جمال په دفتر کي د بیکارۍ نه ستړئ شوئ وو نو د میز له
جعبې نه يې کوچنۍ راډیو راویستله سویچ يې کړه او سر یې پر لاسو کېښود او هغې ته يې غوږ ونیوئ په راډیو کي یوه
پخوانۍ کیسه روانه وه :
....پاچا ټول شاعران دربار ته راوغوښتي وه هره خوا خوشالي وه یو- یو پاڅېده د چنګ د نغمې سره يې د
پاچا مدح کوله په دې وخت کي د حرام سرای خواجه راغئ او د پاچا په غوږ کي وبنګېد، پاچا سر ورته وښوراوه:
څه شېبه وروسته یو
په عمر پوخ ګردی سړی چي قرقلي خولۍ يې تر غوږو راکش کړې وه لاس په نامه او ځوړنده سر د پاچا په وړاندي ود
ېد.
پاچا په خپل ځانګړي هیبتناک ږغ وویل:
ولي دي غوښتل په سپين سترګي او بي وخته دربار ته ننوځې؟
نوموړی په داسي حال کي چي همداسي يي کښته کتل په حاضر جوابۍ د لاس په اشاره سره وویل:
دوی ولي راغلي دي؟
پاچا ورته وویل:
دوی شاعران دي!
نوموړي په خپله ځانګړي لهجه وویل:
نو زه بیا ماهر یم.
د پاچا د خندا سره ان کوڼ تورم چي لا په
خندا شو پاچا په موسکۍ لهجي تري وپوښتل:
ستا کمال څه دئ؟
نوموړي په ملنډو وویل:
صیب د دوی کمال څه دئ؟
پاچا وویل: دا شاعران دي شعر وایي.
نوموړي وویل:
نو زه ماعر یم او معر وایم
ټولوحاضرینو وخندل پاچا ورته بلنه ورکړه چي
خپل معر ووایي.
نوموړی هیله وکړه چي کوم شاعر دئ لومړی یو شعر
ووایي.
نو پاچا یو شاعر ته اشاره وکړه چي یو شعر ووایي:
شاعر وویل:
اې بلبله چي دي تل چيغار په ګلستان وي
معر ویونکي بېله لارغي (وقفې) وویل:
مي ملبله چي دي مل ميغار په ملستان
وي
پاچا ورته وویل: دا څه مانا لري؟
معرویونکی وویل: هغه شعر څه ما نا لري؟
شاعر وویل:
- اې خطاب دئ
معر ویونکی وویل:
- مې مطاب دئ
- بلبله یو ه خوش الهامه الوتونکې
ده
- ملبله یو ه موش ملهامه ملوتونکې ده
- چیغار غږ نارې سورې ته وایي
- میغار مږ مارې مورې ته وایي
-
ګ
ستان د ګلانو ځای دئ.
-ملستان د ملانو مای دئ.
پاچا د معرویونکي د حاضرځوابۍ نه
خوښ شو او دی يي هم د همدې ورځي نه د دربار معرویونکی وټاکه.
د دې لپاره چي شعر د معر نه په سیالۍ کي کم نه
شي نو معر ویونکی همداسي تر زني لاندي نه کیناست بلکي څو نور يې هم په ځان راټول کړل او
دا پوست يي تر ملکالماعرانو پوري ورسوئ
او ورو ورو يي د پاچا ذهنیت د شعر په مقابل کي خرابوه او ویل یې:
صیب!
شعر زوړ ژانردئ مثلا هر څوک پوهیږي چي ګلستان د ګلانو ځای دئ خو لږ پوه خلک پوهیږي چي ملستان د ملانو ځای دئ نو
دا نوی ژانر دئ نو مترقي او علما باید نو پسنده وي.
نو له هغه وروسته هر چا چي ځان پوه ښوده ځان يي ماعر پوه ګاڼه
په دربار کي ورو ورو د معر وینکو تعداد ډېرېده.....
راډیو لګیا
وه دا کیسه يې په خورا خوند سره کوله
جمال چورت وړئ وو په همدي وخت کي د شعبې پیاده تور ګل پر
جمال باندي ږغ وکړ:
جماله جماله!
جم
ال جټکه وخوړله په وارختايي له ځایه جګ شو
تورګل ورته وویل: رئيس صیب دي غواړي.
جمال په داسي حال کي چي سترګي يې موښلې د رئیس دفتر ته ورغئ رئیس ورته وویل:
- هغه
ټایپسته دي مقرره کړه؟
- صیب هغه خو نالوستي ده.
- زه پوهیږم دا دبي سواد ۍ کورسونه د څه لپاره دي
اخیر هغه د رئیس (...) خپله ده-
- صیب هغه يې ولي په خپل رياست کي نه مق
روي!
-په خپل دفتر
کي د خپلو خپلوانو مقرري ښه نه ده خلک خبري کوي
تاسو مي ځکه د امتحان په هیئت کي نیولي یاست چي تاسو یو بادیانت ،پوه، پر کاره او په کار پوه
یاست ...
-که داسي ده نو ولي مو زما پر ځای خپل باجه مدیر مقرر
کړ؟
-
پریږده چي هغه يې هم زده کړي!
- -صیب ولي دا ټایپسته په فوق العاده امر نه مقرر وئ
- نه مسولیت بایدد امتحان هیئت په غاړه واخلي او قانو ن باید مراعات شي
جمال وویل:
نو زه وړاندیز کوم چي نوموړې د ټايپستۍ
پر ځای مایپسته مقرره کړه
ددې خبري په
اورېدو سره د رئیس خوله له تعجبه خلاصه پاته شوه
له هغه وخت تر اوسه دا ماعران را پیدا شوي چي اوس يي د پوه امرینو د دستور په اساس د کارمندانو نه ډیر مارمندان له وزیرانو نه ډیر مزیران اوهمداسي مکرتران ،مييسان،د مورا مړی،موش اور ان، مرجمانان،،،،، ښه بیلګي دی خدای دی مو د ددی ماع
انو نه وساتي .