وياړ په افغان مېړني ولس

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1255
حبيب الله غمخور ( مالمو سويډن )
دخبریدو نیټه : 2004-10-10

 

د روان کال د تلې د مياشتې اتلسمه نېټه زموږ د هېواد د سياسي برخه ليک ټاکلو تاريخي او نه هېرېدونکې ورځ وه.

افغانانو بې له توپير څخه چې په کوم قوم، ژبې، مذهب او منطقې پورې تړاو لري پخپل دومره پياوړي، عالي او ډله ايز ګډون سره چې نر او ښځې جوپې جوپې د رايې ورکلو ځايونو ته ولاړل وښودل چې دوی د دا څو لسيزو کورنۍ جنګ جګړو او ټوپکسالاريو څخه ستړي شوي ؤ او غواړي د سوله ايزې او ډيموکراتيکې لارې خپل برخه ليک پخپله وټاکي.

ددې ټولو اندېښنو او سوالو  سره  چې د انتخاباتو د بهير د سرته  رسېدو په هکله موجود وه چې ټولټاکنې به  په امن ترسره شي او کنه؟  افغانانو پخپل بې ساري ګډون سره ټولو نړۍ والو ته له يوې خوا د ټوپک له لارې د واک د ترلاسه کولو سره خپل نفرت څرګند کړ او له بلې خوا يې دا وښودل  افغانانو هر وخت کله چې د ملک سرنوشت د سوال سره مخامخ شوی دی په يوه اتفاق د وطن او خپلواکۍ نجات ته وردانګلي دي.

افغانانو ته دا جوته شوی چې دا ٢٥ کلنه جګړه يوازې د څوکۍ د ترلاسه کولو پر سر  ؤ ځکه يې په انتخاباتو کې په زياته خوښۍ برخه واخيسته او خپلې مېرمنې ته يې، چې ډېرو فکر کاوه د کور څخه د وتلو اجازه به ورنکړي، له ځانه سره بوتلې او اجازه يې ورکړه چې د يوې غيرتمنې مور، خور او لور په توګه د خپلې پاکې خاورې او مورني ټاټوبي د سياسي برخه ليک په ټاکلو کې برخه واخلي، او نړۍ والو ته دا څرګنده کړي چې افغانان نر او ښځې هم ددې جوګه شول چې خپل اولسمشر پخپله وټاکي.

کله چې د راډيو ګانو له لارې د رايو ورکوونکو په هکله راپورونه خپرېدل ځينو د خپل نظر د څرګندولو په وخت کې د خوښۍ څخه ژړل او دا يې ويل : (( موږ افتخار کوو چې ددې جوګه شوو چې د نړۍ د نورو هېوادونو د اوسېدونکو پشان راتلونکي اولسمشر ته په رايې ورکولو سره آزادۍ او ډيموکراسۍ ته هم رايه ورکړو او خپل برخه ليک پخپله وټاکو.))

افغانانو پخپل دغه ملي تکل يو ځل بيا د لوی احمدشاه بابا او ميرويس نيکه شمله جګه کړه او د غازي امان الله خان او مېرمن ملالې روح يې په قبر کې خوښ کړل.

د راتلونکي اولسمشر ملي دنده  ده چې د افغانانو دغه غوڅ ملي غبرګون او پاڅون ته د داسې ملي پروګرامونو او سياستونو په پلي کولو سره ځواب ووايي ترڅو په پايله کې يې افغان اولس له ټولو بدمرغيو او اقتصادي ناخوالو څخه خلاص او په آزاده او ډيموکراتيکه بڼه د رايو ورکولو دغه پيل په يوه ملي او قانوني عنعنه بدل شي.

وياړ او افتخار په بيدار او هوښيار افغان اولس.

حبيب الله (( غمخور))

د سويډن څخه د خپرېدونکي نوې هيلې د مجلې مسئول مدير

مالمو ــ سويډن د تلې ١٩ (د اکتوبر١٠)