د ښاغلي برهان
الدين رباني د واکمني وختونو اود دوي نوي جبهې ته يوه کتنه
لا به پوښتني ته راځي په شپه کي سل د
دونه
زموږ د قسمت د پرهارونو کيسه ختمه نه ده
(جهاني)
وروسته له هغه چي د ښاغلي برهان الدين رباني په اصطلاح ” ملي متحدي جبهې“ يعني دغه د
بوډۍ د ټال په شان رنګيني ډولۍ د جوړېدو خبري را پورته سوې، نوهيوادوالود ممکنو رسنيو دلاري خپل غبرګون وښود
او زموږ خلګ يې ددې جبهې و هغو سختو عواقبو ته متوجه کړل چي ( خداي دي نه کړي) سبا ورځ به زموږ زورېدلئ اولس بيا و
سره مخامخ وي. خو کله چي مي د جرمني د شپيګل په اونيزه خپرونه کي د رباني صاحب مرکه ولوستله، نوماته يو لړ پوښتني او انګېرني پيدا سوې ، چي غواړم د هيواد د اوسنيو کړکيچينو حالاتو په مستقيم اړوند يې په دې څو کرښو کي وسپوڼم
.
پوهاند رباني په دې مرکه کي د خپلي جبهې د جوړېدو انګېزه په هيواد کي د امنيت ورځ په ورځ خرابېدل، د اداري فساد ډيريدل،دح
کومت کمزوري .... بولي او همدارنګه حکومت ته ګوته نيسي چي دده په وينا ”د بهر له خوا
ټاکل سوی دئ “.
دا به فرض کړو چي رباني صاحب د هيواد او هيواد والو په غم کي ورک دئ نوځکه په
اوسنيو سختو شرايطو سربېره، چي ان نړيواله ټولنه يې لا پر نفس راوستلې ده، و ” حقايقو“ ته ګوته نيسي اوآرام هم
نه کښيني، خپل زاړه او نوي ياران په يوه عجيب و غريبه جبهه کي را ټولوي ، څو دده په وينا په حکومت کي غوښنه ب
خه واخلي.
١٤.٢.١٩٩٢د جرمني دLVZ و
ځپاڼه / خلګ د کابل څخه خپله هستي او نيستي باسي
که چيري رباني صاحب د خپلي لومړنۍ واکمنۍ وختونه ور په ياد کړي نو به پوه سي چا دا دده تنظيمي پلوراليزم وو چي کابل يې د خاورو سره سم کړ او تر پنځوس زره لا ډير بيګناه وطنوال يې ووژل. په دغو شهيدانو کي ډير کسان د جنګ له امله نه، بلکې د استاد رباني او ور سره تنظيمونو د پښتون وژني او توکميز تعصب قرباني شول. د ډاکتر صالح محمد زيري ميرمن او کوچني مؤمنان يې په خپل کور کي تش په دې پلمه تر تيغ تير کړل چي د خلق د ګوند غړئ وو. عبدالاحد و سي چي د برلين د سفارت څخه يې بيرته راغوښتی وو، د بهرنيو چارو وزارت ومخ ته هغه مهال تير باران کړ چي خپل کار ته روان وو.
د خلق د ګوند غړيتوب ځکه هسي
يوه بانه وه چي د همدې ګوندهغه غير پښتانه غړي چي د ډاکتر نجيب مخالف خو کارمل او روس پالونکي وه ، په خپل دربار کي نور لا ونازول اوپه مسکو کي د روسي مشرانو او رباني
د ١٩٩١ کال د د نومبر د ١٠ او ١١ نېټې د تفاهم پر بنسټ يې لوړي چاري وروسپارلې اوپه نړۍ
کي يې د افغانستان سفارتونه په ډک کړل، هغه هم په داسي کسانو چي د يوه کال کار تجربه يې لا هم نه درلوده.
ښاغلئ رباني ځکه ځان د روسانو شاکر بولي چي د وسلو، مهماتو او نظامي کارپوهانو په ور
يږلو يې دده ناممکنه واکمني يو څو کاله ور ممکنه کړه، چي يو ژوندی مثال يې دطالبانو له خوا
د هغي روسي نظامي الوتکي په هکله دئ چي په وسلو بار اود څلورو روسي افسرانو سر ه کابل ته روانه وه او طا
بانو د کندهار په هوايي ډګر کي کښته کيدو ته مجبوره او يرغمل ونيوله .
څرنګه چي
روسيه په افغانستان کي د کډودانې د چينجي رول لوبوې، او په اسانه ددې زورېدلي هيواد څخه لاس نه اخلي، نو د ٢٠٠١
کال د اکتوبر دمياشتي په ورستيو ورځوکي يې رباني د فهيم په ملګرتيا مسکو ته بيا ور وغوښت او د شمال ټلوالي دپا
ه يې د پوتين _واکۍ د نظامي مرستو زيرئ پر وکړ.
په مسکو کي دپوتين سره د رباني او
فهيم ليدنه کتنه ( شپيګل ٢٠٠١/ ٤٤ ګڼه)
د ١٩٩٤ کال د جون د
مياشتي پر اتلسمه چي د رباني دحکومت دوره تر څو ځله تمديد وروسته پاي ته رسېدلې وه ، خو بيا هم دی د خپلي چوکۍڅ
خه ليري نه سو، نو دغه د اسلامي شريعياتو پروفيسر و خپلي واکمنۍ ته په نامشروع ډول دوام ورکړ.
په دې اړوند په هغه کنفرانس کي چي د ٢٠٠٠ م کال د د جون د مياشتي د ١٥ تر ١٨ پوري د آلمان دموينشن (مونيخ) په ښار کي د (( افغانستان يو بې دولته
هيواد؟ )) تر سرليک لاندي داير سوی وو، د آلمان د بهرنيو چارو استازی ښاغلي ډاکتر ولفګنګ مَسينګ وويل چي: ” د آلمان اتحادي جمهوريت نه د طالبانو حکومت په رسميت پيژني اونه د هغوي د مخا
فينو يعني دشمالي ټلواي پرديس حکومت“ او زياته يې کړه چي ” م
وږ د رباني حکومت نه يوازي د هغه وخت راهيسي په رسميت نه پېژنو چي د طالبانو له خوا نسکور سو، بلکي د هغه وخت
اهيسي لا چي د رباني د مأموريت دوره پاي ته رسېدلې وه، خو بيا هم حاضر نه سو چي د خپلي چوکۍ څخه ليري سي.“
که څه هم، په دې کنفرانس نوموړي زما و دې پوښتني ته د قناعت وړ جواب را نکړ چي”” چي داسي ده، نو ولي تاسي ددوي پر پاسپورټونو ويزې ورکوئ؟ “ خو بيا هم ددوی پورته يادونه د پاملرني وړ بولم.
دکابل ورځنئ
حال ١.٢.١٩٩٤ م ( د جرمني د LVZ ورځپاڼه)
په کابل کي اعدامونه ( شپيګل ١٩٩٢/ ٣٨ )
د طالبانو د رژيم د نسکورېدو راهيسي خوپه افغانستان کي د بيا ودانولو ټوله ملي
او بين المللي هلي ځلي يوازي په شمال کي رواني دي، وړوکي ولسوالۍ يې ولايتونه سول، د
اقتصادي او فرهنګي مؤسسو جوړيدل يې په دې څو کرښو کي خلاصه کيدلاي نسي، ښاغلي کرزي خو لا شمال ته د ښه نيت څ
ګندولو په خاطرهغه دچپ اندازانود چوخې په اغوستلو سره ملي سمبول وګرزوله . که درباني نږدې ياران يعني دوستم
او عطا محمد هلته خپل خلګ ونه داړي ، نور خو تر اوسه هلته امنه اماني هم وه. نور نو دوي څه غواړي چي په دې نازک
وخت کي ډلي او جبهې جوړوي؟
هو، رباني صاحب په دې ټولو خبرو ښه پوهيږ
ي، خودی نه د شمال جوړېدل غواړي نه د جنوب ، دی د قدرت تږئ دئ. او دا تنده هم ايراني او روسي مالګينو خوړو ور
پېښه کړيده. دی وايي :چي د هيواد يوه وړوکې ټوټه دي وي، خو زما دي وي ! او ددغي فلسفې پر
بنا وو چي په ٢٠٠٦ کال کي يعني هغه وخت چي طالبانو کابل لاندي کړ،ده هلته ليري په شمال کي خپل مستقل دولت اع
ام کړ او مزار شريف يې هم پايتخت وټاکه. روسانو او ساده لوحو ايرانيانو هم هلته خپل ”سفارتونه “ تأسيس کړل
چي وروسته طالبانو د مزار شريف د نيولو سره سم د رباني د
دربار ايراني ديپلوماټان هم د اجنبي يرغلګرو اوجاسوسانو په تور اعدام کړل .
استاد رباني د شپيګل سره په مرکه دا لا هم زياته کړېده چي ګواکي د ټول هيواد خلګ پر ده
مين دي اووايي چي (( خلګ ما غواړي )) مګر د هيوادوالو نه هيريږي چي په کابل کي د رباني د رژيم تر نسکورېدو وروسته، په مزار شريف کي ددوي د غلو او ټوپکيانو د زښت
زيات ظلم او تيري په خاطر خلګو په مظاهرو کي د قرآن مجيد په روي د ښار څخه د ائتلافيانو وتل غوښتل. زه نه پوهيږ
م چي دغه د اسلام او قرآن مبلغ کوم خلګ ښيي ؟!
آيا افغانان او نړيوال د شبرغان په دشت ليلي کي د رباني صاحب ( کله پخلا ک
ه خوابدي ) تيروني متحد جنرال عبدالرشيد دوستم هغه ډله ييز قبرونه هيرولاي سي، چي هم د طالبانو تر سقوط دمخه
او هم وروسته په زروو انسانان ، څوک مړه څوک ژوندي، لاس تړلي ور اچول !؟
آيا افغانان هغه دوستمي کانټينرونه هيرولای سي چي د
٠٠٢ کال د جون د مياشتي په ١٣ نيټه د درې زرو جنګي اسيرانوڅخه ډکيدل او دغو قبرونو پر خوا يې استول. په هر
کانټينرکي ١٥٠ ( د جرمني د Frankfurter Rundschau د ورځپاڼي په وينا لا ٣٠٠ زندانيان ) تخته
کېدل. د دوستمي ” ترحم“ په خاطر لا پر دې کانټينرونو فيرونه هم کيدل، چي ګويا زندانيانو ته هوا ورسي.
د شبرغان يو ډله ييز
قبر (د شپيګل د ٢٠٠٢ کال ٣٢مه ګڼه )
ښاغلي رباني او جبهه وال يې غواړي په هيواد کي اوسنئ رياستي
نظام په پارلماني نظام واړوي او ولايتونه خود مختاره کړي. دا په دې معنا چي غواړي د افغانستان واحد مرکزي
سيستم په فدرالي سيستم واړوي. دا هغه څه دي چي متوفي! احمد شاه مسعود بډي ورته را نغښتي وې او په دې لار کي يو لړ
بهرنيو ځواکونه هم پر شا ټکاوه.
اوس به وګورو چي دغه د فدراليزم پردۍ کلمه څه معنا لري او د کومي
خوشبختۍ راز پکښې نغښتی دئ، چي رباني خيل يې غواړي او دا خو لاڅه چي يو لړ ”روښانفکره
“ يې لاهم ور اخيستي دي!
د جرمني دDUDEN په ايتيمولوژيکي قاموس کي يې راوړي دي چي ((د فدراليزم کلمه د
اتيني foedus او foedera ( يعني د
باور، اعتماد او يووالي د کلمې څخه را پورته سوېده چي په اتلسمه اونولسمه پيړۍ کي بيا په همدغه معنا فدراليزم د
فرانسوي fédéralisme
لاتيني سوي کلمې څخه اخيستل سوې ده چي د متقابل باور او
اعتماد پر بنا د دولت اتحادي نظام ته ويل کيږي.))
دلته د فدراليزم يا ايالتي سيستم درې غوره م ثالونه د يادولو وړ بولم، د امريکا متحده ايالتونه، د آلمان اتحادي جمهوريت او د پاکستان اسلامي دولت. که ددغو هيوادونو تاريخي ودي ته که وکتل سي نوپه دغو هيوادونو کي يو واحد ملت او يوه واحده مرکزي اداره هيڅکله نه وه.
جرمنيانو په خپل منځ کي په لسګونو خپلواک واکمنان درلودل چي هيڅ کله د جرمني د يوې سيمي ح کمروا دبلي سيمي د حاکم او واکمن ته غاړه نه ايښودل. د بايرن خلګو پروس نه منل او د پروسانو هم ساکسنيان نه م نل، تر څو د وخت په تيريدو دوي وکولاي سواي چي په ډير زغم او تيرېدني داسي ډول سره راغونډ سي چي خپلمنځي خپ واکي تر ډيره حده ولري خو د بهر په وړاندي سره متحد وي او يو اتحادي دولت جوړ کړي.
د پاکستان د
جوړېدو پر مهال هم بلوڅ د سيندي سره پر يوه کاسه نه کښېنستۍاو سيندي هم د پنجابئ سره، پښتون خو يوه ته هم غاړه
نه ايښووله او نه يې ايږدي. نوځکه فدراليزم يوازنۍ ممکنه لار وه چي ددوي څخه يو دولت رامنځ ته کړل
ي.
په افغانستان کي برعکس د پيړيو راهيسي يو واحدملت او يو متحد م رکزي دولت سته . لږ تر لږه د ١٧٤٧ م کال راوروسته پښتون، تاجک، ازبک، ترکمن هندو اوسيک ..... يعني ټول هغه هيواد وال چي په دې تاريخي خاوره کي ژوند کوي د افغان تر واحد نامه او چتر لاندي سره راټول شوي ، او تر دا نن ورځي يې ټولي نړۍ ته ښودلې ده چي د هر ډول ناخوالو او اجنبي اسوهنو سره سره، يو موټئ او لاتجزيه ملت دئ .
افغانان و دې ته هيڅ ضرورت نه لري، چي په تاريخي
حاظ يو ګام پر شا ولاړ سي؛ په خپل منځ کي سوبې جوړي کړي او په کور کي کورګئ جوړ کړي.
وښانه خبره ده چي د هيواد ټول توکمونه، قومونه او قبيلې خپلي ځانګړتياوي لري او په دغو ځانګړتياوو کي د افغان
يو موټي ملت ښايست هم پروت دئ. زموږ د هيواد يوه مهمه ځانګړتيا چي د فدراليزم پر خوا هر ډول هڅي شنډوي، دا ده چي
هيڅ داسي سيمه يا ولايت نسته چي يوازي يو توکم يا يو ټبر دي پکښې وي . په کندهار يا
پکتيا کي که پښتانه ډير دي خو د هر بل توکم خلګ هم پکښي سته. په کندوز او مزار کي ډي
ئ پښتانه دي او په ميدان وردګ کي هم ډير هزاره سته او داسي
نور.
دا يوازي اجنبيان دي چي کوښښ کوي ملت مو پر ” مليتونو“ را وويشي ، او هيواد مو په زونونو
او وروسته په سوبو يا ايالتونو. دا شعار ودوي ته په ميراث پاته دئ چي وايي: divide et impera ( يعني ويې وېشه او خپله باداري پر وکړه! )
که د آلمان اتحادي جمهوريت پارلماني
نظام او حزبي ديموکراسۍ ته وګورو، نو وينو چي دغه نظام حتا په دې هيواد کي هم هغسي چي فکر يې کيږي، د مشکلاتو او ناخوالو څخه خالي نه دئ. په دې نسبي توګه کوچنئ هيواد کي د مرکزي حکومت او
ايالتونو تر منځ مالي بودجوي انډول هغسي چي بايد واي، نسته . د ښووني، روزني په برخه کي د هر ايالت ځانته قانون
او معيارونه خلګ د ډيرو ستنزو سره مخامخ کړي دي، د بيځايه او غير ضروري جلا جلا ايالتي قوانينو شته والی بي
وکراسي د نړۍ په کچه تر ټولو لوړ ځای پکښې نيولی دئ. حتا د جرمني ژبي د املا نوئ قانون
لا په يوه ايالت کي تطبيقيږي، په بل کي نه. په همدې سبب دئ چي په دې ورځو کي دفدراليزم
په هکله په دې هيواد کي ډيري تودې مشاجرې او مناقشې رواني دي .
نو په جرمني غوندي
يوه هيواد کي چي نه دوستم لري نه رباني، نه طالب لري نه وهابي؛ دغه يې حال دئ ، په افغانستان کي به د داسي يوه نظام څه پاي وي! ؟
د ګوندي يا حزبي د يموکراسۍ په اړوند هم نن ورځ په اروپاکي خلګ ناراضه دي ، او په دې
خاطر دئ چي په انتخاباتو کي د خلګو برخه اخيستنه ورځ په ورځ لږيږي. د حزبي ديموکراسۍ يو ډير ښه عوض يا بديل هم م
ستقيمه ديموکراسي بلل کيږي چي د ګوندونو د دلالي او سياسي سوداګرۍ مخ نيسي.
په افغانستان کي د
طالبانو تر سقوط وروسته د لوديځ تر وزر لاندي ګوندونه د ځنګله دپوڅکۍ په شان يو په بل
پسې راپورته سول. په داسي حال کي چي خلګ مو د ګوند د نامه سره حساسيت لري، فکر نه کوم چي دغه ګوندونه دي د خلګو
اعتماد او باور تر لاسه کړلاي سي. د تير لوي اختر په ورځو کي ماته په هرات کي خلګو
ويل چي موږ د دوو شيانو څخه ډير بيريږو، تر مځکي لاندي د مينونو څخه او پر مځکه سربيره د ګوندونو څخه . زه ددوي
دغه بيره پر ځاي هم بولم.
هغه څه چي په اروپا کي يې مستقيمه ديموک
اسي بولي ( لکه په سويس کي) او په جرمني کي يې ډير خلګ په په ارمان دي،زموږ په هيواد کي لرغونئ تاريخ لري. خو داچي په موږ خپل دود نه دئ پاللئ ، او په پرديو (ايزمونو) پسې ځغلو، دا بيله خبره
ده.
په پاي کي غواړهم دغه يادونه وکړم چي د رباني او يارانو جبهې ته بايد په سطحي سترګه ونه
کتل سي. ددوي تر شا معلوم الحال بهرني ځواکونه لاس تر زني نه راته کښيني،پر دې خبره رباني هم انکار نه کوي اوپه
خپله مرکه کي په ديپلوماټيکه ژبه وايي:” زه په کابل کي د ډيرو سفارتونو سره اړېکه لرم“
دوي
دخپلي جبې لومړنۍ پټاکۍ بيا وچاودلې : چي په ولسي جرګه کي يې ماجرا جويي او
په جوزجان کي وروستۍ تنظيم سوې بلوا يې روښانه مثالونه دي .
خو دکابل د هغه ښايسته ښار ګړوبي ودانۍ او کنډوالې لاس پورته کوي او دحال په ژبه دغه چيغه کوي چي:
رباني صاحب، نور بسته !