1سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
١ . اوبه ژوند دی
اوبه د نړۍ تاريخ ته يو خورا مهم توکې دي، ځکه له اوبو نه ژوند راوتلې دي . اټکل ٤٠٠ ميليونه کاله مخکې د لومړۍ ځل لپاره د اوبوژوند سورې ورو ورو ځمکې ته راوختل. د نړۍ ټول تمدونونه اوبو ته نږدي وده کړي او په پښو دريدلې دي . ځکه اوبه يوازې د څښلو لپاره نه بلکې د کرنې، سوداګرې، ترانسپورټ او د دفاع لپاره کاريدلي دي . اوبه زموږ د خوراک خورا ارزښمن او مهم توکې دی . د انسان وجود ٪ ٦٦ له اوبو څخه جوړ شوي دی.
يو سړي چې ٧٠ کيلو وزن ولري، اتکل ٤٢ کيلوګرامه اوبه له ځان سره ګرځوي . د ونو او بوټو زرغونې پاڼې له ٪ ٨٠ نه تر ٪ ٩٠ پوري اوبه لري . اوبه په طبعيت کې يو ډير په زړه پورې عنصر دي. ځمکه ٪ ٧١ پر اوبو پټه ده. اټکل ٪٩٧ د ځمکي اوبه ټوکې يا مالګينې اوبه دې، ٪ ٣ خوږي اوبه او له دي اوبو نه اټکل ٪ ٠،٠٣د څښلو اوبه دي. اوبه په نړۍ کي يوازنی توکی دی چې د ځمکې پر مخ د غازو، مايعو يا اوبو او د کنګل په شان شتون لري.
په نړۍ کې ١،٢ ميليارده انسانان پاکو څښلو اوبو ته هيڅ لاره نه لري. ٢،٤ ميليارده انسانان چې د نړۍ ٪ ٤٠ وګړي جوړه وي، دوی نه شي کولای خپلي استعمال شوي اوبه په سمه توګه غونډي کړي . همدا دناولو او چټلو اوبو او د کاناليزسيون نشتوالې ٪ ٨٠ ناروغيو لامل په دريمه نړي کې ګرځې.
د نړۍ روغتيايې سازمان وايې چې هر سړي په ورځ لږ تر لږه شلو ليترو پاکو اوبو ته اړه لرې، چې سړې صحې ژوند وکړي شې. د دريوو نه تر پنځه ليترو پوري د پختنګ لپاره، او نور د پاکۍ او نظافت لپاره مصرف کيږي. يوازې پر صابون د لاس مينځلو په وجه د ډيرو وژونکې ناست ناستې يا دنسه ناروغيونو کچه يو په پنځو کې راکښته کيږې.
سړي کولای شې ډير وخت به له غوړو ژوند وکړي، خو په لږو ورځو کې به له اوبو ژوند نشې کولای . بې اوبو ژوند نشته، به له اوبو ژوند پرځمکه ناشونی دی . د اوبو ځای هيڅ شی نشې نيولای او د ا نسانانو، څارويو او نباتاتو لپاره د ژوند يوازنی توکی دی . دغه ټکي د بشريت په تاريخ کې خورا مهم ځليدلې دي .. يو نه ليکلې شوې حق يا رښت دهرا نسان پر اوبو شته . د څښلو اوبو رښت هر چير ته شته، د اوبو رښت يا حق يو د ډيرو زړو حقوقو څخه دی.
څوک چې د اوبو څخه ګټه اخلې، هغه د اوبو ساتنه هم کوي.د مسيحيت نه شپږسوه کاله مخکې کې د يونانيانو او روميانو په قانون کې د اوبو څخه د وګړو استفاده ليکلې شوي وۍ . د هر انسان رښت پر اوبو له دغې وخت څخه ثابت کيږي.
ملګروملتو نو دوه زره دريم کال د اوبو نړيوال کال ونوماوه او هر کال د مارچ ٢٢مه نېټه يې د اوبو نړيواله ورځ اعلان کړه. په نړۍ کې دغه ٪ ٠،٠٣ اوبه په ډير غيرمتوازنه کچه سره ويشل شوي دي.د نړۍ وګړي ورځ په ورځ ډيريږې. د يونسکو په اټکل تر ٢٠٥٠ کال به د نړۍ وګړي تر ديرشو ميلياردو پور ورسيږي.
د ستهکولم نړيوال اوبو انستيتوت شميره له مخي ٨٤٠ مېليونه انسانان د خوراک له کمښت سره مخ دي اويا په ډاډ مندتوب سره خوراکې توکې ورته نه دي برابر شوي. د اټکل له مخه تر ٢٠٥٢ کال پوري کيدای شي چې دوه ميليارده يا تر دې ډېر خلک له دې پلوه زيانمن شې. په همدي وجه د کيميا او فزيک پوهان، انجنيران په نوي پرمخ تللې تکنالوجې کار کوي، چې د راتلونکې اوبو کړکيچونو مخه ونيسې.همدا اوس هر دريم سړې د تږې او وچکالې څخه ځوريږې . چې عامل يې لږ طبيعې ناورينونه دي .
ډير کله سياسې کړکيچونه د اوبو د کمښت سبب ګرځېدلی دی . په ټوله نړۍ کې دريمه برخه د نړۍ وګړي د اوبو له کمښت څخه زيانمن شوې دې. نړيوالې پلټنې سابته وي چې دغه د اوبو کمښت بايد نه وې. ځکه اوبه په نړۍ کې په کافې اندازه شته. يوازې سياسې کړکيچونه د اوبو مساوي ويش مخه نيسې .اټکل ٪ ٩٨ د اوبو کمښت د انسانانو په وجه رامنځته ته کېږي . يوازې دوه په سلو کې د وچکالې او طبعيې ناورينونه يې لاملونه دي.
د کميا اوفېزيک نوي پوهنې په ١٧٨١ کال کې ثابته کړه، چې د اوبو ماليکول له دوو عنصرو يعنې له دوو هايدروجن او يو اکسيجن څخه جوړه شوي دي. په لاندي اځورکې ليدل کيږي.
٢. اوبه او د نړۍ لوی مذهبونه
په اسلام کې اوبه د خدای يو سترنعمت دی، چې انسانانو ته د خداي له لورې ډالۍ شوې دې.لوی خداي ( ج ) انسانانو ته، نورو ژوندسوريو ته او نباتاتو ته اوبه خلق او ډالې کړي دي. د ځمکي پر مخ زرغون بڼونه او په کې پاکې څښلو اوبه بهير د جنت بڼونو سمبولونه دې.
نظافت په اسلام کې د ا يمان يو لوی جز دي. زموږ په ورځنې اودس، غسل، لمونځونو او عبادتونو کې، د حج په مراسمو کې، د سفا او مروه تګ او راتک، د زمزمو اوبه څښل د حج مراسمو له فرايضو او ضروري چارو څخه دي. د باران نه کېدو او وڅکالې دوعاوي او لمنځونه ياده ولي شو.اوبه دانسان روح او اروا پاکه وي .اوبه يو ګواښناک توکې هم کيداي شي، د خداي له سزاو څخه ګڼل کيږي. د لوی خدای امر نوح عليه السلام ته چې يوه بيړۍ جوړه کړې، د دغې ناول تاريخ هر چا ته څرګند دي.
د ښمن ته که ډوډۍ نشې ورکولای خو اوبه به ضرور ورکوې . د اوبو ارزښت په تږه او دښته کې جوتيږې. د طب ډاکټرانو خبره ، هر سړی مخکې له تږ ې کېدو نه بايد په ورځ د دوو نه تر دريو ليترو پوري اوبه وڅښې .
اوبه په مسيحيت او يهوديت کې زوړ دود لري . هر کريست يو واري په اوبو توفن کيږي. په بايبل کې د نيل، هويفرات ( دجله او فراد )، تيکريت سندونونومونه ياد شوی دې. بيبل وايې. نړۍ ټوله په اوبو پوښلي وه، بيا خداي اوبو او وچ سره بيل کړل، چې ورسره سمندرنونه او ځمکه خلق شول. بايبل د اوبو ناورينو، توفاننو، شندوځمکو او وچکاليو بيان ورکوي .
په هندويزم کې اوبه د ژوند اصلې منبع او يوازينې عنصردې، چې هيڅ وخت نه مري، پيژندل شوي دی. دوي فکر کوي چې د څلورو عنصرو څخه اوبه لومړنې عنصر دي.هندي مذهب اوبوته ابدي ژوند او د روح وړونکي مني. هندوان د خپلو مړو ايري په همدي وجه د ګنکاه سند ته شيندي، چې روح په دي اوږ سفر کې پاک او له ګناو څخه پاک او خلاص شې. همداسې د هند په شمال اله ابادکې هر ١٢ کاله د اوبو مذهبې جشن لمانځل کيږې .
٣ . اوبه له پامه نه غورځېدونکې بشرې رښت يا حق دی
په ٢٠٠٦ کال د مارچ ٢٢ په مکسيکوسيټې کې د اوبو څلورمه نړيواله ناستې په پاۍ کې د مکسيکو ميلمه پال ولس مشر د ١٣٠٠ رابلل شويو غړيو څخه غوښتنه وکړه او ورسره د ګوت نيوونکو لوي اکثريت په تائيد سره وويل چې دڅښلو پاکي اوبه د بشر حقوقو په لړ کې بايد وکتل شې. دغه او نور حکومتونه بايد دغه مسئله د خپل ملې امنيت يوه برخه وګرځوي، د خوارځواکۍ په مبارزه کې نن موږ ١.١ ميليارده وګړو غوښتنو ته بايد دحل لاره ومومو. چې دوی د ژوند خورا مهم بېړني توکې يعنې اوبو ته لار نه لري، عمل وکړو . دغه ناسته وظيفه لري چې مناسب ميتودونه ومومې، چې هرڅوک د څښلو اوبه ولري . دغه زيرمې د ژوند، روغتيا، پرمختګ او سوکالې لپاره نه بيلېدونکې دي.
په هم دې وجه له حکومتونو څخه وغوښتل شول او اپيل وشو چې واضع منظم ګامونه واخستل شې. چې په نړي کې پر اوبو حق يا رښت ومنل شې او د اوبو سترو کمپنې او فابرېکو څخه خلک وساتل شې.
د ملګروملتو په بشرې حقوقو شورا يا جرګه کې بايد تصويب او فيصله وشې، چې تولو ته پر اوبو رښت ثابت شې. په دې برخه کې بايد د ملګروملتو خاص رپوټونه جوړاو وکتل شې او د اوبو پر رښت څارنه وکړي تيرې بايد وڅيړل شې. پر اوبو رښت په اساسې قانون او نورو قوانينو کې بايد تصويب او اجرآ شې، چې اوبو د عامه رښت وساتل شې.
غير دولتې انجيوګانې په پروتسټونو وکولای شول چې د اوبو رښت موضوع يوه حاکمه موضوع په دغه ناسته کې وګرځوي.درې کاله وړاندي په کيوتو کې د نړې اوبو شورا ومنله چې پر اوبو يو رښت شته، مهمه دا ده چې حکومتونه اوملګروملتونه د اوبو نلکې په لاس کې واخلې.د ١٩٩٧ کال نه راپه دې خوا هر درې کاله يو نړيوال کنفرانس جوړشوې او د ورستې کنفراني ناسته په کيوتو کې جوړه شوې، چې د نړې اوبو شورا يا جرګه او ميلمه پال هيواد له خوا تنظيم او رابلل کيږې.
په خواشينۍ سره بايد وويل شې چې د ١٢٠ هيوادو وزيرانو د اوبو ارزښت ته د ورو ورو وده او پرمختګ لاره ومنله. دوی اوبو ته د خلکو ازاده لاره چې د بشريت له بنسټيزو حقوقو څخه ده ، په زغرده سره ډډه وکړه. زه هيله من يم چې د افغانستان په اساسې قانون کې د خوراک او څښاک رښت په ټولنه کې هر افغان ته اړين ومنل شې. د راتلونکې پنځم نړيوال کنفرانس درې کاله ورسته په ٢٠٠٩ کال کې د ترکيې په استانبول ښارکې راغونډېږې.
٤. د اقليم او تودوښې بدلون
زموږ خاورين ستورې ځمکه تبه لري، د هوا او چاپيريال شوک، د تودوښي، ساړه، طوفانونواو سيلونو زموږ شنه کره له ګواښ سر مخامخ کړي ده. اقليم پوهانو خبرداری ورکړي دي. چې شينکوريزه غازونه زموږ اتوميسفر په غټولو راولې، په څلويښتو کالونو کې په سمندرونو کې کبان ومري. اوبه جګيږې، جزيرې به ډوبي شې. په پايله کې هوا توده کيږې اوبه ناوړي يا چټلې کيږې. د نړي تر تولو لوي ځنګلونه او د برازيل همازون لوي ځنګل به په دښتو واوړي. د نړيوالې تودوښې په اړه يو رپوټ کې خبر داري ورکړي شوي دي، چې که د اقليم پر بدلون سترګې پټې شې د بشر لپاره به خورا سختې پايلې ولري.
د بريتانيې لومړي وزير توني بلېر دنړۍ ټولو هيوادو ته د ويښ شی يو ږغ کې بللې دي. هغه وويل. چې که هيوادونه څه ونه کړي، نو له مصيبته ډکې پايلې د نه رغيدو وړ وي. په همدې توګه ملګروملتو د تودوښې مرکز څانکه چې مقر يې په المان کې دي، پر صنعتې هيوادو غږ کړي چې د شين کوريز غاز د خپريدو، کميدو په اړه د خپلې هڅې ګړندې کړي.
له يوو خوا د ملګروملتو د رپوټ پر اساس د ١٩٩٩ کال او د ٢٠٠٤ کال تر منځه د صنعتې هيوادو د شين کوريزغاز خپريدل په سلو کې ٪ ٣ کم شوي. له بلي خوا په نړۍ کې د شين کوريز غازنو ٪ ١١ په سلو کې ډير شوي دي او د ختيزې اروپا په هغو کمونستې هيوادونو کې چې اقتصاد يې اوس بيرته سم شوي، دغه غازونه يو ځل بيا د زيادتيدو په حال کې دي. ملګرو ملتو د اقليم د بدلون څانګه پر صنعتې هيوادو ږغ کړي، چې دغې غازونو زيان او خپريدل راکم کړي.
د امريکې متحده ايالات د هوا خرابوالې ستر عامل ګنل کيږي او د نړۍ څلورمه برخې شين کوريز غازونو د خپريدلو مسوول دي. سرنيکو لاس استرن د نړيوال بانک پخوانې اقتصاد پوه له خوا جوړ شوي يو رپوټ کې ليکې. که تر ٢٠٥٠ کال له دغې نړيوال کړکېچ مخه ونه نيوله شي، نو تر ٢٠٥٠ پوري د نړۍ ډيره ستره برخه د اوسيدولو نه ووزي . هغه ګواښ کړی که چيري دغې کړګيچ ته پاملرنه ونه شې نو د نړي ډير وګړي بايد شديد عواقب ومنې. سيل او د سيندونو اوبو جګيدل به تر سل ميليونه خلک بې کوره کړي، چې په نتيجه کې د شمال قطب کنګل ويلي کيدل د ځمکې کرۀ شپږمه برخه به د اوبو کمښت سره مخامخ شې.
د څارويو ژوند د ګواښ سره مخامخ کيږي، په ډيره ناوړه حالت کې ٪ ٤٠ ژوند لاسه ورکړي. وچکالې به په ميليونو د اوبو او هوا کدول رامنځته کړي. د برتانيې لومړي وزير او د المان چانسلره اغلې انګيلا مرکل دغه رپوټ يو خورا مهم سند پيژنې، چې تر اوسه دولت ته وړاندي شوي دي. دغه دواړه مشران دغه کړکيچ ته هم ږغې شوي دي . سرنيکولا لاس استرن په خپل رپوټ کې وايې. که د اوبو په حالت او د ځمکې هوا بدلون کې مات شوو.
کيداي شې چې نړيوال اقتصاد اوټولنيز انسانې ژوند د له منځه وړلو سره مخامخ شي، چې نقصان يې د دوو نړيوالو جګړو په پرتله وي. که همدا سې وي نو د سلو نه تر يوسلوپنځوسو کلو پوري پنځه درجې تو دوښه به ډيره شې.
همداوس چې دغه کرښې ليکل کيږې د کينيا په پلازمينه نيروبې کې د ١٩٠ هيوادو څخه ٦٠٠٠ استازې، سياست پوهان او پوهان په دي هيله راټول شوي، چې د دغې ناورين اصلې متهم د امريکې متحده الات تر ټولو لوی صنعتې هيواد ٪ ٢١ شيکوريزو غازو مسوول ګڼل کيږي يو کوچينې زيګنال د غازو راکمولو ورکړي او ورسره د کيوتو تړون د ٢٠١٢ کال ورسته وغځول شي. نور هيوادونه صنعتې لکه چين، هند، روسيه، جاپان او المان دشينکوريزو غازو توليدنونکې هم دي.
د اقليم بدلون به بشريت ته ډير ژر يو لوی ګواښ رامنځته کړي. د امريکې نازا ادارې پلټنې له مخه په تيرو څو مياشتې کې په ډرامتيکه توګه په شمالې قطب کې د کنګل لويي زيرمې په ويلېدو دي .
که مسوول دولتونه، ولسونه او صنعتې کمپنۍ څه ونکړي، نړۍ د لمنځه تلو په حال کې ده. ٢٠٠٥ کال په ورستيو سلو کالو کې يو تر ټولو تود کال و . دغه د طبيعت شوک څارويو ته هم متوجې دي. واوري به يوازي د جګو غرونو پر سرونو اوري .
څه بايد وشې ؟
موږ مجبور يو خپل دژوند ډول بدل کړو. په لومړي قدم کې بايد په ټوله نړۍ کې د کاربونډايوکسايډ کمښت رامنځته شې. د سکرو، تېلو او کمياوې فابريکې بايد ودرول شې، د موټرو چلول بايد کم شې، د ځنګلونو وهل بايد ودرول شې، د لمراو باد له انرژي څخه باېد کار واخستل شې او داسې نور.
په دغه انځور کې د نړيوالې تودوښې او د اقليم وړاندوينه شوې .
۵ . د اوبو جګړې
اوبه به په يوويشتمه پيړې کې داسې وي لکه تيل په شلمه پيړې کې، راتلونکې جګړي به پر خاورې تيلو او خوږو اوبو پيل کيږي .په ١٩٩٧ کال کې امرکايې پوهانو د اورجين په پوهنتون - Orengen Universität die Transbonu dary Fres Water Disput Date Base کې يوه ډيره عجيبه اوحيرانوونکې جنجالې څېړنه تر سره کړه او ثابته يې کړه، چې ٤٥٠٠ کاله مخکې لومړنې اوبو جګړه په ميزو پوتانيه يا دجله او فراد پر سېندونو د نني عراقې سيمو کې تر سره شوي ده.
په ټوله نړۍ کې ٢٦١ سيندونه بهيږي، چې هر يو يې له ډيرو هيوادو او پولو څخه تېريږي. اوسنۍ جګړې په تورو زرو يعنې تيلو دي. د يوويشتمې پيړې جګړ به پر شنو زرو يعنې پر اوبو وي. څوک چې د نيل اوبو سره لوبې کوي هغه موږ ته د جګړې اعلان کړي دي. دغه خبره شل کاله وړاندي د مصر ولس مشر انورالسادات کړي ده. ځکه د مصر ژوند او اوبوول ٪ ٩٠ پر نيل سيند ولاړي دي. نيل د نړي ترټولو لوي او اوږد سيند دی ، چې له پيل نه ترسمندره پورې ٦.٦٧٧ کيلومتر اوږد دی.
په منځنې ختيزکې د اوبو بم په ټک ټک دی . همدا اوس ٤٠٠ مليونه خلک په هيوادو کې د اوبو له کمښت سره مخامخ دي. دوی مجبور دي چې په خپلو کې سيندونه او سمندرنونه وويشي. د پوځې کړکيچونو مخ څوک نشې ډب کولې.
ترکيه چې پر اويفغات يا فراد سند د اوبو زرمه او بريښناکوټ جوړ کړو، سوريه نارامه شوه. کله چې سوريه په ١٩٧٥ کال کې د تبقه اوبو بند جوړ کړ، عراق د جګړي ګواښ وکړو. ځکه د خپل هيواد اوبوول يې په ګواښ کې وليده. سادات د دهغې پروژي بمبارولو ګواښ هم وکړو. که ايتوپيا يا سودان يې پر نيل د اوبو جوړ ولو نيت وکړي. په ترکيه، سوريه ، ايران او عراق کې د اوبو سوړ جنګ د څولسيزو نه راپه ديخوا راون دي. په دغو سيمو کې د اوبو کمښت د ورځې توده موضوع وي. ځکه دلته ځنځيري لاملونه شته، لکه د وګړو ډيررښت، د ژوند جګه کچه ، موډرنيزم، د صنعت او اوبو جګې کچه مصرف په همدي اوبو کمښت او لږوالې کې.
د ١٩٨٣ کال نه تر ١٩٩٠ کال په ترکيه کې د اتاترک اوبو بند چې يو د نړۍ له لويو بندونو څخه دي، جوړ کړ. د اوبو کړکيچ ته يې نوي جدي حالت وروبخښه . ترکيه هر وخت کولای شې پر عراق او سوريه د اوبو نال تاو يا بند کړي. چې کله دا کار وشې بيا نو پوځې کړکيچ شونی دی.
ترکيه د اوبو ٢٢ زيرمتونونه يا بندونه او ١٨ بريښنايې توليد فابريکې جوړي کړي. د ترکيه پر اقتصاد يې ډيره لويه وده او مثبته اغېزه وکړ ده. په ميليونو ترکانو کار وموند او د سړې په سر کالنې عايد يې لوړ شو او ورسره ١،٦ ميليونه حکتار ځمکه خړوبه شوه. له يوي خوا د خلکو نوي کرنيزه حالت ډير ښه شو، له بله خوا صادرات ګاونډيو هيوادو ته په سلو کې پنځه ډير شول.
د ترکيې ټولو پروژو جوړيدو په صورت کې بريښنايې توليدي ځواک يې ٪٧٠ ته رسيږي، چې د ترکانو له لويي موخې څخه ٢٧ ميلياردو کيلو واټ په ساعت کې جګيږي، چې د ترکيې له اړتيا څخه ډيره بريښنا ده او کولای شې چې پر عربې ګاوندي هيوادو يې وپلوري. ترکيه کولای شې اوس له دغې استراتيژيکې موقيعت او حالت څخه په جګړه کې له دغې اقتصادې وسلې څخه کار واخلې. ترکيه د خليج په جګړه کې دغه موضوع مطرح کړه، غوښتل يې عراق پر ګونډو کړي.
ايران او سوريه د درو نه پر دوو برخو د اويفراد پر اوبو له ترکيه سر دعوا لري . ترکيه يې طبيعې ده چې مخالفه ده. په همدې ترتيب په دغه سيمه کې د يوويشتمې پيړي په لړ کې د پوځې کړکيچونو لوی پوتانسيال شته. او او به د ځواک لوی فکتور دي .
د افغانستان د ژوند درې واړه رګونه د امو، هلمند او د کابل سيندو چې د افغان له خاوري څخه بهر ته بهيږي واکمن دواک په لاسته راوړلو يا ساتلو اخته دي. د اوبو خپلواکې مو نشته، څوک يې نه وينې چې دا اوبو چيري ځې؟.
غرونه ډيروخت په طبيعت کې د اوبو برجونه نومول شوې دي . افغانستان له نيمايې نه ډير غرونه لري، اوبه او زيرمو ته يې حکومتونو له اقتصادي او سياسې پلوه پام نه دي کړې. اوبه روانې دي . په هيواد کې د اوبو او وچکالې ناورين خپل ټغر خپور کړي دی . خوار ولس ته دغه نه پاملرنه يو نورمال حالت بريښې. افغان دولت د نړيوال ملګري دولتونو سره په دغه بېړ نۍ اړتيا کې پاملرنه او مرستې راټولولې شې. د هيواد د بيا روغونې په لړ کې د لوی لوی د بريښنايې فابريکې او د اوبو زيرمې او بندونو پلانونه طرحه کړي .او حکومت بايد سمندر ته لاره خلاصه کړي. چې خلک په سوداګري کې بوخت شې او خلکو اقتصاد وده وکړي.
سوريې په کال ١٩٩١ يو واريې د اتاترک اوبو بند باندي بمبارې وکړه. د ترکيې هوايې مدافعې يو غُنډ د ځمکې نه هوا ته توغنديو سره د اتاترک اوبو زيرمې ساتنه کوي
٦. افغانستان ته اوبه
افغانستان له ډيره مودې راهيسي د زبرځواکو د جګړو ډګر ګرځيدلې دي. دوی غواړي دغه جيو سياسې او جيو استرتيږيکې هيواد د خپل کنټرول لاندي راولې. له دې لاري دوی مرکزې اسيا کنټرول کړي.له همدې امله د نړۍ ډير خوار او ورسته پاتې هيواد په نوم ياديږې.نړيواله ټولنه په سر کې هغه هيوادونه چې په افغانستان کې سياسې او اقتصادي موخې لري په کارده چې په دغه اوبو کښت او ناورين کې له افغانانو سره مرسته وکړي.
له اوبو پرته انسانانو ته روغتيا او سوکالې، افغانستان ته واده او پرمختګ د سبا سوليز ژوند ناشونې دی. په افغانستان کې اوبه د کوکنارو کمښت او زيانېدونکې کر مخنيوي کې غوره اغېزه ولرې.پرختيايې پروژو جوړول له اوبو پرته ناشونې دي. د بزګرانو په بد او په ټيته کچه ژوند باندي اوبو لويه اغيزه اچولای شي.هر کال په نړۍ کې په ميليونو خلک د اوبو په وجه مري، يوازې څلور ميليونه ماشومان مري، ځکه دوی داوبو پاکو څښلو ته هيڅ لاره نه لر ي .
په افغانستان کې د څو لسيزونه راپه دې خوا د اوبو، وچکالۍ، لوږي او خوارځواکېو څونامې روانه ده. په افغانستان کې د پاکو اوبو کمښت د ٪٩٠ څخه ډير دي. په تيره بيا له ټولونه بېوزلې کليوالې خلک، ناروغان او کوچنيان په ستره غميزه کې اخته دي. دوی هيڅ د څښلو پاکو اوبو ته لار نه لري.
په تېره ديرش کلنه جګړه او غميزو کې د خړوبولو ( اوبه ولو ) ټول سيستمونه، ويالې، کاريزونه، کوهې او کانالونه له منځه تللې دي اويا د روسیې، امريکايې او ګاونډيانو شيميايې وسلو او بمونواستعمال له لاسه ټول زهرجن او راډيواکتيفې شعاو باندي ککړ شوي دي.د ډنډنو اوبه چې اوس موجودي د چاپيريال ناسم چلند چټلې کړي او يا په شيميايې زهرو ککړې دې.
چې دغې حالت زموږ بې ګناه، بې وزلې افغانان په ډير خطرناکو ناروغيو اخته کړي او کوي.هر پنځم ماشوم د پنځه کلنې نه مخکې مري.Word Wide Fund fur Natur WWF ګواښنه کوي د سمندرونو، سيندونو او ځمکې لاندي اوبه له ککړتوب له امله په خوارو هيوادو کې خلکو د بوتلو اوبو ته مخه کړې . د دغې ټولنې د پلټنې له مخې د بوتلو اوبه ډير خرابې او ناوړه کيفت او کواليټې لري. چې دغه د اوبو بوتل د سيندونو له څټلو اوبو څخه ډک کيږې، چې دغه اوبه د کرني کمياوي سرو توکيو باندي ککړي دي. په فابريکو او کورنو کې استعمال شوي دي. خلک پوهوي چې د کوهې يا نل اوبه بايد وڅښل شې. او په کرنيزو مځکو کې بايد سمه او کمه کيمايې سره استعمال شي.
د افغانستان جګړو څخه ورسته د بيا رغونې د لويو پروژو څخه به د اوبو سيستم او کاناليزاسيون پروژه وي. په افغانستان کې د سلو کالو څخه ډير زوړ سيستم باندي کروندګرو خپل پټې اوبه کړي.
د واورو له ولې کيدو څخه ورسته سيندونه په کافې اندازه اوبه نه لري، چې د خلکو ژوند تامين شې. کوهې په فنې ډول ژور نه دي ايستل شوي، د څښلو او ا ستعمال شويو اوبه سره يو ځاي کېږي. په تيره بيا ډير وخت واړه ماشومان په سختو نس ناستې، کولرا، موريقه، ملاريا ، پوليو، ژيړي او په نورو ناپيژندل شويو ناروغيو اخته کيږې. افغانستان په نړۍ کې تر ټولو هيوادو څخه جګه د ماشومانو مړينې احصائيه وړاندي کوي.
په افغانستان کې هر څلورم ماشوم مخکې له دې چې پنځه کلن شې مرې. د خوار ځواکې ناروغۍ هغه دي چې له نا پاکو اوبو څخه رامنځته کيږې. د څښلو پاکې اوبه ښه روغتيا، د کار ځواک کچه جګه وي، کورنې خپلو پټيو، باغونو ته ښه اوبه ورکوي. تر ټولو مهم اړخ د ماشومانو مړينه په سيمه کې راښکته کوي.
د جګړو پر مهال په زرګونو ښځې ماشومان بې له غوړو، اوبو، روغتيايې بېړنېوو مرستو، د موسوم سره ناسم کاليو اوغستلو سره په دښتو، غرونو، دره و کې د خداې په هيله روان وه او دي. ډيرو ميندو او ښځو به په لارو کې ماشومان زيږولې وي او مړه شوې به وي. ناروغو کمزور بوډاګانو به په ګېده وږي ماشومان له يو ځايه بل ځای ته بېولي وي . ژوندي پاتې شويو به د کډوالو په پنډغاليو کې د پلاستکې نمجنې خيمو لاندي پر خاورو ژوند کړی وي او کوي.
په دغه حالت کې د مرستنديو سازمانو په شميره اټکل وه نيم مليونه ماشومان او ښځې ژوند کوي.همدا وجه ده چې د ماشومانو مړينه په اسيا کې تر ټولو جګه د ١٠٠٠ نه ٢٥٠ ژوندي پاتې کيږي. د بيلګې په توګه له ا نګلستان څخه سل واري په جګه کچه .
جګړو افغان برېښنايې سکتور سخت وران کړی دی ، زېربنا يې په ډيره ناوړه حالت کې ده، برېښنا هروخت نه وي. د بريښنا فابريکې او بندونه زاړه دي. د بريښنا لېږد ولو سيمونه وراسته اوله منځه تللې دي. د ساتنې سيستم او خلک د بريښنايې ګواښ د خورا ډير کمښتونو سره مخامخ دي. همدا حالت ولس ته د ژوند يو لوي ګواښ جوړ کړي دي. د برېښنا ويش يا توزيع کولو کې اوس لويه درغلې روانه ده.
د افغانستان خلک شپږ په سلو کې بريښنا ته لار لري. هر افغان په متوسط ډول په کال کې ٢١ کيلوواټ په ساعت کې د بريښنا مصرف لري، چې په نړي کې ورستې کچه ده .په دغه حالت پوهيدل او نسبې حل لپاره د اوبو اوبريښنا فنې، مسلکې او اهلې کار وزير پو هيږي.د ټول هيواد برېښنايې ځواک د ٪ ٥٠ څخه ډير د کابل د دوه نيمو نه تر درې نيمو ميليونو درنو ښاريانو ته مصرف کيږې. ولايات او کليوالي خلک له بريښنا څخه محرم دي.
د ماهي پر او سروبي برېښنايې فابريکې او د اوبوزيرمې بندونه ٣٥ کاله مخکې المانې کمپنېو جوړی کړي، چې ټول ٨٨ ميګاواټه بريښنا تولېده وي . اټکل نيمايي يا ٪ ٤٧ بريښنايې انرژي رسول په همدوغو فابريکو باندي دي. دغه دواړه فابريکې اوس معضې فعاله دي او ډيري پرزې يې زړې دي. افغان دولت بايد پر نړيواله ټولنه فشار راوړي، تر څو دغه ملې ناورين او ستونزه تر يوې کچې پوري هواره شې.
د ٢٠٠٤ کال نه را په دې خوا نړيوال پرمختيايې بانک افغانستان سره د دغو دوو فابريکو بياودانولو په برخه کې کارکوي. د برېښنا ويشل د لومړي توبو پر پرنسيب روغتونو، پوهنتونو، ښوونځيو، اداري دفترونواو توليدي فابريکو فعاله ول دې. بيا د کابل ښار درانه ښاريان او د هيواد ټول ګران ښاريان اوکلوال وګړي په برابر ه توګه برخه ورکړل شې .
ټولو ته د څښلو پاکې اوبه او بريښنا په هيله !