ميرويس جلا زی
د اسلامي جمعيت گوند نامتو قوماندان احمد شاه مسعود چي خپل ملګري يې د پنجشېر د زمري په نامه پېژني د تالقانو د كنترول له لاسه وركولو وروسته د چټكو مرستو په تمه وو.
د سپني ماڼۍ دې پخواني ملګري خپلو بادرانو ته نور مخ نه درلود ځكه چې هغه له خپل بريا يتوب وروسته زاړه ملګري هېر كړي وو.
په دې وخت كي امريكا له افغانستان سره يپلوماتيك تعلقات نه لرل او ډېره موده شوې وه چې په ملګروملتونو كې افغانستان استازى هم نه درلود.
د امريكا د ملي امنيت شورا په روان حال كې د وسله والو چريكانو دا پوځي قوماندان د هې وينو د قاچاقوړونكي او د بشر له حقونو د يوه سرغړونكي په توګه پېژانده .
مر ين البرت چي د طالبانو د واكمنۍ پر مهال په افغانستان كې د بشر د حقونو د څارونكي په توګه دنده لرله وايې:((هغه كسانو به چې د مسعود تر قوماندې لاندي سيمو كې د كوكنارو د كروندو په اړه څېړنه كوله او يا به يې غوښتل د كوكنارو په اړه په پټو رازونو خبر شي نو ژوند به يې د مرګ له ګواښ سره مخ شو. البرت وايې چې ډېر كسان د ورته څېړنو په پلمه له منځه ولاړل.
بېله شكه هغه وخت چې احمدشاه مسعود د افغانستان ډېري سيمي له لاسه وركړې نو په همدې وخت كي د جميت اسلامي حزب د قوماندې اصلي مركز د بدخشان ولايت وو. په دې ولايت كې د هر بل بوټي په پرتله كوكنار ډېر كرل كېدل. د فيض آباد ښار په دې وخت كې د برهان الدين رباني مركز وو.
د فيض آباد له هوايي ډګر څخه چې به د پروفيسر برهان الدين رباني د تمځاى په لور په موټر كي روان شوې نو تر هغه چي به ټاكلي ځاى ته رسېدې د سړ ك دواړو غاړو ته پرېمانه د كوكنارو كروندې ولاړي وې.
د راپورونو او عيني شاهدانو د وينا پر اساس د بدخشان په ولايت كې د هېروينو د توليد درې فابريكې موجودي وي، خو پوښتنه دلته ده چې آيا د نظار د شورا مسول احمد شاه مسعود كوكنارو په دې سوداګري كې ښكېل وو، كه څنګه ؟
طالبان چي په همدې كلونو يې د افغانستان په سلو كې نوي برخه خاوره لاندي كړې وه په خپله هم د كوكنارو له پيسو د واك ګدۍ ته رسېدلي وو.
خو
هغوى د ۲۰۰۰ميلادي كال د جولاى په مياشت كې امر وكړ چي د كوكنارو ټولي كروندې بايد له منځه ولاړي شي او كه څوك
ه دې امر څخه سرغړونه وكړي نو له سختي اسلامي سزا سره به مخ شي، كه څه هم چي د طالبانو قوماندانان
وي.
د طالبانو د ړنګ شوي رژيم د مشر ملامحمد عمر د كاغذي فرم ان سره سم د يوه كال په تېرېدو د طالبانو تر تسلط لاندي سيمو كې۹۰ په۱۰۰ كې د كوكنارو كروندې محوه شوې او د سمي ارقامو په بنسټ په۲۰۰۱ميلادي كال كې د طالبانو تر ولكې لاندي سيمو كې له ۸۲۱۷۲ هكټاره ځمكې يوازي په ۷۶۰۶ هكټاره ځمكه كوكنار ولاړ پاتې وو او بس.
خو د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان كې بيا هر څه بل ډول وو، د نوموړي ولايت په اړوندو سيمو كي په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې د كوكنارو كروندې له ۲۴۵۸ هكټاره څخه ۶۳۴۲ هكټارو ته اوچتي شوې.
د شمالي ټلوالي له وتلي مشر احمدشاه م سعود څخه چې به كله د كوكنارو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه به ويل موږ د كوكنارو د كر كيلي مخالف يو او زموږ دريځ په دې اړه روښانه دى.مسعود دا څرګندوني د انتوني ډاويس په نامه يوه بهرني خبريال ته كړي وې.
د شمالي افغانستان د كوكنارو صادراتو ستونزه نه رله. د بدخشان ولايت مخدره توكي په ډېره اسانه طريقه د منځنۍ آسيا هيوادونو ته د كورنيو او بهرنيو قاچاق وړونكو له خوا لېږدول كېدل، خو په دې وخت كې په جنوبي افغانستان كې بل صورت حال وو، دلته د كوكنارو د كروندګرو او د قاچاق وړونكو كاروبار په ټپه درېدلى وو. له شمالي ولايت بدخشان څخه په دې وخت كې هېروين د ( يو، اف) ډوله چو لكو په مرسته تاجكستان ته لېږدول كېدل خو طالبانو د خپلي ولكې لاندي سيمو كي د قاچاق وړونكو د نيولو پر سر د س وزرو انعام ايښى وو.
دا انعام د طالبانو د خپلو مشرانو په سر هم ايښودل شوى وو هغه دا چي كه چيرته د طالبانو قوماندانان او نور ټيټ پوړي جنګيالي هم په ورته تور نيول كېدل نو د مرګ له سزا سره به مخامخ كېدل.
د راپور چمتو كوونكى وايې: زه تر اوسه نه پوهېږم او په دې اړه
مستند اسناد هم نه لرم چي آيا په خپله مسعود به د مخدره توكو په قاچاق كې لاس درلود او كه څ
نګه؟
په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د ملګرو م تونو استازي اندويندرل وايې: ما چي په امريكا كې د سپيني ماڼۍ له عالي رتبه مامورينو سره د افغانستان په اړه په وار_وار خبري اتري لرلې نو داسي كومه خبره مي د امريكايې چارواكو له خولې نه ده اورېدلې چې ګواكي احمدشاه مسعود د مخدره توكو په قاچاق كې لاس لري او له همدې وجي نه غواړو له هغه سره مرسته وكړو.
د ويندرل په وينا چې امريكايې چارواكو ويل موږ پوهېږو چې د افغانستان په غټه شمېره مخدره توكې په شمالي و
ايت بدخشان كې كرل كېږي خو په دې نه پوهېږو چې آيا مسعود به شخصاً ترېنه ګته اخلې او كه څنګه.
د سپټمبر د ۹\۱۱نېټې په اړه د ځانګړي كمېسيون په راپور كې د مسعود په اړه ويل شوي چې هغه د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ميلادي كلونو ترمنځ د خپلو متحدينو له خوا دې ته اړايستل شو چې د خپلو پوځي لګښتونو لپاره د بوديجې د برابرولو په منظور له هغوى سره د هېروينو معاملې ته ورګډ شي.
د همدې كمېسيون د راپور په ۴۳۰ مخ كې راغلي: د مسعود ټول پوځي لګښتونه د همدې كلونو ترمنځ د هېروينو د قاچاق ه پيسو برابر شوي وو.
د همدې راپور په ۴۹۰ مخ كې د راپور د ليكوال ښاغ ي كلرك په قلم ليكل شوي: مسعود او د هغه ملګري داسي خلګ نه دي چې ورسره يو ځل بيا همكاري وشي، ځكه هغوى د مخدره توكو په كاروبار كې ښكېل دي او په دې سربېره مسعود او د هغه ملګري د بشر د حقونو سرغړونكي دي نو دا به د امريكا عاقلانه عمل نه وي چي له هغوى سره دولت جوړ كړي.
د راپور په ۵۱۶ مخ كې د امريكا د استخباراتي ادارې (سي، آى، اې) د مدير ښاغلي تينت له قوله راغلي چې مسعود يو محتاط او ځيرك سړى وو او د هغه ډله له يو څخه په ډېرو جنايتونو كي ښكېله وه.
د احمدشاه مسعود
او د هغه د شمالي ټلوالي د ملګرو ډېر لګښتونه د هېروينو له كاروبار څخه تر لاسه كېدل.
د نظار د شورا وسله والو چريكانو د دې مشر له خوا د بشر د حقونو څخه د سرغړوني لويه پېښه په كال ۱۹۹۳ ميلادي كې په كابل كې ثبت شوې ده.
د راپور پر بنسټ نوموړي په همدې كال د كابل په لوېديځ افشارو سيمه كې ملكي هزارګان په ډلييزه توګه ووژل.
دا د افغانستان د اسلامي دولت د دفاع وزارت په څوكۍ د مسعود تر ټاكل كېدو وروسته د هزاره ملېشو په وړاندي د هغه پياوړي عمليات په ګوتو شوي دي.
د مسعود چريكانو وروسته له هغه د افشارو په
سيمه كې د وحدت د ګوند په مركزي دفتر بريد وكړ چې هغه د وحدت د ګوند د مشر عبدالعلي مزاري او د مركزي دولت د مخا
ف مشر ګلبدين حكمتيار تر منځ په پټو خبرو اترو خبر شو.
په داسي حال كې چي د وحدت ګوند په روان حال كې له جمعيت ګوند سره يو ځاى وو، خو په همدې وخت كې مزاري او حكمتيار د يوځاى كېدو پټ پلانونه جوړول ترڅو په ګډه د جميعت ګوند په وړاندي ودرېږي.
د عبدالعلي مزاري او ګلبدين حكمتيار د پټو خبرو اترو د پيل سره سم مسعود او د اسلامي اتحاد مشر رسول سياف اسونه سره يو كړل او د ۱۹۹۳ميلادي كال د اكتوبر د ۱۱ مي نېټې د سهار په پنځو بجو يې د وحدت ګوند په مركزي دفتر چې د ټولنيزو علومو په انستيتيوت كې يې موقعيت درلود بريد وكړ، خو له بريد څخه مخكې د وحدت ګوند مشران له سيمي تښتېدلي وو.
د وحدت ګوند مركزي دفتر بېله كوم مقاومت څخه د اسلامي اتحاد او اس امي جميعت ګوند د چريكانو لاس ته ورغى.
د همدي ورځي د غرمې په يوه بجه چريكانو په سيمه كي پراخ پلټونكې عمليات پيل كړل. د ورځي په پاى كې روښانه شوه چې د وحدت ګوند په مركزي دفتر كې خلګ شكنجه شوي او په ځوانو نجونو او ښځو جنسي تېرى هم شوى وو.
د كابل د ټولنيزو علومو د انستيتيوت د مركز په لاندنيو كوټو كې د انسانانو د بدن بې شمېره غړي تر لاسه شول او كېداى شي دا غړي د مستندو واهدو په توګه ياد كړو.
عيني شاهدانو او هغه كسانو چې د عدالت موندني په پ
وژه كې ګمارل شوي وو وويل: چي په همدې ورځ د اتحاد اسلامي ګوند كسانو د هزارګانو په سيمو يرغل وكړ، ګڼ شمېر ملكي
كسان يې ووژل او د هغوى په ښځو او نجونو يې جنسي تېرى وكړ.
عيني شاهدان وايې د ا كار ځكه وشو، چې د عبدالرب رسول سياف جنګيالو د احمد شاه مسعود د قوماندانانو قومانده ونه منله او له برياليتوب وروسته يې خپل استقلاليت
اعلان كړ، په داسي حال كې چې احمد اه مسعود ټولو متحدو جنګيالو ته مخكې تر عملياتو خبر وركړى وو چې د عملياتو پر مهال دي د ملكي وګړو خيال وساتي. احمد شاه مسعود د فبروري د مياشتي په ۱۲مه ورځ هوډ وكړ چې د دې ناوړه اعمالو پر سر خاوري واړوي كه څه هم چې د سياف چريكانو پكې ونډه لرله.
خو متاسفانه چې د مسعود دې كار د خلكو له ذهنونو دا ناوړي خاطرې هم لري نكړاى شوې او سربېره پر دې د سياف د جنګالو جنايتونو دوام وموند.
پوښتنه دلته ده چي آيا احمد شاه مسعود د بشر د حقونو د سرغړونكو له ډلي شمېرل كېږي؟
په كال ۱۹۹۹ كې د كابل د شمالي د خپرپ او ترپ په جګړه كې داسي ګنګوسې خپرې شوې چې د مسعود جنګيالي نه غواړي طالب اسيران له ځان سره وساتې ځكه نه د هغوى د ساتلو ځاى لري او نه يې هم د خوراك لپاره د ډوډۍ پيسې.
د راپور ليكوال ښاغلي ډفيس وايې: ما له ۱۹۸۱زېږديز كال څخه تر۲۰۰۰ كال پوري په وار_وار له احمدشاه مسعود سره د هغه د عملياتو پر مهال د افغانستان په بېلا بېلو سيمو كې د خبريال په توګه حضور درلود او د دې كلونو په منځ كې مي هيڅ يوه داسي پېښه ونه ليده چې د مسعود جنګيالو دي ملكي كسان ځورولي وي او يا يې هم د جګړې يرغمل وژلي وي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړى استازى فرانسس ويندرل د پخواني شوروي د ځواكونو په وړاندي د نظار شورا د مشر احمدشاه مسعود او د امريكا د متحده ايالتونو د اړيكو په اړه دومره وايې چې امريكايانو يوازي يوه دقيقه هم په دې اړه له مسعود سره مرستي نه دي كړي چي ګواكي دى د بشر د حقونو په سرغړونه كې ښكېل نه دى، ځكه چې امريكايانو د جهاد پرمهال له هغو مجاهدينو م شرانو سره هم مرستي كولې چې د بشر د حقونو په سرغړونو كې ښكېل ول، آن دا چې امريكايانو هم پېژندل.
كه څه هم چې د طالبانو د حكومت پر مهال په هغو شمالي سيمو كې چې د احمدشاه مسعود تر ولكې اندي وې څه نا څه د بشر د حقونو وضعيت سم وو، خو څېړونكي د مسعود له خوا د بشر د حقونو مراعت ته هم د شك په سترګه كوري.
هغوى وايې مسعود غوښتل په خپل دې كار د لوېديځوالو او په خاصه بيا د ام يكې مرستي يو ځل بيا تر لاسه كړي، په داسي حال كې چې اوس د مرستو د راجلبولو كار ډېر ګران وو. ځكه چې مسعود ام يكايانو ته خپل اعتبار له لاسه وركړى وو.
خو پوښتنه پيدا كېږي چې د طالبانو تر ولكې لاندي سيمو كې د بشر د حقونو حالت څنګه وو؟
ځواب دا دى چې طالبانو په هغه وخت كې د افغانستان۹۰فيصده خاوره تر خپلي ولكې لاندي راوستې وه او په همدې وخت كې د بشر د حقونو د څارني ډلو ته د فعاليت اجازه نه وه وركړل شوې.
د طالبانو د ولكې لاندي سيمو كې د بشر د حقونو څ خه د سرغړونو سيستماتيكي، پراخېدونكي او تكراري پيښي ثبت شوي دي .