ليکوال :ډاكټر رحمت ربي زيركيار، كلفورنيا
د ښکلا مجلې د لسمي ګڼي څخه
دوې مياشتې وړاندې د كال 2004م په فرورۍ كې په امريكا كې يو بل په څېړنه كوټلى كتاب راووت: سټيوكُل، د پېريانو جنګونه: له شوروي يرغل څخه د 2001م د سپټمبر تر لسمې نېټې پورې د امريكا د مركزي استخباراتو، افغانستان او بن لادن پټ تاريخ (نيويارك: پېنګوين پريس، 2004م).
Steve Call, The Ghost. Wars: The Secret History of the CIA,
زما په نري ګومان د دې اثر له ژباړې سره به افغانان او (افغانستانيان) علاقه ولري. افغانان غواړي د كتاب د ژباړې له لارې افغان ملت د (افسانوي كوماندان ) احمدشاه مسعود په كيسو، پيسو او معاملو خبر كړي.
افغانستانيان غواړي د عين كتاب د ژباړې له لارې مليتونه خبر كړي، چې په كتاب كې د \"امر صاحب\" نوم په درناوي ذكر شوى دى. دا كتاب له معلوماتو ډك دى او افغان ملت د دې وړ دى چې په دغه كې خوندي شوي معلومات ورته په روغه ژباړه كې وړاندې شي. كه ژباړن بډېري او توضېحات ولري، بويه دا چې خپل مال د ليكوال له مال څخه جلا وښيي.
زه به په دې ليكنه كې له كتاب څخه يو څو صحنې راوباسم او له دې لارې به لوستونكي ته نوكى اّسانه كړم چې تر ژباړلو پورې يې خپله تنده په ماته كړي.
د كتاب په سرليك كې پېريان د استخباراتو په مفهوم كارول شوي دي.
ملټن بيرډن Beardan چې په اسلام اّباد كې د امريكا د مركزي استخباراتو CIA د څانګې مشر و (1986_1989) پر كوماندان احمدشاه مسعود باندې شكمن شوى و، په دوو دليلونو: يو دا چې مسعود پر ) برتانويانو( ګران و او بل دا چې يوه بې اعتمادي هم پاتې وه او هغه دا چې مسعود په كال 1983م كې له شوروي قواوو سره د جنګ د متاركې معامله كړې وه(.
د پاكستان د عسكري استخباراتو په شان، بيرډن هم په دې اند و چې مسعود د افغانستان په شمال كې له شوروي قواوو سره \"يو بې اعلانه ډزبند\" رامنځته كړى و. بيرډن په دې عقيده و چې مسعود \"په سياسي لحاظ خپل مقام ټينګاوه\" په داسې حال كې چې د ISI اسلامي مشتريان د شورويانو پر ضد په \"سخته\" جګړه كې اخته وو (ولولئ: سټيوكُل Coll، مخونه 150، 184)... دلته ما (زيرك يار) ته هغه معلومات را په زړه شول چې يوه بل تكړه امريكايي څېړونكي بروس ريچارډسن Richardson يوولس كاله وړاندې په كال 1993م كې په جهاد كې د مسعود د رول په اړه وړاندې كړي وو او په اسلام اّباد كې CIA د مامور بيرډن له معلوماتو سره سر خوري. ريچارډسن ليكي چې د شوروي پوځ يو افسر چې پټ نوم يې ويكټور سووروف Suvorov و، لويديزې نړۍ ته وتښتېد او په كال 1984 كې يې په يوه مركه كې وويل: \"د مجاهدينو يو تكړه كوماندان غوره شوى دى چې د شوروي اتحاد د ګټو استازولي وكړي. هغه به د عسكري او اقتصادي مرستو له لارې حمايه كېږي او سربېره پر دې د شوروي استخباراتو ټوله همكاري به ورته رسېږي. د هغه رول به دا وي چې خپلو خلكو ته به اتل وي، په داسې حال كې چې زموږ لپاره به د دوه اړخيز ايجنټ په حيث كار كوي.\" سو وروف زياتوي چې \"دغه پلان دومره پټ دى\" چې د شوروي اتحاد او د افغانستان د خلكي رژيم \"ډېر لوړ رتبه مامورين به پرې هم خبر نه شي.\" (د اقتباسونو لپاره ولولئ:
III \", Afghanistan Mirror, Nr.30, February-March 1993, p.17).
په پاكستان كې د CIA د څانګې مشر بيرډن اتلس كاله وړاندې د كال 1986 په جولاى كې اسلام اّباد ته ورسېد_دا نژدې هغه مهال دى چې بن لادن هم خپله كډه له سعودي عربستان څخه پېښور ته بار كړه. دا هغه وخت دى چې جهاد په ډالرو كې( لامبو وهي ). په كال 1981 كې د امريكا كانګرس په خپله پټه بودجه كې د خپلو استخباراتو CIA لپاره نژدې دېرش (30) مليونه ډالر منظور كړل چې په افغانستان كې پرې خپل پروګرام وچلوي. په كال 1984 كې دغه ډول بودجه نژدې دوه سوه (200) مليونو ډالرو ته جګه شوه. په كال 1986 كي نژدې څلور سوه اويا ( 470 ) مليونو ډالرو ته لوړه شوه او يو كال وروسته په كال 1987 كې لا پسې وپړسېدله يانې تقريباً شپږ سوه دېرش (630) مليونو ډالرو ته وختله. (ولولئ: سټيوكُل، مخونه: 65 او 151).
داسې برېښي چې واشنګټن به په افغانستان كې د وسله وال جهاد له بري څخه اندېښمن شوى و او د دغې اندېښنې تر اغېز لاندې به يې نورې لارې چارې لټولې وي؟ د امريكا د مركزي استخباراتو په ملاتړ ميلټن بيرډن د CIA لپاره ( د مستقلو افغان ايجنټانو او كوماندانانو د يو اړخيز استخدام [جال] ارت كړ.) يو اړخيز په دې مانا چې د پاكستان عسكري استخبارات به په دغه موضوع نه خبرېږي. د ذكر شويو اشخاصو مياشتنى معاش د شلو (20) او سلو (100) زرو ډالرو تر منځ و، ( كله ناكله به زيات و.) كوماندان عبدالحق هم د CIA د يو اړخيز معاش په جال كې پرېوتلى و. خو كله چې يې د افغانستان په سياست كې د پاكستان د عسكري استخباراتو د انحصار پر ضد ( چغه لوړه كړه ) او د خپل شخصيت لپاره په تبليغاتو ( متمركز شو )، په اسلام اّباد كې د CIA د څانګې مشر ميلټن بيرډن ( قهرجن شو ) او د ( خورا ډېر اتباري او ميسر كوماندان ) عبدالحق معاش يې قطع كړ. د CIA فعاليت ادامه لرله چې ( په نېغ ډول ) احمدشاه مسعود ته پيسې او تداركات ورورسوي. ( د CIA يوه اړخيزه مرسته مسعود ته لومړى ځل په كال 1984 كې رسېدلې وه.) (ولولئ: سټيو كُل، مخونه: 151 او 168). د افغانانو د معاشونو لپاره به د امريكا مركزي استخباراتو د حوالې سيسټم كاراوه.
ګيري شرون Gary Schroen