د ګواښونو په وړاندي د علماوو رول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10234
قدوسي سليمانخيل
دخبریدو نیټه : 2006-11-18

هغه څو ک چي د اسلام د مبین دین په هکله پوهنه او معلومات لري په دې کي څه شک نلري چي د علماوو او پوهانو م ام په اسلام کي ډېر وچت دي او د ولسونو نوري طبقې د هغوی مقام ته نشي رسېدلای ، د علماوو د منزلت او د هغوی د فضیلت په هکله قرآنکریم  او سنت نبوي غوره شاهدان دي د هغوی مناقب او فضایل ډېر زیات دي ، علماء د الله تعالی او د هغه دبندګانو ترمېنځ یوه د وصل کړۍ ده دا ځکه چي یوازي علماء کرام دي چي خلګو ته د الله تعالی دین رسوي او الله تعالی او د هغه رضاته د رسېدلو لاري مسلمانانو ته ورښیي .

سفیان بن عیینه (رح) فرمایي :

أرفع الناس منزلة مَنْ كان بين الله وبين عباده، وهم الأنبياء والعلماء

تر ټولو انسانانو د زیاتي لوړي تبې څښتنان هغه څوک دي چي الله تعالی او د هغه بندګان سره وصل کوي او هغوی انبیاء کرام او علماء دي .

دا ځکه چي علماء د انبیاوو په ام تونوکي د هغوی نائبين او په علم کي د هغوی وارثان دي علماء هغه څوک دي چي کشر او مشر، حاکم او محکوم ، مسکین او بډای او د ټولني هر وګړی ورته اړتیالري ، د هغه منزلت په اساس چي الله تعالی هغوی ته په امت کي  ورکړی دی دهغوی په غاړه دروند مسؤلیت هم پروت دی ، که هغوی خپل مسؤلیت په سالمه توګه سرته ورسوي د خلګو دنیوي او اخروي چاري سم ېږي ځکه خو ویل کېږي . 

 إن زلة العالم كالسفينة تغرق ويغرق معها خلق كثير

د عالم ښویېدنه د کشتۍ په شان ده چي په خپله هم غرقېږي او نور خلګ هم زیات ورسره غرقوي. ال ه تعالی د علم له څښتنانو تعهد اخیستی دی الله تعالی فرمایي :

وَإذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلا تَكْتُم ُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلاً فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ} (آل عم ان: 187)

کله چي الله تعالی له هغو کسانو (د یهودو او نصاراوو له علماوو) څخه چي هغوی ته د الله له خوا کتاب سپارل شوی دی ددې تعهد واخیستلو چي هغه آسماني کتاب به خلګو ته بیانوۍ او د هغه احکام به نه پټوۍ خو هغوی دا وعده شاته وغورځوله او په هغه باندي یې ناڅه نغدي واخېستلې هغوی بده خریداري وکړه .

تش یح : الله تعالی خپل کتاب د یهودو او نصاراووعلماوو ته ددې لپاره سپارلی او هغوی ته یې حواله کړی دی چي دوی به د هغه احکام خلګو ته بیانوي او د مصلحتونو او مادي مفاداتو په خاطر به د هغه فیصلې او احکام له خلګو څخه نه پټوي او نه به یې بدلوي خوهغوی  ددې کتاب احکام د خپلو مادي ګټو د لاس ته راوړلو او ددنیوي مفاداتو د حصول ذریعه وګرزوله او تجارت یې په کي پیل کړ دا ډېره بده سوداګري ده چي هغوی دین او د هغه احکام د د نیوي بې ارزښته مفاداتو د حاصلولو لپاره وسیله ګرزوي .

همدا راز علماوو ته په کار ده چي کله هم د خپلو مادي منافعو په خاطر او یا د واکمني طبقې د فشار په اثر کي ددین احکام پټ نکړي او نه کوم تأویل او یا تغییر ورته ورکړي بلکه هغوی باید لکه څرنګه چي د شریعت ح کم وي هغسي یې خلګو ته بیان کړي ولو که هغه شرعي حکم هغه ته  او دهغه مقام ته په ظاهري شکل خطر پېښوي .

الله تعالی د یهودو او نصاراوود علماوو په هکله فرمایي :

 إنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُوْلَئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللاَّعِنُونَ (البقرة: 159)

هغه کسان چي پټوي هغه څرګند او روښانه دلایل او لارښوونه چي مونږ نازله کړي ده  وروسته له دې چي مونږ خلګوته هغه په آسماني کتاب کي بیان کړل دوی هماغه خلګ دي چي الله تعالی هم لعنت ورباندي وایي او لعنت ویونکي هم لعنت ورباندي لېږي .

په علماوو باندي واجب ده چي د اسلامي امت خیر خواهي په خیال کي وساتي او هغوی ته دین او د هغه احکام روښانه او بیان کړي تر څو په داسي عصر او وخت کي چي د اسلامي امت په وړاندي ګواښونه ډېر زیات دي او فتنې د توري شپې د ټکو په شان له اندازې څخه زیاتي دي مسلمانان وېښ واوسي او له انحراف او د دښمنانو له غولوونکیو تبلیغاتو څخه وساتل شي .

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :  بادروا بالأعمال فتناً كقطع الليل المظلم؛ يصبح الرجل مؤمناً ويمسي كافراً، أو يمسي مؤمناً ويصبح كافراً، يبيع دينه بعرض من ا دنيا(صحيح مسلم)

له أبو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دنېکو عملونو خواته ګړندي شۍ له داسي فتنو څخه لکه د تکي توري ترږمۍ ټوټې چي سړی به په کي سهار مسلمان وي او ماښام ته به کافر شوی وي او ماښام به مسلم ان وي او سهار ته به کافر شوی وي خپل دین او عقیده به ددنیا په زایل کیدونکي پانګي پلوري .

د تاریخ په اوږدوکي زیاتي داسي مرحلې په اسلامي امت تېري شوي دي چي په هغوی کي دا امت له زیاتو ګواښونو او فتنو سره مخامخ شوی دی چي بیا ورته الله تعالی د علماوو د هڅو او وېښتابه په برکت او د هغوی د مسلسل جدوجهد په نتېجه کي له دې ستونځمنومراحلو څخه په بریالیتوب سره نجات ور په برخه کړی دی  ، له فتنو او ګواښونو  څخه ددې امت په نجات کي د علماوو رول او دهغوی اغېزې د تاریخ په بهیر کي مشهوري او د هغه په پاڼو کي ثبت شوي دي ، علماء هغه څوک دي چي هغوی د تیارو د روښانه کولو لپاره د هدایت هغه مشالونه او ډېوې په لاس کي لري د کومو په توسط چي الله تعالی و سونه له ترږمیو څخه د رڼا لورته راباسي ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دې امت ته د عزت او برم د مقام د ګټ و او تل ساتلو زېری ورکړی دی چي د قیامت تر ورځي پوري به دا دعزت مقام د هغوی په برخه وي ولو که د یولنډ وخت پاره ورباندي  د فشار حلقې تنګي شي خو دا به زیات دوام نه پیدا کوي او د علماوو په ب کت به دا دګواښونو ځنځېرونه د الله تعالی په نصرت سره ضرور ماتېږي ،   رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

ففي حديث المغيرة وغيره قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم: لا يزال طائفة من أمتي ظاهرين حتى يأتيهم أمر الله وهم ظاهرون ( رواه البخاري)

تل به زما له امت څخه یوه ډله داسي ضرور وي چي هغوی به په ساحه کي موجود وي تر څو چي د هغوی د مرستي او نصرت په هکله د الله تعالی پرېکړه راځي او هغوی به ضرور غلبه موندونکي وي .

او په دې يقين ساتل ضروري ده  چي علماء به د همدې بریالۍ ډلي مخکښان او پېشتازان وي .

په دې کي هم څه شک نشته چي په موجوده دور کي چي په ختیځه او وېدیځه نړۍ کي اسلامي امت له ډېري خطرناکي او حساسي مرحلې څخه تېرېږي په همدغه وخت کي اسلامي امت داسي د علم او پوهني خاوندانو ته زیاته اړتیا لري چي هغوی د علم په پانګه غني وي ، په خپل دین یې عمل کړی وي ، د خپل امت خی خواه وي ، د هغو ګواښونو په مقابل کي چي دې امت ته متوجه دي وېښ وي او دنني تمدن او په هغې کي د اسلامي امت لپاره د ستراتېژي د ټاکلواود واقعیتونو د پېژندلو توان ولري او  په دې لاره کي د ثبات حوصله ولري ، په همدې طوفاني سمندر کي همدغه علماء د اسلامي امت د کشتۍ ملاحان دي چي د هغوی مسؤلیت دی چي هغوی به داک تۍ د مقصودساحل ته په داسي بڼه رسوي چي ددې طوفاني سمندر له څپو او ګردابونو څخه کوم ضرر ورته ونه رسېږي .

نن ورځ مسلمان امت همدغو مشفقو صا حو بچیانو ته زیاته اړتیالري ، زمونږ د مسلمان امت په دې ستونځمنه تاریخي مرحله کي هغوی ته په کار نه ده چي له خپلو آسونو څخه راښکته شي او د حق له بیانولو او د واقعیتونو له څرګندولو او د معرکې له ساحې څخه په شاشي بلکه د امت هر عالم او په دین پوه بچي ته په کار ده او ورباندي فرض ده چي د مسلمان امت په خیر خواهي او ښېرازي کي دخب و او عمل فعال رول ولوبوي او په هره سطحه چي وي ددې دین ساتنه او د هغه چوپړ خپل ایماني مسؤلیت وبولي اود ټولني د اصلاح او د الله تعالی لورته ددعوت او ددې امت د جوړښت ډګرونو ته په بشپړ اخلاص او قوي عزم سره له پوهني او بصېرته او د وخت او حالاتو له غوښتنو سره سم را ودانګي دا ځکه چي د الله تعالی او د هغه ددین مرسته د ایمان په خاوندانو په تېره بیا د هغه په پوهو او په دین خبرو بچیانو باندي واجب ده الله تعالی فرمایي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ َقْدَامَكُمْ (محمد: 7)

اې د ایمان خاوندانو که تاسو د الله تعالی (ددین) مرسته وکړۍ الله تعالی به ستاسو مرسته وکړي او (دګواښونواو خطرونوپه وړاندي) به ستاسو قدمونه مضبوط کړي .

دا د الله تعالی رحمت دی چي د هغه نصرت او مرسته له خپل دین او د هغه له پیروانو سره کوم ټاکلی حد نلري حتی که زمونږ یو فرد خپل انفرادي ژوند د الله تعالی په لاره برابر کړي هم ددې دین نصرت ګڼل کېږي په دې اساس مونږ باید هرنېک عمل ولوکه وړوکی وي خو بې ارزښته یې تلقي نکړو لکه دا حدیث شریف چي فرمایي :

عن أبي هريرة ـ رضي الله عنه قال النبي صلى الله عليه وسلم:  إن العبد ليتكلم بالكلمة من رضوان الله لا يلقي لها بالاً يرفعه الله بها درجات (رواه البخاري)

له أبو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرم ایل : په رېښتیاسره بنده یوه خبره د الله تعالی د رضا لپاره کوي او هغه دې خبري ته په څومره ارزښت قایل نه وي خو مګر الله تعالی یې زیاتي درجې ورباندي لوړي کړي .

په دې اساس هره هڅه چي یو مسلمان یې د الله تعالی د دین د مرستي او له مسلمان امت څخه ددفاع او یا د هغه د اصلاح لپاره کوي ګتوره ده او الله تعالی یې ورته اجر اوثواب ورکوي ولو که د خلګو په نظر کي کمه او وړه وي ، ځکه خو کله چي سعد بن ابي وقاص خپل ځان په نورو عادي مسلمانانو غوره احساس کړ رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورته وفرمایل :

 إنما ينصر الله هذه الأمة بضعيفها؛ بدعوتهم، وصلاتهم، وإخلاصهم وفي لفظ آخر: ابغوني الضعيف؛ فإنكم إنما تُرزقون وتُنصرون بضعفائكم (رواه النسائي)

خبره یواځي داده چي الله تعالی ددې امت مرسته په کمزوري او بېوسه مسلمان باندي کوي دهغوی په دعا او د هغوی په لمونځونو او د هغوی په اخلاص سره ، په بل روایت کي داسي دي : ماته په تاسو کي بېوسه او ضعیف راوغواړۍ ځکه چي د ضعیفانو او بېوسو په توسط تاسوته رزق درکول کېږي او ستاسو نصرت کېږي .

د مسلم ان امت د نجات په ډګر کي او د فتنو او ګواښونو له محاصرې څخه د هغه په را اېستلو کي او د بریالیتوبونو ساحل ته ددې کشتۍ په رسولو کي د علماوو بریالیتوبونه تر هغه وخته ممکن نه دي چي هغوی ددې بریالیتوبونو له هغو عواملو او اسبابو  څخه کار وانخلي کوم چي د هغوی بری تضمین کوي چي تر هرڅه د مخه یې مقصد یواځي د الله تعالی رضا او عمل یې مخلصانه وي د دین په چوپړ کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تګلاره خپله کړي په ښکاره او پټه کي تقوا او د الله تعالی وېره د هغه شامل حال وي ، د امت خیر خواهي یې نصب العین وي ، او د پ هېزګارانو په غوره اخلاقو لکه بردباري ، نرمي او حوصله اوصبر ښایسته وي لکه چي الله تعالی فرمایي :

خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْـجَاهِلِينَ (الأعراف: 199)

عفو او درګذر خپل عادت جوړ کړه او په نېکو کارونو امر کوه او له ناپوهانو مخ اړوه یعني مه ورسره لاس او ګرېوان کېږه .

او لکه چي فرمایي :

 وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَـمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ  (السجدة: 24)

او مونږ له دوی څخه هغه څوک مخکښان وګرزول چي هغوی د مونږ د اوامرو سره سم خلګوته لارښوونه کوله په داسي حال کي چي د صبر او حوصلې څخه یې کار اخیستلو او زمونږ په آیتونو یې یقین او کلکه عقیده درلودله .

په دې کي هم څه شک نشته چي زیات تره د علم خاوندان ددې امت د رهنمایي او د وضعیت داصلاح لپاره هڅي کوي او دا فکر تل ورسره وي خو د هغوی د بري د نورو عواملو تر څنګ یو بل اساسي عامل هم شته چي هر وخت په تېره بیا په اوسني وخت کي زیاته ورته اړتیاده او د هغوی هڅ ي به زیاتي ګټوري کړي او رول به یې نور هم مؤثر او اغېزمن کړي هغه داده چي  هغوی خپلي هڅي مشترکي کړي او یوبل ته لاسونه سره ورکړي ، خپلي حلقې سره وصل کړي ، په خپل مېنځ کي پیوستون پیداکړي یوله بل سره ددې ستر هدف په لاره کي تعاون وکړي ، په خپل مېنځ کي د میني او محبت د مشورو او اجتماعاتو او ورورولي پلونه وغزوي ځکه چي زیاته اصلاح او د مسلمان امت خیر او بری له همدې لاري څخه ممکن دی .

په سترو پېښو او لويو ګواښونو کي د هغوی پیوستون دیو څو عمده وجوهاتو په اساس ضروري ده :

لومړی : د هغو خطرونو معالجه چي زمونږ مسلمان امت ورڅخه تېرېږي او د هغو تندرونو مقاومت چي د امت  په بدن را پرېوزي یو داسي جهاد دی چي د یو څو کسانو او افرادو له وسه وتلی کاردی ولو که د عقل او علم له پلوه هغوی په لوړ مقام کي قرار لري ، زمونږ سلف صالحینو ته چي به کله به په دیني مسایلو کي یوه ستونځمنه پېښه مخي ته راغله ویل به یې :

هذه مسألة لو وردت على عمر بن الخطاب رضي ا له عنه لجمع لها أهل بدر.

دا یوه داسي مس له ده چي که د عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه مخي ته راغلي وای نوهغه به دغزوه بدر اصحاب ټول د هغې په هکله د مشورې لپاره را یوځای کړي وای .

که دا دهغوی په یوه فردي دیني مسأله کي تګلاره وه نو د داسي وقایعو په هکله څه کول په کار دی چي هغه د ټول اسلامي امت سرلیک او د هغه راتلونکی ټاکي ؟  آیا دا ممکن دی چي یو فرد یې پرېکړه وکړي او په خپله ایه فیصله وکړي ؟  په دې اساس په کار ده چي علماء کرام خپلي هڅي یو له بل سره شریکي کړي او خپل صفونه منظم کړي او ځانځاني او خود خواهي شاته ورغورځوي او د مسلمان امت مصلحت ته په خپلو مصلحتونو ترجیح ورکړي ځکه چي له دې ګواښونو او خطرونو څخه د امت کشتۍ ته نجات ورکول یواځي د دوی مسؤلیت او فریضه ده ناپوهان که ددین لپاره مخلص هم وي خو چي علماء یې په یوه خوله رهنمایې ونکړي هغوی داکشتۍ او په هغې کي سپاره ټول ډوبوي .

دوهم :  په دې کي هم یو واقعیت بین مسلمان څه شک نلري چي که دې امت ته کوم ګواښونه متوجه شوي دي او هغه یې په ستونځو او مصېبتونو اړولی دی غالبًا یې مرسته ددې امت اختلافاتو او بېلتون کړي ده چي په دې اختلافاتو کي بنیادي رول د هغه  علماوو او مشرانو او واکمنانو لوبولی دی  هغوی ددې زم ینه مساعده کړي ده چي دښمنانو ددې امت په زېرمو او هېوادونوتسلط پیدا کړی دی .

درېیم : د فتنو او ګواښونو په وخت کي د علماوو پيوستون له دې وجهي څخه هم زیات ضروري دی چي دا فتنې او ګواښونه د مسلمانانو زړونه بدلوي په هغو کي د حق په وړاندي شبهات او شکونه پیدا کوي ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کي چي مخکي ذکرشوفتنو ته د توري شپې له ټوټو سره تشبېه و کړي ده لکه په ترږمۍ کي چي څوک لاره نه شي موندلای همدا راز د فتنو په وخت د حق د پېژندلو په وړاندي سترګي ړندې کېږي چي بیا خو نه حق ویني او نه یې آوري او داسي مونږ ولیدل چي د مختلفو اوښتونونو په وخت کي زیات مسلمانان م نحرف شول چي هغوی له دښمن څخه زیات ددې امت لپاره د سر خوږ او خطرناک ثابت شول .

څلورم :  د انبیاوو په وارثانو علماء کرامو باندي فرض دی چي د امت د خیر خواهي لپاره هغوی ته د علم په رڼا کي هغه لاري چاري وښیي چي هغوی ددې فتنو په وړاندي وېښ کړي د هغوی ذهنیتونه مقاومت ته آماده کړي او دا په هغه صورت کي ممکن ده چي علماء په هغه څه کي چي عامو مسلم انانو ته یې بیانوي یو له بل سره مشورې وکړي او په یوه خوله شرعي حکم عمومي ذهنیتونو ته ورسوي او عامه ذهنیت په تشویش اخته نشي الله تعالی فرمایي :

وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِ َبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (الشورى: 38)

د ایمان خاوندان هغه څوک دي چي هغوی د الله تعالی استجابت کړی دی او لمونځ یې درولی دی او خپلي چاري د مشورو له لاري پرمخ بیایي او کوم رزق چي مونږ ورته ورکړی دی له هغه څخه د الله تعالی په لار کي مصرف کوي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم چي الله تعالی ټول ستایلي صفات په کي علی وجه الکمال پیدا کړي وو خو بیایې هم د خپلو ملګرو له مشورې څخه استغنا نه دی کړي او الله تعالی یې د هغوی په مشوره مأمور کوي

 وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْـمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران: 159)

او له دوی سره په کار کي مشوره کوه او چي کله د عزم وکړ بیا په الله تعالی توکل کوه ځکه چي په رېښتیاسره الله تعالی توکل کوونکي بندګان خوښوي .

عبد الله بن عباس  فرمایي او مفسرینو نقل کړی دی چي الله تعالی او د هغه رسول د بل چا مشورې ته اړتیا نلري خو په دې وجه الله تعالی خپل رسول (ص) په مشوره کولو مکلف ګرزوي چي نور مس مانان په راتلونکي کي مشوره کول خپله تګلاره وګرزوي ځکه خو أبوهریره روایت کوي چي :

ما رأيت أحداً أكثر مشورة لأصحابه من رسول الله -صلى الله عليه وسلم( رواه الترمذي)

تر رسول الله صلي الله عليه وسلم مي زيات بل څوک ونه لیدلو چي ه خپلو ملګرو سره یې ډېري مشورې کړي وي .

ځکه خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم وارثانو ته په کار ده چي د هغه تګلاره خپله کړي اوپه خپل مېنځ کي د امت د خیر او بهبود لپاره یوله بل سره تل مشورې کول خپل معمول وګرزوي.

پنځم : زیات هغه ذات البیني شر اوفساد چي د علماوو ترمېنځ واقع دی هغه د دوی د یوله بل څخه له لېري والي او د دوی د هغه پرېکړون زېږنده ده چي د اسلام دښمنانو یې د دوی تر مېنځ زړي کرلي دي او په مختلفو اسالیبو یې اوبوي دا ځکه چي که هغوی یوبل ته نژدې شي او یو بل ته لاسونه سره ورکړي د هغوی د اهدافو د تحقق په لاره کي د علماوو وحدت او پیوستون خنډونه او موانع ایجادوي  ، علماء باید دا درک کړي چي د هغوی اختلافات ددښمنانو په ګټه او د مسلمان امت په ضرر  دي .

په پای کي الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه ددې امت د نجات لپاره زمونږ د علماوو ترمېنځ وحدت پیدا کړي او د هغوی د هلوځلو په برکت د امت کشتۍ ته ددې عصر د فتنو له طوفاني موجونو څخه نجات ورکړي (آمین).