارونو ګماري وجنګېږي او ټولي هغه لاري ورباندي قطع کړي چي د ګناهونو ارتکاب ته ورباندي رسېږي .