رشــادپـوهنه ( ۲) په هندکي دعلامه رشاد د پښو پل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10482
پروفيسر خالق رشيد - کاناډا
دخبریدو نیټه : 2006-12-01

ګرانودوستانو!
زه په رشادپوهنه باندې كاركوم ، په دغه ترڅ كې  يوشميرنظريات نورهم شته چې اوس له ماسره نه وو، په دې چې هغه لاهم په هند كي له ماپاتې دي .په راتلونكي به كه دخداى رضا وه هغه به هم په دغه ليكنه ورزيات كړم .خواوس استاد ته دارادت په خاطر دغه  نيمګړي برخه ستاسوپه واك كې دركوم .پروفيسر خالق رشيد - کاناډا

رشاد پوهـنه دوهمه برخه : لومړی مخ ( له ښکلا مجلې څخه )
 په هند كي دعلامه رشاد دپښوپل  ( يادونه او وياړونه )  

هندوستان داسې هيواد نه دى چې په يوورځ، يوه مياشت، يوه كال او ان يوه لسيزه كې دې په دغه هيوادكې سړى بلد او وګرځيداى شي، دا خولاڅه كوې چې دغه تاريخي او اساطيري هيواد كې چې اوږدوالى يې له شماله ترجنوبه پورې ياپه خپله دهنديانو په وينا له كشميره تركنياكوماري پورې تر درو زرو كيلومترو وراوړي ، ديوه جالب او دحيرانتياوړ ژوند او ژواك سيمه ده. كلونه كلونه په كاردي چې يوڅوك په دغه هيواد كې بايد وګرزي،څو له هغه وروسته وكولاى شي دخپل منزل مقصود په لورلاره وروباسي. ما څه كم نهه كاله په دغه هيواد كې تېر كړل او دانژدې هغومره موده وه لكه چې علامه رشاد په دغه هيواد كې تيره كړه وه ، دهندوستان په اړه خو هرچايوڅه نا څه ليكلي وو او دا يې ښودلې وه چې ګواكې دوى هم هندوستان ليدلى واو بس ،ځكه كوم څه چې دوى ددغه هيواداويادوى هلته دپښتنواوپښتوژبې  په باره كې كښلي هغه په هيڅ ډول ددې څرګندوى نه دي چې سړى ووايې دوى په رښتيا هم په هند كې دپښتنوپه باب يوڅه كښلي اويايې په رښتيا هم هندوستان ليدلى دى. همداوجه ده چې هرڅه يې ليكلي زياتره يې دحافظ غونډاري دي چې كه سم كره شي بيا يې په رښتيا اودرواغو باندې سړى د افسوس پرپوله هم ژړلاى شي اوهم خندلاى ...

راجپور پوهنتون

په دې چې هندوستان په رسمې دريشي كې څوك نه شي ليداى ، ددغه هيواد سمه ننداره د ملنګې او پوهې په جامه كې كيداى شي او بس . دهندوستان په هره برخه كې اوس هم په لكونو پښتانه اوسيږې ، او دا خبره هسې په الفاظوكې ځوړنده خبره هم نه ده. له سرهند اوګجراته  بياتراسام او بنګاله پورې په  هره سيمه او هره ولسوالۍ كې پښتانه ژوند كوي . له دوى سره دخپل تيرمهال تيروياړونه اونورهرڅه تراوسه پورې په زياترو برخوكي خوندي پاتې دي. په هند كې دپښتنو دكلتور او فرهنګ خورا مهمه زيرمه دتاريخ په اوږدوكې راايجاد شوې ، دلته يې وده كړې او په زياترو وختوكې له همدغه هيواده نورو خواوو ان پښتونخوا اوافغانستان ته را خوره شوې ده. كه مبالغه ونه كړم په هند كې اوس هم دهرپښتنې قام او قبيلې په باب ددغه هيواد په بيلابيلو برخوكې هم معلومات او هم په خپله دبيلابيلو قبيلو شته والى يوه دپاملرنې وړخبره ده په دې مانا كومې قبيلې چې دتاريخ په اوږ دوكې دغې سيمې ته راغلې دوى هغوى ووچې دلته رارسيدلې نوبيايې دخپل شته والي او خپل تاريخ دساتلو په خاطر په داسې فرهنګي او علمې كارونو باندې لاس پورې كړى چې په هغوسره يې دهندوبار په اوږدو او لنډوكې ځانونه او خپل تيروياړونه هم پاللي اوهم يې ساتلي  دي. په دغه رمزوراز سړى ترهغه پورې نه شي پوهيداى ترڅوچې عملآپه دغو خلكو ورپيښ نه شې ، دوى ونه پوښتې اوله دوى يې وانه ورې، دهندپښتانه اوس هم په خپله پښتواو پښتنواله باندې داسې وياړي لكه خوشال خټك اودهغه دزمانې پښتانه، په مليركوټله كې موله يوې پښتنې ميرمنې سره چې ددغه ښارديوه پيژندل شوې پښتانه وكيل خور وه او په كوركې ېې تراوسه پورې دخپلوپلرونو پخواني آثاراو تورې ساتلې ليدل كيدې پوښتنه وكړه چې : نه په پښتوپوهيږې اونه هم دپښتنوسره اړيكي لرئ، نه مو افغانستان ليدلې او نه هغه دودونودرپاتې دي چې پښتانه يې لر ي ، كوم شى دئ چې ته ځان ته دهغه له مخې  پښتون وايې اوپه دغه نامه وياړې  ؟  دې موږ ته وخندل او په ډيره سړه سينه يې راته وويل : (( ميرې ليې پتان كا ايكهي نام بهي كا في هين ، مېري ليې اچهي لكتاهې كه مجهې كويې پتان بولايې ، هن ، پتان كانام پتان سې بړاهين ...اس نام سې بړا نام سب هندوستان مېن نهې هې ... ))

( دروهيلكنډ اوسنى نوميالى پښتون مشر شنوخان  او رشيد )

( دروهيلكنډ اوسنى نوميالى پښتون مشر شنوخان  او پروفيسر خالق رشيد )

دبنګال په شانتي نيكيتان كې هلته چې ټاګور وشوابهارتي پوهنتون جوړكړى او تراوسه دهند وستان له نومياليوپوهنتونوڅخه دئ ، له دغه ښاره په څه ناڅه پنځوس كيلومترۍ كې د  محمد پورپه نامه سيمه پرته ده دلته مې له يوشمېرپښتنوسره وليدل چې تراوسه (۱۹۹۷) كال پورې يې په كليوكې د ( ۱۱۹ ) كالو سپين ږيري ژوندي وو له يوه همداسې مشر سره مې چې اوس له ځايه نه شو پورته كيداى وليدل ، ده راته وويل : ((زه څوځلې ترغزنې او كندهاره پلى تللي يم ، زما ترپنځوس كلنۍ پورې زموږ په كورنۍ  كې چې ټول نيازيان وو په هندي او بنګالې ژبه خبرې شرم بلل كيدې.له بده مرغه چې كله هند وويشل شوموږ هرڅه له لاسه وركړل ، څوك پاكستان ته لاړل او څوك دلته پاتې شوو.خوزه په دې له خپله خدايه شكرګذاريم چې پتان يم ،اوتراوسه مې خپله مورنۍ ژبه پښتوله ياده نه ده ايستلې ، بنده له تيروتنو خالي نه وي خو له ماكه پاك خداى په هغه دنيا پوښتنه كوي چې په تاكى دمسلمانۍ لويه نښه څه ده زه به ورته وايم محمدي لاره اوپښتو ، زه به لاهغه سره په پښتوكې خبرې كوم .دهند دمسلمانانودريمه برخه اصلې پښتانه دي.))
په بهوپال كې اتياكلن بونيرې كاكا راته ويل چې : زه بهوپال ته په هغه زمانه كې راغلم چې دلته دبهوپال نوابې بيګمانو اداره كوله، هرې بيګمې ان د نواب حميد الله خان موراوپه خپله ده به هركال پښتونخوا ته زموږ مشران ليږل اوله هغه ځايه به  پښتانه مشران دلته راتلل، كوم پښتانه چې په بهوپال كې وو هغوګردوخپل اړيكي له خپل اصلې وطن سره پرې نه كړل، ټولو به په پښتونخواكې د خپلو قبيلو له نجونوسره ودونه كول ، همداده چې تراوسه پورې په بهوپال كې په كورنيوكې په پښتوخبرې كيږي او لا يې لكه د روهيلكند دپښتنو په شان پښتوله لاسه نه ده وركړې.
 دهند نامتو ليكوال او ژورنالست خوشوانت سينګه به هروخت دخپلو ليدنو كتنو په ترڅ كې دا خبره راته كوله ان چې په دې نژدې وختوكې يې په يوه هندي ورځپاڼه كې هم ليكې ده :  (( آريانا او افغانستان ديوه ملت او افغانانو دهيواداصلې او لرغونى نوم دى،  ددوى  په  تاريخ كې دا يوه خبره په تمامه مانا څرګنده ده چې دوى تل يوازې په هغه مهال كې سره يوموټى كيږي چې كو م باندنى ځواك په احمقانه توګه وغواړي ددوى واك چارې په خپل لاس كې ونيسي ، په دغه حال كې دوى هرڅه يوې خواته پريږدي اوټول په يوه خوله او يوه خبره ديوه دښمن په وړاندې دجګړې او مقاومت ډګرته راوځي. دوى هغه خلك دي چې دزړه له كومې دخپل ملت دآزادۍ په وخت كې دخپلې ځاني شتمنۍ پروا نه ساتې او يوازې يوڅه غواړي اوديوه څه له پاره هلې ځلې كوې چې هغه آزادي او خپلواكي ده اوبس . انګريزانو او سكانوته په نولسمه پيړۍ كې  ددغو خلكو دغه درسونه تراوسه پورې ورپه ياد دي ، روسانوته  هم تريوه ليسزه زياته موده كې  دغه درسونه په خوراسمه توګه وروښوول شول. ))
[ تريبيون ترست ورځپاڼه د ۲۰۰۴ كال ددسامبر لسمه ] 
علامه رشاد په هغه مهال چې زه هند ته داستاد په توګه وټاكل شوم ډيرخوشاله و، د۱۳۷۳ كال  دسنبلې په (۲۷) زه دده كورته ورغلم اوخداى پامانې مې ورسره كاوه ، يوولس بجې وې ، زما ډيره بيړه وه خوده زما دبيړې پرواونه ساتله اوراته په خندا شو: ((  تلى نه شې،  په تيراختركې هم غيرحاضروې ، غرمه به دلته تيروې اوبيابه ځې بياچې سره ګورو ياالله يانصيب )) . موږ په هغه ورځ خوراډيرې خبرې سره وكړې ، زما په زړه كې داوه چې ښايې استاد به راته ووايې چې داكاربه هلته وكړې اوياهغه خوده داخبره ګردسره راته ونه كړه ، دده ټول تاكيد په دې و چې: ته هلته ولاړشې ، بيا په هرڅه خپله پوهيږې ، خو، دايې راته ووې چې هندي اواردو ژبو ته دې پام وي  چې په هغوكې خوراډيرې خبرې شته چې زموږ له پاره نوې دي، بله خبره چې داستاد تاكيد ورباندې و ، هغه داوه چې:  ته په هند كې آرام مه كينه ، بايد چې هرې خواته ولاړشې ، هلته پښتانه دومره دي چې پسې وبه نه رسيږې ، خداې دې درسره وكړي چي هلته ديوې اوږدې مودې له پاره پاتې شې درس وركړې اودرس ووايې... 
 ددغې مقدمې څخه مې مطلب دادى چې استاد رشاد زه همداسې پري نه ښودم ، په هروخت كي يې زما دكارونو څارنه كوله، اوپه هروخت كې مې له ده څخه دهندپوهنې اوپه هند كې دپښتنوداندوژوند په باره كې مشورې ترلاسه كولې ، ده به زما لارښونه كوله، كله چې ما دارزاني روښانې مزارپه پڼنه كې وموند، زه خورا هيجانې شوى وم ، كوم معلومات چې ما په دغه باره دمقدماتې سروې په توګه ده ته ورواستول، زيات پرې باوري نه و، كله چې دويم ځل زه پټنې ته  ولاړم، اوله نژدې مې ټول معلومات رابشبړكړل، بيايې راته وكښل چې داهمدغه ارزانې دى چې له موږ ورك و اوپه دې پوهيدو اوحالنامې هم داخبره راوړې چې هند ته ولاړ، ((دارزاني په اړه زموږ څيړني تر (۱۰۱۰ هجري ) پورې وي په دغه څه چې اوس تارامنځ ته كړل زموږ علم نه و. ))  ماناداچې ارزاني په (۱۰۲۸ هجري) كې په پټنه كې په حق رسيدلى دى .
يوه بله مهمه خبره چې مااوزما ميرمنې ته علامه رشاد هند ته زما دراتګ په وخت وكړه ، هغه يوه ځانګړې سپارښتنه وه چې : دهند دملي آرشيف په باره كې ويل كيږي چې دانګريزانو ددورې  يوشميراسناد دوى اوس راايستلې هغوته ستا  اوډيره د رحيمې پاملرنه ضروري ده چې بايد وكتل شي. 
دايوه ډيره جالبه كيسه شوه ، رښتياهم موږ دهند ملې آرشيف ته زما چې په هند كې درى كاله پوره شول ورغلو ، هلته زما دفارسې ژبې زده كوونكو هم كاركاوه ، ډيردوستان مې نورهم هلته پيداكړل ، په ريسرچ څانګه كې يوډيرخواخوږى  بنګالې زما دوست شو، يوه روځ مې له هغه سره چاى څيښ ، په خبروكې يې داراته وويل چې دلته دافغانستان په اړه له موږ سره خورازيات اسناد شته چې څوك لوستونكي نه لري په دغواسنادوباندې ډيروخت تيرشوې اوكه همداسې نالوستې پاتې شي ددې وخت پوره دې ديوشميرمقرراتوله مخې ددې مانا داده چې دا ډيرمهم نه دي موږ دا له دغوالماريوښايې لرې كړواوله منځه يې يوسو.ځكه كوم اسناد چې دكاراواړتياوړ نه وې ماناداچې په كارنه دي اولوستونكي نه لري ، خوزه پوهيږم چې په افغانستان كې بده ورځ ده يوه ورځ به دغو اسنادوته اړتياپيداكيږي . دغه خبر زه په رښتياهم سره ولړزلم ، له نوموړي اشنا(مكرجي صاحب )  مې پوښته وكړه چې داډول اسناد به څومره وي ، ده راته وويل چې د لسوپنځلسوزرز په شاوخوا ، ده داهم راته وويل چې كه دغه اسناد يوكس يوځل هم وګوري اوويې لولي دا موږ تريوې پيړۍ پورې له منځه نه شووړاى ، ماپه دغو اسنادو باندې كارپيل كړ دوه كاله او اووه مياشتې ما دغه اسناد دخپلې ميرمنې په ملتيا ولوستل . اودغه مهمه زيرمه مو تريوه وخته پورې په داسې تودو ورځوكې چې له كوره به وتل ناشوني وو. خوندي وساتله. 

 ( دهند نوميالى پښتون سياست پوه عارف محمدخان  او رشيد )

( دهند نوميالى پښتون سياست پوه عارف محمدخان  او پروفيسر خالق رشيد )

دهند په ملې ارشيف كې داسې نوراسناد هم شته ،  چې دله منځه تلو په حال كې دي مانا دا چې دومره زاړه شوې چې په لاسو كې ټكيزي. له بده مرغه چې له  ادميك څخه ترموږ پورې يوه تاريخ پوه اوتاريخ ليكونكي هم دغه ارشيف ته ديوې اوږدې مودې له پاره لاره وركږه نه كړه اوله دغه اسنادو څخه يي نه كاروا خيست اونه يې لكه استاد رشاد غوندې چا ته سپارښتنه وكړه. يوازي استادميرحسين شاه ، او ډاكترصاحب كاكړ چې دلته يې دلنډې مودې له پاره ګذرورشوىخوبيايې هم  ترلسوزيات اسناد سرترپايه نه وولوستلي ، علې جان ارغنداوي چې مافكركاوه په دغه باره كې به يې يوڅه كړې وې له دريوڅلورو زيات اسناد يې نه وو لوستې ،ډاكټرصاحب ضامن مومند هم په خپل وار دلته څيړنې كړې دي .خودوى ټولودهغې مودې په انډول چې دوى په هند كې تيره كړې وه لږ څه ترسره كړي وو. په هرصورت ددوى هغه لږ كارهم چې دلته ورغلې دقدروړ و.
مطلب مې دادى چې داداستاد رشاد دلارښونو بركت و چې موږيې دې ته متوجه كړو چې هغه افغاني زيرمه ديوې اوږدي مودې له پاره له خطره اووركې وژغورو. په دغه برخه كې ما يوځل استاد ته دا خبروركړ چې دلته داسې اسناد شته چې كه چيرې دافغانستان دنوي نسل لاس ته ورشي ،نوپه دې كې شك نشته چې ديوشميرپه اصطلاح مورخينو آثار چې په افغانستان باندې يې په نولسمه اوشلمه پيړۍ كې له دغو سرچينوپرته ليكلي دخنداوړ شې، ده په خورا ډاډ اووياړ سره داراته كښلي وو (( زموږ هدف دادى چې داخلك پوه شې چې مورخ څوك دى اوچا تاريخ په جعل نه دى اړولى، داشه خبره ده چې دغه حقايق راغونډ كړئ )) .
په هند كې  داستاد رشاد نوم تراوسه پورې ديوزيات شمير پوهانو اواديبانوپه خاطرو كې ژوندى اوتلپاتې دى ، په دغوكسانوداسې نوميالي څيرې هم شته  چې دعلم اوپوهې په برخه كې يې نومونه په گرده نيمه وچه كې په علمي اوفرهنګي لحاظ تلپاتې او دپاملرنې وړ دي ، زما په نظر په دغه اړوند ديوې پراخې څيړنې له پاره اړتيا شته چې په ډيرغور سره بايدكارپرې وشي ځكه چې ما په دغه ترڅ كې تراوسه يوازې هغه پوهان اوفرهنګيان ليدلي چې هغوى لاهم په هندكې په علمي اواكاډيميكومركزونوكي په څيړنو بوخت دي ، خو تردوى دمخه چې كوم پوهان وو له هغوى سره د استاد رشاد علمي اړيكي لاهمداسې پاتې دي چې كيداى شي هغه په هند اوياهم داستاد رشاد له آثارو څخه راو ايستل شي . داردو ژبې له نامتو ليكوالو لكه علامه عرشي (درامپور رضاكتابتون مهم ركن اوپه اردو ژبه كې د زياتو آثار خاوند )  ، علامه محمود شيراني(هغه عالم چې دلومړي ځل له پاره يې دفردوسي په شهنامه كې دمحمود غندنه ساختګي او په لوى لاس وراچول شوې برخه وبلله اوتراوسه يې هم دغه نظريه په ايران اوتوران كې لا قايمه پاتې ده )  ، داردو ژبې نوميالي شاعر جوش مليح آبادي (هغه نوميالى شاعراو نواب چې ټول مليح آباد دده دپلار اونيكه جاګيرواوتراوسه يې هم پرې كورنۍ اوقام پراته دي اوله نهروسره خورا نژدي و ، وايي چې نهروكله دى دلومړي ځل له پاره وليد حق حيران پاتې شو ، دى چې ډيرظريف اوخوله ورپښتون و ، ورته ويې ويل چې څنګه داسې  په حيرانۍ راته ګورې ؟  نهرو له ډيرځنډه وروسته ورته وويل :  مافكركاوه چې زه به دهندوستان ترټولو ښكلى اوسمارت ځوان يم  ، خواوس مې چې ته وليدې زه فكركوم چې زه په خپل دغه اټكل كې تيروتى وم ...)  اونورو نومياليوپښتنواردو ژبوليكوالو اوشاعرانو  سره د استاد ليدنې كتنې شوې چې له ماسره يې ډيرڅرګند اسناد دم ګړي نه وودابايد راټول شي. په هند كې مادعلامه رشاد داسې دوستان هم وليدل چې اوس ېې نوم ترې هيرشوى وخوخاطرې يې لا هم ورسره ژوندۍ وې مابه چې كله له دوى سره داستاد په باب خبرې كولې دو ى ته به ورپه يادشواوبيا به يې وويل هو، همدغه رشاد ، ماليدلى اويامې خبرې ورسره كړې دي.
هو، دهند په گوټ گوټ كې تراوسه پورې دعلامه رشاد يادونه اودده علمي بحثونه دډيرو پوهانواوعالمانوپه يادو اوخاطروكې تلپاتې دي، د(۲۰۰۳ ) كال دمارچ په مياشت كې په ګجرات كې دحضرت پيرمحمد شاه ( رح ) درګاه دكتابخانې له خوا يو ملې درى ورځني سيمينارجوړ شوى و ، دغه سيمينار ته يې زه هم ورغوښتى وم ، دازما څلورم ځل و چې داحمدآباد په ښاركې مې په سيمينارو كې برخه اخيسته . زما دوستان هلته له ماسره دومره صميمي شوي وو، چې دوې به تل ماته ويل ته خوزموږ خپل سړى يې اوپه خارجيانوكې يې نه ګڼلم  ،همداوه چې دهند داسې برخه نه وه چې هلته به زما رابطه له پوهانو او عالمانوسره نه وه ، په دغه سيميناركې مې د ناگپور يوپوه دوست او عالم پروفيسور عبدالرحيم صاجب سره هم  دويمه كتنه وشوه ، زما په ليدوخورا خوشاله شو، ددواړو داوسيدو كوټې هم په كتابتون كې دننه جومات ته مخامخ وې ، پنځه وخته مولمونځ هم په جمع و، يوه ورځ مو دمازديگرلمونځ وكړ. د درګاه په جومات كې مو خبرې سره كولې زموږ ميلمه پال اوزما ډيرنژدې دوست پروفيسور محى الدين بمبې والا صاحپ چاى  راووړ سره ناست وو، چې استاد عبدالرحيم صاحب له دكن اوحيدر آباده راته غږيده اوهلته يي داسلامۍ ثقافت په باب معلومات راكول، ماترې د نامتوپوه ابوالوفاصاحب كندهاري اوددكن دنظاميه مدرسې پوښتنه وكړه ، ده واردې واره راته وويل چې ابوالوفاافغانۍ خوزما استادو. زه چې كله زلمې وم نود سختواو ستونزمنو مسايلودحل له پاره به ده ته نظاميې ته په كال څوځله ورتلم، ماورته وخندل اوورته ومې ويل چې استاده گوره بياهم پټانان ...
عبدالرحيم صاحب يوڅه دپښوناروغي درلوده ، خپله پښه ېې وغزوله اوراته وويې ويل ((  په هند كې دابوالوفاافغاني په شان عالمان خورا لږ تيرشوي دي ده په خپل وخت كې خورا زيات شاگردان وروزل اوزيات علمې خدمتونه ېې ترسره كړي دي ، نظاميه مدرسه ده په اسلامي نړۍ كې دومره زياته مشهوره كړه ، زه  چې ځوان وم يوكال دكن (حيدرآباد ) ته له خپل يوه دوست سره ولاړم دده ليدوته ورغلم ، په ميلمستون كې ناست و، ډيرزيات ميلمانه وركره ناست وو ، داټول افغانان وو، ځكه چې ده له دوى سره په پښتوخبرې كولې، موږ چې ورغلو، دى په دغه ورځ ډيرخوشاله و، اوموږ ته يې وويل چې داټول زما خپلوان اودوستان دي. زماسره له ناگپوره اواحمدنگره درى تنه طالب العلمان نورهم وو چې وروسته لوى لوى عالمان شول ، يويې الحمد الله تراوسه ژوندى دى ، موږ هم له دوى سره كيناستو، په موږ كې يوتن چې اوس يې نوم رانه هيردى په پښتوپوهيده ځكه چې دهغه كورنۍ په احمدنګركۍ اوسيده اوله صوبه سرحده راغلي وو، ابوالوفاصاحب به تل له هغه سره په پښتوخبرې كولې اوان چې بحثونه به يې هم په پښتووو. په دغه ورځ زموږ په ورتګ هم خورا خوښ شو، ځكه چې ده ته دوه كسه له كندهاره راغلي وو، يويې دعمرپه لحاظ په پاخه عمرو، اوبل ځوان زموږ همزولې ښكاريده، دى هغه ته ډيرخوشاله و، هغوى په دغه شيبه كې دباندې وتلي وو. خوافغاني صاحب راته وويل چې يوپه كې داسې طالب العلم دى چې په اسلامې علومو اوان په عربې اواردو او فارسې ژبوكې خورا ژوره مطالعه لري . يوڅوشيبې كيناستو افغاني صاحب خپل دغه ناست ميلمانه رخصت كړل موږ ته يې افغاني چاى راووړ، ده به تل هغه چاى څيښ، بوره اوشدې به په كې نه وې، موږ لاچاى سم نه وڅښلى چې دادوه كسان راننوتل ، ابوالوفاصاحب ورته پورته شو، موږ يې هم وروپيژندلو، زه په دې كې شكمن يم چې نوم يې ستانامه ته نژدې و اوكه تخلص يې ، ځكه افغانې صاحب راوپيژند چې دغه رشادصاحب دى اوكه عبدالشكورصاحب ،
زموږ سره يې روغبړ وكړ، له روغبړه وروسته مودعبدالشكورصاحپ خبروته غوږ ونيو، زه رشتيادرته ووايم چې كله ده خبرې كولې ، هغه موضوع رانه هيره ده، خوافغاني صاحب چې عادت يې و، په ډيره سختى سړى دخبرو وار ترې اخستاى شو، داسې ورته غوږ و. چې موږ يې حيران كړي وو، نه پوهيږم چې هغه صاحب به اوس ژوندى وي كه نه، موږ په هغه ورځ گرده ورځ له افغانى صاحب اوعبدالشكورصاحب سره په نظاميه كې پاتې شو، دغرمى په محال افغانې دوى ته پسه حلال كړى و، موږ اويوزيات شمير نورپټانان چې په حيدرآبادكې اوسيدل ، ټول دده ميلمانه وو اورابللې يې وو. ماچې درشادصاحب هغه خبرې واوريدې اوافغانې صاحب يي په هغه تبحرسره گونه په غاښ كړى و، دومره يې تراغيزلاندې راوستم چې پوښتنه مې ترې وكړه : ته خوبه هغه څوك نه وې چې مولانا ابوالكلام آزاد خپل نامتواثر ترجمان قرآن هغه ته ډالۍ كړى دى ؟ ده راته وخندل ، نه هغه زه نه يم ... زه په دې شكمن شوم چې مولاناكومې ځانگړنې دكوم سړي دخپل كتاب په سركې كښلې دې ، هغه سړى اود اعبدالشكور صاحب چې اوس مادلته ليدلې و، په تمامه مانا سره يورنگه اويوشان وو. (۱)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) دمولانا ابوالكلام په ليكنواوآثاروكي يودپاملرني وړ اثرد قران كريم تفسير دى چي (ترجمان القران ) باله شي. دهند دنيمې وچې دغه نوميالي عالم دغه كتاب يوكند هاري عالم ته چې ديوشميرعلمي پوښتنواودهغه په آثاروكي ديوشمير خبروله پاره دمولانا په وينا تر رانچي  (داوسنې جاركنډ مركز)  پورې پلى ورغلي و اهداكړى دى ، دمولانا خپله اهدا داسي ده :
انتساب
((غالبا دسمبر ۱۹۱۸ كا واقعه هې، كه مين رانچي مين نظربند تها، عشاُ كي نماز سې فارغ هوكر مسجد سې نكلا تومجهې محسوس هوا كويې شخص پيچې آرهاهې، مړكي ديكها توايك شخص كل اوړهې كهراتها:
آپ مجسې  كچه كهناچاهتې هيې ؟
ها جناب مين بهت دورسي آياهون،
كها سې؟
سرحد پارسې
يها كب پهنچې ؟
آج شام كوپهنچا ، مين بهت غريب آدمي هون ، قندهارسې پيدل چل كر كويټه پهنچا ، وهان چند سوداگروطندارمل گېې تهې، انهون نې نوكر ركهه ليا اوراګره پهنچا ديا. اگرې سې يها تك پيدل چل كر آياهون .
افسوس تم نې اتنې مصيبت كيون برداشت كي ؟
اس ليئې كه آپ سې قرآن مجيد كې بعض مقامات سمجهلون . مين نې ( الهلال ) اور (البلاغ ) كا ايك ايك حرف پرها هين.. .
يه شخص چند دنون تك ټهرا اوپهريكايك واپس چلاګيا، وه چلتې وقت اس ليئې نهين ملا كه اسې انديشه تها مين اسې واپسي كي مصارف كې لئې روپيه دون ګا، اووه نهين چاهتاتها كه اس كا بار مجپر ډالې . اس نې يقينا واپسې مين بهي مسافت كا برا حصه پيدل طى كياهوګا.
مجهې اس كا نام ياد نهين ، مجهې يه بهي نهي معلوم كه وه زنده هې يانهين ، ليكن اګرميرې حافظې نې كوتاهي نه كي هوتى تومين يه كتاب اس كې نام سې منسوب كرتا.
۱۲ ستمبر سنه  ۱۹۳۱ ع
ابواكلام

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه چې اوس هركله او په هرسيميناركې تا ګورم هغه خاطره راياديږي اوتراوسه مي هم له ياده نه وځي ، افغاني صاحب دهندوستان په نومياليوعالمانوكې يوو ، له خپلو وطندارانو سره يې دومره مينه درلوده، چې دده حجره يوه ورځ هم له پټانانو خالې نه وه. زه به تل ان ترهغوپورې چې دى ژوندى و، دده زيارت ته ورتلم ډيردروند اودقدروړ اسلامې عالم و. ))
استاد عبدالرحيم صاحب ته مې ووي چې استاد ژوند ۍ دى ، اوس هم په كابل كې دى ، اوس هم په څيړنو او تحقيقاتو لګيادى، په دغو ورځو كې ماته دګوربت مجله نوې شاغلې عشتلى رالږلې وه پرهغې باندې داستاد يوښكلې تصوير هم راغلې و، مامخكې تردې چې هغه انځور وروښيم ، له استاده مې پوښتنه وكړه چې څيره يې درياديږي ، ده راته وويل ، هو، مابياهغه عكس وروښود، ډيرې شيبې يې  ورته وكتل ، دومره چې سترګې يې ورته راډكې شوې ، استاد عبدالرحيم هم نژدې اتيا كلن وخپله هم اوس په ډيرسختى سره پورته كښته كيده ، اوس به دى هم دشاګردانو په مرسته دستيج سرته راته اووينا به يې كوله . كله يې چې داستاد په عكس سترګې ولګيدې ، داستاد ږيره يې وليده هيڅ باورېې ونه شو، ځكه ده راته وويل چې په هغه مهال خويې ږيره نه وه ځوان و،په ځيرځيريې ورته وكتل .  وروسته يې خپل يوه اسيتانت ته مجله وركړه اوورته ويل وې چې داانځور بايد ده ته كاپي كړي...
په هند كې دفارسي ژبې استا دانو زياترو له استاد رشاد سره خورا كلله رابطه اودوستي درلوده، ددغو استادانو چې كوم زوړ نسل تراوسه پورې په هند كې په علمي  كارونواوفعاليتونو اخته دي په هغوكې د پروفيسوراميرحسن عابدي چې دهند دفارسې ژبې دبابالقب يې هم ترلاسه كړى ، پروفيسور عبدالودود اظهردهلوي،استاد نذيراحمدخان ، شعيب اعظمي، هاويوالا،ډاكترشريف حسين قاسمي، پروفيسور قمرغفار، پروفيسورپنديتا،ارواښاد اسلم خان، استاد سروپ، استاد يوسف، ډاكتر خان محمد، اوان يوشميرځوانو استادانو لكه ډاكتر اخترحسين ، ډاكتراخلاق انصاري اونورونومونه په ځانګړې توګه ديادونې وړدي . دوى ټولوپه خپل وار دعلامه رشاد له ارشاداتواولارشونواوعلمي څيړنوڅخه برخمن شوي اوله استاد رشاد سره ديوعالم خآظرو لرونكي دي.

( پروفسيور شريف حسين قاسمې ، باباى فارسي هند عابدي ،  رشيد ، درامپوركتابتون مشر وفار صديقې ، پوهنمله رحيمه ، دوكتور صديقي د عليگړ پوهنتون استاد )
( پروفسيور شريف حسين قاسمې ، باباى فارسي هند عابدي ، پروفيسر خالق رشيد ، درامپوركتابتون مشر وفار صديقې ، پوهنمله رحيمه ، دوكتور صديقي د عليگړ پوهنتون استاد )

استاد عابدې داستاد رشتين اواستاد رشاد اواستاد حبيبي له ځانگړودوستانواويارانو څخه دى ، ده څو څوځلې افغانستان ته سفرونه كړي اوپه بيلابيلو سيمنارواو علمي غونډوكې يې له استاد رشاد سره ليدنې كتې شوې وې ، له استاد رشتين سره يې يوځاى باميانوته سفركړى و، اودهغه سفر هغه خاطره به يې تل يادوله، ماچې داستاد رشتين دمړينې پرمهال په جواهرلال نهروپوهنتون كې كومه ديادونې غونډه جوړه كړې وه ، ده په هغه غونده كې اوږده ويناوكړه اوويې ويل :
(( په افغانستان كې دعلومو اوادبياتوپه برخه كې ، په تيره بيا دپښتوژبې په برخه دجناب رشتين چې زما ډيرنژدې دوست و، اوجناب رشاد چې دهند اوهندي ادب په برخه كې يولوى عالم دى ، اوزيات كارونه يې كړي دي، په ځانگړې توگه ديادونې وړپوهان دي ، رشتين دې خداى وبښي دپښتوټولنې مشرو، زه هلته ورغلې وم. له ماسره يوځاى باميانوته لاړ اوماته يې په ټوله لاره په هره برخه كې معلومات راكول، چې داځاى په تاريخې لحاظ دومره اهميت لرې. استالف چې دمقدونې سكندر ددورې آباد ځاى و، اواوس هم په ښكلو ځايوكې شميرل كيږي ده ماته راوښود.
همداسي مې له خليلې اوحبيبې سره هم كتنې شوې، استاد رشاد په دوى ټولو كې يوازنې استاد و چې دډيلې دښار داسې تاريخې ځايونه چې ماته نه وومعلوم ، ده ته معلوم وو اوپه اردواوهندې ژبوباندې يې خبرې او ليكنې كولې ، يووخت كې زه كابل ته تللې وم ، له ده سره مې يوه كتنه وشوه ، پوښتنه يې رانه وكړه چې ته دقطب منارسرته ختلې يې ، ماورته ووې چې يووار ډيركلونه مخكي تريوځايه ورختلي وم  ، ده راته وويل چې زه څووارې دهغه سرته ختلې يم ، مطلب مې دادې چې په افغانستان كې دايوڅونومونه ، لكه حبيبې، رشتين، سلجوقي اورشاد ، په داسې كسانوكې راځې لكه چې په هند كې ،شيراني،  شبلې ، حالې ، علامه اقبال، عرشي ، قاضى عبدالودود،اوپه ايران كې نفيسې، خانلري ، فروزانفر، بهار، دهخدا اونور دي.))
پروفيسور عبدالودود اظهر دهلوي . چې كلونه كلونه يې په هند كې دفارسي ژبې ديوه نوميالې استاد په توګه دنده ترسره كړې اودهند نامتوحماسه راماين يې په فارسې ژبه باندې هم ژباړلې اوهم دلسگونو علمي آثارخاوند دې په خپل وخت كې يې په جواهرلال نهروپوهنتون كي دفارسې ژبې دڅانګې په جوړولو اوبيا وروسته دپښتوژبې دتدريس په كاركې خپلې هلې ځلې نه دي سپمولې، اوزياتې مرستې يې په دغه برخه كې كړې دې ، دى  په خپل وار داستاد علامه رشاد سره په بيلابيلو وختوكې په تماس اوملتيا كې پاتې شوى دى، ده تل داستاد دپوهې اوشخصيت په باب داخبره كړې چې  ((استاد رشاد په خپل وخت كې دهند دتاريخ اوفرهنګ په باره كې دومره معلومات در لودل اوپه دغه برخه كې دومره لوى ماهر دى چې زما په نظر دګوتو په شمار كسانو كې راځي ، ماله استاد رشاد اوعلامه حبيبي سره په ډيرو سيمينارو كې برخه اخيستى اوددوى له ار شاداتو په خورا زياته اندازه برخمن شوى يم ، استاد رشاد په جواهرلال پوهنتون كې له موږ سره په بيلابيلووختوكې رابطه كوله، اوزموږ د پښتواوفارسي څانگوله استادانو سره په خورا كلكه رابطه كې پاتې شوې دى ، زه په دې باورلرم چې ددده كارونه دپوهې اوفرهنګ په برخه كې دپښتو، فارسي اواردوژبوله پاره يوه دپاملرنې وړ علمې او فرهنګې ذخيره ده ، استاد رشيد راته وويل چې ده د اردو ژبو پټانانو تذكره  هم ليكلې ده ، چې داپه خپله يوداسې علمې پروژه ده چې كه چاپ شي دابه د زياترواردوژبوڅيړونكو له پاره دحيرانتياوړ علمي كاروي . ))

 ( پروفيسور عبدالودود اظهر دهلوي )
( پروفيسور عبدالودود اظهر دهلوي )

دكتور محمداسلم خان په ډيلې پوهنتون كې د  . . .  دپاتي برخي لوستلو ته داځای کليک کړﺉ