د ښاغلي سليم ( دادفر ) ليکنه _ کابل
د افغانستان د راديو تلويزيون د هنر او ادبياتو د ادارې له خوا خپريدونکې خپرونه (( د طاوس بڼکه )) له څو پلوه د پام وړ وه . دا خپرونه چې د وږي د ٢٤ مې نېټې له گڼې يې ښکاريده بوختونکې او تفريحي ده . سندرې ، خندونکې نندارې او شعر پکې خپريږي . داسې يوه خپرونه بايد د لسو بجو پر ځاى اووه يا اته بجې خپره شي چې د ښوونځي زده کوونکي يې وويني . ښايي د هغوى لپاره خندونکې نندارې او سندرې ډيرې په زړۀ پورې وي . البته دا په دې مانا نه ده چې د طاوس بڼکې دې څوک په همدې خبره پريږدي . د يوه ليدونکي له نظره پکې زه څو برخې د ارزونې وړ بولم : د وړاندې کوونکې خبرې ، د هغې وړاندې کول ، ناسته . د سندرو انتخاب . د نندارو انتخاب او د ټولې خپرونې تخنيکي معيار .
راځئ له پايه يې را پيل کړو . تنخينکي معيار :
د طاوس په بڼکو کې دوه نندارې انتخاب شوې وې . د انگلستان د يوه مشهور کوميدين (( مسټر بين )) د يوې خندونکې نندارې يوه وړه برخه . او دوهمه د کابل په يوه ستيج کې ډکه شوې پارچه . لومړۍ يې له نيمايي پيل شوې وه . ليدونکى نه پوهيده چې ولې د خندا غږ شته . اصلاً د دغې پارچې نورې ايډيټ شوې برخې ښايي خندونکې وې . د کابل تلويزيون ايډيت کوونکي بايد په دې وپوهيږي چې که کومه بهرنۍ ننداره د دوى د کلتوري محدوديتونو له مخې د خپريدو نه دي نو داسې يوه ننداره دې خوښه کړي چې د ايډيټ چړه پکې لږ وکاريږي . دوهمه ننداره چې خپله په کابل کې ثبت شوې وه د موضوع او د غږ د ښه نه اوريدو له امله کمزورې وه . په دغې نندارې کې يو پلار له زويه شاکي دى چې سبق نه وايي ، په ناوليو اوبو کې لامبي او د ښوونځي کتابونه خرڅوي چې بايسکل په کرايه ومومي . پلار يې وهي . يو بل تن راځي هلک او پلار دواړو ته نصيحت کوي . زه نه پوهيږم په دې ننداره کې د خندا خبره څه وه ؟ ولې د خپرونې وړاندې کوونکې د يوې کوميدي په نامه ياده کړه . دغه ډول وعظ ښايي د ښوونځي ماشومانو ته ښه وي خو ايا د طاوس د بڼکو خپرونکي په دې خبر دي چې د ښوونځي ماشومان تر لسو يا لس نيمو بجو وېښ نه پاتې کيږي ؟
د طاوس په بڼکو کې د سندرو تخنيکي معيار هم ډير کښته و . ټولې درې سندرې وې . په لومړۍ هغې کې يې يوه افغان سندرغاړي د يوې مشهورې هندي غزلې د ويلو هڅه کوله . داسې ښکاريدل چې دغه غزل د کابل تلويزيون په ستوديو کې نه بلکه په کوم بل ځاى کې بل چا ثبت کړې وي . د غږ کيفيت يې په پيل کې ښه نه و او حتى د تصوير کيفيت او معيار يې هم ستندرد نه و . دوهمه سندره يې د يوه بل افغان ځوانکي دري سندره وه چې بيا هم لکه چې له کوم واده يا کانسرت څخه اخيستل شوې وي . په دغې سندرې کې هم د غږ او تصوير کيفيت هغسې نه و چې د يوه هيواد ملي تلويزيون دې خپور کړي . دريمه سندره يوه ايرانۍ سندره وه چې بيا يې هم غږ اوتصوير د خپريدو نه و . دغه سندره هم له يوه تجارتي کسټ څخه خپره شوې وه چې د سوداگرو نوم يې هم د کابل تلويزيون له ټولو هڅو سره سره څو ځلي ښکاره شو . د ايديت د کيفيت په باب هم د طاوس په بڼکه کې ديرې بڼکې د ايستلو وړ وې . د خپرونې وړاندې کوونکې چې ډيرې محدودې جملې يې لرلې په هغو کې غلطيده ، تخنيکي همکارانو د هغې د اصلاح هڅه کړې وه خو د چاړې نخښې يې له ورايه جوتې وې .
د خپرونې د وړاندې کوونکې لپاره د پښتو څو محدودې جملې هم په ښه نثر نه وې کښل شوې . او د وړاندې کوونکې طرز يې هم جوت و چې ډير له ريښتيني ژوند څخه ليرې دى . وړاندې کوونکې داسې غږول شوې وه لکه د لومړۍ ورځې ناوې چې وي . د عکاسۍ پر وخت کيداى شواى چې د وړاندې کوونکې د تصوير پر ځاى نور څه ښکاره شوي واى او يوازې د هغې غږ تر غوږ کيداى . په دې ډول به نه تخنيکي ستونزې څرگنديدې او نه به تصنع ښکاريده .
د طاوس په بڼکه کې يوه بله خبره د خپل کلتور د هيرولو او د پردي فرهنگ د تپلو ليدل کيده . له بده مرغه دغه مساله د اطلاعاتو او کلتور د اوسني وزير د دندې د پيل راهسې ليدل کيږي . هندي غزل يا ايراني سندره ښه انتخاب دى که د شبرغان يوه ازبکي سندره ، د باميان يوه هزاره گي سندره ، د نورستان يوه فولکلوريکه بدله يا د پکتيا او کندهار بابولاله . گومان کوم افغان تلويزيون بايد د خپل کلتور د غوړولو هڅه وکړي . په کابل او نور افغانستان کې هسې هم د ايراني او هندي سندرو خورا ډير خپرونکي شته . که د طاوس بڼکه په همدې ډول خپرونې وکړي ، بايد په پرله پسې توگه يې خبري رسنۍ بڼکي وباسي .