طنز:
محمود نظری
څوک څوک دی
پهلوان- هغه څوک دی چې د ماموريت په تنخواه بيله رشوت کور چلوی.
ښه سړی- هغه څوک دی چې د څو کنځلو په اوريدو يې تندی ان ګونځی هم نه شي.
بد سړی – هغه څوک چې خپل حق غواړی.
باغي- هغه څوک دی چې د نورو حق غواړی.
عالم- هغه څوک دی چې د هيواد ټولي ورځپاڼې او مجلې په يوه دقيقه کې ولولي.
سرشاره- هغه څوک دی چې واده يې نه وی کړی.
فرمانبرداره- هغه څوک دی چې با سواده ميرمن لری.
خندان - هغه څوک دی چې د تنخواه او نرخونو تر پرتلې وروسته بيا هم وخاندی.
ژړاند - هغه څوک دی چې د اولادو شمير يې له شپږو نه ډير وی.
لړمون خوړين- هغه څوک دی چې هره ورځ په خالی جيبود قصابی او د ميوو د دوکانونه نه موزون قدم تيريږی.
دردمند - هغه څوک دی چې ګرانی ته مواد زيرمه کوی.
سرباز- هغه څوک دی چې په افغانستان کې ژوند کوی.
ډارن - هغه څوک دی چې اوس د نهو مياشتو نهو ورځو او نهه ساعتو وروسته بيا هم د مور له ګيډې نه د راوتولو نيت نه لری.
نازداته - هغه څوک دی چې د غوښو رنګ يې هير شوی وی .
دردانه - هغه څوک دی چې د سيلو ډوډۍ ته کيک وايی.
ښاغلی - هغه څوک دی چې دولتی موټر يوازی د هغه د وړولو توان لری.
مخترع - هغه څوک دی چې ان په دولتی موسساتو کې يو بې واسطی مامور وموندی.
کشاف- هغه څوک دی چې که په ټولو رسنيواو وېب پاڼو کي يو مطلب بېله تکراره وموندی.
مالداره- هغه څوک دی چې په مکروريان کې چرګان ساتی.
دسپورت ښوونکی ـ هغه څوک دی چې ماشومان ساتی.
ځوان - هغه څوک دی چې انجونی تر کوره تعقيبوی.
سپين ږيری ـ هغه څوک دی چې چادری لرونکی ښځې مخ ترې پټ نه کړی.
بيغمه - هغه څوک دی چې له د وړکتون نه فارغ شوی نه وی.
سپين سترګۍ- هغه څوک دی چې رشوت خپل حق حلال حق ګڼي .
تور سترګۍ- هغه څوک دی چې له سترګو رانجه وهی.
شين سترګۍ- هغه څوک دی چې پوهيږی چې معاشونه نه ډيريږی.
ماشوم- هغه څوک دی چې د مور سره عمومی حمام ته ځی.
رښتيا وينوکۍ - هغه څوک دی چې په يوه دقيقه کې سل واری قسمونه خوری.
سخت ګير- هغه څوک دی چې د ورځی سل ځله مين کيږی.
جګيلوـ هغه څوک دی چې په شل کلنی کې د خپل اووه کلن ورور کالی اغوندی.
بېټل- هغه څوک دی چې ته يې انجلۍ ګڼې خو هغه هلک وی.
لايق - هغه څوک دی چې اول نمره وی خو خپل نوم نه شوای ليکلای
غوړه مال- هغه څوک دی چې پوهيږی د رييس يې په خوړلو کې کوم شی خوښ دی.
سکرتر ـ د رييس د کور ځانګړی نوکر دی.
سکرتره –د رييس د محرمو اسنادو امره ده.
بالغ- هغه څوک دی چې واده ته هوسيږی.
ليونی - هغه څوک دی چې اوس اوس بې رشوت اخيستلو دولتی کار کوی.
موړـ هغه څوک دی چې د غوښو او ميوو په ليدو سترګې پټی کړی
وږی - هغه څوک دی چې هر څه خوری خو نه مړيږی.
موډل - هغه څوک دی چې دليلامی کالو سره سينګارکوی.
سياه سره ـ هغه څوک دی چې په ملی بس کې د مخی له خوا پورته کيږی.
کبابی - هغه څوک دی چې ټوله ورځ سينګار کړ ی په باراز کې ګرځی.
ترافيک - هغه څوک دی چې ټوله ورځ موټرانو ته اشاری کوی.
مرستيال ـ هغه څوک دی چې د رييس په موجوديت کې اصلا دنده نه لری.
بيکاره - هغه څوک دی چې په يو کال کې لس ځايه رييس مقرر شی.
بيکاران - هغه څوک دی چې يو درجن د يو ګيند پسی ځغلی.
جارچی - هغه څوک دی چې په څلور لاری کې شيان پلوری.
چالاک - هغه څوک دی چې بوټونه يې اصلا تڼي نه لری.
بدرنګه - هغه څوک ده چې سينګار يې نه وی کړی.
رند- هغه څوک دی چې تل درواغ وايی.
هوښيار- هغه څوک دی چې د کوم شتمن لور ته ګپه ورکړی.
رشوت خور- هغه څوک دی چې د رشوت د کلمی په اوريدو څو واری توبه وباسی.
سرسام- هغه څوک دی چې تشه کڅوړه باراز ته وړی او راوړی.
ساده - هغه څوک دی چې دا سوچ کوی څوک دی بې واسطی مقرر شی
ګنګس - هغه څوک دی چې پوهيږی خو ځان نه پوهوی.
با حوصله - هغه څوک دی چې د رييس سره خپله شجره او کام و تړی.
غل- هغه څوک دی چې په اوس کې په دولتي څوکۍ کار کوی.
مفت خوار- هغه څوک دی چې بې سته د چا کره مېلمه شی.
فالبين - هغه څوک دی چې پوهيږی سبا نرخونه نور هم لوړيږی.
شله - هغه څوک دی چې تل له بې اشتها يې نه شکايت کوی( خدای دی په دستر خوان مه ورسره برابروه).
دروند- هغه څوک دی چې په شلو کلو کې دماموريت له څوکۍ نه سر ماموريت ته ونه رسيږی.
سپک - هغه څوک دی چې په يوه کال کې لکه بڼکه له ماموريت نه تر وزارت تر څوکۍ ورسيږی.