آیا تاسو نېکان او بدان پېژنۍ ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10239
قدوسي سليمانخيل
دخبریدو نیټه : 2006-11-18

عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم وقف على أناس جلوس فقال : ألا أخبركم بخيركم من شركم ؟ قال : فسكتوا ، فقال ذلك ثلاث مرات ، فقال رجل : بلى يا رسول الله أخبرنا بخيرنا من شرنا ، قال : خيركم من يرجى خيره ويؤمن شره وشركم من لا يرجى خيره ولا يؤمن شره  (رواه الترمذي)

له ابوهریره رضي  الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوې ډلي کسانو ته چي هغوی ناست وو ودرېدلو او ویې فرمایل : آیا زه تاسوته په تاسو کي ښه او بد در وښیم ؟ هغه کسان پټ خولي پاته شول رسول ا له صلی الله علیه وسلم درې ځلي دا پوښتنه غبرګه کړله یوه سړي په ځواب کي ورته وویل چي بلې یا رسول الله دا چي په مونږ کي څوک ډېر ښه او څوک ډېر بد دي دا راوښیه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په تاسو کي ډېر ښه هغه څ وک دی چي د خیر تمه ورته کېږي او له شر څخه یې ځان ساتل کېږي او په تاسو کي ترټولو زیات بد هغه څوک دی چي نه د خیر هیله ورته کېږي او نه یې له شر څخه څخه څو په امن کي وي .

په دنیا تر هرڅه ښکلی وخت هغه وي چي هم ستا له نورو سره مینه وي او هم نور خلګ له تاسره مینه وساتي ، ته له هغوی سره محبت وکړې او هغوی له تاسره محبت وساتي ، كله چي ته له یوه تکلیف سره مخامخ شې له لېري او له نژدې څخه هغوی ستا په خواوشا راټول او یو ځای شوي وي دا هغه کړنلاره ده چي اسلام غواړي د ټولني د افرادو تر م ېنځ هغې ته وده ورکړي تر څو د تماس له پلوه یوه بېساري اُوبدلي ټولنه وجود ومومي ، څرنګه چي اسلام د مسلمانانو تر مېنځ د تماس یوه محوري نقطه ده په دې اساس د هغوی تر مېنځ ورورلي په پښو دروي او یو پر بل ذات البیني حقوق لازم ګرزوي او کله چي د مسلمانانو تر مېنځ ګډون زیات وي په هماغه اندازه د خپلوي ، ګاونډیتوب، مېلمستیا، ملګرتیا، شنایې، او ورورولي متقابل حقوق زیاتېږي .

 خيركم من يرجى خيره ويؤمن شره وشركم من لا يرجى خيره ولا يؤمن شره

یعني هغه څوک چي خلګ له هغه څخه د خیر تمه ساتي او د ضرر له پلوه د هغه ه خوا څخه په امن کي وي هغه تر ټولو غوره انسان دی او هغه څوک چي د خلګو تمه د هغه له خیر څخه شکېدلي وي او له ض ر څخه یې هم په امن کي نه وي هغه په ټولو کي بد ترین انسان دی .

همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

خير الناس أحسنهم خلقا ) (رواه الطبراني عن ابن عمر)

په خلګو کي غوره هغه څوک دی چي اخلاق یې ښه وي .

 خير الناس أنفعهم للناس ) (مسند الشهاب عن جابر)

په خلګو کي غوره هغه څوک دی چي خلګو ته یې فایدې رسېږي .

د هرچا چي نورو مسلمانانو ته فابدې رسېږي هغه الله تعالی ته تر ټولو غوره انسان دى دا شخص که په هر مقام کي واقع وي ، که د ټولني یو عادي فرد وي او که د یوه هېواد واکمن وي

 قال بعضهم : هذا يفيد أن الإمام العادل خير الناس أي بعد الأنبياء

ځکه خو بعض سلف صالحینو ویلي دي چي عادل واکمن له انبیاوو څخه وروسته تر ټولو خلګو غوره دی ځکه چي د هغه فایدې زیاتي وي چي عام ولس ته یې رسېږي یا خو هغوی هوسا کولای شي  او یا تکلیف ورڅخه لېري کولای شي  او هم یې د ضرورت په وخت کي هر ډول مرسته کولای شي .

إن شر الناس منزلة عند الله يوم القيامة ، من تركه الناس اتقاء فحشه - أي لأجل قبح فع ه وقوله  (رواه أبو داود والترمذي عن عائشة)

د الله تعالی په وړاندي د مقام له مخي تر ټولو بدترین انسان هغه څوک دی چي خلګ یې د بدخویي له وجهي پرېږدي .