د خپل ټاکلي وخت دمخه زیږيدلی ماشوم ريکارډ ږدي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11677
ارشاد اعظم (ډنمارک)
دخبریدو نیټه : 2007-04-04

 د ماشوم پښې برابر د یوه یوه غټ بادام دي .

يوه نجلۍ چي یوازې دوه ويشت اونۍ د مور په ګېډه کې تېرې شوي وې  نړۍ ته یې سترګې وغړولې.

که څه هم چي يو ماشوم ته ښايي چه څلوېښت اونۍ بايد د مور په نس کې تېرې کړي لاکن د نوموړی ماشوم  روغتيایې حالت چه يوازې ۲۲ اونۍ یې دمور په ګېډه کي تېرې کړي د ډاډ وړ او له روغتون څخه ویستو ته چمتو ده.

 

نوموړی ماشوم د څلورو میاشتو لپاره د متحده ایالاتو د میامي په روغتون کې د رنځور مالانو د سخت لید لاندي و.

د ماشوم وزن د زیږیدو وروسته دوه سوه څلور اتیا ګرامه وو، او اوږدوالی یې دوه ویشت سانتي متره تقریبا برابر د یو قلم دی.

ماشوم به تر ډیره وخته به د نفس تنګۍ دوا يا اضافي اکسيجن ته اړتیا ولري، ځکه چي د ماشوم سګو په پوره ډول وده نه ده کړي.

د ماشوم وزن وروسته له څلورو میاشتو اوس نږدې دوه کیلو دی.

هغه د وخته مخکې زیږیدلی ماشومان چه د لووا د پوهنتون سره ثبت، پنځه خاصې نمونې یې دادي:

دوه زره شپږم کال(۲۰۰۶): نجلی په متحده ایالاتو کې وروسته  له دوه ويشتو اونیو او وزن دوه سوه څلور اتیا ګرامه

دوه زره پنځم کال(۲۰۰۵):................................................ پنځه ویشتو اونیو ........دوه سوه شپېته ګرامه

نونس سوه نهه اتیا(۱۹۸۹):...............................................شپږ ویشتو اونیو..........دوه سوه اتیا ګرامه

دوه زره د وه (۲۰۰۲): نجلۍ په هندوستان کې وروسته له اووه ویشتو اونیو او وزن یې دوه سوه پنځه اتیا ګرامه

نونس سوه اته دېرش(۱۹۳۸): نجلۍ په لویه برطانیه کې وروسته له څلور دېرشو اونیو او وزن یې دوه سوه درې اتیا ګرامه

پاملرنه: د یوه ډنمارکي سر رنځورمل په وینا دوی هم یو ما شوم چه ورو سته د درویشتو اونیو او پنځه وـ رځو پیدا شوی و، په پوره بریاليتوب سره درملنه پای ته رسولي او ما شوم اوس هم ژوندی دی.

 

دا مضمون چه یوې ډنما رکي ورځپاڼې د ۲۰۰۷ روان کال د فبرورۍ په یوویشتم خپور کړی، د بخښنې په غوښتلو سره ما د یو څه مشکلاتو په وجه ونه شو کولای چه په خپل وخت یی وژباړم او د لیدونکو په وړاندي يې خپور کړم.

ارشاد اعظم (ډنمارک)