د ( ښکلا ) خبري ...............

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1224
بېنوا فرهنګي ټولنه
دخبریدو نیټه : 2004-10-11

     

 

د بېنوا فرهنګي ټولني

 او ښکلا مجلې د ادارې پيغام !

 

 

د ښکلا دوې مياشتنۍ ټولنيزي خپروني درنو او قدرمنو لوستونکو !

 

سلامونه مو ومنئ ، خدای  موتل خوښ او سرلوړي  لره .

 

د بېنوا فرهنګي ټولني دوې مياشتنۍ خپرونه (( ښکلا )) دوه کاله مخکي د لومړي ځل لپاره په هيواد کي دننه ، اروپا ، امريکا ، او کاناډا کي لوستونکو او مينه والو ته ورسيده . تر هغه وروسته د بېنوا فرهنګي ټولني د کارنده غړو او د ( ښکلا ) مجلې د مسئول چلوونکي ښاغلي عبدالقديم پتيال ، اوډونکي عبدالجبار ترنګ ، د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار او همدا ډول بهر ميشتو استازو په پوره هاند او هڅو تر يوولسمي ګڼي پوري راورسيده ، په برياليتوب سره يې د نړۍ په ګوټ _ ګوټ کښي د ښکلا هر مينه وال ته ورسول ، د هيواد د ليکوالو ، شاعرانو ، اديبانو ، او افغاني کلتور او فرهنګ د مينه والو پاملرنه يې ځانته واړول ، له سيميزو مطبوعاتو نيولې بيا تر نړيوالو مطبوعاتو پوري يې ستاينه وشوه ، ښه راغلی ورته وويل شو ، چا تبصرې پر وکړې ، چا نيوکي ، چا وستايل ، چا په بې نومه راليږلو ليکونو کي کښي وښکنځل ، خو بيا هم د ښکلا بازار هماسي تود پاته شو ، او لا يي نور هم دمينه والو په زړونو کښي ځای پيداکړ . د بېنوا فرهنګي ټولني هر غړی له دې کبله وستايل شو چي د افغانستان په امکاناتو ، د کندهار په شرايطو کښي چې کله له کابله دطالبانو او القاعده مرکز بلل کيږي ، او دلته د کندهار او زابل په غرونو کښي ورته طالب شازلمي ؟ پر بريتونو لاسونه ورته تيروي ، خو ، ښکلا  نه يوازي داچي  چا له پښو وا نه چول ، بلکي لا ښکلي شوه او لا وځليدل . په دې وروستيو کښي په هيواد کي دننه تر ولايتونو اوولسواليو پوري ، د اروپا تر ګوټ _ ګوټ نه نيولې تر امريکا ، کاناډا او همدا ډول تر استراليا پوري يې په سلګونو ګڼي ورسيدلې ، زموږ د حساب ( تيلفوني ډاډګيرنو ) له مخي  بايد اوس د ښکلا لسمي او يوولسمي ګڼي  په هيوا کي دننه او بهرنۍ نړۍ کښي دهر لوستونکي تر کوره رسيدلې وي . د ښکلا د مينه والو له خوا موږ ته د ښکلا د رسيدني د ډاډګيرنو پيغامونه موږ ته يو ځل بيا خوښي راکوي ، او دا خوښي مو نور هم په دې لاره کښي د هر ډول ستونزو او سختيو لپاره کلک او پياوړي کوي   !

 

خو په داسي حال کي همدا اوس _ اوس د ښکلا مجلې ددوهم کال شپږمه ګڼه (( دوهمه کال ګڼه )) چي د هيواد د ډيرو درنو او  نومياليو ليکوالو په په ارزښتناکو مرکو ، ليکنو ، او ...  تر نورو ټولو تيرو ګڼو ښکلې ده ، تر نورو ټولو ګڼو يې ارزښتناکي ليکني  ډيري دي ( ځکه د بېنوا فرهنګي ټولني د پنځو مياشتو نه را په دې خوا د کال ګڼي لپاره کار کاوه ، اوغوښتل يې چي هيوادوالو له هر لحاظه يوه بې جوړې (( ښکلا )) ډالۍ کړي ) ، په مطبعه کي تر چاپ لاندي ده . دچاپ خرڅ يې د اوس لپاره د بېنوا فرهنګي ټولني له واکه وتلی دی . خو دا ګڼه به هم په همدې څو ورځو کښي په لوړ تېراژ له چاپه راوزي ، هماغسي چي د ټولني هر تنکي غړي يې په مينه کار کاوه ، په هماغسي تنکۍ مينه او ځانګړې ښکلا به له چاپه راوزي . خو موږ خپلو درنو لوستونکو ته په داسي حال کي چي اوس يې هم بايد دويلو اړتيا نه وای پيدا شوې  ، يو عذر وړاندي کوو !

 

له هيواد څخه بهر ټولو هغو دوستانواو د ښکلا مجلې درنو لوستونکو  ته کوم چي په تيرو دووکالو کښي يې بېله دې چي د ښکلا ګډون وکړي ، ښکلا په خپلو کورونو کښي تر لاسه کړېده ، په خورا عاجزي دا عذر کوو چي د اوس لپاره بېنوا فرهنګي ټولنه دومره توان نه لري چي دغو درنو او قدرمنو ته ښکلا دمخکي په شان په وړيا توګه ور وليږي . خو بيا هم دا ژمنه کوو چي که خدای پاک بېنوا فرهنګي ټولني ته بيا وس ورکړي ، هڅه به وکړي چي په سلګونو نه بلکي په زرګونو هيوادوالو ته هغه که دنړۍ په هره برخه کي وي دښکلا هره نوې ګڼه ور وليږي . ځکه همدغه درانه دوستان وه چي په خپلو بې شانه همکاريو ، او ارزښناکو ليکنو يې ښکلا _ ښکلا کړه .

په هيواد کښي دننه تر اوسه پوري  په زيات شمير لوستونکو ته په وړيا ډول ورکول کيده ، خو اوس له هغوی نه هم هيله کوو چي ښکلا په ډيره مناسبه بيه رانيسي ، د ښوونځيو زده  کوونکي او د پوهنتونونو محصلين يې د سند په وړاندي کولو سره په نيمه بيه تر لاسه کولای شي  .

بهر مېشت هيوادوال کولای شي د کلني ګډون بيه په ليږلو سره د ښکلا ګډون ( اشتراک ) وکړي ، او د ښکلا هره نوې ګڼه دخپل کور پر پته تر لاسه کړي .

موږ ستاسو د اسانۍ لپاره د ښکلا مجلې ګډون پاڼه په همدې پاڼه کښي ځای پر ځای کړيده ، همدا اوس د خپل ملي ژبي ، او افغاني کلتور سره خپل ملاتړ وښياست ، د ښکلا  ګډون پاڼه له همدې پاڼي چاپ ( پرنټ ( کړئ ، ډکه يې کړئ ، او راويې ليږئ ، تر څو بېنوا فرهنګي ټولنه وکولائ شي سر له همدې ځانګړې ګڼي ( دوهمه کال ګڼه په ٢٧٠ مخونو کي ) ستاسو د کور پر پته در وليږي ، دا چي تاسو د نړۍ په کومه برخه کي اوسيږئ ، پروا نشته ، د ښکلا اداره مکلفيت لري چي ښکلا د ښکلا تر ګډون کوونکي پوري په ډاډمنه توګه ور ورسوي .

 يادښت : که تاسو هم د ښکلا سره مينه لرئ ! دلته کليک وکړئ ،ګډون پاڼه چاپ ( پرنټ ) کړئ .

 

په درناوي

 

د ښکلا مجلې مسول مدير عبدالقديم پتيال

بېنوا فرهنګي ټولنه کندهار ( افغانستان )