افغان رساله /Afghan Post
۹۴ ګڼه د ۲۰۰۷ کال د مارچ د میاشتی خپرونه ــ کاناډا
افـغـانـسـتــــان
سـياسـي کمـزوري او بهـرنـۍ لاس وهـنه
(Afghanistan: Political Frailty and External Interference )
ډاکټر - ن ـــ صمد
دا هغه نوي چاپ سوی کتاب دی چي د افغانستان هراړخیزه مطالعه په برکي نیسی. دا کتاب چي ۳۵۱ مخونه لری د انګلستان د روټ لیج ( Routledge) خورا مشهوری خپرندویه مؤسسی په انګریزي ژبه خپور کړی او لیکوال يي ښاغلي ډاکټر نبي مصداق دی .
کتاب د افغانستان د تاریخ ، سیاسي پرمختیاوو، اساسي نیمګړتیاوو، بهرنیو مداخلو او بالاخره افغان مقاومت اساسي لوستنه څیړی چی په ډیره عالمانه توګه تحلیل او شنل کیږی . ښاغلي مصداق دا کتاب په لوړه سطحه انګریزی ادبیاتو لیکلی ته به وایې چي یو افغان نه بلکی کوم انګریزی ژبي څیړونکی لیکلی دی .
کتاب یوه خورا اکاډمیکه سریزه، اته فصلونه، یوه تحلیلي نتیجه ګیری او څوارلس ملپاڼی لری چي هره یوه يي پوخ سند او مهم آرشیفي ماخذ ګنل کیږی . باید وویل سی چي کتاب په خپله وروستۍ برخه کي یوه ارزښتناکه « پای لیکنه » لری چي دا پخپله یو بیل فصل تشکیلوی او په هغه کي دسپتمبر د یوولسمی د حملو، د هغه اغیزی پر امریکا او افغانستان ، داسامه بن لادن ستونزه، د امریکا پوځي حمله پر افغانستان او د هغه عواقب او هم د حامد کرزي رول، د افغان ولس غبرګون، د امریکایانو کامیابۍ او ناکامۍ او نور داسی مسایل څیړی چي په دومره استناد سره ښايي بل ځای ونه لیدل سی.
لکه چي د کتاب د عنوان څخه ښکاری، دلته په تیره بیا د تیرو دریو لسیزو پر مهال د افغانستان سیاسي سوستی او د بهرنیو لاس وهنی ښه ترا شنل سوی چي د هغوی بنسټیز عوامل ښایي په بل افغاني اثر کي په دومره مستند او مستدل ډول تر سترګو نسی .
ښاغلی ډاکټر نبی مصداق په انګلستان کي د بشرپيژندني په څانګه کي علمي ډکټورا اخیستې او څه نا څه دوې لسیزې يي په لندن کي د بي بي سي راډیو ( BBC) پښتو پروګرام چلولی او ددی پروګرام مؤسس دی. ډاکټر نبي مصداق پدې ترڅ کي د افغاني پوهانو، سیاست والو، مخورو، او کارپوهانو سره په سلګونو مرکې کړی او له همدی امله د افغانستان د وروستیو دریو لسیزو ټولو پرمختیاوو او بدمرغیو او هم بهرنیو لاس وهنو هراړخیزه عوامل ، تاثیرات او نتایج له نژدی ور معلوم دی او همدا ځیرکانه پوهنه يي پخپل دې علمي اثر کي کارولې هم ده. ډاکټر نبی مصداق پدې تالیف کي د څه باندی ( ۱۵۰ ) بیلا بیلو اخځونو څخه استفاده کړې چي دې کار کتاب نور هم مؤثق او معتبر کړی آن دیو اکاډمیک مأخذ په توګه يي تثبیت کړی دی .
دغه علمی او ګټور کتاب خصوصاْ د افغانستان تاریخ، د اسلام رول، ملت پالنه، د توکمونو او قومونو لوستنه او د بهرنیو لاس وهنی ښه په جزئیاتو څیړی او خپل لوستونکی ته هغه افغانستان په مخکي ایږدی لکه هماغسی چي هم دی . که د کتاب بیلا بیل فصلونه او مواد په غور مطالعه کړو، نو وبه مومو چي ددې کتاب لوستنه ددریو عمده مقاصدو لپاره خورا اړینه او لازمی ده :
لومړی دافغانستان او سیمی په ارتباط د تحقیق په خاطر،
دوهم دافغانستان د هراړخیزه راپيژندلو په خاطر ،
او دریم په علمي او اکاډمیکو مراکزو کي بهرنیو ته دافغانستان د ستراتیژیکي دریځ د اهمیت ښودلو په خاطر.
دې کتاب يوه داسی نوې طریقه ابداع کړې چي په مخکنیو کتابونو کي هیڅ نه تر سترګو کیږی او هغه دا چي د کتاب هر فصل خپله سریزه او ځانګړې پایله یا نتیجه ګیری لری . دغسی پایله د اړونده فصل مثبتی او منفی لاسته راوړنی ارزوی او لوستونکي ته ټول مبحث مختصراْ تدریسوی چي دا باالکل د لیکوال یو نوښت دی .
باید وویل سی چي د هر فصل سریزه اړونده فصل مختصراْ راپيژني او لدې نه دا اخیستنه کولای سو چي د کتاب هر فصل پخپل ذات کي یو کتاب دی، نو ځکه ویلای سو چي ډاکټر نبي مصداق ددې ابتکار مؤسس ګڼل کیږی .
د کتاب لومړنی فصل د معاصر افغانستان د تکوین او جوړښت ټول جریانات په علمي او عینی توګه څیړی او یوه نتیجه ګیری هم لری چي ډیره مستدله ده. د کتاب دوهم فصل د اوسنی افغانستان د لومړنی رسمی دولت استقرار او د افغان ولس لومړنی تشکل او عروج، د درانی لړۍ پرمختیاوی، سیالۍ او د انګریزانو لاس وهنی او افغان ملی مقاومت څیړی او په یوه علمی نتیجه ګیرۍ سره ختمیږی . دریم فصل د نفاق او شقاق د تخم شیندلو پړاو مطالعه کوی چي د داؤد خان د جمهوریت مثبت او منفی انکشافات او د جمهوری دولت د عروج او زوال عوامل څیړی چي په یوه ډیره مؤثقه پایله سره ختمیږی . څلورم فصل د ثور کودتا، کمونیستی انډوخر د ماسکو لاس وهنی او دهیواد د پایو د ړنګولو او د کمونیستانو د خپل منځنی اختلافاتو مسایل په جزئياتو سره تشریح کوی چي په یوه عینی پایله سره ختمیږی . په همدې ډول پنځم فصل د شوروی مستقیمه مداخله، د هغو په واسطه د افغانستان ورانول او ددې اشغال عواقب څیړی چي په یوه خورا عالمانه پایله سره ختمیږی . د کتاب شپږم فصل د افغان مقاومت ، جهادی تنظیمونو، ګوډاکی رژیم د کړنو، او نړیوال غبرګون ټول جوانب او پرمختیاوی څیړی چي ډیر مؤثق او ارزښتناک معلومات پکښي ویل سوی دی. دا فصل هم په یوه خورا تحلیلي نتیجه سره پای ته رسیږی چي هغه پخپله د یو علمي کتابګوټي حیثیت لری. په همدې ډول د کتاب اووم فصل کورنۍ جګړه، د جنګ سالارانو عروج، د شمال ائتلاف زوکړه او پرورش، د تنظیمي قوماندانانو او کمونیستی ملیشو په واسطه د هیواد او کابل تباهی، ددې بربادیو د محصول په توګه د طالبانو ظهور، د هغوي پرمختګ او مسلسلې کامیابۍ او د هغو ترشا د قوت اصلي راز، د نړۍ عکس العمل، د ګاونډیو لاس وهنی او د طالبانو بی واکه کول څیړی چي په یوه ډیره عینی او آفاقي پایله سره ختمیږی . بالاخره د کتاب اتم فصل تر کمونیستي ناتار وروسته قومی نژادی ډلی او د هغوی مخالفتونه، ډول ډول لمسونونه، د طالبانو څخه د مابعده افغانستان « جوړښت » پر توکمی او قومي یا ژبنی بنیاد، او نور دغسی غیر دموکراتیک پرمختګونه څیړی چي په خورا دقیقو ارقامو سره تشریح کیږی . دا فصل هم یوه ډیره عالمانه او تحلیلی نتیجه ګیری لری چي هغه په خپل ذات کي یو بیل فصل تشکلیوی .
د کتاب وروستۍ برخه یوه اوولس مخیزه کلی نتیجه ګیری لری چي د روانو دریو لسیزو د ناورین مختلف عوامل، د بیلا بیلو مداخلو موخی او د هغو په رڼا کي د افغانستان راتلونکې په څیړنیزه توګه شنل کیږی چي کیدای سی هغه د ټول کتاب جوهر وبولو.
کتاب یوه وروستۍ « پای لیکنه » هم لری چي په هغه کي پر امریکا دسپتمبر د یوولسمی د حملې مختلف جوانب، پر افغانستان د امریکی د ځوابیه حملې جریان او د هغی عواقب، د القاعده او بن لادن اړونده مسایل او چاری، د حامد کرزی راوستل ، او د امریکایی نیونی د اوږدې مودې پر نتایجو تحلیلی رڼا اچول کیږی او باید وویل سی چي دا « پای لیکنه » پخپله هم یوه معلوماتي پایله لری چي ډیر معتبر معلومات پکښې وړاندی سوی دی .
کتاب په خپل وروستۍ برخه کي ۱۴ لمنپاڼی یا ضمایم هم لری چي هره یوه یې پخپل ذات کي یو تاریخي سند او یو مهم مأخذ ګنل کیږی . دا ملپاڼی کتاب ته نوره غنا او آرشیفي پانګه وربخښی چي لوستونکی د هغو په مطالعه سره لکه د یو مساعد کتابتون غوندی مستفید کیدای سی .
تر هغه ځایه چي ما دا کتاب ولوست ښايي لومړنی کتاب وی چي د یو مسلکی او اکاډمیک افغان لخوا « افغانستان » او د هغه سیاسي کمزوری او بهرنۍ لاس وهنی د خوږو او ترخو حقایقو په مدنظر لرلو سره نړیوالو او افغانانو ته لکه څنګه چي دی هغسی ورپيژني .
مهمه دا ده چي په تیره بیا نوی افغان نسل چي په اروپا ، اسټرالیا او شمالي امریکا کي لوی سوی دی ددې کتاب لوستنی ته اساسي اړتیا لری. والدین باید خپل اولادونه وهڅوي چي دا کتاب ولولی او پخپله افغاني ځوانان دې ته اړتیا لری چي ضرورباید دغه کتاب ولولی تر څو د خپل پلرنی هیواد له تاریخ، جغرافیی، سیاست او آیندې څخه عمیقاْ وپوهیږی یعنی دا چي خپل ځان ، خپله وینه او خپل ټاټوبی وپیژنی تر څو د هغه د عواطفو په مزو کي خپله راتلونکې وټاکی.
زما ورورګلویزه سلا او مشوره با احساسه لیکوالو ته دا ده چي هڅه وکړی دا معتبر، او مستند کتاب څومره ژر چي کیدای سی په پښتو یا دري وژباړی تر څو د هیواد دننه او بهر ټول هیوادوال ترې مستفید سی.
په پای کی د هیواد مشهور اکاډمیک شخصیت او تکړه لیکوال ښاغلي ډاکټر نبي مصداق ته ددې ارزښتناک اثر د لیکلو په وجه چي د هیواد زیاتی پیکه پيښی يې روښانه کړی، د زړه له اخلاصه مبارکی وایم او ګرانو لوستونکو ته ددې بې ساری کتاب د لوستلو بلنه ورکوم. والسلام ( ن ــ صمد )
دافغان رسالې اداره هم ښاغلي ډاکټر نبي مصداق ته ددې کتاب د لیکلو او خپرولو په ویاړ مبارکی وایي او هیله من یو چي په راتلونکی کی هم ددې ډول کتابو په لیکلو کي خپله هڅه ونه سپموی.
داکتاب همدا اوس په لندن او نيو يارک کښې چاپيږي او تاسو کولاس سي د Barns and Noble, Amazone.com او نورو لويو کتاب پلورنځيو څخه يي ترلاسه کړی .
تاسې دا اکاډميک کتاب د www.amazon.com له لارې هم ترلاسه کولی سئ . هلته په پاڼه کې Nabi Misdaq ورکړئ . هيله ده دا کتاب چي د ډاکټر نبي مصداق د ډيرو کالو د زحمت نتيجه ده واخلئ او هم يې خپلو پوهنتونو،کالجونو او عامه کتابتونو لپاره فرمايش ورکړئ.