د غلا جریمه عمومي امنیت ته ګواښ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10229
قدوسي سليمانخيل
دخبریدو نیټه : 2006-11-18

د اسلام مبین دین غواړي چي مسلمانان په امن او سوله کي ژوند وکړي او هغه جرایم یې حرام ګرزولي دي چي هغه د ټولني امنیت ته ګواښ او خطر متوجه کوي ترڅو مسلمانان وکولای شي د هغوی شتمني او ملکیتونه او عزتونه وساتل شي او د همدې مقصد لپاره یې د اسلامي دولت د اوسېدونکیوپه عزتونو او ملکیتونو او  د هغوی په شخصیتونو هر ډول تېری حرام ګرزولی دی او ددې پنځواساسي  شیانو ساتل یې ضروري ګڼلی دی چي هغه د انسانانو له ځانونو، عقل ، دین، نسل ، او مالونو څخه عبارت دي .

د غلا ج یمه یو له هغو ګواښونو څخه دی چي د افرادو او ټولنو امنیت له خطر سره مخامخ کوي په دې وجه اسلامي شریعت مسلمان له غلا کولو څخه منع کوي او د هغه چا لپاره چي ددې جرم مرتکب کېږي حد او عقاب ټاکلی دی :

رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله له هغه چا څخه چي نوی به په اسلام کي داخل کېدلو دځینو سترو شیانو بیعت اخېستلو چي د هغو له جملې څخه یو هم دا وو چي د خلګو په شتمنیو به تېری نه کوۍ او غلا به نه کوۍ .

بايعوني على ألا تشركوا بالله شيئا ، ولا تسرقوا ولا تزنوا الحديث (روه البخاري ومسلم).

له ماسره ددې بیعت وکړۍ چي له الله تعالی سره به شریک نه نیسۍ ، غلا به نه کوۍ او زنا به نه کوۍ .

همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې خبر راکوي چي هغه رېښتونی مسلمان چي د قوي ایمان څښتن وي کله هم د غلا کولو جرأت نه کوي .

 لا يزني الزاني ح ين يزني وهو مؤمن ، ولا يشرب الخمر حين يشرب وهو مؤمن ، ولا يسرق حين يسرق وهو مؤمن (رواه البخاري ومس م).

زناکار چي کله د زنا په حالت کي وي مؤمن نه وي شرابخور چي د شرابو د څښلو په حالت کي وي مؤمن نه وي غل چي د غلا کولو په حالت کي وي مؤمن نه وي 

عن أبي هريرة رضي الله عنه عن ا نبي صلى الله عليه وسلم قال: "لعن الله السارق، يسرق البيضة فتقطع يده، ويسرق الحبل فتقطع يده". (رواه البخاري ومسلم)

 له أبوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله تعالی د غل انسان له خپل رحمت څخه وشړي که هګۍ غلا کړي نو هم یې لاس غوڅېږي او که رسۍ غلا کړي نو هم یې لاس غوڅېږي .

دا معنا چي غل په ابتداء کي هګۍ غلا کوي تر څو یې غلا عادت جوړ شي او که یې جریمه لوڅه شي نو قضیه یې اسلام ته سپارله کېږي چي لاس به یې غوڅېږي .

دلته یو څه غور کول په کار ده چي اسلام څومره غلا کول بدکار ګڼي حتی چي رسول الله صلی ا له علیه وسلم په خپله په غلاکوونکي باندي لعنت وایي یو له هغو دلایلو څخه چي دغلا جرم بد معرفي کوي  دا حدیث شریف دی .

لقد جيء بالنار، وذلكم حين ر يتموني تأخرت مخافة أن يصيبني من لفحها (أي لهيبها)، وحتى رأيت فيها صاحب المحجن (عصا ثني طرفها) يجرُّ قُصْبَه ( أمعاءه) في النار؛ كان يسرق الحاج بمحجنه، فإن فطن له قال: إنما تعلق بمحجني، وإن غفل عنه ذهب به" [رواه مس م].

رسول الله صلى الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته فرمایي : داچي زه و ځنډېدلم وجه یې داوه چي الله تعالی ماته د دوزخ  اور راولیدلواو ووېرېدلم چي د هغه لمبې مي ونه وهي حتی چي په هغه کي مي د بیت (لکړي) وال غل ولیدلو چي په خپلو کولمو کي یې د خپل بیت کوږ سر اچولی وو او په اور کي یې خپلي کولمې څکولې دا هغه د بیت وال غل وو چي د حج کوونکي مسلمان په سامان کي به یې د خپل بیت کوږ سر بند کړلو که به هغه ورباندي خبرشولو نو ده به ورته ویل چي دا خو په خپله په کړه پوري نښتی دی  او که به حاجي نشو ورباندي خبر نو په همدغه شکل به یې د هغه سامان غلا کړلو.

لکه هغه یو سړی چي په یوه کور کي مېلمه وو چي وتلو د کور د مالک چرګه یې پټه کړه او په تخرګ کي یې له ځان سره وړه کله چي کوربه چرګه د هغه په تخرګ کي ولیدله نو یې ورته وویل چي مېلمنه و وره چرګه چېرته وړې ؟  هغه سمدلاسه چرګي ته په غصه کي وویل : کړې؛؛؛ داته چېري راپوري نښتي یې ؟ مقصد یې دا وو چي چرګه ما نه ده غلا کړي هغه په خپله په ماپوري نښتي ده .

کله چي یو چاته د اسلام همدغه تبلیغي او اصلاحي اړخ ګټه ونه رسوي او له غلا کولو څخه لاس نه واخلي نو بیا که چي ویل کېږي وروستی علاج داغ دی نو اسلامي شریعت د همدغه ضعیف النفس انسان قضیه چي د خلګو شتمنۍ غلا کوي  د قضاء مجلس ته سپاري چي هغه بیا د تور له اثباته او د پېژندل شویو مراحلو له تعقیب څخه وروسته د مسلمانانو په عمومي  محضر کي د هغه د لاس د پرې کولو پرېکړه کوي تر څو په لوم ړي سر کي همدغه غل د عبرت درس واخلي په دوهم قدم کي د خلګو شتمنۍ وساتلي شي او په درېیم قدم کي نور مسلمانان و څخه عبرت واخلي تر څو بل څوک د دا ډول جرایمو د ارتکاب جرأت ونکړي .

الله تعالی فرمایي :

وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالاً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ [المائدة:38].

كه غل نارينه وي او که غله ښځه نو لاسونه یې په دې وجه غوڅوۍ چي په همدغو اسونو یې غلا کړي ده دا دالله تعالی له خوا د هغوی لپاره عذاب دی او الله تعالی زورور او د حکمت خاوند دی .

کله چي همدا اسلامي حدود په اسلامي هېوادونو کي عملي او نافذ وو خلګو په امن کي ژوند کولو نه یې ځانونو او نه یې عزتونو او نه یې شتمنیو ته کوم خطر پېښېدلو هغوی به پنځه وخته د جماعت لمانځه تللو او خپل تجارتي ځایونه او دکانونه به یې پرانستي پرېښودلو چي په خیال کي به یې هم په خپل ملکیت د چا د تجاوز او یا تېری خیال نه ورګرزېدلو .

خو کله چي له اروپا څخه وارد شوي وضعي قوانین په اسلامي هېوادونو کي پلي شول او اسلامي قوانین او حدود د تعمیل له اعتبار څخه ولوېدل نو هغه جرایم چي په هماغو هېوادونو کي وو هغه یې هم له ځان سره اسلامي هېوادونو ته رانقل کړل  او د اسلامي حدودو په تعطیل سره د مسلمانو ټولنو امنیت هم له خطرونو سره مخامخ شو همدا وجه وه چي کله به هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د غلا قضیه پورته شوله سمدلاسه به یې د هغه لاس غوڅولو او په دې لړ کي یې د هیچا مراعات  نه کولوو لوکه به د لوړ منزلت خاوند هم وو فرمایي :  

لو أن فاطمة بنت محمد سرقت لقطعت يدها" (رواه البخاري ومسلم).

كه فاطمه د محمد(ص) لور فاطمه هم غلا وکړي نو زه به یې لاس غوڅوم .

کله چي دا شرعي حدود عملي بڼه ونیسي او هغه څوک چي د سزا مستحق وي ورته ش عي سزا د مسلمانانو په عمومي کتنځای کي ورکړه شي د امنیت مراندي په ټولنه کي ټېنګېږي او د ضعیف النفس انسانانو لپاره عبرت ګرځي او په عین وخت کي د مجرم لپاره د ګناه کفاره ګرزي او دا سزا د هغه لپاره د توبې حیثیت لري .

عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما قال: "إن امرأة سرقت على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم فجاء بها الذين سرقتهم، فقالوا: يا رسول الله! إن هذه المرأة سرقتنا، قال قومها: فنحن نفديها بخمسمائة دينار. فقال: اقطعوا يدها. فقطعت يدها اليمنى. فقالت المرأة: هل لي من توبة؟ قال: نعم. أنت اليوم من خطيئتك كيوم ولدتك أمك. فأنزل الله عز وجل في سورة المائدة:

له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کي یوې ښځي غلا وکړه د چا چي غلا شوي وه هغوی دا ښځه تر لاس نیولي راوستله او رسول الله ص ی الله علیه وسلم ته یې وویل چي یارسول الله همدغي ښځي زمونږ غلا کړي ده د هغې ښځي قوم وویل چي مونږ به یې پنځه سوه دیناره فدیه ورکړو خو رسول الله حکم وکړ چي لاس یې غوڅ کړۍ د هغې لاس غوڅ کړل شو  بیا هغې ښځي وویل یارسول الله آیا زما لپاره توبه شته؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ته نن له خپلي ګناه څخه داسي پاکه شوې لکه په کومه ورځ چي ته خپلي مور زېږولي وې او د الله تعالی له لوري همدغه آیت کریمه چي په سورة المائدة کي دی نازل شو :

فَمَنْ تَابَ مِنْ بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَح َ فَإِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ  (الم ائدة:39).

چاچي وروسته له ظلم کولو څخه توبه واېستله او روغه لاره یې خپله کړه الله تعالی یې توبه قبلوي په رېښتیاسره چي الله تعالی بښونکی او مه بان دی .

ځیني د اسلام د ښمنان  غواړي عامه ذهنیتونه په دې پروپاګند بېلاري کړي چي د غلا جریمه په دې نه ارزي چي د یوه انسان لاس ورباندي غوڅ کړل شي او په هغو حدودو تنقیدونه نیسي کوم چي د ټول جهان خالق او مالک د جرایمو د م خنیوي لپاره ټاکلي دي ځکه خو اوس د جرایمو هغه څپې چي مخکي یوازي تر غیر اسلامي هېوادونو پوري منحصري وې اوس اسلامي هېوادونو ته هم راورسېدلې وروسته له هغه چي د اسلامي هېوادونو واکمنانو د اقتدار د ساتلو لپاره د نړۍ وال استعمار قوانین او بشری تشریعات په خپلو هېوادونو کي د اسلامي قوانینو په ځای تعمیل کړل  الله تعالی د زمونږ مسلماني ټولني له هر ډول ناوړو پېښو څخه په خپل قدرت سره وساتي .