د بابوزي په قلم
داسي بريښي چي ورو ورو نړۍ د يوه داسي نوي نړيوال جوړښت او نظام سره ځان جوړوي چي لږ تر لږه په تيره نيمه پيړۍ کي يې هيڅ کله نه دۍ ازمويلۍ . د دې نوي نړيوال نظام سره نوي سياسي مفاهيم او نوي اخلاقي ځانګړني شته ، چي نه يوازي د پخوانيو سره سمون نه لري بلکي له اره ورسره په اړ پيڅ کي دي . ځينو مفاهيمو بدلون موندلۍ او ځينو بيا بيخي خپله مانا له لاسه ورکړېده . د همدې لاميلونو پر بنسټ د دې نوي نړيوال نظم يو شمير پلوي کارپوهان په دې بوخت دي چي هم د نوو مفاهيمو پيژندنه وکړي او هم يې د پراختيا او نوري نړۍ ته د پوهيدلو چاري پر مخ يوسي .
افغانستان هم د دې نړۍ يوه وړه برخه ده او ميشت وګړي يې د دې نړۍ د نورو اوسيدونکو په څير په اوسنۍ نړۍ د پوهيدلو اړتيا لري . ښايې تر اوسه زيات شمير هيوادوال د اوسنۍ نړۍ په جوړښت او څرنګوالي پوهيدلي او رسيدلي وي خو ښايې لا يوشمير افغانان هم وي چي د نوي نړيوال نظم په پوهيدلو يا نه دي بريالي سوي او يا يې د پوهيدلو لپاره زړه نه دۍ ښه کړۍ . خو يوه تر ټولو څرګنده خبره داده چي چار اوناچار په دې نړۍ کي بايد وه اوسو ، د دې ناچاري جواب په نه پوهيدلو نه کيږي ، همداسي چي بايد وه اوسو بايد پوه هم شو.
پرمختګ په هره برخه کي چي وي تم کيدونکۍ نه دۍ ، خو وګړي د دې پرمخ تګ پر ګړنديوالي او ورو والي اغيزه کولای شي ، پر پرمختګ داغيزو کرښي هم لنډي او هم اړي دي . نو ځکه د پرمختګ يون پرله پسې او د اړ پيچ په دننه کي يې پايښت موندلۍ دۍ . ټولنيز پرمختګ ، د ټکنالوجي وده ،فکري اوښتون ، د نوو زيږد او په پخوانيو کي بدلون . او نور داسي ، ټول د پرمختګ هغه بيلګي دي چي تميدل نه مني ، خو هغه څه چي د انسان په واک او ځواک کي دي هغه د دې پرمختګونو د لوري ټاکل او پر هغو اغيزه ښندل دي ، که چيري دا اغيزي لنډي هم وي ، خو د انساني چاپير يال د لا ښه کولو لپاره يې خوځښت اړين دۍ .
اوس بيرته خپلي خبري ته راګرځم چي نړۍ اوس د نوي جوړښت په درشل کي څپڅپانده يون لري . د دې مانا دا چي له يوې خوا د نړۍ يوشمير هيوادونه د يوه اغيزمن او برلاسي ځواک لار ښوونو او اطاعت منلو ته تيارۍ نه څرګنده وي ، خو له بلي خواد نړۍ هغه تر ټولو ځواکمن زبر ځواک هره ورځ د خپلي واکمنۍ د زياتيدو او پراخيدو لپاره بيله دې چي د بل واک او ځواک ته تم سي او يا لږ تر لږه د نړۍ په برخه ليک کي ورته پام وساتي ، د خپلو ګټو پر بنسټ پريکړي کوي او بيا يې د پلي کيدو لپاره هم په ټول پوځي او سياسي توان لاس پوري کوي . د دې روانو نړيوالو چارو په اړه دا پوښتنه را پورته کيږي چي د دې دوو اړخونو چي لا تر اوسه په څرګند دريځ کي نه دي بريښيدلي ، کوم اړخ ته د برياليتوب چاپيريال سته ؟
ددې پوښتني جواب ته دوې لاري سته : لومړۍ لاره د نړۍ په تاريخ کي د دا ډول ورته پيرونو ارزونه او څيړنه ده چي په نړيوال اوږد تاريخ کي يې بيلګي ليدل کيږي ، د دې ډول ارزوني پايله به دا وړاندوينه ولري چي : د نړۍ دا څپڅپانده يون به په نړۍ کي دوروسته پاته هيوادونو داسي ويش ته لار ه پرانيزي چي د نړۍ تر ټولو سياسي او پوځي غښتلي ځواک خاوند هيواد به تر ټولو زياته برخه او دويم سياسي پوځي ځواک به دويمه او په دې توګه به د نړۍ د وروسته پاته هيوادونو ويش په کړيز ( بلفعل ) او ځواکيز ( بلقوه ) ډول تر سره شي . او د دې ځارو لپاره دا دۍ د نړيوال ويش دويم نيواکګر ځواک د خپل دريځ د ټاکلو او او لږ تر لږه پر نوري نړۍ دځان منلو لپاره مټي را نغاړي او د (( وار له مخکي ګزار )) تر سرليک لاندي د نيواکګرۍ دکتورينو د پلي کيدو ګر ته راوځي . دا دوهم هم د هغه بل لومړي په څير د هغو ځواکونو سره د جګړې او دهغو د ټکولو او ورکولو په نيت ګرګي ( ستري ډبري )اخستي چي د ځمکي او اسمان تر منځ ژوند کوي او د نړيوالو ځواکمنو هيوادونو ګټو ته زيان رسول غواړي . د دې تر څنګ دا وړاندوينه هم کيداشي چي د نړۍ نوي ډول ويش به تر هغه د ځواکمنو تر منځ په تفاهم او پوهاوي کي روان وي چي ځواکمن په مخامختيا کي يو دبل ګټو ته دزيان رسولو تر بريده ورسيږي . په هغه حالت کي به د يوې بلي نړيوالي جګړې ويره راڅرګنده سي . خو ددې ويري لا تراوسه بربنډڅرک نه لګيږي . خو که د نړيوال ويش پر سر د ځواکونو تر منځ جګړايز دريځ غوره شي په هغه صورت کي د نړۍ دوه قطبي کيدل به تر لويې جګړې وروسته يو نوې نړيوال جوړښت وي .
د هغې يادي سوي پوښتني د جواب په توګه دويمه وړاندوينه چي د روانو حالاتو سره سمون لري داده چي د هغو ګډو تيوريکي انديښنواو مادي زيرمو پر بنسټ چي د نړۍ د ځواکمنو تر منځ سته دا جوته وي چي ورسته پاته هيوادونه به د يموکراسۍ ( امريکايې تيپ او روسي تيپ دموکراسۍ ) ته د رسيدلو لپاره د نړۍ د ځواکمنو تر سيوري لاندي په خوځښت راوستل کيږي او هر ورسته پاته هيواد به د نړۍ د زبرځواکونو د مهال ويش له مخي د ديموکراسۍ بهير ته سپارل کيږي . دځواکمنو تر منځ تيوريکي ګډون څرګند دۍ او هغه دا چي ديوې بنسټ پالي ګروهي ( عقيدې ) له منځه تلل د يوې بلي نا بنسټ پالي ګروهي ( عقيدې ) له خوا ؛ او مادي زيرمي هم د نړۍ تر ټولو ارزښتمن انرژيکي زخيرې دي چي د نړي په يوشمير وروسته پاته هيوادونو کي شته . د دې وړاندويني پايله داده چي همدا څپڅپانده حالت به د نړۍ په وروسته پاته هيوادونو او په هغو هيوادونو کي پرميشتو اولسونو تر هغه جاري وساتل سي چي نړيوال ويش بشپړ کيږي . په دې صورت کي به د وروسته پاته هيوادونو خاوره د ځواکمنو هيوادونو له خوا د جګړې د ډګر او ميشت اولسونه به يې د جګړې د توکو په څير کارول کيږي .
د دې پوښتنو او جوابونو په پای کي د دې وينا يادونه اړينه ده چي : دنړۍ ورسته پاته اولسونه اوسني نړيوالوحالاتو ته په پام سره بايد پوهيدلي وي چي د نړيوالو سترو ځواکونو ګټي هغه نه دي چي د وروسته پاته اولسو نو ګټي دي . د ورسته پاته هيوادونو وګړي يوازي د پوهي په مټ او سياسي ويښتيا او ريښتني درايت سره په خپلواکه توګه د خپل هيواد اونړيوالو زبرځواکونو د ګټو نژديوالي ته سمون ورکولای سي . هم دغه ټکي دي چي د پر مختيا پر ټوليز يون دانسان هڅي اغيز ښندي او د ودي يون ته لورۍ ورکوي .