ټولټاکني ، کانديدان ، او د بې امنيتۍ پايلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1208
کوچۍ م
دخبریدو نیټه : 2004-10-06

د آغلي کوچۍ م ژباړه :پيم فورتاون

پيم فورتاون څوک و؟

ولهلموس سيمون پيترس فورتاون  په کال ١٩٤٨ د فروري په نولسمه نېټه په يوې کنزرواتيوي  ( محافظه کاري ) روم کتوليکي کورنۍ کښي د هالنډ په   فلسن -  ښار کښي دې نړۍ ته  سترګي وغړولې. د ښوونځی ټولي زده کړي يې په برياليتوب سر ته ورسولې. د لوړو زدکړو په وخت چي تاريخ، اجتماعيات ، حقوق او اقتصاد يې ويلو د هالنډ په مرکز امستردام کښي د زدکونکو په يوه غورځنګ کښي هم فعاله  و. ددي نه څلور کاله وروسته يې د امستردام په پوهنتون کښي د اجتماعياتو ډاکټري تر لاسه کړه. وروسته له دي يې د هالنډ د ګروننګن ( خرونينګن ) په پوهنتون کښي په اجتماعي اقتصادي سياست کښي د اجتماعي پوهي ډاکټري تر لاسه کړه.  

 پيم فورتاون د عيسوي  پروتستانو درهبري  غړي و. او وروسته د دې  نه يې  شپاړس کاله د ګروننګن ( خرونينګن ) په پوهنتون کښي د اجتماعياتو د پروفيسر په څېرکار کولو. په١٩٨٦ز کال کښي هغه داجتماعي اقتصادي شورا سره  همکار هم و او د دې نه وروسته روتردام ته ولاړ او هلته يې د فورتاون په نوم يوه د سلا مشوري اداره پرانيستله. وروسته له دي په کتاب  ليکنه بوخت شو، په مجلو او اخبارونو کښي وځليد او ډير ژر  په تلويزوني پروګرامونو کښي په  وار وار د ميلمه په حيث وبلل شو. د ده د کتابونو په کتار کښي يو کتاب ( زموږ دکلتور د اسلاميزي کولو په ضد) تر نامه  لاندې  خپور شو. چې لوستونکي يې په لوستلو هک پک شول.

د ٢٠٠١ز کال په اخيره کښي يې پريکړه وکړه چې د سياست په ډګر کښي ګام کښيږدي او په همدغه کال کښي د _ ليف بار نيدرلينډ_ په نوم يو ګوند کښې د مشر په حيث انتخاب  شو. دغه ګوند په هالند کښي د دولتي  سيستم د کار سره د نا خوښۍ له امله منځ ته راغلي و. ددغه ګوند شهرت  په ډيره لږه موده کښي ډيرلوړ شو چې ټول د پيم له برکته وو. پم په هغه وخت کښي نږدې د بحثونو په  هر تلويزونی پروګرام کښي ليدل کيده ،  د خپل ځانګړي او د نورو څخه د بيل نظر له امله يې د کتونکو شمېر ورځ په ورځ زياتيده. د نورو ګوندونو مشرانوته د ده د شهرت په زياتوالي داانديښني زياتيدلې چي چيري پيم ټولټاکني ونه ګټي؟

د پيم خبرواو نظرونو که يوي خوا ته هغه ته شهرت او د ګوند د برياليتوب لپاره لاره اواره وله ، نو له بلي خوا  يې د خلکو په زړه کښي د هغه لپاره کينه او کرکه هم منځ ته راوړله. له دې کبله څو ځله د نا معلومو کسانو له لوري اخطارونه  ورکړل شوي و. حتي چې يو ورځ په تلويزيوني پروګرام کښي د ده د خبرو په وخت په ده تورتونه (کيکونه) وغورځول شول.

 د پيم نظر د نورو کانديدانو سره په ډيرو خبرو کښي توپير درلود خو په دوه و خبرويې د ډيرو خلکو پاملرنه ځان ته راګرزولې وه: يو يې ويل چي په هالند کښي د بهرنيانو لپاره هيڅ  ځاي نشته. او بله دا چي اسلام يې يو وروسته پاتي کلتور باله . د هغه په فکر اسلام د نړۍ د سولي لپاره د يو لوي خطر په څير و چې بايد مخنيوي يې وشي .

 ټول په دي خبره باور لري چې پم د هالنډ سياست د بيخه سره ولړزولو. د هغه د سياست په ډګر کښي د پښې ايښودلو سره سم ټول دباتونه ( مشاجري ) ، بحثونه او سياسي مخالفتونه  منځ ته راغلل. او د هالنډ وګړواو حکومت دواړو ته دا ويره پيدا شوه  چې پيم خوبه په هالنډ باندي واکمني نه غواړي؟

د کال ٢٠٠٢ د ماي په ٦ نېټه ، د هالنډ د ولسمشرۍ د ټاکنو څخه نږدي يوه اونۍ مخکې، پيم د هالنډ  هيلورسم په ښارکښي په داسي مهال ووژل شو چې د يوي راډيويي اداري سره د مرکې څخه وروسته  دباندي راوتلو. د هالند په اوسني ( معاصر) تاريخ کښي د پم مرګ لومړی سياسي مرګ و.

د هغه د وژلو دلايل ډير دي لکه:  د اسلام په خلاف د هغه خبري، په سياست کښي د هغه مخالفين، د هغه دا نظر چې د مهاجرو لپاره په هالند کښي ځاي نه شته، او داسي نورکيدي شي. خوتر اوسه هيڅ معلومه نه ده  چې ولي ووژل شو. اود هغه قاتل اروايې  مريض وپيژندل شو.

pim being assasinated

کله چي پيم يوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر وخت له غابونو ( پېش قابونو ) سره په کيکونو  وويشتل شو . بيا يې هم د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل .

 

 

 

 

 

کله چي پيم فورتاون د هالنډ د هيل ور سوم په ښار ګوټي دي له ميډيا پارک نه د راوتلو په حال کي وو د يوه تن له خوا د تپانچې  څو پرله پسې ډزي پر وشوې ، او پيم فورتاون له نړۍ په داسي حال کي سترګي پټي کړې چي د ګوتو په شمير ورځي د هالنډ د هيواد ټولټاکنو ته پاته وې .

پيم فورتاون

اخځونه :

http://www.ru.nl/ahc/vg/html/vg000278.htm

http://www.xs4all.nl/~rabruil/fortuyn.html

http://www.digischool.nl/so/community/pim/

http://www.kb.nl/kb/resources/frameset_kb.html?/kb/dossiers/fortuyn/fortuyn.html