ژباړن اوراټولونکى : عبدالله الهام
داروپايي اتحاديې دمشرانواوروسيې ترمنځ داتومي تکنالوژۍ په برخه کې دنوي ګ
ون اوملګرتيا دپرېکړه ليک دچوکاټ دتدوين په اړه درسمي خبرواترولمړى پړاوله کومې پايلې پرته پاي ته ورسېده .
دروسيې دولسمشر ويلاديمير پوتين اواروپايي اتحادېې دچارواکوخبرې اترې په هلسنګي کې دلهستان دويتوترګواښ
اندې راغلې .
لهستان ويلي وو چې داروپايي اتحاديې دمشرانواوروسيې ترمنځ خبرې اترې روسيې ته له لهستان څخه
دخوراکي توکوبنديز ويتو کوي . خو دلهستان مخالفت دهلسنګي دغونډې دبې نتيجې والي يواځينۍ لامل نه وو . داروپايي
اتحاديې او روسيې ترمنځ دانرژۍ دامنيت په سر لدې زيات مخالفتونه شته چې دانرژۍ دامنيت موضوع يې داروپايي
هيوادونولپاره په لويه اندېښنه بدله کړې . اروپايي اتحاديه دنړۍ دانرژۍ په اووه لس فيصده لګښت سره دانرژۍ دلګښت
ترټولو لوى بازار شمېر ل کيږ ي .دمسکواوکيف ترمنځ دبيې دنه جوړيداله امله دروان ميلادي کال په لمړيوکې په اوک
اين دروسيې دګازوڅو ورځني غوڅوالي داروپايانولپاره دخطرټلۍ وغږوله . اوکراين له روسيې څخه اروپاته دګازو اص
ي ترانزيت دى اوپه اوکراين دروسيې دګاز غوڅيدا اروپايي هيوادونه دګاز دکموالي له فشارسره مخ کړيدي .
دروسيې اواوکراين ترمنځ دګازکشلې ، داروپايي ټولنې اوروسيې ترمنځ دانرژۍ په برخه کې ملګرتيا مخکې له
مخکې سياسي کړيده .
دې کشلې له يوې خواروسيې ته په خپلو بهرنيو سياستونوکې دانرژۍ له اړم څخه داستفادې دتوان
ښودنه کوي له بلې خوايې دروسيې دتيلو له ذخيروسره داروپايي هيوادنوتړاو برملا کړ . اروپايي هيوادونه
کابو خپل څلوېښت فيصده ګازاوپه څلوروکې يوه برخه تيل له روسيې څخه واردوي . په اروپاکې دګاز دلګښت لرليدهم
ه روسيې څخه دوارداتودزياتوالي ښودنه کوي . دتيلودبيې لوړيدا ، دتيلوپه بازارونوکې دڅپڅپانتيااود ژواک
چاپېريال سياستونوته په پاملرنه د اروپاپه مصرفي انرژۍ کې د طبيعي ګازونډه مخ په زياتيدوده . دانرژۍ دنړيوال
انجمن (آي ، اي ، آ) درپوټ په اساس دګازنړيوال لګښت تردوه زره ديرشم کاله پورې تر اووه نوي فيصده پورې زياتوالى
مومي . ددې وړاندليد په اساس له روسيې څخه اروپاته دګازدواردولو اندازه تردوه زره ديرشم کاله پورې له اوسنۍ کچې
تر يو اويا فيصده پورې رسيږي . اروپا دګازپه تمينولو کې دروسيې مقام هغه وخت څرګنديږي چې وپوهيږو دنړۍ دګازو يو
ه دريو برخوڅخه دروسيې په پراخه خاوره کې نغښتي دي . ځکه نو اروپايي اتحاديه دروسيې دګازلپاره ځاي ناستى نلري .
په اوس حال کې له روسيې پرته په اروپاکې دننه يابهر داسې هيوادونه شته چې کازوته داروپا ځينې اړتياوې تامينوي .
نمارک ، هالنډ، نارو ى او انګلستان په اتحاديه کې دننه دګازتوليدونکي هيوادونه دي . انګلسټان له دوه زره پنځه
کاله دخپل کورني مصرف له امله دګازپه واردوونکي بدل شويدى . ډنمارک اوهالنډ هم له خپلوزېرموڅخه په زياته کچه
ګټه اخلي . يواځې ناروي په توره بحيره کې په درنو پانګونو سره په دوه راتلونکولسيزوکې دتوليد دزياتوالي امکان
لري .
داروپاله لوېې وچې بهر هم د الجزايراو ليبيا هيوادونه دي چې ارپا ته دګازو مهم صادروونکي
هيوادونه دي . خود افريقا دشمالي هيوادونو ګازو دصادراتو توان دروسيې دصادراتوله توان سره ندى برابر .
اروپايي هيوادونه دخپلې اړتيا وړ ګاز دتامينولو لپاره درنې پانګونې يا ترمطالعې لاندې دي ياهم دشمالي افري
اله هيوادونوڅخه دانرژى دواردولو په زياتوالي کارروان دى . البته دايران اسلامي جمهوريت هم دنړۍ دګازود 17
فيصده زېرموپه درلودلوسره يوله هغوهيوادونو څخه دى چې داروپادانرژى داړتيازياته برخه دګازپه انرژۍ پوره
کړي . ترکيې ته دايران دګازو غځېدلوپايپ لاينونوته په کتنه اروپايي هيوادونو ته له ايران دګاز واردول زيات
ګټور پريوځي . اروپايي اتحاديه له بېلابېلوهيوادونوڅخه دګازووارداتو ته په ډول ډول ستراتيژى کې دوه چورليځي م
وخې لري . يوه _ له روسيې سره دپيوستون کېدل اوبل د بيو دکمولو په خاطر دعرضه کوونکوترمنځ درقابت پيدا کول دي .ا
وپايي اتحاديه لدې لارې غواړي داروپادګازودستر تامينونکي په توګه داروپا په وړاندې دخپلې چنې وهلوقدرت زيات
کړي .
اروپايي اتحاديه دانرژۍ خپلوشريکانوته دډول ډول والي په ستراتيژي په يووخت کې دانرژۍ
دامنيت دتامينولو لپاره هم نورې لارې چارې هم په اجنډا کې لري . د( انرژۍ نړيوال منشور ) تصويب ته دروسيې ت
غيب داروپايي اتحاديې انرژۍ دګډ سياست په لمړيتوبونوکې ځاى لري . دانرژۍ دنړيوال منشوردتدوين موخه دحکومتي
انحصاراتو ماتول اوپدې برخه کې ديو آزاد رقابت دبازار رامنځ ته کول دي . لدې سره سره چې د اروپايي اتحاديې
دځينوغړو ترمنځ دمنشور د عملي کولو لپاره مقاومتونه وجودلري . اروپايي هيوادونه هڅه کوي ترڅوروسيه دانرژۍ دم
نشوراجرا اولاسليک ته وهڅوي . اروپايي اتحاديه غواړي چې دروسيې دانرژۍ بازارونوته داروپايي شرکتونود ننوتو
اره اسانه کړي او دکشف ، امستخراج او دوړلوراوړلوپه پروژوکې په پانګونې سره يومتقابل پيوستون رامنځ ته کړي
اودانرژۍ له اړم څخه دکرملين دمناورې دسياسي استفادې امکان ټيټ حدته راورسوي . دنړۍ دانرژۍپه بازارونوکې
هيوادونه له يوبل سره تړلي دي . ولې هغه څه چې مهم دي پخپله پيلتياندبلکې په يوه بل پورې دتړاو اندازه ده پدې ډول
اروپايي اتحاديه دانرژۍدامنيت په بحث کې له روسيې سره په متقابل اومتوازن پيوستون پسې ده . اروپايانوته پدې
موخه لاسبرۍ آسانه ندى .
دروسيې ولمشرولاديميرپوتين په يوويشتمه پېړۍکې دنړۍ په سياسي معادلوکې دانرژۍ په رول
پوهيږي اوپه آسانۍ سره دروسيې دتيلواوګازوپه ارزښتمنوسرچينوداروپايي شرکتونو کنټرول اودا
وپايانوغوښتنومنلوته چمتوندى . يوويشتمه پېړۍ يې د انرژۍ پېړۍ نومولې ده . دتيلو اوګازو زيرمې ددې زيرمولرونکو
هيوادونوته دقدرت په يواړم بدل شويدى . په اوسنۍ پېړۍ کې هر هيواد چې دانرژۍ په زيرمو تسلط پيداکړ کولاى شي چې له
نورو حکومتونوسره په اړيکوکې دانرژۍ له اړم څخه کارواخلي . دعراق له نيواک څخه دامريکايو چورليځي موخه داده چې
ددې هيواد اوفارس خليج دسيموپه لويوسرچينوتسلط پيداکول وو. دروسيې دتيلو اوګازو زيرمې داروپايي اتحاديې په م
ابل کې دقدرت لويه سرچينه ده . دلويديځ سياست دنفوذ په مقابل کې د شوروي په دړې وړې کېدلو اود ناټود تړون په پ
اخيدلوسره مسکوناتوانه ښکاره شو . اوس پوتين دتيلواوګازو په پرېمانه عوايدوپه تکيې سره دروسيې دقدرت دبېرته
راژوندي کولوپه هڅه کې دى . دنيويارک ټايمز دورځپاڼې سرمقاله ليکونکى توماس فريدمن په يوه مقاله کې پدې ټکي
اعتراف وکړ . ( دګازدپايپ لاينونوله کبله په لوېديځه اروپا دروسيې اغيز داس اس _20 له لرواټن توغندي هم زيات
دى . )
که هرڅومره ولاديميرپوتين دانرژۍ له اړم څخه دسياسي ګټې اخيستنې له کبله داروپايانونيوکې
ردوي خودروسيې ولسمشر دروسېې له ګازوسره داوکراين په پيوسته کېدلودرنګينو انقلابونو پروژه شنډه کړه
اوداوکراين دنارنجي انقلاب څخه له يوکال وروسته روسيي پلوى ويکتوريانکوويچ يوځل بيا دواک ګدۍ ته راوګ
ځيد.
حتي لويواروپايي هيوادونوهم دڅه کم يوکال په اوږدوکې په اوکراين دګاز په څوورځني غوڅوالي دکرملين
په واکمن دروسيې دمرکزخوښونې او درسنيو دفعاليت په محدودولو باندې خپلې نيوکې کمې کړيدي . داروپايي حکوم
تونولپاره هغه څه چې د حياتي اهميت لرونکي دي هغه دخلکوکورونو او بټيوته د ګاز له رسېدلوڅخه ډاډمنتياده .
داروپاهستګونې سيمو50 فيصده او بټۍ 24 فيصده انرژي دګازله لارې تامينږي . له روسيې څخه اروپا ته دګازپه صاد
اتوکې هرډول ګډوډي ډېر اروپايي هيوادونه له کشلې سره مخ کولاي شي .
اروپايي اتحاديه په وسيې له دباووسره سره دانرژۍ دمنشور په لاسليکولو سره تراوسه نده توانېدلې دانرژۍ په يوګډ سياست بريالي شي . داسې چې ځينې اروپايي حکومتونه په اروپايي اتحاديه کې دننه انرژۍ دګډسياست په هکله دچنې وهلوپه حال کې دي په يووخت کې يې له روسيې سره دانرژۍ په اړه ددوه اړخيزې ملګرتيا په برخه کې دتړنونولاسليکولوته مخه کړې ده . داروپايي اتحادېې دغړو هيوادونواوروسيې ترمنځ دمهموتوفقناموڅخه يوه هم آلمان ته دبالتيک دبحيرې له تل څخه دپايپ لاين دجوړولو 9 مېلياردډالري تړون دى داسې تړون چې دلهستان ، ليتوانيا اواوکراين هغوهيوادونو چې له روسيې څخه اروپاته دګاز دترانزيت په لاره کې پراته دي دهغوى غوسه راپارولې ده . داسې تړونونه داروپايي هيوادونوپه مقابل کې د روسيې چنې وهلو توان زياتوي . هماغه ډول چې اروپايي هيوادونه د اروپا دانرژۍ بازارته دننوتلوغوښتونکي شول دروسيې ولسمشر هم داروپادانرژۍ بازارته دروسيې دپروم ګازي شرکت دننوتلوخبره مطرح کړه . له يوې خواداروپايي اتحادېې دغړواوله بلې خوا له روسيې سره په اړيکو کې ددغه اتحاديې ددغه ډول ژورو اخت افونو سره سره تمه نه کيږي دانرژۍ په برخه کې دنوي ګډون اوملګرتيا دموافقې دلاسليک کيدا لپاره داروپايي اتح اديې اوروسيې خبرې اترې په نږدې راتلونکي کې کومې پايلې ته ورسيږي .