اسلامي شریعت د باشرفه اخلاقو په پاللو
ټینګار کړی دی اومسلمانان له بدو اخلاقو څخه په دې اساس منع کوي چي بد اخلاق افرادو او
ټولني ته ضررونه پېښوي .
د اسلامي شریعت یوه خوبي دا ده چي هغه نسلونه او ناموسونه له هر هغه تېري
څخه ساتي چي هغه یې چټل کوي او د هغه چا لپاره یې سختي سزاګاني ټاکلي دي څوک چي د نورو په عزتونو تېری کوي الله
تعالی فرمایي :
الزانية والزاني فاجلدوا كل واحد منهما مائة جلدة ولا تأخذكم بهما رأفة في
دين الله (2 سورة النور)
زناکاره ښځه او زناکوونکی نا
ینه هریو سل دُرې ووهۍ او د الله تعالی د حد په تطبیقولو کي په هغوی زړسوی مه کوۍ .
دا دهغه زاني لپاره سزا ده چي د هغه واده نه وي شوی (غیر محصن وي) او که یې واده شوی (محصن)
وي بیا یې سزا داده چي تر هغه وخته به په ډبروویشتل کېږي چي تر څو مړشي همدا راز اسلامي
شریعت مسلمانان د هغه چا له نکاح څخه منع کوي چي هغه په زنا کولو سره پېژندل شوي وي الله تعالی فرمایي:
الزاني لا ينكح إلا زانية أو مشركة والزانية لا ينكحها إلا زان أو مشرك وحرم ذلك على الم
منين (3 سورة النور)
زنا کوونکی نارینه له زناکاري او
کافري ښځي څخه پرته بله ښځه په نکاح سره نه آخلي او زناکاره ښځه له زناکار او کافر نارینه څخه پرته له بل نارینه
سره نکاح نه کوي او دا په مسلمانانو حرام ګرزولی شوی دی .
یوازي دانه ده بلکه اسلام د عزتونو د ساتني لپاره هغه چاته د شهید رتبه ورکړي ده څوک چي له عزت او ناموس
څخه ددفاع په لار کي مړ شي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :
ومن مات دون عرضه فهو
هيد
څوک چي له خپل عزت څخه ددفاع په خاطر ووژل شي هغه شهید دی
.
اسلامي شریعت د خپلو بچیانو روزنه په غیرت باندي کوي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :
تعجبون من غيرة سعد؟! والله لأنا
غير منه، والله أغير مني
أيا تاسي د سعد بن ابي وقاص (رض) غیرت ته په تعجب کي
یاست؟ زما د قسم په خدای وي چي زه تر هغه زیات غیرت لرم او الله تعالی ترما زیات د غی
ت څښتن دی .
هغه څوک چي غیرت نلري په هغه کي خیر نشته هغه
ه جنت څخه ځان لېري کوي او د جهنم په لاره روان دی ، داسي کسان خپل عزت نوروته د لوبو لپاره وړاندي کوي چي هغه
ته په کتابونو (( دیوث)) ویل کېږي او مونږ ورته دهوس او یا مردګاو وایو دا عبارات د هغه چا لپاره کارول کېږي چي
هغه په خپل عزت غیرت نه خوري او یا د خپلو ښځینه وو په بد فعلي او یا غلطو تصرفاتو خبر شي
او سترګي ورباندي پټوي ، دغه ډول کسان خپل ځانونه ذلت او سپکي ته وړاندي کوي د عموم م
سلمانانو او په تېره د پښتنو لپاره عزت او د هغه ساتل زیات ارزښت لري ولوکه یې دعزت او ناموس د ساتلو په لار کي
ځان او مال او هرڅه ولاړ شي خو دې ته په هیڅ شکل تیار نه وي چي بې غیرتي ومني او یایې په عزت او ناموس پسي کومه
سپکه خبره وکړلي شي .
يوشاعر وايي :
أصون
عرضي بمالي لا أدنسه..................................................لا بارك الله بعد العرض في المال
خپل عزت په مال سره ساتم او چټلتیا
ته یې نه ورکوم که مي عزت پایمال شي نو په مال کي مي د بېخي الله تعالی برکت نه واچوي .
هغه څوک چي د عزت او ناموس په هکله بې تفاوته وي هغه هم په دنیا کي له انساني پلوه ساقط شوی ګڼل کېږي او هم په آخرت کي د الله تعالی درحمت له نظر څخه ساقط دی رسول الله
صلی الله علیه وسلم فرمایي :
"ثلاثة لا ينظر الله عز وجل إليهم يوم القيامة: العاق لوا
ديه، والمرأة المترجلة، والديوث
درې کسان دي چي ا
له تعالی به د قیامت په ورځ درحمت په سترګه نه ورته ګوري یو هغه زوی دی چي د والدینو
نافرمان وي اوبل هغه ښځه چي پایل په پښو کړي او پردو نارینه وو ته ځان ښکاره کوي او بل
هغه (دهوس) نارینه چي خپل ناموس نورو ته وړاندي کوي .
د
دهوسي په رنځ هغه څوک اخته کېږي چي په هغه کي مېړانه نه وي او غېرت یې کمزوری وي ،له دېني پلوه بېدینه وي هغه به
تاسو وینۍ چي پردي نارینه به یې کورونو ته ورننوزي او ده ته به دا بې تفاوته وي چي ښځه یې
له هغوی سره ناسته او ولاړي کوي او د هغوی په حضور کي ځان لوڅوي .
د زیاتي حیرانتیا خبره خو داده چي دا ډول نارینه به تاسو لیدلي وي چي خپلو ښځو ته به هغه جامې په بیه آخلي
چي ددې په ځای چي هغوی پټي کړي نوري به یې هم لوڅوي او دبدن هغه ځایونه به یې برېښوي کوم چي لیدونکي به یې په کتلو
باندي شرمېږي او همدغه دهوسان په دې خوشاله کېږي چي یوڅوک یې ښځي ته وګوري او د هغې د ښایست ځایونه وویني . دا ډول
په نوم نارینه په دې خوښ وي چي ښځي ته یې آزادي ورکړي ده او له پاکدامني څخه یې بربنډتوب ته را اېستلي ده دا ډول
انسانان مړه دي او د ژوندو په څېرو کي ګرزي .
امام غزا
ي رحمة الله تعالی علیه فرمایي :
د بې غیرتي نتېجه داوي چي
نارینه خپل ناموس او ښځي مخي ته پرېږدي او له هغو سره چي څه کېږي او یا هغوی څه کوي د هغه په هکله بې تفاوته وي
اوچي کله خبره دې ځای ته ورسېږي نسبونه سره ګډوډ شي او دا ډول کسان د ټولني نور افراد هم دې بې غیرتي ته را دعوت
کوي ویل کېږي :
كل أمة ضعفت الغيرة في رجالها ضعفت الصيانة في نسائها
د هرقوم د نارینه وو چي غیرت کمزوری شي د ناموسونو ساتل یې له واک څخه ووزي
.
امام ذهبي رحمة الله تعالی علیه فرمایي
:
څوک چي د خپل ناموس په بدفعلي خبرشي او خپل ځان په دې وجه ناګاره کړي چي یا خو له هغې سره مینه لري او
یا یې پوروړی وي او یا یې واړه ماشومان وي او یا ورباندي برلاسه وي او په هغه چا کي خیر
نشته چي هغه غیرت نلري او څوک چي داسي وي هغه دهوس وي .
نن سبالکه چي مونږ او تاسو چي یې وینوخپرندویه
وسایل لکه ورځپاڼي تلوېزیونونه هم د دهوسي په ترویج کي بشپړه ونډه آخلي د بې غیرتي فلمونه ډرامې تصوېرونه او
ناولونه چي د مسلماني ټولني د افرادو ذهنیتونه خرابوي د ښځي د آزادي تر نامه لاندي او د پردیو په هدایت خپروي
ددې په ځای چي دا خپرندویه وسایل د اسلامي تشخص اصلي څېره وړاندي کړي او نوی نسل د اسلام په چوکاټ کي وروزي نور
یې هم بې لاري کوي د هغوی ددې ډول هڅو په هکله صرف دومره ویلای شو چي مقصد یې یوازي دادی
چي د هغومادی ګټو په بدل کي چي هغوی یې له خپلو بادارانو څخه لاس ته راوړي د احمدشاه بابا او مېرویس نېکه بچیان
ټول دهوسان شي اوبس .
الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه ددې تبلیغاتي وسایلو مالکانو ته هدایت وکړي چي
مادي ګټي او دپردیو خوشاله کول شاته کړي اود اسلامي تشخص د ساتلواو ددې عصر له فتنو څخه د نوي نسل دنجات لپاره
چوپړ ووهي او یاهغه په خپل بېساري قدرت سره ژر تر ژره دا تباهي زېږوونکي ترږمۍ لېري کړي
او د اسلامي نظام روښانه سباوون د دې مسلماني ټولني په برخه کړي او هغه ته دا هرڅه آسانه دي .