دډیورنډخط یا تلپاته مصیبت (ډاکټرنثاراحمدصمد)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11507
لیکوال : ډاکټر نثار احمد « صمد »
دخبریدو نیټه : 2007-03-15

دغی دعوې موږ ته له مصیبته پرته بل څه راکړی دی ؟


لیکوال : ډاکټر نثار احمد « صمد »
افغانستان د جیوپولیتک یعنی سیاسیي  ــ جغرافیایي ستر توب یو اوږد تاریخ لری او همدغه موقعیت افغانستان ته کلکی ضربې او سختی سزاوی هم ورکړی دی . برتانیې په ۱۸۴۰ کي پيښور او کويټه دورپورو سیمو په شمول ونیول . روسیې هم وروسته پنجده، مرو، پل خاتون، ایماق، د ذوالفقار ننوتوځی، آق تیپه، چمن بید او چشمه سلیم لاندی کړل . انګریزانو په ۱۸۷۹ کي په امیر یعقوب خان باندی د ګندمک د تړون په ترپلو سره کورمه، سیبحد او پښین ( د خپلو ټولو توابعو په شمول ) د افغانستان څخه بیلی او په برتانوي هند پوری ومښلولې. بیایي  په ۱۸۹۳ کي د امیر عبدالرحمن سره د ډیورنډ منحوس تړون وکړ چي د هغه له مخی یي چترال، سوات، بنیرو، خیبر دره، بنو، ټول وزیرستان، لورلایی، مسلم باغ ، چمن او چاغی د افغانستان څخه واخیستل او افغانستان یي پر منځ دوه ځایه کړ.

   د هر افغاني واکمن منجمله امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان ، اعلیحضرت امان الله خان، محمد نادر خان، ظاهر شاه او محمد داؤد خان لخوا لږ یا ډیر ددې ټولو مقبوضه سیمو د بیاخپلو  لوهڅی سوی چي ځینو تش په نوم او ځینو جداْ تعقیب کړی مګر هیڅ نتیجه یي نده ورکړې بیله دې چي افغانستان  نور هم بد مرغه او د ترقۍ له کاروانه شاته پاته سی. پدې لار کي ډیرو افغاني مشرانو خپل سرونه یا تختونه هم د لاسه ورکړی او هر ځل هیواد له مځکی وهل سوی دی  .

   انګریزاتو هیڅکه هم د افغانانو د ا غوښتنی په باک ندی راوړی څو چي بالاخره په ۱۹۴۷ کي د هند څخه ووتل  . پدې وتنه سره دسیمی جغرافیه هم بدلون مومی او د پاکسان په نوم یو نوئ هیواد منځته راځی او د افغانستان مځکنۍ  دعوه هم نور نو د پاکستان په غاړه کي ورلویږی  . هو   ، د پاکستان په زوکیدو سره د ډیورنډ د کرښی لانجه نوره هم پیچلې او ستونځمنه کیږی. دغی دعوې د پاکستان سره د افغانستان هر ډول اړیکی سختی زیانمنی کړې چي موږ ته د یوې ستری فاجعې په بیه تمامه سویده.

که موږ په تیرو شپیتو کالو کي د پښتونستان د شخړی پس منظر ملاحظه کړو، نو وبه ګورو چي دغی دعوې موږ ته د بدمرغیو او مصیبتونو څخه پرته هیڅ ډول ښیګنه، نیکمرغی اوپر مختګ ندی را په برخه کړی  .  افغانستان پدې موده کي نه د سیاسي پلوه ، او نه د پوځي پلوه او نه هم د روحیاتي پلوه کومه لاسته راوړنه نده لرلې  او که عمیقاْ ځیر سو نو پدې قمارکي یي هر څه ( سر او زر) بایللی دی. هغه د چا خبره موږ پدې اوږده موده کي تاریخ جوړاوه خو راڅخه جغرافیه سوه. که موږ د مطلق حکم، احساساتو، شعارونو او غټو خبرو له آسه راکښته سو او په ګریوان کي وګورو نو وبه مو مو چي په تیرو ۶۰ کالو کي د افغاني سیاسي مشرتابه جاه طلبیو افغانستان د ترقۍ څخه  محروم کړی، ملي منافع يي زیانمنی کړی، افغانان یي روحاْ ناروغه کړی او د خپلی بقا د سوال سره يې مخامخ کړی دی حال دا چي مقابل لورئ يې ډیر ګټمن کړی دی  .

دا باالکل صحیح خبره ده چي د لاهور، ګندمک او ډیورنډ تړونونه منحوس تړونونه دی او ۳/۴ برخه افغانستان یي له خپل مورني وجوده غیچي کړ مګر دا تریخ حقیقت هم باید مدنظر ونیسو چي له هغه دمه تر دې دمه یوه نیمه پیړۍ تیره سویده. له هغه وخته تر اوسه دوه نسلونه تیر سوی، زمانه بدله سوې ده ، حالات بدل سوی، اذهان بدل سوی، دسیمی جغرافیه بدله سوې او باالاخره دنیا بدله سویده لاکن موږ بیا هم خپل سرونه دیوال ته کلک نیولی او د ۱۵۰ کالو مخکنی حالات غواړو چي نه يې هیڅ ځای نیولی او نه یې هم نیولای سي.

   داتر لمر سپینه ده چي پاکستان د برتانوي استعمار په خوښه ایجاد سوی، په سیمه کي د ستونځو او شخړو عامل ګرځیدلی او موږ یې تل بدمرغه کړی یو، مګر دا هم باید ومنو چي برتانوی استعمار د هغه د زوکړی پر مهال دوې ستری سرحدی لانجې هم په غاړه کي وراچولی دی لکه د هند سره د کشمیر او دافغانستان سره د پښتونستان شخړه چي سیمه یې بې ثباته کړیده. که د  مسئلې عمق ته نور هم ورننوزو، نو وبه ګورو چي پاکستان د څلورو ایالتونو څخه جوړ سوی دی ( چي هغه پنجاب، سند، بلوچستان او صوبه سرحد دی) . آیا دا ممکنه ده چي د پاکستان ددې څلورو صوبو څخه درې بیرته افغانستان واخلی او صرف یوه صوبه یعنی پنجاب ورپاته سی    ؟   آیا سلیم عقل او د یوویشتمی پیړۍ شرایط داسی حکم  منلای سی  ؟ آیا د ۱۵۰ کالو مخکنۍ ادعا نن حق به جانبه ښکاری ؟ بل دا چي هلته پنځه لوی قامونه اوسیږی  ( چي پنجابیان، سندیان، کشمیریان، بلوڅان او پښتانه دی ) پدې کي لومړني دوه د هندوستان او متباقي درې د پخواني افغانستان  متعلق دي   . نو دا چي هندوستان پخپل ټول پوځي او اټومي طاقت سره هغه ندي ترې اخیستی ( آن نیمایی کشمیر یې هم ندی خپل کړی ) نو موږ به په کوم زور او کومه مایه سره د ۱۵۰ کالو مخکني وګړی او د هغوي سیمی ترې واخیستلای سو ؟ پدې سره نو پاکستان باید بیرته پر هند او افغانستان باندی وویشل سی او له منځه ولاړ سی ؟ آیا دا کار ممکن دی  ؟ کوم طاقت به زموږ لپاره دغسی وکړی او ولی  ؟

هیله ده چي ځینی دوستان ما ګرم نکړی او پدې اړه غلط تعبیر ونکړی . زه د ډیورنډ د کرښی دهاخوا ټولی غصب سوی سیمی د افغانستان د بدن ټوټې او د هغه اوسیدونکی  د زړه سر ګڼم، خپل وجود او خپله وینه یې بولم ( که زه دا ووایم یانه همدغسی هم ده ) مګر راځئ  چي نور نو عیني او ترخه حقایق هم ومنو او د مطلق حکم او تشو احساساتو له آسمانه د شفاف منطق او سلیم عقل مځکی ته راکښته سو. مطلب مي دا دی چي د ډیورنډ د لانجې لپاره باید نور نو د زمان د غوښتنو  او سلیم عقل مطابق حل ومومو، نه د احساساتو او مطلق حکم یا تشو شعارونو پر اساس  ! داسی ګومان ونه سی چي زه لدې دعوې څخه تیر او لاس په سر یم . نه داسی قطعاْ نده بلکی زه ددې خورا زړې دعوې حل په زړو شرایطو کي نه بلکی د یوویشتمی پیړۍ د مقتضیاتو، د بین الملل او بین الدول د حقوقو مطابق او تر ټولو مهمه دا چي دولسونو د ځانی ارادې د حق ( یعنی حق خود ارایت) پر اساس غواړم. له دغسی معقول او منلو وړ حل څخه پرته موږ دا کشاله نه حل کولای سو او نه هم د هغه حق لرو که نه په لوی لاس به  مو ځان د پیچلی دوړ دوړ کي (  Ternado) په خوله کي ورکړی وی او د تیرو شپیتو کالو غوندی به بیا هم په هوا  کي لامبو  .

    دا چي د ډیورنډ د کرښی د نه منلو کریږی وهو،  تند احساسات څرګندوو، ځانونه تر نورو په توره توریالی او په غیرت غیرتمن ګڼو، ځانونه « هرڅه » نور هیڅ هم نه ګڼو، او بالاخره « په خپل خورا لږ طاقت لاکن غټو خبرو او افراطي جذباتو سره » د نورو هیوادو سیمی د ځانو سره که ممکن وی  یا نه ضمیمه کول غواړو، آیا  دا پدې عصر او زمان کي د منلو وړ یا ممکنه ده  ؟

    نن افغانستان او پاکستان د یو بل په رسمیت پيژندلو سره د مګرو ملتونو غړی دی، او هلته غړی دولتونه د ټولو غړو هیوادو مځکنۍ بشپړتیا او ملي واکمني باید ومنی. ملګری ملتونه او نړیوال حقوق ټولو هیوادوته برابر حق ورکوی. که د کومو هیوادو تر منځ څه سرحدی لانجه یا دعوه موجوده وی هغه به د نړیوالو قوانینو او دوه اړخیزه موافقې او ملی مفاهمې په صورت کي حلیږی نه د زور زیاتی، یا تشو شعارونو، غټو خبرو، مجازی لوړتیا پالنو او افراطي احساساتو له مخی. مهمه لا دا چي آیا موږ د هغو سیمو  د وګړو څخه چي د اخیستو دعوه یې کوو پوښتلی دی چي تاسی زموږ سره یو ځای کیدل غواړئ که یا  ؟ که هغوی موږ  نه غواړی یعنی دافغانستان سره نه یو ځای کیږی مګر موږ یې په زوره غواړو ، آیادغسی غوښتنه پخپله یوه استعماری جاه طلبی نده  ؟

نړیوال اصول او د خود ارادیت حقوق وایی چي تر یو نسل تیریدو وروسته حق د مقبوضه سیمی د خلګو سره دی چي هغوی هره خوا غواړی هغسی باید وسی. خو موږ په زغرده ګورو چي د ډیورنډ د کرښی د آخوا خلک د افغانستان سره یو ځای کیدل نه غواړی ( یوه برخه د پاکستان سره یو ځای والی غواړی او بله برخه هم خپلواکی غواړی )   لا کن موږ دې ته اړم یو چي یا ، هغه باید حتما ْ په افغانستان کی مدغم سی . د خان عبدالغفار خان په مشرۍ ملي عوامي ګوند په ۱۹۷۳ کي پریکړه وکړه چي د پاکستان د ملي اسامبلی په انتخاباتو کي  برخه واخلی او دغه ګډون ترننه هم جریان  لری . دا ګوند یو پاکستانئ ګوند دی، په مرام کي یې داخلي خود مختاری غوښتل کیږی نه د پاکستان څخه بیلوالی یا د افغانستان سره يو ځای والی .


     باید وویل سی چي دغه ۲۵ ملیونه ټول « پښتونستانیان » د څه باندی نیمی پیړۍ راهیسی پاکستانۍ تذکرې ( یا شناختی کارډونه ) لری، ټول یې ځانونه پاکستانیان بولی، ډیر یې په پوځ ، پولیسو، امنیتي څانګو، استخباراتو، سیاسي دریځونو او ملکی ادارو کي فعالیتونه کوی. هغوی  نه موږ او نه هم زموږ سره یو ځای کیدل غواړی. حتی دا چي هغوي په موږ کي دیر نفوذ لری، په موږ کي خپل ګومارلي  لری، په موږ کي اوه تنظیمونه لری او لنډه دا چي  په موږ کي اوږد لاس او هرڅه لری خو موږ په هغوي کي څه لرو  ؟ هیڅ هم نه !

   راځی چي له بلی زاویـې څخه هم ورته ځیر سو. نن موږ ته پسله درې   ـ څلور ځله قیچی کیدو څخه یو ډیر کوچنی او نښتیځلی افغانستان راپاته دی. موږ ټول ښه پوهیږو چي همدغه وړوکي افغانستان مو په تیرو دیرشو کالو کي ستر مصیبتونه ګاللی دی. حتی مځکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنی یې هم د ګواښ سره مخامخ سوې او د تجزیه کیدو کرغیړن پلانونه یې هم طرح سوي دي  .

موږ ولیده چي په ۱۹۸۳ کي د شورای نظار د ډلی مشر احمدشاه مسعود د شوروی یرغلګرو سره پټ تړون وکړ چي د هغه له مخی یې د پنجشیر کورنۍ آزادی غوښتله. موږ ولیده چي د وحدت حزب مشرانو د « هزارستان » په نوم د افغانستان تجزیه غوښتله ، موږ ولیده چي  لطیف پدرام ، رشید دوستم او نورو د افغانستاان د فډرالی کیدو تر ماسک لاندی د هیواد تجزیه غوښته او نن یې هم غواړی. دغه ټول عناصر همدا نن هم  د خپل دغه شوم پلان د تحقق لپاره د موقع  په انتظار دي  .

نن په افغانستان کي بیلتونپاله څیرې او د هغوي ډلی ټپلی په واکمن رژیم ورننوتلی او هلته د ولسمشر د سلاکارانو او مرستیالانو مقامونو ، کابینی یا پارلمان ته رسیدلی دی. هغوی په پوځ، پولیسوو امنیتي او استخباراتي څانګو اوهم سیاسي او ډیپلوماتیکی نمایندګیو کی تعبیه سوی او ټول د « خبیث فرصت» په تمه دی . دغو عناصرو حامد کرزی تر فشار لاندی راوستلی دی تر څو د پاکستان سره د ډیورنډ د کرښی په سر جنجالونه راپورته کړی یعنی هغه مسئله چي دوی د هغې د واقعی حل سره ازلی حساسیت لری ( دوی خو د پښتنو سره کلک مخالفت څرګندوی آن په شمال کي خو یې تر وحشیانه ظلمونو لاندی هم راوستل، نو څنګه به ددې لس ملیونو پښتنو سره د هغو ۲۵ ملیونو پښتنو یو ځای  والی قبول کړی  ؟  !  څنګه به خپل سیال نور هم پسی اکثریت کړی  ؟ ) دغه عناصر غواړی د ډیورنډ د کرښی د ستونزی په راپورته کولو سره خپله سیاسي بهره برداری وکړی اوبه خړی کړی او ماهیان ونیسی، هیواد  په یوه کورټ بایلونکې او وژونکې لوبه ورګډ کړی، فعلي بی ثباتی په یو خونړی مصیبت سره  واړوی او پدې توګه لومړی  خپله بقا تامین کړی او بیا د تجزیې کرغیړن پلانونه راپورته کړی. دغه بیلتونپاله عناصر د ګاونډو او نورو هیوادو استخباراتي مهرې دي چي هغوي له دوی  څخه دلته د منطقوي رقابتونو د پرمخ بیولو په لوبه کي کار اخلی. پدغسی ناورین کي به د برچې تیره څوکه یوازی او یوازی پښتنو او همدغه راپاته کوچني افغانستان ته متوجه وی او بس .

   فلهذا، د هیواد حساسه او ضاع او نازک حالات حکم کوی چي د ډیورنډ زنګ وهلې توره چي په تیګی کي کلکه بنده سوې ده او هیڅ نسی راوتلای، باید هغه د تاریخ په زنګ وهلی آرشیف کي وساتو ځکه د هغې دوران نور نو تیر سوی دی او په یوویشتمه پیړۍ کي په هغې سره قطعاْ جنګ نسی کیدای، ګتل خو په ورځ کي د خوب لیدو معنا ورکوی. بهتره دا ده چي افغانان خپل ملي یووالی ټینګ کړی، د بیلتونپالو عناصرو نقشو ته متوجه اوسی، د مسئلې حل ته د سلیم عقل او معقول منطق له زوایې څخه وګوری چي د زمان د مقتضیاتو سره برابر وی نه دا چي د احساساتو او تشو هیوادپالو شعارونو او غټو خبرو یا مطلقو حکمونو یا تش غرور او لوړتیا پالنی له بی حاصله زوره کار اخیستل سی .

    د ډیورنډ د کرښی معقول حل د آخوا د ولس په اراده او ددې خوا د ولس په موافقه کي نغښتی دی نه د دواړو دولتونو په معامله کي .   دا ځکه چي تجربو او سوابقو ثابته کړې ده چي اسلام آباد او کابل دواړه اصلاْ مسئلې ته صادق ندي. فعلاْ  دواړی خواوی لوبه مخته بیایی حتی کیدای سی ووایو چي لوبول کیږی . دواړه رژیمونه  خپلی سیاسی منافع لری او ددې مسئلې حل د هغوی د توان او کفایت څخه ډیر لوړدی. ځکه دواړه اول په زور کښیناستلی او وروسته په انتخاباتو رنګمالی سوی دی چي ملي صبغه نلری   . حل د   دواړو ولسونو کار دی نه د دواړو رژیمونو . 

  د ډیورنډ مسئلې افغانستان شپیته کاله شاته خو پاکستان شپیته کاله مخته بیولی دی، افغانستان یې برباد کړی خو پاکستا ن یې آباد کړی دی، افغانستان یې بې وسلې کړی خو پاکستان یې اټومی کړی دی، افغانستان یې کړولی خو پاکستان یې غوړولی دی لنډه دا چي زموږ څخه یې هر څه اخیستی خو پاکستان ته یې هر څه عطا کړی دی . افغانستان پدې  دعوه کي هرڅه بایللی دی.

  لازمه ده چی نور نو زړې اشتباه ګانی تکرار نکړو ځکه تند شعارونه، لویی خبری اوتشی لوړتیا پالنی هیڅ ځای نه نیسی . په تیرو شپتو کالو کي  افغانستان بیله غم او مصیبته بل هیڅ هم ندی حاصل کړی. ښه به دا وی چي د راپاته کوچني افغانستان غم وخورو. د هغه بقا تأمین کړو او د نوری تجزیې څخه یې وژغورو . ځکه د لستوڼی مارانو کمین راته نیولی دی. د شمال ائتلاف جنګ سالارانو لوی لوی جنایتونه کړی او هغه جنایتونه پدې کړکیچ کي پټوی او موږ غیر مستقیم لمسوی . موږ ولی د پنجده او مرو او نورو غوښتنه نه کوو ؟  آیا روسان او ازبکان به هغه موږ  ته راکړی ؟ نه هیڅکله نه  ! نو بهتره به د اوی چي د افغانستان ملي ګټی جداْ مدنظر  ولرو او نور د خپلو ملي منافعو پر خلاف له بې ځایه ټینګار او لمسون څخه  ځانونه وژغورو.

که امتیازات غواړو نو باید امتیازونو ته غاړه هم کښیږدو . دا صحیح ده چي د ډیورنډ د ستونځی حل د افغانستان د پرمختګ اساسي کلی ده مګر هغه نن ورکه سویده. ښه به دا وی چي دغه ورکه کلی پیدا کړو او زنګ وهلئ قفل پرې خلاص  کړو. ښه به داوی چی ددې اوږده مصیبت د سلیم او معقول حل نوښت وکړو. ښه به دا وی چي افغانستان د هند سمندر ته آزاده لار ومومی خو پاکستان بیا منځنۍ آسیا ته ژغورنده لار ومومی . ښه به داوی چي د سیمه ایزه او لویو قدرتونو د منطقوی سیالیو ټغر د افغانستان څخه ټول کړو. ښه به  دا وی چي د ګاونډو هیوادو خصوصاْ پاکستان د لاسوهنو عامل له منځه یوسو او د مداخلې پلمې پر ودروو. ښه به  دا وي چي په ځان کي داسی یو جوهر وښیو چي په هغه سره د پولی ها خوا ولس په مینه او رغبت سره پرې را جذب کړو. ښه به داوی  چي د ممانعتونو دغه چټل دیوال نور نو ونړوو او د ملي ، ګداړخیزه او بین المللی مفاهمې او موافقې کړکۍ پرمخ راخلاصه کړو ځانونه  او سیمه له اوږده مصیبته بیغمه کړو او تر نورو د ځانو لوړ ګڼل په عمل کي ثابت کړو  . 

خو د پورتنی ټول بیان معنی نو دا نه ده چي د ډیورنډ د کرښي شخړه دی د دواړو فعلی واکمنو رژیمونو لخوا حل سی  .  نه   ، دا ډواړه رژیمونه ددې حساسی ملي لانجې د حلولو هیڅ صلاحیت او کفایت نلری . ددې مسئلې حل باید تر یوه ملي حکومت پوری وځنډول سی .

اسلام آباد غواړی پر دغه کرښه په ماین ګذاری یا اغزن سیم سره د « تروریزم د یو مخ بندولو » او بالاخره د څو مطلبو القاعده والو او طالب مشرانو د نیولو په بدل کي د واشنګټن څخه تل پاته امتیازات واخلی . کابل که څه هم نن د احتمالی اغزن سیم یا ماین ایښودولو سره ظاهراْ مخالفت ښئ خو ممکن د تماسونو د دوام او هم د پاکستان او امریکا د فشار په نتیجه کي بالاخره یوې معاملې ته حاضر سی او خپلی دغسی سوداینی ته ښایی د یوې ساختیګی « لویی جرګې» په واسطه « مشروعیت صبغه ! » هم پسې ورکړی  . خو تر هغه ځایه چي په افغان ولس پوری اړه لری د ډیورنډ د قضیې د حل صلاحیت نه د اسلام آباد او نه هم د کابل د رژیم سره سته او نه هم ددې قضیې د حلولو وخت یا فر صت راغلی دی .  اوس اوس خو افغان ولس په خاص ډول او د پولی د هاخوا ولس هم په عامل ډول یرغمل سوي دي . د دواړو په سر لوبی او معاملی کیږی او ځکه نو ددې ملي قضیې حل باید د یو واقعی ملي حکومت تر ظهور او جوړښت پوری معطل سی که نه دا به یو بل ملي ذلت وی او  خدای مکړه تاریخ به جوړوو خو را څخه جغرافیه سوې به وی !
والسلام
نثار احمد « صمد »
دافغان رسالې د ( ۹۳ ) ګڼی څخه