د زهروغوړپ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10202
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2006-11-17

 

د زهروغوړپ

 

 

بوش د سپیني ماڼۍ مخکي چمن کي پتاوی ته د څو نفرو ، نوروچې نشه پراته وه په منځ کي د ونو شنه دیواله ته ډډه وهلی خوابدی ټیټه غاړه  ناست وو یوبوتل او پیک یې مخ ته پروت وود ځان سره لګیاه وو او خپل پیک ته یې  په ځیرځیرکتل . دغه مهال  کرزی راغی او د بوش په دی  بدحالت  یې اوښکې له ست ګو توی شوې  هغه ته به ګونډو کیناست لاس یې په غاړه کي ورواچوی

  او د هغه به سلامتی یې د هغه مخ ته ایښوول شوی پیک یې د هغه سره د غم شریکی په پار په سر پورته کړ هغه ته یې وویل: ته ولی دومره خپه یې؟ !

اخیر خبره څه ده؟!

بوش ورته وویل : ما پریږدی چي خپل غم خپله وګالم پخوا به چي په رسنیوکي دکلنټن اومونیکا د عشق کسیه توده وه کلنټن به یو راکت پر افغانستان  او یوپر عراق وغورځوی نو  اصلی خبره به ورکه شوه  او ټولو  به پرهغه چکچکی کولې .ما ویل راشه ته  دا  دواړه ځایونه ونیسه چې خلک نوری خبری هیری کړی خو ...

خو ای ای پیسې ولاړې، نوم ولاړی  یرغل ګر شو، عسکر ولاړه  په زر هاو مړه شوه. د بلی دوره مابینی ټاکنی می هم بایلی د ډالر بیه د م ځکی سره وموښتله.... ای ای

 د سترګو نه یې لکه تمساح اوښکې توی وی

 کرزی د چپنی په لستوڼی د هغه اوښکې او پزه ور پاکه کړه بوش ورته وویل: مه کوه!  ما کوه !خپل یونیفورم مه  خراب وه !

کرزی ورته وویل:

 دا یې لستوڼی  دی فرق نه کوی چې چوڼ چوڼ شی بیا یې لکه نه مالومیږی.

بیاد سپيني ماڼۍ له ور نه دعراق صدراعظم رامالوم شو

 بوش  د بوتل نه نور پاته دارو په ګیلاس کی واچوله

صدراعظم سلام واچوه .بوش د سر په اشاره سلام علیک کړ هغه چې دوی په دې اکر کي ولیدل د غم شریکی دپاره یې د ا پیک  هغه به سر پورته کړ.

 بوش ناری کړه ولی  ما  نه پریږی  ځان مړ کوم! زه نوره حوصله نه لرم  تاسو می اوس مړینی ته هم نه پریږدی چې زه ځان ته زهر واچوم یو راشی بل راشی هغه نوشجان کړی څه مفت خو نه دی

 د زهرو بوتل مو را خالی کړڅو ځله یې سترګی ورپو ی

  له ځایه ولاړ شو په غوسه خپل دوتر ته  ننوت او د ویسکی بوتل یې د دوستانو د غم د هیرولو لپاره په سر پورته کړ