د سوکالۍ له پاره نړیواله جگړه - دوهمه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11401
ژباړونکی: شریف بهاند
دخبریدو نیټه : 2007-03-06

لیکوال : گابور شتاېنگارت   Gabor Steingart    ژباړونکی: شریف بهاند
اخځای :Der Spiegel, Nr.: 37/11. 9. 2006, S. 44-75 
      ملتونه په خپل منځ کې د هر ډول شونو شیانو راکړه ورکړه ترسره کوي، د ساری په توگه له کیلې او تلویزیون څخه نیولي بیا تر بنزینو او فولادو پورې. پیسې دي، چې دا خوا او اخوا سره حواله کیږي. خو د کارگرانو راکړه ورکړه هیڅکله ترسره نه شوه. که څه هم لویدیځ المان څو موده ترکیي میلمه کارگران هیواد ته راوبلل، خو له یوې مودې وروسته دوي هم تر هماغه مقرراتو لاندې کار کاوه، لکه کوربه کارگرانو.
  په دې برخه کې د اروپا او امریکا تر منځ کوم ستر توپیر نه تر سترگو کیده. د شمالي اتلانتیک د دې او هغې غاړې کار ورکونکي (کارفرما) سیالان وو، نه دښمنان. پانگه وال معاش ورکوي، نه صدقه، ماشومان، ماشومان وو، نه روزمزد کارگران. بورژوازی ټولنې هڅه کوله، د متصدیانو او کارگرانو تر منځه د یووالي (متحدانه) اړیکې رامنځته کړي. ځکه د اتلانتیک دواړه خواووې له څو لسیزو زبیښاک او پاړکیزې جگړې وروسته په روښانه توگه یو له بل سره نږدې شوې.

      لویدیځې پانگې ځان د بیوزلۍ له کهکشان څخه ډیر لری ساته. پانگه وال له هغه ځای څخه اخیستل کول، خو مینه یې نه درلوده، هلته ځای په ځای شي. له همدې امله یې د کار ځای او بوختیا د رامنځته کولو له پاره دومره کږون (تمایل) نه ښود، چې له لویدیځ څخه کډه شي. په دې ترڅ کې د لویدیځ او پاتې نړۍ ترمنځه دغه ژور درز تر یوې اندازې پورې ډک شوی دئ. خو اوس پانگه والو په ماجراجویانه توگه دې سیمو ته مخه وکړه. دوي له نوې ترلاسه شوې ازادۍ څخه په گټه اخیستنې سره، له دغو هیوادونو څخه گټه ترلاسه کوي. دوي په خلاصو پښو د نړۍ نقشه په لاس کې، هلته ځي او څیړني کوي، چې خپله پانگه د نړۍ په کومه برخه کې په کار واچوي.

      پانگه وال د نړۍ ډیرو لرو سیمو ته ځي او هغه څیړي. ځکه دی دا په پام کې لري، چې هلته پانگه اچونه وکړي. په ۱۹۸۰ کال کې د یوه ملت مستقیمه پانگه، چې د خپل هیواد له پولو څخه یې بهر په کار اچولې ده، پنځه سوه میلیارده ډالره وه. خو په دې ترڅ کې د مستقیمې پانگې اچونې کلنې ونډه لس بیلیونو ډالرو ته رسیږي، چې دغه ونډه په پنځه ویشتو کلونو کې دوه زره په سلو کې زیاتوالي ښیي.

      مدرن پانگه وال له امتیاز سره د الوتو په حال کې دئ. هر چیرته د نوموړی کور او هم هر چیرته پردی دئ. هر څوک چې پانگه وال په نامه دې ملت پال یاد کړی، ښایي ډیره ستره تیروتنه وکړی.

      له پانگه وال سره کارځایونه هم په خوځښت کې دي. کارځایونه له لویدیځ څخه کډه کوي او په بل هیواد کې رامنځته کیږي. یا د هند د نرم او راز Software په فابریکه کې، یا د هنگری د لوبو د سامان په یوې فابریکې کې تولید کوي او یا هم په چین کې د موترو د ماشین پروزې تولیدوي.

      یوه ناارامونکې فضأ رامنځته شوې، چې چا د هغې اټگل نه کاوه. د کار یو نړیوال بازار رامنځته شوی، چې هره ورځ د میلیاردونو انسانانو ژوند او کار ته په محسوسه توگه بدلون ورکړي.

     هغه انسانان، چې یو او بل نه پیژني او د دوي ځیني ان د بل هیواد له شتوالی هم بې خبره دي، یو نا څرگند [نامرئی] لارښود نظام دوي  یو له بل سره نښلوي دي. اسیا، امریکا او د اروپا دواړه برخې سره نږدي کیږي او یو نړیوال بازار، د هر هغه شیانو له پاره، چې د راکړې ورکړې وړ دي، رامنځته کوي. مالي کارپوهان، پانگه او له هغه وروسته سوداگر خپل کالي (متاع) اقتصادي بهیر (دوران) ته وړاندې کوي. د کار په بازار کې د لومړی ځل له پاره په میلیاردونو معمولي کارگران یو د بل په وړاندې دریږي.

     همدا موضوع ده، چې د اوسمهال د نړیوال کیدو او د پخوانیو ملتونو، چې په سوداگرۍ اخته وو، ښکیلاکگرو امپراتوریو او د نولسمې پیړۍ له نیمایي وروسته د صنعتي پانگه والۍ تر منځه توپیر رامنځته کړی دئ. د لومړی ځل له پاره په تاریخ کې یو واحد اقتصادي نظام رامنځته شوی دئ، چې له استثنأ پرته د تولید ټول فکتورونه په کې شامل دي. اوسمهال د پانگې، اومه موادو او د انساني کار راکړه ورکړه په هماغه ډول ترسره کیږي، لکه څنگه چې پخوا د سپینو زرو او وریښمو راکړه ورکړه ترسره کیده.

     د کار د نړیوال بازار رامنځته کیدل یوه تاریخي پیښه ده. د تیرې پیړۍ په اومه لسیزې کې د هانگ کانگ، مالیزیا، سینگاپور، چاپان او تایوان ۹۰ میلیونه کارگران دغه اقتصادي نظام سره یو ځای شول، چې تر دغه وخته پورې څه نا څه د لویدیځې اروپا، کانادا او امریکایي کارگرانو په هغه کې برخه درلوده.

     د زمریانو دولتونو [دسویل ختیځې اسیا هیوادنه] ته په سترې حیرانتیا سره، جاپانیانو ته په خوښې او احترام سره ښه راغلی وویل شو. خو د کار نړیوال بازار ته دغه نوي رارسیدلي مخکښان وو.

     څو موده وروسته [د کار په نړیوال بازار کې] چینایانو د شمولیت اجازه وغوښته. د شوروی اتحاد له دړې وړې کیدو وروسته د ختیځې اروپا کارگران او هندیان دغه بازار ته راغلل. له تاریخي پلوه د سترگو له رپ څخه په لږ شیبه کې څه نا څه یو نیم میلیارده اضافی کارگران د کار بازار ته راغلل.

     څه د حیرانتیا وړ،  کار ځواک ځای په ځای کول. د لویدیځ ۳۵۰ میلیونه روزل شوي خو گران (قیمتي) کادرونه، چې تر اوسه یې د نړۍ د تولیداتو زیاته برخه تأمینوله، په یوه شیبه کې په لږکیو تبدیل شول.

        که څه هم دغه بدلون [د کار د عرضې زیاتیدل] ډیر د پام وړ دئ، خو د ستونزې پای نه بلل کیږي. هغو هیوادونو، چې د کار پر بازار یې یرغل کړي، په هغو کې د وگړو وډه ډیره لوړه ده. دوي تل د کار نوي ځواک بازار ته وړاندې کوي، دوي غواړي کار وکړي، دا چې څومره عاید ترلاسه کوي، دومره مهمه نه ده.

     سره د هغه چې په تیرو لسو کلونو کې د کار نړیوال بازار ته کوم نوی هیواد هم نه دی وړاندې شوی، خو سره د هغه هم د دغه بازار د کارکونکو په شمېر کې څلورسوه میلیونه زیاتوالي راغلي. د ملگرو ملتونو د کار د نړیوال سازمان یو تن مسؤل وایي، چې دوه سوه زره نور کارگران د انتظار په حال کې دي. دوي غواړي کار وکړي، خو نه شي کولي ارزان بیه دنده ترلاسه کړي. دا په دې مانا، دوي وزگاره او د انتظار په حال کې دي.

     د دوي له ډلې څخه ډیرو یې هیڅکله یو ثابت کار نه درلود. دوي لومپ پرولتاریا دي، یا د کارگر مرستندیان یا هم روزمزد او یا هم د سترو ښارونو په شأ و خوا کې د بیوزلو سیمو اوسیدونکي، چې د یوه ښه لامَل پر بنسټ نه غواړي، دغې وضعې ته دوام ورکړي. نوځکه دوي فابریکو، گدامونو او د ودانۍ جوړولو کارځایونو ته مخه کوي. شمېرنې ښیي، چې په نړیواله کچه د کارځواک پتنسیال [د تیرې پیړۍ] د نهمې لسیزې له پیل څخه وروسته هره ورځ  د دوه سوه زرو کسانو په شأ او خوا کې دئ، چې د کار نړیوال بازار ته وړاندې کیږي.

      دوي ټول هغو ځایونو ته مخه کوي، چې گمان کوي، هلته وده او سوکالې موندل کیږي، چیرته چې د راتلونکې له پاره یو څه ترلاسه کړي، ښایي هغه  له اوس څخه ښه وي.

      مخکې له دې په تاریخ کې هیڅکله د کار ځواک دا ډول پراختیا او وړاندې کول (عرضه) نه و لیدل شوي. د کار یو حقیقي انفلاسیون رامنځته شوي. ځکه چې غوښتنه (تقاضا) دغه مخ په زیاتیدونکي کارځواک ته نشته.

     لویدیځ متصدیان نه شي کولي باور وکړي، چې دوي ته څومره نیکمرغې ور په برخه شوې. حکومتونه د دوي ښه راغلي ته سرې غالې غوړوي. د دوي پخواني سیالان، د کارگر طبقه، هم غواړي په مؤدبانه توگه دوي ته خدمت تر سره کړي. پانگه وال هیڅکله د ارزانه او فرمان وړنکي کارځواک په ټاکنه کې دا ډول هر اړخیزه شونتیا نه وه ترلاسه کړې.

     په بانکونو کې د ټولې نړۍ د اسهامو د تبادلې غوړیدل د یوې پردې [د تلویزیون] له لارې ښودل کیږي. د څو دقیقو، او کله نا کله د څو ثانیو په ترڅ کې د امریکایي او اروپایي اسهامو بیه سره مساوی کیږي. که د کار د لټون په دفترونو کې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د کار مزد د ښْودولو وسیله ځای په ځای شوې وای، ډیر به حیران شوي وای، چې دوي څه د پردې پر مخ لیدل.

     د کار په نړیوال بازار کې د همدې نږدي کیدو بهیر یوازې په ځنډ سره لیدل کیږي. د میلیاردونو اضافي کارځواک د وړاندې کولو له امله یو څه خوځښت رامنځته شوی، چې هغه به ډیر ژر او په شدت سره د لویدیځو ټولنو بنسټیز جوړښتونو ته بدلون ورکړي. تنخوا او هغه سره جوخت د ساده کارگرانو د ژوند کچه یو او بل ته نږدي کیږي. ترټولو دمخه پانگه ده، چې هڅه کوي، هغه پخوانې چپی [سوسیالیستې] غوښتنه، برابر مزد د برابر او د عین ډول کار په وړاندې په نړیواله کچه د عمل په ډگر کې پلې کړې.

     زموږ اوسنې ستره تیروتنه به په دې نغښتې وي، که باور وکړو، چې د چین په میلیونونو کډوال کارگران او په ولفسبورگ Wolfsburg او دیت روېت Detroit کې قراردادی کارگران یو د بل له پاره څه نه رامنځته کوي. دا داسي بریښي، خو دا ډول نه ده.

     چینایي کارگران [د المان] د موترجوړولو ښار ولفسبورگ نه پیژني، الماني کارگران بیا د کډوال کارگر له اصطلاح سره پیژندگلوي نه لري. خو سره د هغه هم د دوي برخلیک په نه بلیدونکی توگه یو له بل سره تړلی دئ.

     کډوال کارگر، چې اکثراً قفس ته ورته خونو کې ژوند کوي او پرته له حقوقي تضمین څخه د چین د موتر جوړولو د فابریکې د پروزو د لیزدولو په څانگه کې کار تر سره کوي، د همدې فابریکې له یوه غیر فنی قراردادی کارگر سره سیالي کوي. د دواړو کارگرانو د مزد توپیر ډیر لږ  دئ، ځکه د کډوال کارگر تر ټولو بیړنۍ هیله د چینایي قراردادی کارگر د کارځای ترلاسه کول دي.

     سیمه ییز شرکتونه په پرله پسی توگه هڅه کوي، چې د دوي دغه سیالې دوام ومومي. که دوي وغواړي او که نه! د دواړو تر منځ د مزد پرسر سخته سیالې روانه ده.

     طبعاً مرستندوی کارگر هڅه کوي، چې له دا ډول مزد څخه ځان وژغوري. دی غواړی لږ تر لږه د چین د موتر جوړولو په فابریکه کې د متخصص کارگر په توگه دنده ترلاسه کړی. نوموړی چمتو دئ، د دې کار له پاره اضافه کاری، د تخصص لوړول او داسي نور کارونه تر سره کړي. که څه هم د کار ورکونکی (کارفرما) له پاره کډوال کارگر له ذاته یو متخصص او یو سرسخته سیال دئ. دی باید د ډیر لږ مزد په منلو ورسپارل شوې دنده تر سره او په کومې کارگرې ټولنې کې غړیتوب و نه لري، څو ټولنه نوموړی د کار د[ پورتنیو] شرایطو نه منلو ته و نه هڅوی.

     که نوموړی وکړی شي، دغه دنده او په هغې کې څو کلنه تجربه ترلاسه کړي، نو دی بیا د لویدیځ د موتر جوړولو د کارگر سیال بلل کیږي. که څه هم دغه دواړه یو له بل سره نه پیژني، خو دوي په قطعي توگه یو په بل پورې تړلي دي. د شرکتونو د مشرتابه په کمپیوترونو کې د یو او بل د سیال په توگه د دوي مزد او وړتیا (قابلیت) ثبت دي. دوي په احصائیوي شمېرونو کې یو له بل سره انډول او د هرې پانگې اچونې په اړه، چې تصمیم نیول کیږي، دوي یو د بل په وړاندې راڅرگندیږي. چا سره باید دا محاسبه نه وي، چې دومره ژر به په لری ختیځ او ختیځې اروپا کې عاید لوړ شي.

     د مونشن د احصائیه د ادارې د محاسبې له مخې، که په لویدیځه اروپا کې مزد په خپل اوسني حالت پاتي هم شي، څه به ترلاسه نشي. ځکه که د لری ختیځ په هیوادونو کې مزد د اوسمهال په شانې لوړ هم شي، کیدای شي سره د هغه هم په راتلونکو دیرشو کلونو کې د دغو هیوادونو د مزد کچه، د لویدیځې اروپا  د اوسني مزد نیمایي ته ورسیږي.

     اوسمهال وضعه بل ډول نه، بلکې همداسی ده: څوک چې په امریکا او اروپا کې د خپل مزد لوړول د تعرفې یا د یوه ځانگړی تړون له مخې غواړی او کوم بل دلیل نه راوړي، هغه په خپل دغه کار سره د ژوند شرایط لا نور قیمت، لویدیځ دود، د کار او پانگې تر منځ تعادل، له منځه وړي. خو په راتلونکې کې چانس نه لري، چې خپله دغه موخه د عمل په ډگر کې پلې کړې.

     د لاسته راوړل شوو تجربو له مخې د کارگرانو د حقوقو د ترلاسه کولو له پاره د کارگري ټولنو مقاومت دومره بریالی نه بریښي. څوک چې هڅه کوي، دغه پروسه له خنډ سره مخامخ کړی، هغه لا نوره گړندې کوي. له یوېخوا د المان، فرانسې او امریکا د حل لاره ده، نه زیات او نه لږ مزد. په داسی حال کې چې د صنایعو په ساده برخو کې د میلیونونو انسانانو له پاره الترناتیف یا ټیټ مزد دئ او یا هم هیڅ نه.

     چا چې باور کاوه، چې د لری ختیځ او ختیځې اروپا سترې تولیدي دستگاوې به ډیر ژر په نړیوال اقتصاد کې ژب (ادغام) شي، ډیره ستره تیروتنه یې کړې ده. په نړیوال اقتصاد کې د اسیا د میلیونونو انسانانو یو کېدل او ژب (ادغام)، له دغه بازار څخه د لویدیځ د میلیونونو انسانانو د وتلو په مانا ده. له دغه بازار څخه د هغو ټولنو د کارکونکو وتل او د نورو ټولنو د کارکونکو ورتلل، د یو او بل تکمیلونکي نه دي، بلکې یو د بل ځای نیسي.

     د کار نړیوال بازار وروسته له څو لیسزو په دې بریالی شو، چې د ټولو له پاره په پوره اندازه بوختیا رامنځته کړي. خو دا یو خیال دئ. هغه خیال، چې د خوب په لیدو ارزي. خو دا به احمقانه وي، که هغه د اوسني واقعیت ځای ونیسي.

     څوک چې په ځیر سره وگوري، کولي شي په دقیقه توگه وویني، چې له لویدیځو هیوادونو څخه بوختیا خدای په امانې کوي. ځکه هغه شغل چې په لویدیځ کې له منځه تللی، د وارداتي کالیو په توگه بیرته هیواد ته راستون شوی دئ. دغه وارداتي کالي بل شی نه دي، پرته له هماغه کډه شوی شغل څخه، چې په بل ځای کې تولیدیږي. موږ نه شو کولي له دې ځای څخه، د اسیا او یا ختیځې اروپا د کارگرانو د اوږو له پاسه د دوي د کار ننداره وکړو، خو د دوي د کار پایله په خپلو سترگو وینو.

     کوم کالي، چې دوي تولید کړي دي، د الوتکو، بیړیو او لاریو په مرسته موږ ته رالیږي او د گمرک مامورین هغه په دقیقه توگه د محاسبې په کتابونو کې رسوي. یوازې د ۱۹۹۷ ــ ۲۰۰۳ کلونو تر منځ د المان واردات، له هغو هیوادونو څخه چې د مزد کچه په کې ټیټه ده، دوه برابره شوې ده. په دغو شپږو کلونو کې د وارداتو کچه له هنگری څخه په کال کې په منځنې توگه ۱۷ په سلو کې او له چین څخه ۱۴ په سلو کې زیاته شوې ده.

     د اقتصاد پوهان دغې پدیدې ته " اغیزمن واردات" وایي. دغه اغیزمن واردات، چې کورني تولیدات څه نا څه له منځه وړي، په لویدیځ کې زیات شوي دي. ځیني څانگې، د اغیزمنو وارداتو کچه اتیا په سلو کې ښیي، چې دا له اروپا څخه د صنایعو د خدای په امانې په مانا او د هغوي بنسټ ایښودل د نړۍ په هغه بل برخه کې ده.

     د نړۍ له یوې سیمې څخه د هغې بلې برخې ته د کارځایونو کډه کیدل پرته له کومو نښو نښانو تر سره کیږي. نه د خواخوږې وینا ته اړتیا شته او نه هم اوښکې تویږي. شرکتونه لکه گروندیگ Grundig، سابا Saba او نوردمنده Nordmende له منځه ځي، د هغوي ځای میتسوبیشي Mitsubishi، سونې Sony او سامسونگ Samsung نیسي. د دغو شرکتونو تولیدات له لویدیځو تولیداتو څخه هیڅ توپیر نه لري. یوازې د کالیو پر مخ د یوې کوچنې نښې له مخې پیژندل کیږي، چې دغو کالیو ډیره لرې لار وهلې، څو دلته رارسیدلي دي. " د چین جوړښت" د دغه لویدیځ شرکت تر پاملرنې لاندې، "د تایوان جوړښت" د امریکایی شرکت په همکارۍ.

     ډیر شرکتونه، چې موږ یې د المانی، فرانسوی او امریکایی پیژنو، دنده یې په خپل ټاټوبې کې یوازې د هغو تولیداتو کنترول، ازموینې، بیلانس جوړول، بسته بندی کول او پست کول دي، کوم چې بل چیرته تولیدیږي. کیدای شي دا د پورتنیو دندو د خاوندانو له پاره یو ارامونکی حالت وي، خو نه د هغو ټولو له پاره چې تر پرونه، دې دا ډول شیانو په تولید اخته وو.

     کار پوهان دغه پدیده د تولید د کمښت په نامه یادوي. خو په حقیقت کې تولید کمښت نه دی موندلی، هغه یوازې د نورو خلکو په لاس، په بل مزد او په بل هیواد کې ترسره کیږي.

     دا هماغه کار پوهان دي، چې له ډیرې مودې راپدېخوا یې د صنعتي ټولنو د پېر (دوران) د پایته رسیدو اټکل کړي و. خو خبره دلته پایته نه رسیږي. برعکس په صنایعو کې بوختیا پراختیا مومي. د نړۍ په کچه دغې بوختیا په تیرو لسو کلونو کې شپاړلس په سلو کې پراختیا موندلې ده، چې همدا اوس ۶۰۰ میلیونه خلک په فابریکو کې په کار لکیادي. په نړیواله کچه صنعتې ټولنه د غوړیدو په حال کې ده. خو په لویدیځو هیوادونو کې صنعت له منځه تلو سره مخامخ دئ.

     د دغو پیښو تر اغیز لاندې یو زیات شمېر بې کوره او سرگردانو وگړو په محسوسه توگه خپلو ځانونو ته بدلون ورکړی دئ. د انگلستان په شمال لویدیځو ښارونو، لېورپول او مانچستر او لویدیځ مېدلاندز West Midlands په سیمه کې د ورانو او له منځه تللو فابریکو تصویر تر سترگو کیږي. د فرانسې د سترو ښارونو په شأ و خوا کې بې وزلې سیمې رامنځته شوې دي.

     [د المان] د پخوانی صنعتی زون راین Rhein او رور Ruhr په سیمو کې د بیکاره خلکو کچه اوسمهال ۲۵ ٪  ته رسیدلې ده. په ختیځ المان کې خو بې له هغه هم د ارزښت د رامنځته کیدو سیمې له منځه تللې دي . انسانان د اروپا په هره برخه کې د بانکونو له خوږې مادې څخه، چې موږ ټول هغه د کریدت په نامه یادوو او خلک د هغه له برکته نه احساسوي، چې ژوند په څه ډول سره پرمخ ځي، مننه کوي.

     د صنعت له منځه تلل د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر اروپا نه گړندی دئ. د وارداتو زیاتوالي د صنایعو د کمښت د پروسې لامَل شوی، چې ساری یې په تاریخ کې نه دی لیدل شوی. په تیره دغې تر نظر لاندې پدیدې په ټاټوبې کې پر پاتو صنایعو زیات اغیز کړی دئ. مخکې له دې چې فابریکې په بهر کې ځای په ځای شي، هغه لومړی له شمال څخه، چې ډیر قیمت دئ، ارزانه سویل ته کډه کیږي.

     [د تیرې پیړۍ] په پنځمه لسیزه کې ۳۵ په سلو کې امریکایي کارگران د صنایعو په سکتور کې په کار لکیا وو. دغه کچه په شپږمه لسیزه کې ۳۲ په سلو کې او په اتمه لسیزه کې نوره هم راټیټه او ونډه یې ۲۰ په سلو کې شوه. اوسمهال یوازې یوولس په سلو کې په دغه سکتور کې په کار بوخت دي. یانې د متحدو ایالتونو په صنایعو کې د بوختیا کچه یوازې د یوه پښت (نسل) په ترڅ کې نیمایي ته راټیټه شوې ده.

     د تیر پړاو په ټاکنو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرۍ ته نوماند، جان کېری پر هغو امریکایي شرکتونو، چې له هیواد څخه بهر په تولید لکیا دي، د "بې وطنه" خطاب وکړ. څه چې د جان کېری موخه وه، هغې باید د یوې سپیتانې په څیر اغیز کړي وي. خو دا په حقیقت کې له واقعیت څخه پرته بل شی نه و.

     پانگه واقعاً بې وطنه ده، خو کارگران بې وطنه نه دي. سترو امریکایي کنسرنوله نړیوال کیدو څخه گټه ترلاسه کړه. خو ډیر زیان هغو شرکتونو ته ورسید، چې په خپل ټاټوبې کې پاتي شول.

     په تیرو زمانو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سوداگرۍ بیلانس مثبت و، خو اوس هغه دا ډول نه دئ. په دغه هیواد کې د ملی اقتصاد کمزورتیا تر سترگو کیږي. د نړۍ کابو ټول هیوادونه اوس متحدو ایالتونو ته مواد صادروي، پرته له دې چې په هماغه اندازه له دغه هیواده مواد وارد کړي.

     په کال ۲۰۰۵ کې له چین سره د متحدو ایالتونو د سوداگرۍ د بیلانس کسر ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ته رسیده. دغه ونډه له جاپان سره څه نا څه ۸۰ میلیارده ډالره وه. له اروپا سره دغه کسر څه د پاسه ۱۲۰ میلیاردو ډالرو ته رسیده. په سوداگریزو اړیکو کې اوسنې امریکا نه شي کولي ان له لږ پرمختللو هیوادونو د ساری په توگه روسیې او اوکراین سره مثبت بیلانس ترلاسه کړی. هر ورځ د متحدو ایالتونو بندرونو ته ترانسپورتي بیړۍ مالونه لیږدوي، خو دغه بیړۍ پرته له دې چې امریکایي تولیدات بار کړي، تشې بیرته ستنیږي.  

     نور بیا