خوب په بیلابیلوانسانانوکې توپیرلري چې اکثره خلک
په شپه اوورځ کې له لسوساعتونوکم خوب بسنه نه کوي ،خوداسې کسان هم شته چې څلورساعته خوب دځان لپاره کافي ګڼي
اوپه همدومره لږخوب کولوهم هڅانداو دپام وړانرژۍڅخه برخمن وي. په دې وروستیوکې برتانوي څېړونکو هم همدانظ
تاییدکړی چې دخوب کولوموده په انسانانوکې توپیرلري .
ددې هیوادپخوانۍلومړۍوزیره میرمن مارګریت تاچرهم له هغوکسانوڅخه وه چې په شپه اوورځ کې یې له څلوروساعتونو زیات خوب نه کاوه چې دې کاردنوموړې په روغتیاکومه ناوړه اغیزه هم نه وه کړې .څیړاندودهمدې موخې دثابتولو لپاره یوشمیرکسان داته څلویښتوساعتونولپاره په یوه زمویښت ځاي کې ویښ وساتل ،پرنوموړو کسانوآزموینو او غبرګونونووښودله هغه کسان چې دخوب کولودګروهنې حس پکې پیاوړی دی ترنوروزیات ګنګس اوناتوانه وو،دغوڅیړنوښودلې ده هغه کسان چې لږخوب کوي دشپې له څلورودسهارت اتوبجوپورې ترډیره خپله ځیرتیااوفکري تمرکزله لاسه ورکوي .له همدې امله په همدې وخت کې یعنې دشپې له څلورودسها تراتوبجوبایددخطرناکوشیانواوموټرچلونې کې ډیرپام وشي .ځکه شمیرنوښودلې ده چې دنړۍپه اکثرولویوښارونوکې ډیرې ترافیکي پیښې په همدې وخت کې کیږي .
په خوب کې دنفس بندیدل چې په عامه اصطلاح خپسکه ورته وایي هم له هغوستونزوڅخه دي چې یوشمیرخلک وسره مخامخ دي که داستونزه ډیره پرمخ تللې نه وي له ساده لارودغه مشکل لیرې کیداي شي لکه دوزن په کمولواوپه یوه اړخ په بیده کیدوسره .
څیړنوښودلې چې په نړۍکې دوه فیصده ښځې اوڅلو
فیصده نارینه دخوب په وخت کې دتنفس له قطع کیدویاخپسکې سره مخامخ دي .اوهغه کسان چې دشپې له مخې په دندوبوخت وي
بایددورځې دوه درې ساعته بیده شي چې داکاربه له دوي سره دشپې ددندې په وخت کې دهغوي له ځیرتیاسره مرسته وکړي .
همدارازدشپې دبې خوبۍدمخنیوي لپاره له خوبه مخکې دآرامۍاحساس په ځان کې پیداکول اودچایو اوګازلرونکومش
وباتوله څښلوډه ډه کول ډیراغیږمن دي .په خوب کې خرهارکول هم په ځینوکسانوکې ارثي اوپه ځینوکې دپوزې
اووینودغوړوالي له امله وي خوپه دې صورت کې دوزن کمول اوله خوب راوړونکوګولیوډه ډه کول ضروري دي .
بایدووایوچې داسلام په سپیڅلي دین کې انسانانوته سپارښتنه شوې چې په هرکارکې له افراط اوتفریطه ډه ډه وکړي دې اصل ته پام سره خوب کول هم که له حده زیات شي ناوړه زیانونه په ځان پسې لري اوکه کم خوب وکړل شي بیا هم دانسان دروحي کمزورۍاوفکري تمرکزدګډوډیداسبب کیږي چې علمي څیړنوهم دانظریه تاییدکړې ده .
ددې ليکني يو شمېر په زړه پوري ليکني په خپل ويبلاګ کي هم خپروي چي پر دې پته يې کتلای سئ spargha.blogfa.com