د ولسمشرۍ ټولټا کني او افغان ا و لس وروستۍ اند يښنې !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1207
حبيب الله غمخور ( مالمو سويډن )
دخبریدو نیټه : 2004-10-06

  دحبيب الله غمخور ليکنه / مالمو _ سويډن دادۍ دوي ورځي وروسته زموږ په هيواد کښي د بن دکنفرانس د توافقاتو په اسا س دهيواد په تاريخ کي دلمړې ځل لپاره افغانان نارينه او ښځي د ولسمشر د ټاکلو لپار ه د رايي ورکولو صندوقو ته دريږي  د هيواد راتلونکې پخپل دغه کوچنی کارت سره ټاکي ،او دارگ دروازي پخپلو لاسو راتلونکي واکدار ته پرانيزي .

مشکل دادۍچي دا ټولټاکني پداسی شرايطو کی سرته رسيږي چي له بده مرغه نه د بن لوزنامي او پريکړي عملي شوي او نه هم په هيواد کښي کوم داسي کارونه سرته رسيدلي چي افغان اولس ئی له څولسيزونه راپاته نا خوالو او بد مر غيو څخه خلاص کړۍ وې.

هغه وعدي چي د انتقالي اداري دکار دشروع په لمړۍ ورځ ، استراري لويی جرگي او بيا را وروسته د اساسي قانون د تصويب په لويه جرگه کي دښاغلي حامد کرزي لخوا افغان اولس ته ورکړه شوې وي د يخي پر مخ نويشتي پشان دلمر دوړانگو سره اوبه او عملی نشوي.

قو ماندان سالاري ،تنظيم سالاري ،محل واکې ، د مرکزي حکومت نه سرغړوني پخپل قوت پاته شوي.  د سمنگان ،هرات  ، مزار او غور ناخوالي ددي ادعا ښکارندوي دې.

په دومره واړه هيواد لکه افغانستان کي چی اويسدونکو ئی ددمو کراسۍ مزه هم  نده څکلي دا ولسمشرۍ  لپاره لمړۍ د درويشتو او بيا د اتلسو کسانو ځان ټاکنه که له يوي خوا امريکا او اروپايي هيوادو نه غواړي په افغا نستان کي دموکراسی تمثيل کړي ،خو له بلي خوا په هيواد کي د قومي ، ژنبې،مذهبي، منطقوې او نورو اختلافاتو څرگندوې دې.دا هم بايد جوته وي چي يو زيات شمير  د شهرت پيداکولو او يا په راوروسته کي د ښا غلي حامد کرزي سره د څوکۍ د تر لاسه کولو په خاطر د جوړ جاړي لپاره ځانونه ټاکلي دي.

دټولټا کنو پروسه او افغان اولس ته درا يي وکولود ډاډمنو او آزادو  شرايطو برابرول له ډيرو نيمگړتياوو سره ملگري وو. د انتخاباتو دقانون پر نيگړتياوو سربيره د ټولټاکنو ځانگړې کميسيون د هيچا وړانديزونو او معقولو علمي نيوکو ته غوږ نه نيوه ، د انتخاباتو کارزار داسي پلۍ شو کوم چي په هغه کي نه د افغانستان جغرافيايي جوړښت او نه هم سياسي ،نظامي ، ملي او مذهبي ستونځوته ديو واقعي عينيتونو په توگه  وړ او جدي پالرنه وشوه ..په زياته خودخواهۍ ،غرور سره غولونکې او له حقيقت نه ليري راپورونه خپريدل ،بهرنيو پلويانو هم دخپلو سياسي ملحوظاتو په اساس تر وروستۍ شيبو پوري د تصديق سر ښوراوه ،کله کله به کوم بهرنې جنرال او يا دکومي نړيوالې ټولني استازی د خواشنۍ او اعتراض ږغ پورته کړ هغه به پدي نامه چي بهرنيان يا نه پوهيږي او يا زموږ په کارو کي لاس وهې رديدل.

ددي کار پايله داشو ه تر اوسه چي درايو ورکولو لپاره فقط دوي ورځي پاته دي ټولو مستحقو افغانانو ته  درايی ورکولو شرايط برابر نشولواو نه هم ټولو درايي ورکولو کارتونه تر لاسه کړه ، هغو چی کارت تر لاسه کړۍ دهيواد په دغو کړکيچنو شرايطو کي چی له يوې خوا طالبان اود طالبانو په نا مه نور رايه ورکونکو ته غاښ چيچي او له بلي خوا هر کانديد او دهغوې پلويان مظلوم افغانان ډاروي چي بايد دغه يا هغه کانديد ته رايه ورکړې د رايی ورکولو پروسه ا و شکل په ټولوو لاياتو او ولسواليو کی خلکو ته ندۍ تشريح شوۍ .

  ولي هيچا دا فکر ندۍ کړۍ چي دغه په ميليونو ډالره د څه لپاره مصرفيږي ؟ ډيرو ښا غلو کانديدانو ليرې پرتوو لايتو ته سفر ونکړ ايا دا سوال نه راپيداکيږي چي دغو ښاغلو ته به ددغو ولايتو نواو ولسواليو اوسيدونکې دکوم شناخت له مخي رايه ورکوې؟ څرگنده ده چي هلته به درايی ورکولو څو سرتړلي صندوقونه پراته وي او چارواکي به ورته وائی ورشۍ رايه ورکړۍ! دا ځکه چي رايه ورکونکي يو کانديد هم له نږدي نه پيژني،  حتمي او واضح خبره ده دبل په ايشاره به چه پخوايی ورته کړې وه رايه ورکوي دغه شان رايی ورکولو ته زه کم نوم نشم ايښودلاي.

پدې صورت کی څنگه کولاي شو ووايو چی افغانانو  اولسمشر پخپله خوښه ټاکلۍدۍ؟

ددغو ټولو ناخوال سره يوځای ټول افغانان پدي تشو يش کي دي چی پدي ورځ به څه وشي هغه چي له هيواد نه ليري مسافر ژوند کوي دخپلو دوستانو او عزيزانو په هکله فريشانه دي ځکه اوسنۍ اداره او ورسره بهرنې پلويان ئی ددي جوگه نه بولي چي درايی ورکولو د مرکزونو او رايه ورکونکو اميت دي ونيسي ،حتي دا ډار شته چي خپله ځيني کانديدان او ياد هغوي پلويان د حالاتو خرابولو ته  لمن و وهي! دهغو گواښونو له مخي چي طالبانو او دهغوي پلويانو رايه ور کونکو  ته کړي د راتلونکي په هکله يي ټول په تشو يش کي اچولي.

 ايا د ولسمشرۍ تر ټولټا کنو وروسته به هغه کانديدا ن چي وئی نشوه کو لاي دخلکو اکثريت

رايی تر لاسه کړي  دراتلونکي ولسمشر سره چي په لوي گمان ښاغلي کرزۍ به وي وغواړي همکاري وکړې؟

راتلونکۍ ولسمشر به وکولاي شي  داسي يوه اداره جوړه کړي چي دملي يووالې او ملي پخلا ينې سمبول وي او په هغه اداره کي بيله هر ډول تعصب نه هر چاته د علمي لياقت او درايت له مخي ځاي وي؟

-         ايا پدا پنځو کلنو کي به دا ملي جرآت وکړي چي بيله قيد اوشرط نه وسله ټوله ،قوماندان سالاري ختمه او دمرکزي حکومت دواک مزي تر محلاتو وغځوې؟

ايا دراتلوکي ملي شورا لپاره به ټاکني به دهمداشان ستنځو سره مل وي؟ هر څوک به دا واک ولري چه بله کومي مداخلي او تعصب څخه   ځان کانديد کړي؟

دهغو تنظيو دمشرانو سره چي يو ځل ئی افغان اولس ته امتحان ورکړۍ او دښاغلي کرزې په وار وار وينا چي« ټوپکسالاران سوله او امنيت ته گواښ دي» او په ټول توان هڅه کوي چي په را تلونکي حاکيميت کي هم غوڅ رول او لويه برخه ولري ،کوم ډول سياست غوره کړي؟

را تلونکۍ ا ولسمشر به څومره وکولاي شي مرور اکثريت چي اوس دملي مجبوريتونو اوملي مصليحتنو په اساس دپخوانۍ لويی جرگې په څير چوپه خوله دۍ پخلا او په ځان پسي بوزي او دهغوي ملاتړ  تر لاسه کړي؟

 نه پوهيږم چي ولي دائتلاف له کليمي د ټولو بد راغلی او پر ځا ي ئی د ملي مشارکت کليمه استعمالوي چي په علمي لحاظ دواړه يو شانته ورته مفاهم دي تنها په تخنيکي جوړښت کي کله کله فرق کوي ،په راتلونکې اداره او پارلمان کی به څوکۍ دپردوا و  تړلو دروازو  شاته  دکوم استحقاق لمخي ويشل کيږي ؟

 دا ځکه چی دښاغلي برهان الدين رباني وروستۍ وينا  دښاغلي کرزي څخه دمعينو شرطونو او توافقاتو پر اساس د ملاتړ اعلان ،چي« دا توافقات »افغان اولس ته څرگند هم ندي ټولو افغانو او روڼاندو ته په هيواد کي دننه او له هيواد نه بهر يولړ سوالونه او تشويشونه راپيداکړيدې.

د راتلونکي ټاکل شوي اولسمشر دحاکميت په دوران کي به هم هر قوماندن وزير او هر والي او آمير اولسمشر وي؟ او که کوم والي تبديل او يا دبعضو ملحوظاتو په اساس وزير او يا بل کوم  لوړ مقام کي مقرر  شي هغه  مقام ونه مني ؟،او هميشه به دامريکا يا انگلستان سفير د هغه دربار ته ورځي ؟او يا به ئی پلويان دا حق لري چي دولتي اود نړۍوالو مؤسسو اداروته اورواچوي او کارکونکی ئی په مرگ وگواښوي؛

ايا بيا به هم ځيني وزيران دا واک او اختيار ولرې څه چی ئی زړه و غواړې هغه سرته ورسوي؟

 

دهمداسي نورو په سلهاوو بيځوابه پوښتنو  دلرو سره سره به افغانان په افغاني ميړانه اوشهامت درايو ورکول ځايو ته ورشي.ولي دافغان اولس دغه زغم او حوسلي احساس ته بايد ددرناوي په سترگه  وکتل

 شې، او راتلونکۍ اولسمشر ځان دافغان ولس په مقابل کي مسؤل وگڼي . د تشو وعدو پر ځاي لږ ولي عملي گامونه اوچت کړي تر څو افغان ا ولس په عمل کښي دا احساس کړي چی ټولټاکني څه گټه لري .

هرهغه ځواک چي داولس لخوا ئی ملاتړ کيږي بريالۍ دۍ او کولاي شي په لوي جرآت هغه څه سرته ورسوي کوم چي داولس غوښتنه وي .ددا شان اولسي ملاتړ نه برخمن اولسمشر به وکولاي شي ډير ژر د بهرنيو ځواکونو خپلو هيوادو ته د ستنيدو امکانات برابر کړي، اصلآ دپرديو تر واک لاندي نه مرکزي نظام جوړيږي،نه اولسواکي اونه هم ملي حاکميت ټينگيږي.

راتلونکۍ اولسمشر به ملي دنده ولري داسي شرايط هيوادوالو ته اماده کړي ترڅو هر افغان ځان ددي ټاټوبي اصل اوسيدونکۍ وبولی په آزادو او ډمکراتيکو شرايطو کي د خپل هيواد د بيا رغاونې په پروسه کي فعاله ونډه واخلي.

ددي وطن اصلي بچي افغانان دي دوي کولاي شي پخپله دبهرنيانو د بي غرضو اقتصادي مرستو پر اساس دا ويران او ويجاړ وطن دنورو ملکونو جوگه کړي