رشوت اخېستل د تباهي پېش خیمه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10238
قدوسي سليمانخيل
دخبریدو نیټه : 2006-11-18

په کومه ټولنه کي رشوت اخېستل عام شي نو په دې پوه شه چي هغه فاسده ټولنه ده او د هغې ټولني اوسېدونکي د یوه الهي عذاب انتظار باسي چي کېدای شي په نژدې او یا لېري وخت کي ورسره مخامخ شي .

رشوت اخېستل او رشوت و کول د یهودو عادت وو چي الله تعالی وربانډي ډول ډول آزمویني راوستلې خو بیا هم اصلاح نه شول الله تعالی د یهودو په هکله فرمایي :

أکالون للسحت (المائدة42)

هغوی یعني یهود په خپل مېنځ کي په ډېر جرأت او حرص سره ډېر زیات حرام خوري . ابن مسعود رضي الله تعالی عنه فرمایي : چي په حرامو سره مقصد رشوت دی.

انسان هغه مخلوق دی چي هغه ته الهي امانت یعني قرآنکریم سپارل شوی دی کوم چي آسمانونو او زمکي یې له اخېستلو څخه انکار وکړ ، هغه ته په کارده چي دا الهي امانت په بشپړه او سمه توګه سرته ورسوي تر څو له یوې خوا د الله تعالی رضا لاس ته راوړي او له بلي خوا ټولنه اصلاح شي او که هغه دا امانت په سمه توګه ونه ساتي او ضایع یې کړي نو ټولنېز نظام ګډوډ کېږي بنیادونه یې کمزوري کېږي او ټولنه د فساد په  لمن کي سقوط کوي .

الله تعا ی ددغه امانت د ساتلو او حمایې لپاره په مسلمانانو هرهغه څه حرام ګرزولي دي چي هغه دا امانت ضایع کوي او یا و ته نقصان پرې رسېږي ، الله تعالی رشوت حرام ګرزولی دی او رشوت دې ته وایې چي باطل درسېدلو لپاره مال مصرف کړي په دې شکل چي د مال لګوونکي ته هغه څه ورکړل شي چي هغه یې د اخېستلو حق نلري او یا د مال په بدل کي هغه دحق له سپارلو څخه بري کړل شي الله تعالی فرمایي :

ولا تأكلوا أموالكم بينكم با باطل وتدلوا بها إلى الحكام لتأكلوا فريقًا من أموال الناس بالإثم وأنتم تعلمون (البقرة:188)

تاسو خو نه خپل مالونه په خپل مېنځ کي په باطل او ناحق سره  خورۍ او مه یې حاکمانوته ددې لپاره وړاندي کوۍ چي تاس د خلګو مالونه په داسي ظالمانه طریقه سره وخوري چي تاسي ورباندي خبر یاست .

علماوو او فقهاوو رشوت اخېستل له کبېره ګناهونو څخه شمېرلی دی په هغه ځای کي چي د حقوقو په هک ه  فیصله (حکم) کېږي او هغه دلیل چي رشوت له کبیره ګناهونو څخه ګرزوي هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه لعنت دی چي په رشوت اخېستونکي او ورکوونکي یې ویلی دی او لعنت په هغه چا ویل کېږي چي د کبېره ګناه مرتکب شي .

عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما قال: لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الراشي والمرتشي (رواه الترمذي)

له عبدالله بن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي سول الله صلی الله علیه وسلم په رشوت ورکوونکي او رشوت اخېستونکي لعنت ویلی دی .

په مختلفو ټولنو کي رشوت د ژوند زیاتو اړخونو ته رېښې غزولي دي او هیڅ داسي ځای به نه وي چي هلته به رشوت په یوه اویا بله بڼه ځان نه وي رسولی په تېره بیا په درېیمه نړۍ کي چي د تم دن له پلوه د نړۍ وروسته پاته برخه ګڼله کېږي .

کله خو رشوت په قضایي سیستم کي قاضي ته ورکول کېږي ددې لپاره چي د رشوت ورکوونکي په ګټه فیصله وشي او مستحق محروم کړل شي او د غیر مستحق په ګټه پرېکړه وشي یا ددې لپاره ورکړل شي چي رشوت کوونکی مخ ته کړي او نور اته کړي یاخو قاضي ددې لپاره باطله فیصله د هغه چا په حق کي کوي چي هغه یې یاخو قریب او یادولت مند او یا دستري رتبې خاوند وي ددې په هیله چي هغه به څه ورکړي همدا راز رشوت د پرېکړي د تنفیذ لپاره ورکول کېږي .

همدا راز که یوڅوک ددولتي وظیفې تلاش کوي نو لوړ رتبه افسرانو ته رشوت ورکوي چي هغوی یې په توظیف کي مرسته وکړي او هغه یې مقرر کړي له دې سره سره چي هلته به یوبل هم داسي څوک د منتظرینو په لست کي وي چي هغه به د استعداد او اهلیت له پلوه ددې وظیفې حقدار خو په رشوت ورکولو سره د هغه حق ضایع کړل شو دا خو که له یوې خوا د حرامو خوړل دی خو له بله پلوه په امانت کي خیانت کول دی چي داسي څوک باید مقرر کړل شي چي ددې کار اهل او امین وي .

همدا راز د تعلیم په ډګر کي رشوت ورکول کېږي ترڅو چي شاګرد ته په لوړو نمبرو بری لیک ورکړي او یا د لوړو تحصیلاتو زمینه ورته برابره شي ولو که د هغه علمي استعداد د هغو نمبرو او د هغه تعلیمي مقام اهل نه وي چي هغه یې غواړي .

په همدې شکل په تعمېراتي کارونو کي قراردادیان (ټېکه داران) د تعمېراتو لوړ رتبه افسرانو ته رشوتونه ورکوي ترڅو ورسره قرار داد وکړي .

نور هم داسي ډګرونه زیات دي چي هلته رشوتونه ورکول کېږي او اخېستل کېږي او ضمناً په کي د اهل اطرافو حقوق د رشوت په واسطه تلف کېږي  داسي ځایونه که په تفصیل سره څېړو نو ډېر زیات دي چي له ادنا پولېس څخه نېولي تر واکمنانو پوري د دولتي ادارو په هره څانګه کي د کارونو د اجراء لپاره رشوتونه په ښکاره او یا په پټه اخېستل کېږي .

د رشوت ورکولو ضررونه :

د رشوت ورکولو ضررونه او منفي اغېزې زیاتي دي چي افرادو او ټولني ته پېښوي او په لاندي توګه یې خلاصه کولای شو :

(۱) نا أهل ته دکار سپارل : کله چي انسان د وظیفې په لاس ته راوړلو کي له رشوت څخه استفاده وکړي لکه چي م خکي مو وویل  او په هغه کي د هغه مقام شرایط پایښت ونلري نو د هغه وظیفې اهل نه دی او که د رشوت په وسیله وګمارل شي نو د هغې ادارې په کار  او تولېد دداسي موظف ټاکل کمښت اولي .

(۲) د اخلاقي بنیادو ورانېدل : په هره ټولنه کي چي د رشوت اخېستلو رنځ ښکاره او تیت شي نو دا جوته کوي چي د همدغي ټولني اخلاق وران شوي دي د هغې ټولني د افرادو تر مېنځ د اعتماد فضا ورکه شي او بد اخلاقي لکه بې پروایي او بې حسي زیاته شي او د بېکاري او بې وزګاري لعنت وتپل شي .

(۳) د پانګو ضیاع او د انساني ژوند له خطر سره مخامخ کېدل :  که تاسو کله فکر کړی وي چي په یوه ټو نه کي رشوت اخېستل او ورکول عام وي نو رشوت خپلي پښې د روغتیایې چارو څانګو ته هم غزوي لکه د روغتیا او صحت وزارت او د درملونو د تولید فابریکې ، په دې صورت کي به د خلګو روغتیایي حالت څه بڼه ولري ، خلګ به ضرور د بې بنیاده شرکتونو تولید شوي بې اغیزې درملونه خورې ځکه چي هغوی به د خپل تولید د لګښت لپاره روغتیایي مسؤلینو ته رشوت ورکړی وي .

همدا راز که تاسو خیال کړی وي یوه قرار دادي یو پل په ډېر کم لګښت جوړ کړی دی چي زیات عیبونه په کي په سترګو کېږي او دا د سلګونو انسانانو ژوند ته یو ستر خطر متوجه کوي خو دې قراردادي  د دې پل د مستنداتو د تکمیل او بری لیک لپاره د تعمیراتو مسؤل ته رشوت ورکړی دی که داپل  د سوارلیو تر موټر اندي  وران شي او یا ونړېږي نو یوازینی عامل همدغه د رشوت ټکه ده .

په همدې شکل هره دولتي اداره وګڼه په دې اساس رشوت اخېستل او ورکول د مال او لګښت ضیاع او د بشري ژوند لپاره ستر خطر دی

د رشوت او تحفې تر مېنځ توپېر :

په دې کي څه شک نشته چي په تحفه او رشوت کي په ظاهري شکل څه فرق نه لیدل کېږي خو یواځینی فرق یې په دې سره کېدای شي چي له ورکولو څخه موخه او مقصد څه وي که د م ابل لوري سره هسي بې مصلحته ورورولي او آشنایي او د هغه خوشاله کول وي بیا خو څه باک نلري او که یې  مقصد د خپل کار اجراء کول او د راتلونکي وخت د ضرورتونو په اساس یوداسي چاته ورکړل شي چي هغه د چارو د سرته رسولو په یوه مقام کي قرار لري نو بیا رشوت ګڼل کېږي مقصد دا چي ورکوونکي په نیت پوري اړه لري او د نیتونو عالم یواځي الله تعالی دی .

آیا حاکم او یا واکمن ته تحفه ورکول رشوت ګڼل کېږي ؟

 زیات تره فقهاء په دې نظر دي چي د وخت حاکمانو ته تحفې ورکول هم د شوت یوه نوعه ده او درشوت په زمره کي راځي او هغوی دا روایت دلیل ګرزوي :        

عن أبي حميد الساعدي قال: استعمل رسول الله صلى الله عليه وسلم رجلاً من الأزد يقال له ابن ال تيبة على الصدقة، فلما قدم قال: هذا لكم، وهذا أُهدي لي. قال: فقام رسول الله صلى الله عليه وسلم على  المنبر فحمد الله وأثنى عليه وقال: "ما بال عامل أبعثه فيقول: هذا لكم وهذا أُهدي لي! أفلا قعد في بيت أبيه – أوفي بيت أم ه – حتى ينظر أُيهدى إليه أم لا؟  والذي نفس محمد بيده لا ينال أحد منكم شيئًا إلا جاء به يوم القيامة يحمله على عنقه، بعير له رغاء، أو بقرة لها خوار، أو شاة تيعر" ثم رفع يديه حتى رأينا عُف تي إبطيه، ثم قال: "اللهم هل بلغت؟" مرتين (رواه الشيخان).

له أبو حمید الساعدي څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د أزد د قبیلې یو خص چي ابن اللتیبه نومېدلو د زکاتونو په راټولولو و ګمارلو کله چي واپس راغی ویې ویل : چي دا ستاسودي او دا م اته په تحفه کي راکړل شوي دي ، راوي وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم منبر ته پورته شو او له حمدوثنا څخه وروسته یې وفرمایل :  دا کومه خبره ده چي زه یو کارکوونکی ولېږم او بیا وایي چي دا ستاسو دی او دا ماته په تحفه کي راکړل شوي دي هغه به دپلار او یا مور په کور کي کېناستلی وای او بیا به یې کتلي وای چي هغه ته څوک تحفه ورکوي او که یې نه ورکوي ؟ زما د قسم په هغه ذات وي چي د محمد(ص) ساه د هغه په واک کي ده که له تاسو څخه هریو په دې شکل یوڅه ور واخلي د قیامت په ورځ به یې په غاړه را اخیستی وي که اوښ وي او که غوا وي او که پوسه وي او هغه به رمباړي وهي ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره لاسونه پورته کړلو چي مونږ یې د تخ ګونو سپین والی ولیدلو او ویې فرمایل:  اې الله ما ستا پیغام ورسولو .

امام نووي رحمة الله تعالی علیه فرمايي : چي دولتي کار کوونکیو ته تحفې اخېستل نه دي روا او حرام ي دي ځکه چي سبب یې همدغه دولتي کار دی چي هغه یې کوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې ډول سوغاتونو سبب ذکر کړی دی چي دولتي او حکومتي کار دی که عام سړي ته چي هغه حکومتي کار کوونکی نه وي تحفه ورکړه شي نو ښه کار ده او که کوم دولتي کارکن ته سوغات ورکړل شي هغه ته لازمه ده چي یا خو هغه  تحفه بېرته هغه سړي ته واپس کړي او که ممکن نه وو بیا یې دولتي خزانې (بیت المال) ته وسپاري .

ابن بطال (رح) وایي چي ددولتي کار کوونکیو اخېستل شوي تحفې به بیت المال ته سپارلي کېږي خو که یې د وخت واکمن (امام)  بېرته ورکړي بیا یې وراخېستلای شي .

آیا د حق د خاوند لپاره رشوت ورکول څه حکم لري ؟

په کومه ټولنه کي چي ر وت عام وي او د دولت چلولو نظام فاسد وي د هغه چا لپاره به څه حکم وي چي خپل حق بې له رشوت ورکولو څخه لاس ته نشي راوړلای ؟

په داسي حالت کي فقهاوو پرېکړه کړی ده چي که یو څوک بې له رشوت ورکولو څخه خپل حق لاس ته نشي راوړلای او یا له خپل ځان څخه ظلم نشي دفع کولای او یاخپل عزت او شتمني د ظالم له ظلم څخه نشي ساتلای نو ددې لپاره چي خپل مشروع حق لاس ته راوړي که رشوت ورکړي نو ګناه یې یوازي د اخېستونکي ده او ورکوونکی بري او له د رشوت ورکولو له ګناه څخه خلاص دی

نو اوس د لوستونکي وروڼه پرېکړه وکړي چي رشوت اخېستل د غلا یوه بڼه نه ده نو څه ده ؟ بلکه دا ویلای شو چي رشوت اخېستل د غلا  بدترینه څېره ده ځکه چي دا ټول دولتي سیستم ورانوي دولتي ادارې د مجرم ینو د لاس نانځکه جوړوي  او د خودخواهانو مامورېنو د لوبو توپ یې ګرزوي او د عام ولس ح قوق تلف کوي مظلومین پرزوي او ظالمان تقویه کوي داسي ټولني به ضرور  د رشوت له لاسه د تباهي په لور درومي خو مخکي له تباهي د الله تعالی دهغې اصلاح وکړي او مصلحینو ته په کار ده چي په ټولو ممکنو وسایلو سره ددې تور لعنت چي د ټولني څېره بد نما کوي او د مسلمان امت لپاره پېغور دی مخه ونیسي .