د روسيكي له پېښو ډك ژوند ( لومړۍ برخـــــــــــــــه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11173
سيد حبيب وقار
دخبریدو نیټه : 2007-01-11

ليكواله: مېرمن ويلا كاټر Wella Cater  ژباړن :  سيد حبيب وقار 
د ليكوال ژوند تـــــه لنډه كتنـــــــــــــــــــــــــه  ويلا كاټـــــر (1947 -1875)
  لومړۍ برخه : 

ويلا كاټر د امريكا د (ويرجينا) د ايالت له خ كو څخه وه چې د خپل ژوند ډېر وخت يې د نبراسكا په يو ايالت كې تېر كړ. ددې ايالت له پوهنتون څخه فارغه شوه وروسته يې د (پېترز بورګ) په ښار كې ډېر كلونه د ښوونكي دنده سرته ورسوله .

د ځوانۍ په كلونو كې يې خپله دنده پرېښوده وروسته له يو څه وخت بې كارۍ څخه يې د ډېرې خپرېدونكې مجلې (مك كلوا) د سرليكونكې په توګه دنده په غاړه واخيسته اود نيويارك په ښار كې يې ژوند پيل كړ. ددې تر څنګ يې د لنډو كيسو په ليكلو پيل وكړ چې د ليكنو ډېره منځپانګه يې تر ډېره د نبراسكا د ايالت په كليوالو خلكو پورې تړاو لري .

د هغۍ لومړنۍ مفصله كيسه د الكساندر پل په نوم ددې د شپو او ورځو د ډېر كار پايله او دد ې لپاره د شهرت او برياليتوب په لوري ګام ؤ. ددې كتاب د نامعلومو برخليكونو په نوم د ډېروليكوالو د پاملرنې وړ وګرځېد چې له دې ډلې ليكوالو څخه (سارا اورن جيويت) وه چې خپله د امريكا اوسېدونكې وه. (سارا اورن جيويت) هغه ته توصيه كړې وه چې د خپلو ليكنو لپاره يوه څرګنده موخه وټاكي هغه دا چې (صادقانه او ساده) يې وليكي.

ويلاكاتر دغه موخه د ځان لپاره وټاكله او د عمر پر پايه يې د هغه پيروي وكړه. د هغه ليكنې ټولې د كليوالو  د ساده، پاكو زړو او عواطفو څخه ډكې وې، په ځانګړي ډول دا چې د هغه د كتابونو ډېر مضامين د ميدوست د م كزي سيمو د اروپايي لومړنيو مهاجرو د ژوند د ډول او كورنۍ څخه حكايت كوي.

د روسيكي ملګري لنډه كيسه چې د (نامعلومو برخليكونو) له كتاب څخه اخيستل شوې ده، د امريكا د نبراسكا ايالت ته د يوې مهاجرې كورنۍ ژوندى انځور اښيي د نظر خاوندان دغه كيسه د هغه له بهترينو آثارو څخه ګڼي.
وروسته تر يوې پوره کتنې ډاکتر خپلې غوږ ۍ لاندې کېښودې او په فکر وړې څېره يې روسيكي ته مخ واړاوه ورته ويې ويل: افسوس کوم چې زړه دې ښه کار نکوي ... ډېر کمزورى شوی او ټکان يې هم غير منظم دى او ستا ټوله نا آرامۍ له همدې څخه دي...
روسيکي چې خپل کميس ښکته کړ، ويې ويل: عجيبه ده! زړه مي کمزوري شوى؟ فکر کوم ډاکتر صاحب سهوه شوى يې! زما زړه نن روغ  ؤ څرنګه چې مخکې چې وويل يواځي په دې و وستيو کې مې نفس تنګي پيدا کړې، تېر کال اوړی چې مې حاصلات اخيستل، کېدای شي پردې ناروغۍ اخته شوی وم ... يواځې همدغه ... نه زما زړه بايد نه وي کمزوری شوی ...
ډاکتر په زړه سوي او پلټونکي ډول ورته وکتل او ويې ويل: ډېر ښه روسيکي، که ته له ما څخه ډېر پوهېږې، نو بيا ولې دلته راتلې؟ که غواړې روغ شې نو بايدپه پوره پاملرنې سره زما خبروته غوږ ونېسې لکه څرنګه چې مې وويل زړه دې کمزوری شوى چې همدا د نفس تنګى لامل ګرځي. پوهيږي؟ ستا اوس د عمر شپېته کاله پو ه کېږي او ټول ژوند دې درانه کارونه کول، نو همدا دليل دی چې د زړه روغتيا دي له لاسه ورکړې له اوس څخه بايد اح تياط وکړې او نور درانه کارونه ونکړې. ته اوس په کور کې پنځه لوی او کوچني زامن لرې، نور بايد خپله کښت ته ولاړن ې. هغوی وهڅوه چې ستا کارونه سرته ورسوي، بوډا بزګر، په دردمنه څېره خپلې بې حاله سترګې پورته کړې او په وېرجن کتلو سره يې خپل معالج ډاکتر ته ورواړولې. سترګې يې په ښکاره جزابې وې، خو د سترګو په مېنځ کې يې پردې په عجيبه توګه سره ټولې شوې وې، چې د يوه مثلث په څير ښکارېدې دا چې روسيکي د ساه بندي له ناروغۍ څخه رنځېده، په ښکاره د يوه ناروغ په ډول نه ؤ. لمر وهلي او تياره مخ يې ډېرې ګونځې نه درلودې، خو بيا هم بوډا نه ښکارېده. په خرېيل شوي مخ او په زړه پورې شونډو کې يې اوس هم سوروالی او ښايست مالومېده، وېښتان يې لږ ؤ او د غوږونو سره تيت پرک شوي ؤ، خو تر اوسه د بوډاتوب واورې نه وې پرې لوېدلې. تندى يې سورور ؤ، چې د وخت تېرېدو موازي کرښې پكې څرګندېدې. څېره يې په ټوليز ډول په زړه پورې وه، او په خپل ځان کې يې د ځوانمردى يو پټ حس درلود، د دې پر ځاى چې خلکو ته جدي ښکاره شي ځان يې شوخ او ټوکي ښوده.

کله يې چې خپلې جامې واغوستې، په سړه سينه يې وويل: ښه، ودې ويل چې زړه مې کمزوری شوی دی، اوس ستونزه څه ده ‎؟ دا به هم نه منې چې يو تابلېت وخورم. اوس چاره يواځي داده چې يو نوی زړه په بازار کې واخلم او...
ډاکتر بور ی، په نا آرامه څېره، خپله چوکۍ راوګرځوله او مخکې تردې چې جمله يې بشپړه شي، وويل : غوږ ونيسه روسيکي، تاته زما يواځنی سپارښت دادی چې له همدې نن ورځې څخه دې د زړه ډېره ساتنه وکړه. که زه ستا پر ځاى وای، خپل ټول حواس او فکر مې د زړه پر پالنه لګول...
بوډا بزګر خپلې اوږې په بې پروا توګه پورته واچولې: زه پردې پالنه نه پوهېږم ... کېدای شي ستا مطلب داوي چې هغه يوه يا دوې پيالې قهوه چې هره ورځ يې خورم هم نوره ونه خورم؟
نه زه د قهوې په نه خوړلو ټينګار نکوم، ځکه پوهېږم چې ګټه نلري . کلونه کېږی ډاکټري کوم خو تر اوسه نه يم توانېدلی چې يو کليوال سړی له قهوې او چلم څخه منع کړم، نو له دې امله، په دې اړه زما ټينګار ګټه نلري، يواځې يو کار دی چې ته يې د خپلې روغتيا لپاره کولای شې: هغه دا چې نور کښت  ته د لواو کرنې لپاره لاړ نشې، له دې کارونو څخه لاسه واخله. که زړه دې کار غوښت کو ای شې کورته نژدې مالونه وڅروې، نه داچې هغه کارونه وکړې چې ساه بندې درته پيدا کوي.
د جوارو پاکول او دانه کول څنګه ؟ دا خو ستړيا نلري. ډاکټر په ټينګار سره وويل: کولای شې!
روسيکی په تروه څېره وپوښتل: په دې ډول به دغه زړه تر څو کالو پورې کار وركړي؟ که زه هېڅ فشار پرې رانه وړم، ترڅوپورې به يې له شتون څخه آرام وم؟
که دغه لارې چې زه يې درته وايم په کارواچوې، لږ ترلږه به پنځه شپږ يا هم تر دې ډېر آرام ژوند وکړې. په کور کې اوسه اوله ماري س ه مرسته کوه. ته چې د ماري په څېر ښځه لرې نو بياولې کارته ځوريږې؟
د روسيکي پر شونډو يوه ترخه موسکا ښکاره وه:
تر دې لويه بدمرغي نشته چې يو نارينه اړ شي تل په کورکې د خپلې زړې ښځې سره پاته شي. چې زما دغه کار نه خوښېږي. دا ريښتيا ده چې ماري يوه دقيقه هم نه وزګارېږي په پخلنځي کې هم ځوږ وي .
ډاکټر يې په خبروکې ولويد: ډېر ښه، له هغه سره مرسته وکړه چې د کور وضعه دې ښه شي. او بل دا چې ته دې د خپلې ښځې په قدر نه پوهېږي. باور وکړه روسيکي چې ډېر ږ کسان پيدا کېږي چې ستا په ډول ښه کورنى ژوندولري او بيا د هغه په قدر هم پوه نه شي. کوم وخت دې په کور جنجال جوړ شوی؟ کوم وخت دې اولادونو يا مېرمنې درسره بد چلند کړی؟ ولاړ شه کور ته او خوښ واوسه! د ژوند دا څو وروستي کلونه په خوښۍ سره په کور کې تېر کړه.
روسيکي د طبيب خبرې د سر په ښورولو تصديق کړې او ويې ويل: ريښتيا ده زامن مې ټول غلي او چپ دي او ميرمن مې هم ښه ښځه ده...
ډاکټر د ميز له سره قلم واخيست، نسخه يې ورته وليکله وروسته يې دده د مشر زوی رودلف پوښتنه وکړه چې تېر پسرلی يې واده کړى ؤ.
روسيکي ځواب ورکړ چې حالت يې ښه دی او په خپلو ځمکو کې ښه کار کوي. بيا يې د رودلف د مېرمنې پلي په اړه خبرې وکړې او په موسکا يې روسيکي ته وکتل او ويې ويل: دا چې ماري له خپ ي نګور سره خوشاله ده او جوړ سره راغلي ډير خوښ شوم. دا په ژوند کې ډېر لږ راځی چې خواښې له نګور سره دومره ښه ژوند وکړي...
ساده زړي بزګر وياړمنه څېره ونيوه او ويې ويل: ته نه پوهېږې چې پلی څومره ښه نجلۍ ده، يوه ټوټه سپوږمۍ ده. که پوه شې چې په کارونوکې څومره جرئت او زړه لري؟ سليقه يې هم ډېره عالي ده.
يوه بريالۍ موسکا يې پر ونډو خوره شوه، لکه د داسې يوې نګور په لرلو چې ډېر وياړ کوي. ډاکټر چې له کړکۍ څخه بهر ته کتل، ويې ويل: د ورېځو تيارې هسک نيولی، داسې ښکاري لکه توپان چې را روان وي، په څه راغلى وې؟ آس يا ګاډۍ؟
په آس ګاډي راغلی يم، له بده مرغه چې مالي حالت مي دومره ښه نه دى چې نوى ګاډى واخلم. زما په ډول خلک چې ډېر اولاد ولري خرڅ يې ډېر وي.
اکټر لږ په فکر کې ؤ وروسته يې وويل: نو بيړه کوه. له نېکه مرغه چې سړک له دې ځايه تر کښته بد نه دى. زما په نظر به ښه وي چې وروسته تر دې د آس په ګاډۍ کې هم سپور نشې، ځکه چې زړه ته دې تاوان لري. بيا هم تکراروم: ته بايد درانه او ستونزمن کارونه ونکړې، په ځانګړي ډول کښت ته مه ځه هيله لرم زما دغه نصيحتونه هېڅ کله هير نکړې.
روسيکی له ځايه پورته شو او خپله خولۍ يې په لاس کې ونيوه، وروسته په داسې ډول چې د ډاکټر پام نشي د کتنې حق يې د ميز تر ټليفون اندې کېښود او خپله يې بل لوري ته کتل، داسې يې ښووله چې داکار يې اختياري ندی کړی. د بغل اوږد پوستين چې دوري او ستوڼې يې د آهو له پوسته جوړ شوي ؤ، واغوست خولۍ يې پر سر کړه او له کتنځې څخه راووت. کله چې روسيکي لاړو ډاکټر د کتنې غوږۍ چې پر ميز ايښی وه واخيسته او پر خپل ځای يې کيښوده. پر نيولي څيره يې د غم اغيزې ښکارېدې. نه پوهېده چې څ نګه دا ومني چې بيچاره سپين ږيری دې پر دې نه رغېدونکې ناروغۍ اخته وي، ډېر نا آرامه ؤ چې روسيکي ملګرى په دې ډول ويني. هيله يې درلوده چې ددې مينه ناکی او آشنا څېرې پر ځاى چې نن د کتلو لپاره ورته راغلې وه کوم بل څوک ؤ، د يو بل ناروغ غمجنه څېره يې ليده چې تر نن مخکې يې هېڅ نه ؤ ليدلی.
ډاکټر بورلي د خپل ماشومتوب په وخت کې مخکې تر دې چې د طب د پوهنځي زده کوونکی شي يو بې وزله ماشوم ؤ چې پر همغه کلي کې يې ژوند کاوه. نو له همغه وخته يې د روسيکې کورنۍ پېژنده او روسيکي او کورنۍ ته يې په درنه سترګه کتل. او په زړه کې يې مينه ورسره درلوده.

په دې کلونو کې هېڅ وخت د هغه کورته نه ؤ ورغلی، خو تېر ژمی چې د مارشال توم ښځه په اولاد ناروغه وه د هغه د اوږده عيادت څخه وروسته سهار وختي د روسيکي کورته ولاړ. تېره ټوله شپه د توم د ښځې د بستر په څنګ کې ناست ؤ څو يې نوی ماشوم دنيا ته راشي. په کورکې يې ډيره ګڼه ګوڼه وه خو دا چې مېړه يې ډېر بډای ؤ او په کرونده کې يې ډيرې غواوي، پسونه او د کروندې نوي ما ل ماشينونه ؤ . خو د کور په چاپيريال کې يې آرامي نه وه، ميرمنې يې څوځلې ماشومان دنيا ته راوړي ؤ او اوس بيا حام ه شوې وه  خو دا چې د ډاکټر لارښوونې يې نه وې عملي کړې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې وه. کله چې په پاي کې ماشوم وزېږېد ډاکټر بورلي هغه د ګاونډي ښځې ته ورکړ او وروسته د لار ښوونې او درمل ورکولو څخه ترې رخصت شو. سره د دې چې هغوى اکټر ته ټينګار کړی ؤ چې سهارنۍ له دوى سره وخوري خو ډاکټر دا ښه بللې وه چې ترې ووزي. واوره تر ګونډو رسېده نو ګاډي هم په آساني سره حرکت نشوا ی کولای. تر کوره يې لږ تر لږه اته ميله لاره وه څرنګه چې ساړه، لوږې او ستړيا و پسې اخيستی ؤ، هوډ يې درلود همالته لنډ يې د کوم ملګري کورته لاړ شي. په هغه وخت کې يې هېڅوک تر روسيکي ښه نه پېژندل، له همدې امله د هغه کورته لاړ. مهربان بزګر او مېرمنې يې په پوره صميمت هغه ته ښه راغلاست ووايه  له خوندور پنېر سره ګرمه قهوه پر ډاکټر دومره ښه ولګېده، چې ټوله ستړيا يې رفع شوله.

ډاکټر بورلي داسې وخت د هغوى کورته ورسېد چې هلکان تازه له خوبه بيدار شوي ؤ خپل مخونه او لاسونه يې مينځل له پخلنځي څخه د ګرمو بيسکوتو خوندور او په زړه پورې بوی راتلو. پنځه ماشومان له دولس کلن څخه تر شل کلن پوري ټول خوښ او خوشاله د مور او پلار تر څنګ ناست ؤ.

د هېڅ يوه په څېره کې د درد او رنځ اغېزه نه ليدل کېده. کله چې ډاكتر په وره کې ښکاره شو له ما ومانو څخه يو په پوره خوښۍ د هغه مخې ته منډه کړه او د بکس په راوړلو کې يې مرسته ورسره وکړه. په همغه وخت کې کوچنۍ نجلۍ يوه چوکۍ د خپلي مور تر څنګ کېښوده څو نوى مېلمه ورباندې کښېني.

د کور مېرمنې ماری ته مېلمه پالنه يوه خوښي او خوشالي ښکارېده هغه چې غواوو، چرګو او چرګوړو ته د غذا ورکولو لپاره تله او يا به يې د اولادونو ابونه له خوراک ورته ډکول، ډيري خوښۍ يې ورته درلودې. اوس چې ډاکټر بورلي د دوى کورته راغلی ؤ ماري يو عجيبه اح ساس کاوه، داسې چې دغه ډاکټر د دې له زامنو يا هم د کور له كسانو څخه وي. کله به چې د دوى نور مېلمانه کورته راغل ، د کور مېرمنې به د مېز سپينه پرده راوړه پر مېز به يې اواره کړه، وروسته به يې درانه د سفالين لوښي لرې کول او په ځاى به يې چيني اصل لوښي راواخيستل، تردې چې چاړې او قاشق پنجې به يې هم مسي را اخيستې، خو اوس ماري دا يو کار هم ونکړ. ډاکټر چې غوښتل له پيالې څخه غړپ وکړي ماري ورته وويل پوهېږې ډاکټر صاحب چې ستا په راتلو سره مونږ هيڅ تش يفات نكوو. تر څو پوه شې چې مونږ څومره سره نږدې دوستان يو. ما کولای شواى تاته مې څپل هغه بهترين چيني لوښي، چاړى او قاشق پنجې را اخيستې واى، خو دا کار مې ونکړ څو ته زمونږ د کورد يو غړي په ډول زمونږ سره نژدې وې .

اکټر پوهېده چې هغه ريښتيا وايي او له زړه څخه خوښه ده. روسيکي خبرې نکولې خو ټنډه يې غوړېدلې وه او موسکا يې له ګونځې څېرې څخه يوه لحظه هم نه لرې کېده. کله کله به له ځايه پورته شو يوه اندازه د ډبرو سکاره به يې بخارۍ ته واچو . کله چې ماري مېلمنو او زامنو ته د سهارنۍ له وېش څخه وزګاره شوه، روسيکي د مېز له هغې خوا ماري ته مخاطب شو په چکي ژبه يې څه ورته وويل. د دې لپاره چې ډاکټر ډېر ورته ښاغلى دی او خپه نشي زياته يې کړه: اوس مې مېرمن ته وويل چې مخکې تر سهارنې پای ته رسولو له ډاکټر څخه د مارشال توم د ښځې پوښتنه وکړه. تاسې پوهېږئ چې ښځې څومره پلټونکې دي په ځانګړي ډول زما مېرمن ماري، چې خداى مکړه كه يې يوځل  په خبرو پيل وکړ، نو زمونږ د ټولو پر حال ژړا ده.

ما ومانو ټولو وخندل، تردې چې ماري هم ونه توانېده د خپلي خندا مخه ونيسې. په عين حال کې يې تر سترګو لاندې ډاکټر ته کتل چی سهارنۍ په مينه خوري که نه، خو ماري خپله نن سهار هېڅ اشتيا نه درلوده او ټول پام يې دې ته ؤ چې ډاکټر څه وغواړي يا يې ورته اړتيا وي چټک يې ورته  راوړي.

ماري ډاکټر بورلي د ماشومتوب له وخته پيژانده اوس چې هغه دومره لوړ مقام ته رسېدلي ؤ، هر وخت به په ټول کلي او کرونده کې له ډاکټر څخه خبرې کېدې ، ناروغانو ته به ويل کېد ، تر څوپورې چې ډاکټر بورلي وي د (اوهاما) ښار ته د تللو اړتيا نشته. دده شتون مونږ ټولو ته د وياړ خبره ده.

ټول پوهېدل که دغه ساده زړې کليواله ښځه له چا سره مينه ولري، هغه ته به تر اندازې ډېر درناوى ولري. بورلي د نورو ښځو دستاينو او کړنو په اړه دومره نه پوهېده، خو پوهېده چې ماري ډيره علاقه او مينه ورسره لري.

كله چې داكتر د سهارنۍ له مېز څخه ورګار شو، پوهېده چې د كور هر غړى د مارشال د مېرمنې دزېږېدنې د كيسې د اورېدو انتظار ل ي.  رودلف چې تر دې وخته يې دپلار په كور كې ژوند كاوه، وويل: تېر كال چې زه د مارشال په كور كې وم ومې ليدل چې مېرمن يې د شيدو درانه لوښي پورته كوي او زه پوهېدم چې دغه كار بدې پايلې ورته لري...

ماري د خپل زوى خبرې ونيوې: ودلف چې څو ورځې مخكې د دوى له كوره راغلو دغه موضوع يې راته وويله ما ورته وويل: دغه سم كار نه دى، دا چې زه بستري كېدم او تر وروستيو ورځو پورې له پښو به هم نه لوېدم، ځواكمن اندامونه مې درلودل، خوكلونه كېږي چې دغه ښځه كمزورې ده...

بيا يې داكټر ته مخ واړاوه، ويې پوښتل: دغه ښځه به وكولاى شي د خپل زوى پالنه وكړي؟ تر ټولو بده داده چې، تاسو يې تر سهاره بيدار كښېنولي وى او بيا يې پرته له سهارنۍ خوړلو رخصت كړي ياست، دغه فكر مې لېونۍ كوي... نه پوهېږم ځينې خلك ولې دا ډول فكر كوي.

په څرګند ډول ماري هېر كړي ؤ چې داكټر يې مخاطب دى، كه يې هېر كړي هم نه ؤ غوښتل يې ځان ډېر صميمي وښيي، له ماشومانو څخه يو په خبرو راغلو: مورې، ښه دى چې داكټر صاحب ته يې سهارنۍ نه ده و كړې، ځكه كه ډاكټر هلته پاتې واى، اوس به له مونږ سره نه واى...

ماري ځواب وركړ: ګرانه، داكټر ښه پوهېږي چې مونږ يې تل په ليدلو خوښېږو، زمونږ د كور دړه يې تل پر مخ وازه ده، خو زما پر هغې بېچاره ښځه زړه سوځي، خامخا به ناآرامه شوې وي چې داكټر پردې سړه هواكې وږى او ستړى كورته ځي...

داكټر چې تر دې دقيقې پورې غلى ناست ؤ، موسك و او ويې ويل: كاشكې ددې اولادونو د زېږېديې په وخت كې دې داكټر زه واى ځكه چې ښې خوندورې سهارنۍ به مې درسره خوړلې واى.

د كور مېرمنې څېره سره شوه ماشومانو ددې د حالت په بدلېدو وخندل، ماري وويل: افسوس چې ته هغه وخت نه وې چې ماخپل داكټر ته څنګه مېلمستيا وركوله ...

ماشومانو خپل پلار ته مخ واړاوه. جان پوښتنه وكړه: پلاره ته څ ه وايې؟ ريښتيا به هم داكټر ته سهارنۍ وركول كېده كه به پرته له سهارنۍ څخه تلو؟ ما ري بيا پر خبرو ورګډه شوه: نه نه پرته له سهارنۍ خوړلو نه تلو، آنتون يې خپله مېلمستيا كوله...

په داسې حال كې چې ماشومانو خپله خندا اوږ دوله، داكټر له ځايه پورته شو په كوټه او نورو كوټو كې يې يوې او بلې خوا كتل. د جرېباً ګلونو ګلدانۍ چې هرې خواته سترګې ورسره جنګېدې د داكټر سخته پاملرنه وراړولې وه. د كور مېرمنې  ته يې مخ واړاوه او ويې ويل: دا څه ډول كيسه ده چې دغه ګلدانۍ په ژمي او اوړي كې له ګلونو ډكې وي. ډېر لږ پېښېږي چې زه ستا له كور سره تېرېږم ستا په كړكۍكې د ګلونو ننداره ونكړم

ماري يو ګل غوڅ كړ او په ډېر غرور يې د ډاكټر په سينه كېښود.  ډاكټر ته يې مخ واړاوه او ويې ويل: څومر ستا له جامو سره ښايي. اوس په ټوله مانا يو ښاغلى شوې. ريښتيا ادوارده، ولې واده نكوې؟ فكر مې ستا لپا ه ډېر ناآرامه دى... د سر وېښتان دې ورو ورو سپينېږي او زه وېرېږم چې داسې وخت به واده وكړې چې بيا به ډېره ناوخته وي.

ډاكټر بورلي چې خندل يې، ويې ويل: ريښتيا ده، ورو ورو مې وېښتان سپينېږي، خو فكر كوم كه واده مې كړى واى تر دې به وړاندې سپين شوي واى... د ماري څېره جدي شوه:

نه داسې خبرې مكوه! دغه ناوړه غذاوې چې ته په هوټلونو كې خورې، وېرېږم چې ستا روغتيا ته به زيان ورسوي، كه دې ښځه درلوداى اوس به دې يو كورنى نظم درلود. زه به هم كله ناك ه ورتلم كوم بادامي كيك او نور څيزونه چې په كور كې يې جوړوم وروړل به مې. ريښتيا، د څنګ وېښتانو ته دې وګوره څوم ره خړ ښكاري. داسې وكړه چې سهار ښه ټينګ تورچاى جوړ كړه او بيا يې په برس د رنګ په شان ورباندې ووهه، بيا به ډېر نه ښكاري. زه هم همدا كار كوم...

هغه وخت چې كله داكټر كور ته راغلو، ټوله لار يې د روسيكي كورنۍ په سترګو كې وه. د هغوى په مالي حالت، كار او آرامۍ يې فكر كاوه. ځينې وخت به يې له خلكو څخه د دوى په اړه خبرې اورېدې.

ځينې خلك هېښ  ؤ چې روسيكي شپه ورځ كار كوي، زامن يې هم مرسته ورسره كړي خو بيا هم ولې دوى پانګه نلري؟ ژوند يې هماغه ول دى چى پخوا ؤ.

ډاكټر بورلي اوس ښه پوهېده، چې څنګه دغه معما حل كړي، پوهېده چې دغه كورنۍ په ډېره خوښۍ او آرامۍ سره ژوند كوي هر څومره چې پيداكوي هغه لګوي. ددې غم ورسره نشته چې ذخيره ولري .
نور بيا ...