غصه يا منطق ------------------ يوه حقيقي کيسه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12146
انور اهين خانخېل
دخبریدو نیټه : 2007-05-15


د خدای د ګران رسول (ص) د وختو يو داستان کتابونو راوړی دی وائی چې يو عربي کس د خدای د ګران رسول (ص) په خدمت کښې حاضر شو او له هغوی يې وغوښتل چې نصيحت ورته وکړی. رسول اکرم (ص) هغۀ ته په ځواب کښې يوه لنډ غوندې نصيحت وکړ او ورته يې وفرمايل: (( لاَ تَغٌضَب )) يعنې غصه او قهر مه کوه. هغه کس هم د رسول اکرم (ص) په دې لنډ نصيحت بسنه وکړه او د هغوی له خوا نه د خپل کلی په لور وان شو. کله چې کلی ته ورسېد نو څه ګوری چې د دۀ قبيله او بله قبيله سره جنګ ته د امادګۍ په حال کښې دی. د جنګ وجه دا وه چې د مخالفې قبيلې خلکو د دوی د قبيلې له خلکو نه د يو مړی يا يو نقصان تاوان غوښتۀ. دۀ چې کله وليدل چې د دۀ د قبيلې خلک او د مخالفې قبيلې خلک صف بندی شوی دی نو بس دې هم په جوش کښې راغی او د خپلې قبيلې په صف کښې اودرېد. خو د جنګ له شروع کېدو نه مخکښې ورته د خدای د ګران رسول (ص) نصيحت را په زړۀ شو او فکر يې وکړ چې دا هم هغه موقع ده چې پکار دی غصه او قهر و نه کړم او په همدې فکر سره ورته د مسئلې د اواری لپاره يو تدبير په ذهن کښې راغی وسله يې وغورزوله او د دښمن د صفونو په لور وروړاندې شو او د هغې قبيلې مشرانو ته يې له خپل مال نه د تاوان ورکولو وړانديز وکړ. د هغې قبيلې مشران د دې سړی له ځوانمردۍ او  جرات څخه ډېر متاثره شول هغوی هم له خپل تاوان غوښتو نه وروستو شول او ورته يې بخښنه وکړه او په دې ترتيب د يوې لويې وينې بهېدنې مخنيوی وشو او د دواړو قبيلو تر مېنځ بيا ورورولی او له مخکښې نه زياته خوږه دوستانه قائمه شوه.
زدکړه: له دې حقيقی داستان نه مونږ ته څو ټکی د درس په توګه تر لاسه کيږی
١- د خدای ګران رسول او د اسلام سپېڅلی دين د بې ځايه غصې، قهر، جوش، جذباتو او احساساتو خلاف او د سولې، امنيت، ورورولۍ غوښتونکی دی او نن سبا چې د اسلام په خلاف کوم سازشونه روان دی چې اسلام د تورې په زور راغلی دی يا اسلام د دهشت ګردۍ او ټرور درس ورکوی غلطه خبره ده.
٢- د خپلې قبيلې، قوم او ولس په ناحقه ملګ تيا نه ده پکار او که په حقه هم وی نو بخښنه ترې غوره ده.
٣ – د بحث، مباحثې او اختلافاتو په وخت د احساساتو، جذباتو، قهر او غصې په بهير کښې نه دی بهېدل پکار بلکې له منطق، دليل او حوصلې نه کار اخېستل پکار دی.
٤- جنګونه، جګړې، اختلافونه او لانجې کونجې په خبرو او حکمت سره په عزتناکه توګه اوارول پکار دی
٥- په اسلامی تعليماتو باندې عمل کول انسانيت له لويو لويو تباهېو نه ساتی