مدير لم – وا
زموږ د دوتر د فرمايشاتو مدير سمندر خان (لم وا) ډير ټولنيږ سړی دی، وايي هغه دا ښه خاصيت د خپل پلار جلندر خان نه چې د وخت د دربار د تشريفاتو سرکاتب وو په ارث وړی دی .
مدير لم وا د خپلي مقرری د لومړی ورځی نه تر اوسه لوړو اميرونو ته هره ورځ سلام او تعظيم کول خپله لومړی دنده ګڼي نو په همدې خاطر هغه هره ورځ په ترتيب سره دا کار د وزير له دوتره پيل کوی د هغه دوتر ته ورځی او په اوچت ږغ وايي (اسلام عليکم وزير صيب!) او ورته سل ځله ټېټ او پاس کيږی او بيا په سلسه د مراتب د وزيرد مرستيال دوتر ته ورځی د (اسلام عليکم معين صيب!) او( ۹۹) ځله ورته پورته کښته کيږی نوهمداسي عمومی رييسانو، ساده رييسانو،عمومی مديرانو.....ته اوچت سلام اچوی او د رتبی په حساب ورته پورته کښته کيږی او ايله څلوربجې خپل دوتر ته را رسيږی دډير سپورت نه ستومانه او بې انرژی ښکاري
ددوترهمکاران په سختی سره يوازی ترې اوری :
لم(سلام)
او په پای کې چې د دوتر پياده هغه ته سلام واچوی:
اسلام عليکم مدير صيب!
نو هغه يوازی دومره ورته ويلای شی:
وا(واعليکم )او په کوچ کې اوږد اوږد وغځيږی
نومامورينو د هغه له دی وضعی په ليدوسره دا وروستی دوې کلمی سره يو ځای کړی او د هغه تخلص يې لم وا کړی دی
اوس سمندر خان (لم وا) په اداره کې د ښه محبوبيت او ښه کارپه خاطر عمومی رييس ټاکل شوی دی خو لکه چې ترک عادت موجب مرض است نو اوس هم هغه هره ورځ خپل موټر کې سهار اته بجې له دوتره وځی تر څو نورو لوړو مقاماتو په احترام سپورت پر ځای کړی او ايله مازيګر اته بجې څلور ساعته اضافه کاری سره ستړی ستومانه دوتر ته راستون شی او په دروازه کې دساتونکی د غوړ سلام په ځواب کې ايله د سر په اشاره په ضعيف ږغ دومره وايلای شی:
وا
اوس اوس آوازه ده هغه جمهور رييس کيږی!؟