ليکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
دلومړۍ مخ په ادامه . . .
۱۲. په افغانستان کې بيولوژيکې جګړه
انګريزانو په افغانستان کې د بن تړون له مخي د مخدره توکو پروړاندي د مبارزې مشري دندي خپله ترلاسه کړي ده. انګريزان په دغه برخه کې نړيوالي تجربې لري. متحده اياﻻت هڅه کوي چي په کولمبيا او اسيا کي د کوکا او کوکنارو بوټو لويې کروندې باندي له هوا نه بيالوژيکي وسله وکار وي، تر څو دغه بوټي له منځه يو سي. انګريزانو او امريکايانو د UNDCP نړيوال سازمان تر نامه ﻻندي د Mycoherbizide ستوري يا سمارق يوه بيولوژيکې وسله جوړه کړي ده. د کوکنارو بوټو پر ضد وکار وي. په دغه وسله په ازبکستان کي اوس ازموينې ترسره کيږي. د مخدره توکو پر وړاندي مبارزه کي د امريکي حکومت غواړي چه پر افغان حکومت د زهرشيندولو عملې پلان ومني. کيداي شي چي د خلکو له وسلوال مقاومت او پاڅون سره مخامخ شي او ورسره ولسي خلک د پوځي مخاليفينو سره يو ځاي شي. دغه زهر شيندل به يوازي پر هغه کروندګرو باندي استعمال شي، چې په حکومت کې له هيڅ ډول سياسي رول يا ونډه نه لري. له يوي خوا به د دوي وروستی عوايد ځني واخستل شي. له بلي خوا به د کوکنارو کر بل وخت يا بلي سيمي ته وليږد ول شي. د کولمبيا مودل به په افغانستان کې پلې کول يوه بله لويه غميزه وي. پر لويو ګروندو له هوا څخه زهر شيندل به د بزګرانو پر کورنيو بل بشري جنايت وي.
۱۳. سي آی اې او هروئين، نړيوال سياست او پر مخدره توکو سوداګري
له ١٩٧٢ کال څخه متحده ايالات د مخدره توکو پر وړاندي يوه ظالمانه جګړه پر مخ بيايي. په امريکا کې د مخدره توکو لرونکي او استعمالونکي په لږو نشه يي توکو باندي په سختو جزاګانو محکومه کيږي.
د دغه سياست بده اغيزه د مخدره توکو دبيې لوړيدل اوله نشه يې توکو څخه ناوړه ګټه اخيستل دي. ورسره له پنځوسو کلونو څخه د امريکې لوړپوړي حکومتې چارواکې د مخدره توکو په سوداګري کې ښکل دي. آن په خپل هيواد کې د مخدره توکو پر کر اوکښت او ترانسپورتي چارو باندي بوخت دي.
د نړی هيڅ بل هيواد نشته چې د هغه حکومتي چارواکي په نړيوالو مخدره توکو کي دومره ښکېل وي لکه د امريکې متحده ايالات. سي آی اي هروئينو سره سياست کوي. ورسره دوي خپله اغيزه په نړيواله سوداګري او د امريکې غوښتنې په نړی کې پلی کوي.
پروفيسور الفريد مککاي Alfred McCoy, Professor an der University of Wisconsin ( ٨ ) په خپل کتاب کي چي د تارياکو تاريخ په نوم منل شوي هم دي څو بيلګې وړاندي کوي.
لومړئ بيلګه. د سې آی اې دقيق پلان شوي عمليات په دوهمي نړېوالي جګړه کي د ايټاليا له مافيا سره .
دوهمه بيلګه. له دوهمي نړيوالي جګړې نه وروسته کلونو کي د کوريسيکا جنايتکار سينديکا څخه ويره ، چې د فرانسې د مغسې ښار په بندر کې د ټاکنو له لاري کمونيستان واک ته رسيدلي وو، په بري سره مات کړل.
دريمه بيلګه. د نيکاراګوا په پټه جګړه کي سي آی اي د مخدره توکو په قاچاق کي پيسي ترلاسته کړې.
څلورمه بيلګه. د لاوس رژيم پر ضد د سي آی اي اجنټانو ٣٠٠٠٠ کسيزه اجير پوځ جوړول او د دغه ولس د کروندې اقتصادي اصلي توکې اپين وو. د صادراتو لاري ساتل او دکمونستانو پرضد جګړه ﻻس په ﻻس کيدلو کي سي آی اي ونډه اخيستله او اپين د سي آي اي په الوتکو کي ترانسپورټ کيدل. سي آی اي په دغه کلونو کي د نړۍ د الوتکو ستره برخه په لاس کي لرله. د ويتنام د جګړې په پاي کي ٤٣ ٪ امريکايي پوځيان يا G I s په ويتنام کې په هروئينو روږدي وه. دغو پوځيانو درملنه او پالنه د هروئينو له لابراتوارو څخه کيده. دغه لابراتوارونه د سي آی اي له خوا کاريدل يا د دوي تر ساتني لاندي وو.
پنځمه بيلګه، د امريکې پوځي يرغل پر افغانستان د شمالي ټلوالې له قاچاق وړونکو سره د دوي همکاري او ګډکار چي پر طالبانو يې بري وموند، له غه بريد راهيسي د کوکنارو کر ګلان داسي له ځمکي راوتلې چي تر اوسه يې ساری نه ووليدل شوي. دغه هيواد نن د اپينو يو اړخيزه کلتور لري، ورسره يې يو تاريخې ريکارډ ټينګ کړی دی. د هروئينو استعمالونکې به په نړی کې نور ګرم کړي. دغه کتاب ،، هروئين او سي آی اي ،، په متحده ايالاتواو نړيوال مخدره توکو سوداګري سياست کي يو معياري يا ثابت اثر دي، چي د پټو مخدره توکو د سياست په اړه ليکل شوی دی.
د مخدره توکو سوداګري يوه استراتيژيکې وسله ده. کا جې بي. مخدره توکي د يوې استراتيژيکي وسلې په توګه د لويديزو هيوادو، په خاصه توګه د امريکې په ضد استعمالوله، ځکه په لويديزه اروپا کي هروئين له سروزرو څخه درې ځله ارزښت لري.
Friedly fire ويب پاڼي د يو خبر له مخي امريکايي پيلوټانو د افغانستان په جګړه کي Amphetamien , Speed استعمال کړی وه. چي له امله يې د هوايې بمباری پر مهال ډيري ناوړه او سختي تيروتني تر سره شوي دي. د کاناډا پوځ يو لښکر د امريکايي نشه پيلوټانو تر بريد ﻻندي راغلې و، چي څلور کانادايي سرتېری په کي ووژل شول. دغه پېښه په پوځي محکمه کي هغه وخت پاي ته ورسيده، چي ثابته شوه پيلوټانو د امفيتامينو نشه کړي و. دغه توکي د امريکې په پوځ کي په مسلسله توګه ويشل کيږي. په دوهمه نړيواله جګړه کي هم دغه توکي استعمال شوي وو. دغه توکي د روحي،جسمي مقاومت په جګړه کي راوړله او د جنګي مورال کچه جګوي. د ا کيمياوي توکي انګريزانو، جاپانيانو، اسرائيليانواو روسانو په پوځونو کي استعمال شوي توکي دي.
١۴. د مخدره توکو بيې
هروئين د يو جنس په توګه په نړی کي معامله کيږي، د دغي توکو بيه د وړاندي کولو اوغوښتنو په ترڅ کي ټاکل کيږي. د م م په حواله يو کيلو ګرام خالص هروئين په افغانستان کي په يو زر ډالرو معامله کيږي، چي د تاجکستان په سرحد ورواوړي بيا دغه بيه څلورځله پورته شي. د قرغزستان په يوه سيمه کې د يو کيلو ګرام هروئين بيه ٦٠٠٠ ډالرو ته ورسيږي. روسيې ته چي ورسيږي که خالص وي دغه بيه بيا لس واري نوره هم جګه شي. د سويس په څوغيش ښار کي يو ګرام په سلو فرانکو خرڅيږي. د م م په بل رپوټ کي ليکل شوي، چي په سلو کې يوه سلي پيسي د مخدره توکو د کر په هيواد کې پاتي کيږي. ٩٩ ٪ پيسي د ترانزيټ هيوادو په بندرونو کي او استعمالوونکي هيوادونه له دغي سوداګری نه ګټه پورته کوي. د م م څيړنو له مخه اټکل په نړۍ کي هرکال د اتو ميليارده ډالرو پوري مخدره توکي ادلون اوبدلون مومي. دغه شميره د نړۍ د سوداګری ٨ ٪ جوړوي. چي په نړی کې د موټرو سوداګري اوصنعت خرڅولو څخه ډيري پيسې دي. ( ٩ ) له دی نه مالوميږي چې د دغو پيسو لويه برخه د مخدره توکو نړيوالو مافيا تنظيم شويو بانډونو جيب ته لويږي. افغانستان او افغانانو ته يې بدنامي، د مخدره توکو روږدي ټولنه ، د مخدره توکو توراقتصاد، اداري بې ساري فساد، جنايې جرايمو کلتوراو ټولنيز کړکېچونه پاتي کيږي او هيڅ يو افغان کروندګر له دغو حرامو پيسو څخه کوم کور يا کلی نه دی ودان کړي. کله چې دا خبيث توکي کوم کور ته ننوځې، هغه کور له بنسټ څخه ورانوي.
١٥. د مخدره توکو د قاچاقو لاري
څنکه چي اوبه ځان ته لار مومي همدا شان د مخدره توکو قاچاق له افغانستان څخه اروپا او امريکې ته لاره موندلې ده. دغه لاري د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، کوقفقاز،روسيه، بالقان، سويل ختيځي اروپا څخه يا د ايران په لاره ترکيې ته بلغاريې ته له دغه هيواد څخه اروپا يې مارکيټونو ته ترانسپورټ کيږي. له پاکستان څخه د ايران بلوچستان ته او يوه برخه مخدره توکي د کراچې له بندر څخه په سمندري لار منځنې ختيځ، افريقا ته او ترامريکې پوري رسېږي.
همداشان د مخدره توکو لپاره کيمياوي توکي واپس په همدي لارو د هروئينوکارخانو او لابراتوارونو ته راځي. د مخدره توکو قاچاق وړونکي او مافيا په هر هيواد کي ټول په يوه لاس ښه تنظيم شوي په دغه کار بوخت دي. دوي له سيمه يزو کروندګرو، جنايتکارو مافيايې ډلو، د ترهګرو سره ټينګي اړيکي لري. په ښو موټرو او ستلايتي ګرځنده تيلفونو، د شپې ليدو وسايلو سره مجهز دي. دغه مافيايې ډلي له امنيتي ساتونکو او پوليسو څخه ښې وسلې لري، دوي سرحدي سرتېرو، پوليسو ته بډې ورکوي اويا دوي له قاچاق وړونکو سره همکاري او فعاله ونډه لري اوپه دغه نړيوال غيرقانوني سوداګري کي برخه اخلي. په دغو قاچاقو کي تل د سياسي پوځي امنيتي چارواکو ﻻس وي. په دغه لويه لوبه کي د افغانستان او تاجکستان ترمنځه پر پوله ځاي پر ځاي شويو روسي پوځي ځواکونو ﻻس هم ښکېل دي.
١٦. کوم لاملونه دي چې خلکو د کوکنارو کښت ته مخه کړي ده ؟
سره له دې چي په افغانستان کي شديد قوانين نافذ دي او کنټرول يې نه کيږي، مخدره توکي اسلام مذهب حرام ګرځوالي دي. د ديرش کانې جګړې ناورينونو او غميزو ناوړو ټولنيزو حالاتو خوارځواکوته او بې روز ګاريو ته لاره هواره کړې ده. بې روز ګاري په ټول افغانستان کې ٧٥ ٪ ده، په سوېلي او ختيځو سيمو کي تر ٩٠ ٪ پوري رسېږي. د روغتونونو، ښوونځيو، سړکونو، توليدي فابريکو، وچکاليو، د اوبو او څښلو پاکي اوبه ، بريښنا د نشتوالي له امله د بزګرانو خوارځواکي، د ځمکو کمښت، له قانوني تعقيب څخه نه ډار، په دولتي ادارو کي بې ساري اداري فساد او بډې اخيستل د نشه يې توکو د کر او قاچاق سره نېغ په نيغه اړيکي لري. په هيواد کي ناامني د توپک او جنايي کلتور دودي په حال کي دی، نا امني، د جنايي جرمونو دکچي لوړوالی، د بشرحقوق، ولسواکي ته دګواښ له امله خلکو ته دغه زمينه نه ده برابره چي خپل کورنيوته يوه حلاله ډوډۍ راوګټي. د نړيوالي ټولني د معيشت د بديل او عام ګټو پروژو کمښت، د بزګرانو لپاره د کوکنارو په ځاي د بديل کښت نشتوالي فقر، بيوزلي، وچکالي په هيواد کې د کوکنارو د کر زياتوالي بل لامل دي. نا هېلي مخ په زياتيدو. د تارياکو توليد د نړيوالي ټولني د سياسي، اقتصادي، پوځي مرستو سره له کنټرول څخه په وتو مالوميږي. د مخدره توکو پروړاندي اغيزمن سياست، نشتوالي له امله، بې ثباته اقتصادي، د تارياکو اقتصاد، ټولنيزه او سياسي سيستم د حکومت کمزوري دريګوني اورګانونه لاکمزوري کوي. امنیتي ستونزي اونړیوالي مافیا له خوا د کوکناروکښت ته بز ګرانوهڅول بیا د دغه کښت پراختیا بل لامل دی چي له مخي یې هرکال دتېريدو په پرتله په افغانستان کي د کوکناروتولید کچه مخ په لوړېدوده.
د ياد وني وړده چي يو شمير کروندګرو له دې امله د کوکنارو له کر څخه ﻻس اخيستی، چي د دی بوټي کر په اسلام کي ناروا او د انسانانو د وژلو سبب ګرځي. دوی وايي، چي دغه شر بوټی افغان ټولني ته بې کچه تاوان او کړکېچونه زېږولي.
١٧. د کوکنارو او نشه يې توکو د مخنيوي لارې
په افغانستان کي د مخدره توکو پر وړاندي يوه جګړه روانه ده. د کوکناروله منځه وړلوپه وړاندي ډير خنډونه شته. د کوکناروکښت له منځه وړل په اړه منظمي ملي سترا تېژئ نشتوالی اوبیلابیلولنډ مهالوکړنلارو وړاندي کول هم یوله هغولاملونوڅخه دی چي له مخي یې په افغانستان کي د کوکناروکښت کچه لوړه شوې ده. حکومت مجبوراو مسوول دی، خپل له امنيتي او قضايي سيستم څخه کار واخلي. د قانون حکومت پلی کړي. پوليس يا څارندوي اوڅارنوالان وروزي، محاکم فعاله شي. حکومت بايد ستر مخدره توکي، قاچاق وړونکي او کروندګر ونيسي په زندان کې ايسارکړي او دهغوي نقدي پيسي ظبط او پرغريب ولس وويشل شي. ورسره ستر تبليعاتي کمپاين، ولسي پوهونه د عدليې، د کورنيوچارو، د مخدره توکو پروړاندي مبارزې، کرني ، ښووني او روزني، وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه يوه عملي هراړخيزه طرحه د ديني عالمانو، قومي مشرانو، د اغيزي خاواندانو په ګډون او نړيوالو تجربوته په کتني سره مرستي ترتيب کړي، نړيوال پوليس يا انيترپول، د م م د مخدره توکو پروړاندي مبارزې دفتر، د راديو، ټلويزيون، فلم، اعلانونو، پوسترونو او ډله ييزو رسنيو، ورځپاڼو ټولو لپاره د مخدره توکوپروړاندي يو سترملي ستراتيژيکي پلان بنسټ جوړ شي. د مخدره توکو پروړاندي ولسي ويښونه، پوهونه او د ولس مورال د مخدره توکو ضد جګړې په وړاندي اوچت کړل شي. نړيواله ټولنه پوهيږي او وپوهول شي چي افغانان خپله ټولنه له مخدره توکو څخه خلاصول غواړي. نړيواله ټولنه د مخدره توکو پروړاندي مبارزه کي ورګډ کړل شي ، ځکه د وي هم دغو کړکېچونو مسوول دي. دوي له ستري ازمويني سره مخامخ دي.
له نشه یي توکو سره د مبارزې غوره لار کروندګرو ته د مناسب بدیل کښت پیدا کول له قاچاق وړونکو او مافیایي ډلو سره د دولت پریکنده چلند او له دولتي څوکیو څخه د هغو کسانو ګوښه کول چې د مخدره موادو په کر، تولید او لیږد کي لاس لري، که دولت اوچت ګامونه پورته نه کړي ، افغانستان به یو ځل بیا د تروریزم په ځاله بدل شي او افغانستان به په نړي کې د مخدره توکو هيواد د تل لپاره وپيژندل شي. د کوکنارو کښت ،توليد، قاچاق او د تارياکو اقتصاد د بهرنيو پوځي يرغلونو څخه، د تنظيمي جګړو، له ترهګرو جګړو څخه افغانستان ته ستر ګواښ پېژندل شوی دی.
د ايتاليا هيواد وړانديز، په افغانستان کي د اپينو کر قانوني کړل شي. دوی غواړي چي د مارفينو توکي د دردونو، سرطان، ايدز Aids ناروغيو په درملنه کي استعمال شي. په افغانستان کي به د کروندګرو دژوند کچه هم ورسره ښه شي. دا وړانديز شونی نه دی .ځکه څنګه افغانستان غوندي يو هيواد د خپل دريولسيزو کړکېچونو، بې ساري اداري فساد، سياسي، امنيتي ناوړوحالاتو سره د نړيوال منل شويو نورمونو، کوکنارو کر لپاره امنيتي شرايط په متوازن ډول په ټول هيواد کي جوړ او وڅاري؟
د م م International Narcotic Contral Bords دفتر په قانوني توګه د اپينو کر او توليد په هند، استراليا، فرانسه، ترکيه کی څاري، چی دغه هيوادونه ټينګه با ثباته ولس واکي او امنيتي سيستم لري. په يو بې ثباته او بې قا نونه هيواد کي د کوکنارو د قانوني کر د څارني هيڅ ډول امکانات نشته.
د کوکنار د کر او قاچاقو کاروبار مخه په هر ډول چي وي بايد ونيول شي. حکومت بايد د نشه يي توکو د کاروبار د مافيا لوړ وکړي د خپلو امنيتي اورګانونو څحه پاک کړي. د کوکناروکروندګرو سره چلند دا سي نه چي کروندګرو يوکال د کوکناروکر پالنه کړي وي، کروندګرله همدي امله پور وړي وي او د کوکنارو بوټي پخه وﻻړل وي. د حکومت امنيتي چارواکي بې خبره ورشي او د کوکنار په لرګيو او تراکتورونو اړولو يې له منځه يوسي. د حاصلاتو د ټولولو مخه يې نيسي. د حکومت دا عمل په خپله په ټولنه کي د تاوترخوالی لپاره ﻻره هوار ول دي. د چارواکو ناسم سياست يوه لړۍ ده.
ځيني بيا وايي چي د مخدره توکو پروړاندي د طالبانو له تجربو، ميتودونواو ستراتيژي څخه بايد کار وخيستل شي. څنګه چي د طالبانو مشر په يوه فتوا کي د اپينو کر اوتوليد په يومخ منع کړو، د کوکنار د کر يې په قانوني توګه کر تر جزا لاندي راوستل. هغه مهال د امريکې بهرنيوچارو وزير طالبانو ته د ٤٢ ميليونو ډالرو مرستو اعلان هم وکړ.
لنډه دا چي، خلک بايد ويښ او فعال کړل شي او درک کړي، چي د دوي له کلتور او راتلونکو نسلونو سره جګړه ده. د دوي کلتور له منځه وړل کيږي. د افغانانو ملي وياړونه خړپړ او له منځه وړل کيږي. دا د دوي ژوند دي چې د دوي څخه اخيستل کيږي. د دوي ماشومان، ځوانان او راتلونکي نسلونه څنګه مخدره او نشه يي توکو ته يو په بل پسي راکښل او ورډوب کيږي. دوي بايد پرېکړه وکړي چي دوي به څنګه په يوه نړۍ کي ژوند کول غواړي. حکومتونه خپلي سياسي موخو، ګټو او واک لاسته لاوړلو باندي اخته دي. دوي د ولس او خلکو څخه استازيتوب نه دي کړي او په دې ډول يې نه شي کولای. د مخدره توکو توليد، جنايات اوغيرقانوني سوداګري د قانوني سوداګري په له منځه وړلو کې پوره ونډه اخلي. که خلګ يا تاسي له دوو څخه يو انتخاب سره مخامخ کړل شي، چي يا به يې زغمي يا به وژل کيږي. تاسي به څه وکړي ؟
افغانان مجبور دي هغه شی له منځه يوسي، څه شي چي دوی په خپل هيواد کي له منځه وړي.
اخځونه
۱ Busines Standert ( New Dehli 02.03.1996
۲ Siehe die Untersuchung zum Drogen gebrauch 1993 der pakistan Narcotics Control Division
( Gov. Af pakistan / NCD 1994 )
۳ The WTC. Conspiracy XIV , TELEPOLIS, Mathias, Bröckers 10.10.2001
۴ UNDCP- Projkt RAS / 1994 / 890
Strengthening Law Enforcenmen Capacities in the Boeder Areas af the Southwest Asian
Region . Owens / Clifton په کال ۱۹۷۲
۵ .Nathan / Berger 1992 : 8
۶ The Guardian .Taliban Tolift Ban on Farmers Growing Opium if US attacks 25.09.2002
٧ Finalcial Times 18.02.2002
٨ . دغه کتاب د ديرشو کلونو مخدره توکو موضوعات څېړلې دي. پرفيسور مککاي د سي آی اي له خوا ګواښل شوي هم دي. ښاغلې مککاي د ، سترښه سړي،
جايزه يې ترﻻسه کړي ده. سي آی اي هڅه وکړه چې دغه کتاب له منځه يو سې خو ناکامه شوه. Grant-Goodman
د تبصره ليکې. څنګه سي آي اي او د امريکې بهرنيو چارو وزارت د مخدره توکو باس ي يويو New York Times
مشرانو سره مرسته کړي ده او ثبوت وړاندي کوي چې دوي څنګه د مخدره توکو په قاچاقو کې ښکل دي.
٩. www. Unodc.org