صديق الله مين

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1156
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2004-10-01

صديق الله مين د ښاغلي محمد نور زوى پر1357ل كال د كندهار ښار په شپږمه ناحيه (چوڼۍ) كې زوكړى دى، تر څلورم ټولګي پورې يې زده كړه كړې او له 1375لمريز كاله را په دېخوا شعرونه ليكي، تر اوسه يې تر150 زيات قافيه وال، ازاد او نيمه ازاد شعرونه ليكلي، خپلې لومړنۍ شعري ټولګې ته يې "د ښكلا غبرګون"نوم وركړى چې د صحاف خپرندويه ټولني له خوا چاپ شوېده.
په شعر كې يې د لرغونو شاعرانو اغېز جوت دى، خو دا اغېز ډېر هم نه دى چې دشاعر ځاني نوښت په ځان كې ورك كړي، بلكې شاعر د نوښت او د نوي بيان څرګندولو لپاره هڅه كوي داسې توري او تركيبونه وټاكي چې د موزونوالي تر څنګ نوي وي، غزليز او عشقي رنګ يې تر يوه حده پر اند زورور دى، چې پر شعري ځواك يې دلالت كوي، ځكه نوموړى دا توكي د هنر په اب رنګوي او نورو ته يې وړاندې كوي. (مين) مين شاعر دى چې خپله مينه يې په خپلو شعرونو كې انځور كړې ده، كه دشعر نورې هنري بېلګې يې په غور سره ولوستې او خپلې تجربې يې هم ورسره شريكې كړې، نو كېدى شي د ښكلا ډېر غبرګونونه يې له كلام څخه رااوچت شي او د ډېرو خلكو زړونه يې په شعرونو وتخنېږي.
مين اوس په كوټې ښار كې استوګن دى، له خپلې كورنۍ سره د اقتصادي لاسنيوي په موخه خياطي كوي، خو شاعري يې پرې ايښې نه ده. د كندهار او كوټې ښار په ځينو خپرونو كې يې شعرونه راځي. شاعري يې په خوند روانه ده او خداىدې وكړي چې تر پايه همداسې تانده وي.

 راز
په خوله ويلاى نه شم، په بڼو حال درته وايم
شرمېږمه اشنا! په اشارو حال درته وايم
زاهده! واوره - واوره ما شراب څښلي نه دي
قسم-قسم-قسم شم، په توبو حال درته وايم
زما او د هوس تر منځه ډېرې فاصلې شته
خو غم ته چې نږدې يم، په سلګو حال درته وايم
موږ دواړه خو مطربه ځكه نه سره پوهېږو
ته وايې په نغمو، زه په شعرو حال درته وايم
دا پټ د زړګي راز چې مې له تا سره شريك دى
نو خود به په سجدو كې په پښتو حال درته وايم
د مينې افسانې مې درته ډېرې وويلې
خو نن به په غزلو، په ټپو حال درته وايم
ويلى درته هېڅ نه شم مين ښكلى بېدرېغه
په ډېرو وسوسو، په اندېښنو حال درته وايم.

كندهار

يون
د مستو ټپو غېږ كې تر دورانه پورې لاړم
و خيال راسره مل، تر خپل جانانه پورې لاړم
ارمان و، لېونتوب و، د ځوانۍ په تصور كې
بېباكه بې پروا چې تر زندانه پورې لاړم
د اوښكو د څك غوندې زما ژوند هم مظلوميت و
هوس نه مې زړه بل و، تر خپګانه پورې لاړم
نه اور، نه اوبو مړ كړم، خپل ضمير مړ كړم په خپله
چې بېل شوم زه له ځانه او تر ځانه پورې لاړم
د چا د خوښۍ واك به و، ضرور زما پرهيلو
اميد سره مې ټيټ سر چې تر شانه پورې لاړم
فكرو كې لوبېدمه د شاعر ذهن پرغولي
چې ښكلى شان غزل شوم، تر زبانه پورې لاړم
خواهش انځور- انځور و "مينه" د ديدن مې
د يار رخسار طبيب ته تر در مانه پورې لاړم.

رنګ
د فلك غېږكې د ستورو يو تربله سره جنګ دى
د شفق په وينو باندې د سپوږمۍ سپين رخسار رنګ دى
د بڼو حبشي پوځ دې كړ تيار يو مظلوم زړه ته
دا انصاف ستا د الفت دى او كه دا پښتو او ننګ دى؟
چې فرياد وكړه حمله نن بيا دذهن پر وطن مې
اسوېلي كاندي هجرت اوس ترې رباط د شونډو تنګ دى
د نفرت لور كركې خپل ځان په نكاح چې كړ د بغض
زېږوي به عنادونه، داټبر ټول د پيرنګ دى
د زړګي پر كندهار مې د وصال ابادي پيل شوه
جوړوي بيا ها تعمير يار، د خورې مينې چې ړنګ دى
د مين د هيلو ناوې خداىخبر كله سينګار شي
خو د خيال په بستره كې لا اوس پروت پر سره پالنګ دى.

ګلاب
د ژوند په دې ستړې سفر كې ځان ته لاره ګورم
حساس وګړى يم په كاڼو كې هنداره ګورم
زما تر خپل ځان، زما بخت راته بېبخته ښكاري
ځكه تر ځان چې همېشه دى ناكراره ګورم
څړيكي دردونه عبث مه كوه بېوسه يمه
نه شته دارو، ملهم، مايوس در ته پرهاره ګورم
خير دى ساقي كه نه وي جام په لپو راكړه شراب
زه خماري نه تر نوبت او نه تر واره ګورم
تياره تقدير د هجر شپې ته رسولى يمه
چې د همت په سترګو اوس درته سهاره! ګورم
بې قدره وخت دومره نا پوه كړمه مين ځوانيمرګ
چې د ګلاب ګل په ګلونو كې بې خاره ګورم.