د پښتو کره ليکدود پۀ اړه څو خبرې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12654
سيد شېر احمد (هالند)
دخبریدو نیټه : 2007-06-24

ژبه د يوۀ ملت د ملي هويت تر ټولو ستره او مهمه ب خه جوړوي او د ملت ملي يووالی نېغ پرنېغه ورسره تړلی دئ٠
    د پښتنو د يوالي تر ټولو مهم توکی هم ژبه دی٠ کۀ چېرې موږه يوه کره ژبه ولرو هغومره بۀ زموږ يووالی پايښت ومومي او د بېلوالي مخه بۀ ونيول شي٠
    پۀ دې وروستيو کې د ښاغلي معصوم هوتک لۀ خوا د (پر معياري ژبه د معيار پر ژبه يوه څېړنه ) نومی کتاب خپور شوی دئ چې د معياري ژبې پۀ اړه يې معلومات پکې ورکړي دي ٠
     زۀ د دې کتاب د منځپانګې پۀ اړه څۀ نه ليکم ځکه چې دا زما لۀ څانګيزې زده کړې سره تړاو نلري او ځان ته دا حق نۀ ورکوم چې پۀ اړه يې څۀ ووايم٠
     اما د مجهولې (ې) د کارېدنګ پۀ هکله ښاغلي هوتک صاحب خپل نظر وړاندې کړی دئ او دا يې ليکلي دي چې د سهيل لوېديز ګړدود او د نورو ګړدودونو تر منځ د (ې) د کارېدنګ پۀ هکله محسوس توپير شتون لري٠
     زۀ هم دې سکالو ته ځير يم اما تر اوسه مې معقول ځواب نۀ دئ تر لاسه کړی٠ زۀ ډېر کندهاريان پېژنم او ناسته ولاړه ورس ه لرم ،د (چې،مې،زړې،وړې،٠٠٠ او داسې نور) وينګ زموږ لۀ ګړدود غوندې يوډول ادا کوي ،نو ولې يې پۀ سهيل لوېديز ګړدود کې (چي،مي،زړي،وړي) ليکي او پۀ نورو ګړدودونو کې يې (چې،مې،زړې،وړې) ليکي ؟
(ې) بايد لۀ وينګ سره سمه وليکل شي نۀ دا چې ميخانيکي بڼه ولري٠
دلته دښاغلي هوتک صاحب لۀ کتابه يوه ټوټه ليکم٠

                   معياري ژبه څۀ ته وايي؟ (پر م عياري ژبه)
(معياري ژبه هغه منلې سوې ژبه ده چې ديوه ژبني قلمرو پۀ هره جغرافيايي سيمه کي د پوهېدلو وړ وي٠ معياري ژبه دادبياتو او ميډيا ژبه وي اودا د يوې ژبي هغه ځانګړې نوعه (variety) ده چي قانوني يا يو څۀ قانوني دريځ ورکړه سوی وي٠ ويل کېږي چي دا د يوې ژبي صحيح ترينه لهجه (dialect) ده )٠
کۀ دلته د وروستۍ (ی) وينګ پۀ پام کې ونيسو د دغو وييونو د وروستۍ (ی) وينګ يو ډول دئ :(معياري ،ژبني، جغرافيايي ،وي ، معياري ، وي ، قانوني ، قانوني ، وي ) د (منلې ، سوې ،کي، يوې ،ژبي ،ځانګړې،چي،يوې ،ژبي )٠
زما پر اند دلته د(کي ،ژبي،چي ،ژبي )  د (ی )وينګ لۀ (منلې ،سوې ،يوې ،ځانګړې )سره يو ډول دئ ،نو ولې پر مجهوله (ې) نۀ دي ليکل شوي ؟
پۀ -پر : پر دې هکله ښاغلي هوتک صاحب رڼا اچولې ده ٠ زۀ غواړم دلته يو څۀ ډېره رڼا پر واچوم٠

پر (UP)
١:- دا د پارسۍ لۀ (بالای ) سره سمون لري٠
بې ګې :١- کتاب پر مېز پروت دئ ٠ ٢-پر احمد مې سلام وايه٠
٢:- مهال کړول : د ورځ او ګړۍ (ساعت ) لپاره د مهال کړول پۀ ټوګه کارول کېږي٠
بېلګې :١- احمد د ١٣٦٠ کال د غبرګولي د مياشتې پر ٢٦ زېږېدلی دئ٠
٢- زما ازموينه دپنجشنبې پر ورځ ده٠
٣-زۀ پر اتو بجو دسهار کارته ځم٠

٣:- علت :
 هغه يې پر څۀ وواژۀ؟

پۀ :- دا د پارسۍ لۀ (در) سره سمون لري ٠

١ :- توني کړول (ځای ټاکنه ) :
بېلګې : ١- احمد چېرې دئ ؟ ځواب : احمد پۀ کور کې دئ٠
٢ - احمد چېرې زېږېدلی دئ؟ ځواب : احمد پۀ کابل کې زېږېدلی دئ٠
٢ :- مهال کړول (وخت ټاکنه) : دکال او مياشت لپاره د مهال کړول پر ټوګه کارول کېږي٠
د مهال کړول پر ټوګه د (پۀ ) د کارېدنګ پر  وخت کې ( کې ) ورسره کارول کېږي٠
بېلګې : ١ - احمد پۀ کوم کال کې زېږېدلی دئ؟ ځواب : احمد پۀ ١٣٥٠ کال کې زېږېدلی دئ٠ ٢ - محمود پۀ کوم کال کې ومړ ؟ ځواب :محمود پۀ ١٣٧٠ کال کې ومړ(مړ شو)٠
٣ -احمد د ١٣٥٠ کال د غبرګولي پۀ مياشت کې زېږېدلی دئ٠
٢ :- اليت (وسيله ،ذريعه ) :
بېلګې : ١-احمد يې پۀ څاپېړه وواهۀ٠ ٢-محمود يې پۀ ټوپک وويشت٠

د-لۀ :-
د (د-لۀ) پۀ اړه ښاغلي هوتک صاحب څ ۀ نۀ دي ليکلي ٠
لۀ :- دا د پارسۍ لۀ (از ، با ) سره سمون لري٠ د(ه ،څخه ، سره ) لۀ زياتېدنګ سره کارول کېږي٠
بې ګې :١- هغه لۀ کابل (کابله ) څخه راغلی دئ٠
         ٢- احمد لۀ ما سره کابل ته ځي٠ ٣- هغۀ لۀ ځان سره خپل ورور راوستی دئ٠
د :- دا دپېژندويکی او ملکيت توری دئ٠
بېلګې : ١-دا د احمد ګاډی دئ٠ ٢- د احمد کور لوی دئ٠
          بله سکالو چې زما پام ورواوښت هغه دا ده چې ښاغلي هوتک صاحب ځينې غون لې د سم او ناسم پر ټوګه پر ګوته کړي دي چې کېدای شي ځينې يې چاپي تېروتنې وي او ځينې يې هم غلطې ليکل شوې وي٠ اما هغه څۀ چې نۀ پر سترګو کېږي د سهيل لوېديزې څانګې د ځينو ليکوالانو غونډلې چې ګرامري تېروتنې لري نۀ يې دي رااخستې چې زۀ يې دلته د يوۀ ليکوال د ليکنې ځيني بېلګې وړاندې کوم٠
١- (دوي له ايران څخه د افغانی کډوالو په زور ايستلو په بهانه د مۍ د مياشتي پۀ لسمه استجوابيه غونډه پۀ استيضاحيه واړول٠ )
سم : دوی لۀ ايران څخه د افغاني کډوالود پۀ زور ايستلوپر بهانه د می د مياشتې پر لسمه استجوابيه غونډه پر استيضاحيه واړوله٠
٢- ولې ټوله نړيواله ټولنه چوپ پاته شول ؟
سم : ولې ټولې نړيوالې ټولنې چوپ پاتې شولې؟
٣- ولې د ملګرو ملتو سازمان،د اسلامي هيوادونو د کنفرانس غړي هيوادونه ،د بشر نړيوال سازمانونه، د ايران ددغه  عمل په مقابل کې چوپه خوله پاته ول ؟
سم :- د ايران د دغه عمل پۀ مقابل کې چوپه خولۀ پاتې شول؟
٤- مګردلته ټول دولت او د دولت مشر د حوادثو ننداره کول٠
سم :- مګر دلته ټول دولت او د دولت مشر د حوادثو ننداره کوله٠ 


پۀ درنښت