استاد محمد مهدي خليق دميزا محمدرفيق زوى پر1328ل.كال د كندهار ښار په لومړۍ ناحيه كې زېږېدلى دى، لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د كندهار په كاكاسيداحمد ښوونځي كې ترسره كړي او پر1348لمريز كال له احمدشاه بابا ښوونځي څخه په بريالي توګه فارغ شوى دى.
د اقتصادي ستونزو له كبله له لوړو زده كړو څخه بې برخې پاتې شو او د خپل روزګار د سمولو لپاره يې كارته ملا وتړله، تر دې مهاله يې د خپل ورك برخليك پر لارو سختۍ او كړاوونه ګاللي اولا يې ګالي ، كه څه هم پر شاعري يې ښه اوږده موده اوړي او د دري هغه تر څنګ يې پښتو ادبياتو ته هم د قلم له لارې پاموړ او غوره سوغاتونه وړاندې كړي دي.
ده هم د ځينو خپلكو په شان خپل ډېر شعرونه او نورې ليكنې سوځولي او له منځه وړي دي، خو اوس يې دخپلو ځينو ملګرو په ټينګار د خپلو شعرونو او ليكنو خوندي كولو ته زړه ښه كړى دى.
د شعر پر شنه سمندر يې ديوه پټ درد او خواخوږۍ څپې په غورځنګو دي، چې له هېواد اوخلكو سره يې خپله توده مينه په زبات رسوي.
شعر يې د دردونو او هغو ناخوالو رښتيني انځورونه دي، چې دهېواد له وروستيو پېښو او ناندريو څخه الهام اخلي، همدا راز فلسفې ته ورته ځينې ټكي يې هم دشعر په ښكلا كې برخه اخلي. "رنګ" نومى ازاد شعر يې دهمدې خبرې پخلى كوي چې په دې وروستيو كې يې كښلى دى.
استاد خليق ښكلى غږ لري چې په ترنم كې يې استادي ګټلې ده، نوموړى دخپل هېواد پر ټولو ارزښتونو او وياړونو فخر كوي. بد غندي او ښه په نره ستايي. كومه ورځ د ګاونډي هېواد كوم"تور" سړي د "افغان" په اړه څگگه سپكه خبره ورته كړې وه، خليق له ګرېوان نه رانيولى او د هغه كميس يې پوزې ته نږدې كړى و، بيا يې ورته ويلي وو: ستا له جامو څخه اوس هم د غلامۍ بوى ځي، ته راځې پر افغان ملنډې وهې؟
خليق صيب چې په خوله څه وايي په عمل كې يې هم تر سره كوي، له دروغ، تكلف او ټګۍ څخه تش دى، له همدې كبله يې ډېر ملګري پر كړو وړو، هنر او اخلاقو مين دي او هڅه كوي چې هر وخت يې له مجلس څخه خوند واخلي. نوموړى په ادبياتو كې ډېره مطالعه لري، خو څرنګه چې په دې وروستيو كې يې پر نثر ليكلو پيل كړى دا دعا ورته كوو چې قلم يې روان او ذهن يې تاند اوسه!
ځواني
ستا د سرو سترګو لغزش دى هوسۍ سترګې
كه شراب په سره پياله كې احمر واوښت
پر رخسار باندې دې زانګي تورې څڼې
كه د شپې په تور ظلمت كې سحر واوښت
دعشرت ښيښه شوه ماته دماغ سوزه
كه دشوخ ساقي له لاسه ساغر واوښت
دا غيبي د زنې خال ته ورشيوه شوم
كه د يار پر زنخدان مې نظر واوښت
وهم و خيال ګوره، فلك دى چې نڅېږي
كه مې روح هسې دمرګ پر خطر واوښت
زه خليق پر هوس پوه د ځوانۍ نه شوم
چې قامت مې سهي راست پر كمر واوښت.
نهيلي
انصاف ګوره دقاموس په لمنليك كې
موږكانو دى خوړلى هغه ټوك
عدل څومره چې يادېږي كتابو كې
هومره نه شته په نړۍ كې لكه نوك
شرعه دلته په محراب كې ياغي شوې
چې پر خوله دې هر سړى وهي په سوك
دې قضا ته چې لېوان پر ډډ پرېوزي
جلادان به خود پراته وي بغل چُوك
د قانون دفتر مو سوى سر تر پايه
زه خليق وړمه ځنګله ته د زړه دوك.
كندهار
ماتې
د ماتو زړونو له روغتونه ځنې
يو زه مجنون ترېنه وتلى يمه
نورو د مينې معماوې حل كړې
خو زه مفتون ځنې وتلى يمه
له دې سارا نه تښتېدلى نه يم
په سويو زړو كې سوى ځان لټوم
پر وچه ځمكه لامبوزن يمه زه
لالونه سره د بدخشان لټوم
پر يوه ټكي چې تاوېږم هسې
خو ابتدا او انتها مې وركه
هغه ذهني انځور ټاكلى دى ما
چې هر ګړى مې ترېنه كېږي كركه
ماته تلقين دمړومه راكوه
زه د خلقت يم ناارامه څپې
ستا د مرموزو ګوتو وينم اثر
ما به نابود كړي له دې ښاره څپې
زه چې د صبر كړۍ وړمه پښو كې
د همنوا له خولې نه اّه نه خېژي
دلته احساس دى په اوهامو كې پټ
خليقه ځوږ د هر همراه نه خېژي.
كندهار
رنګ
له انځور ګر نه شاعر وكړ تپوس:
ته انځورګر يې، ښه رنګ ستا په نظر
كوم هغه رنګ دى، په رنګونو كې
رنګين تر ټولو؟
انځور ګر وويله:
ګرانه! رنګونه ډېر دي
او په رنګونو كې(رنګ)
د بېرنګۍ دى رنګين.
1379/د روژې 27 نېټه، كندهار