دموکراسي او ټولټاکني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1279
غرزی خواخوږی
دخبریدو نیټه : 2004-10-09

د غرزي خواخوږي ليکنه ١٣٨٣ لمريز کال

 راتلونکي ورځي د افغانستان د ولس لپاره خورا د ارزښته ډکي ورځي دي ځکه د افغانستان په تاريخ کي د ډيرو سړو او تودو څخه وروسته دا امکانات مساعد سوي دي چي ولس خپل لمړئ انتخابي جمهور رئيس پخپل سوچ او زړه وټاکي.
 افغان ولس که څه هم د ټول ټاکني سره ندي بلد خو څه نا څه د پخواني ټاکنو يادوني او قصي ور په ياد دي.
 پيړي، پيړي پخوا زموږ په هيواد کي ولسمشران د ولس لخوا ټاکل کيدل لکه د کوکران په جرګه کي حاجي ميرويس خان هوتک د ملي قائد په توګه د خلګو د منل سوي استازو له خوا غوره سو او يا د شير سرخ په جرګه کي غازي احمد شاه بابا دراني د افغانستان لمړي ټولواک په توګه و ټاکل سو.
 دغه مهال د ولس ځانګري خصوصيات وفا، صداقت، اعتماد، رښتنتوب او پر خپل قومي مشرانو، ديني عالمانو او سيميز مشرانو باندي برپور باور درلو خلګ پر خپلو خبرو او تړونونو باندي هوډ مند وه، سر ئي ورکاوه خو هيڅ کله ئي هوډ نه ماتاوه.
 د چاه سره چي ولاړ وه نو د ژوند تر وروستي سلګي پوري به ئي د هغه ملګرتيا کول چي دا خصلت د هر مسلمان لپاره اسلامي وجيبهه ده ميړني افغانانو د خپل هوډسره سم د خپل ولسمشر په امر په لوئ لښکر کښيو کي ګډون کړئ دي او ډير بريالي توبونه تر لاسه کړي دئ، ملي پيوستون او يووالي د هيواد د خلګو په منځ کي کلک ساتل کيدي.
 ولس ته د بيان حق او په ټولو مهمو پيښو کي د ولس څخه سلا او مشوري اخيستل کيدي چي د دموکراسي اصولو څخه دي جريان درلود، خو د ښکيلاکي پوځونو د افغانستان د نيولو سره د مستبدو او ديکتاتورو په واکمني کي د دموکراسي او بيان آزادي له منځه ولاړه، او په روڼ اندو، ديني عالمانو او د پوهني دوستانو باندي تل مدام کر غيړن بريدونه سوي او د هيواد ډير نوميالي ولسپال شخصيتونه شهيدان سوي، جيلونو ته اچول سوي او يا فرار سوي دي چي د امير حبيب الله خان د واکمني په مهال د لمړي مشروطيت د غورځنګ د مشر شهيد مولوي محمد سرور واصف کندهاري، سعد الله خان او عبدالقيوم خان چي د امير حبيب الله د امر پر اساس پرته د محاکمي څخه د شيرپور په غونډي کي د توپ و خولي ته وتړل او والوزول سول. مولوي صاحب واصف د توپ د تړلو څخه مخکي د کاغذ په يوه کوچني پاڼه کي داسي ليکلي وه:
 ” په داسي حال کي چي په آمنت بالله و ملا ئکته..... باندي کلک ايمان لرم د امير په امر ووژل سوم.
 ترک مال و ترک جان و ترک سر
 در رۀ مشـــروطــه اول منـــزلست“
 خو د روڼ اندو غورځنګونه پاي ته ونه رسيدل بيا هم په ډيرو کلکو شرايطو کي سياسي مبارزي دوام وموند او د سراج الاخبار خپرول پيل په (١٩١١ م کال) کي د علامه محمود طرزي په نوښت د استاد عبدالهادي داوي او استاد عبدالرحمن لودين په مرسته د روڼ اندو او ځوانانو لپاره ئي د مبارزي نوئ پړاو پيل کړ چي شهزاده امان الله خان هم د آزادي غوښتونکو ځوانانو سره يو ځاي سو او په پايله کي حبيب الله خان ووژل سو او غازي امان الله خان واک ته ورسيد.
 غازي امان الله خان د خلګو لخوا پاچاهي ته وټاکل سو چي دا ټاکنه د ولس لخوا کلونه، کلونه وروسته تر سره سوه چي غازي امان الله خان ولس ته په خپل لمړي وينا کي داسي وويل:
 ”اي د افغانستان لوي ولسه!
 ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وکالت په کابل کي پر غاړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار متوکلاً محتصماً بالله پر غاړه اخلم، کله چي ستر ولس زما پر سر د پاچاهي جوغه کښيښودله ما عهد وکړ چي د افغانستان دولت به لکه د نړي نور مستقل قدرتونه د هيواد په داخل او خارج کي آزاداو مستقل وي، د افغانستان خلګ به د قانون تابع وي، بيګار او نور جبري کارونه به بند وي هيواد به په نړي کي خپل مناسب ځاي و مومي، تاسو به د خپل دين او هيواد په چارو کي ډير هوښيار اوسي او په ټينګه به وطن ساتي، زه تاسي او ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم. “
 غازي امان الله خان چي د ټول ولس لخوا منل سوي ؤ ډير ژر ئي د هيواد ملي خپلواکي تر لاسه کړه او بيا د دموکراسي دوري د پارلمان د جوړيدو او په هيواد کي د پرمختيا پروګرامونه تر لاس لاندي راوستل هغه سياسي بنديان چي د امير حبيب الله خان د واکمني په مهال په جيلونو کي وه د بند څخه خلاص کړل، مطبوعاتو چي د دموکراسي د بهير لپاره ډيره غټه ونډه ادا کول پراختيا وکړه او په کابل او نورو ولاياتو کي د ورځپاڼو، اونيزو او مجلو خپرول پيل سول چي د هيواد د ځوانانو په ښوونيزو برخو کي ئي ښه او د قدر وړ برخه واخستله.
 لويه جرګه دائره سوه او د لمړئ ځل لپاره د افغانستان اساسي قانون تصويب سو او غازي امان الله خان د پارلماني او مشروطه نظام لپاره هلي ځلي کولي خو شر پسند او د پرمختيا ضد کسانو د بهرنيانو په لمسون په هيواد کي تاوتريخوالي را پيل کړ چي د سقاؤ د زوي حبيب الله د بغاوت په پايله اماني دولت نسکور سو او د پوهني او روڼ آندو په اړوند د تياري څخه ډکه فضأ را منځته سوه چي د هيواد د ولسي مشرانو او خلګو په ګډ پاڅون دغه توره دوره ختم سوه او د جنرال محمد نادر خان په ټولواکي کي هم د پارلمان لپاره کار پيل سو خو د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په واکمني کي د اولسي جرګي او د مشرانو جرګي لپاره امکانات را منځ ته سول چي د ولس د استازو لپاره ټول ټاکني صورت وموند که څه هم د هغه وخت دولت په ټاکنو کي د خپلوباور وړ کسانو د برياليتوب لپاره هلي ځلي کولي او د خپل نا خوښي کسانو انتخاباتي پايله په خپله ګټه و څرخوي خو بيا هم د ولس رښتني استازي وتوانيدل چي پارلمان ته لار پيدا کړي چي د ملي شوراي اوومي دوري جريانات زما د دغه خبري ثبوت دي هغه داسي وه چي لوي استاد علامه پوهاند عبدالحي حبيبي د کندهار ولايت څخه د ويښ ځلميانو د ګوند په استازي توب په دي بريالي سو چي په ولسي جرګه کي د کندهار د ولايت د وکيل په توګه ګډون وکړي او د لوي استاد په نوښت په پارلمان کي دموکراسي غوښتوونکي ډله جوړه سوه چي:
 • د حکومت د بي عدالتيو او فساد ختمول
 • د ويجاړ هيواد د رغوني او سوکالي لپاره زيار
 • په هيواد کي د خلګو ويښتيا او د ځوانانو سالمي روزني ته پاملرنه
 • په هيواد کي د مطبوعاتو او بيان آزادي
 غوښتني لپاره سياسي مبارزه کوله.
 د ارواښاد استاد مير غلام محمد غبار، دکتور محمودي او نور پر آزادي مينو پياوړو شخصيتونو نومونه د يادوني ور دي، د پارلماني دموکراسي دغه نوي بهيرته ډير ژر د سلطنتي کورني د پام وړ او ځيني غړو ته ئي د بيري او حيرانتيا باعث سوه.
 علامه پوهاند حبيبي د مرګ د ګواښ سره مخامخ سو او د هيواد پريښودو ته اړ ايستل سو چي لس کاله ئي په پاکستان کي د مهاجرت شپي سبا کړي.
 علامه لوي استاد پوهاند حبيبي په هجرت کي د آزاد افغانستان تر سرليک لاندي اونيزه جريده په پيښور کي خپروله چي د آزاد افغانستان د غورځنګ اهداف او هيلي د استقلال ساتنه، ملي آزاد حکومت، د اسلام تر مدنيت لاندي يو مترقي لاري نيول، د ټولو غير اسلامي امتيازاتو لغوه کول او د مساوات ټنګښت د خلګو لپاره، د خلګو لخوا حکومت، د ملي خائنانو محاکمه، د هيواد ملي شتمني بيرته هيواد ته را ګرځول، د ملي اسلامي او مدني احساساتو سره د نوي اساسي قانون جوړول. د اوومي دوري ملي شورا تر زور ځواک لاندي قرار درلود او د ملي، اسلامي، هيلو په اړوند يو شمير وکيلان بنديان سول خو د دموکراسي بهير او د ټول ټاکني لپاره يي ډيره ښه دوره ګنلي سو چي آزادي غوښتونکي او د استبداد ضد هيواد پالان په دي وتوانيدل خپلواک مطبوعات پيل کړي.
 د خپلواکو مطبوعاتو پيل د ارواښاد فيض محمد انګار په نوښت د انګار جريده چي په (١٩٥٠ م کال) په کابل کي خپره سوه د ويښو ځلميانو د ګوند لمړي نشراتي ارګان ؤ.
 د وطن جريده چي د ارواښاد مير غلام محمد غبار تر مشري لاندي د علي احمد خروش او وروسته د مير محمد صديق فرهنګ په مديريت خپريده.
 د نداي خلق جريده چي د داکټر محمودي تر مشري لاندي او د ولس جريده د استاد ګل پاچا الفت تر مشري لاندي د ويښو ځلميانو غورځنګ لخوا خپريده چي دا ټوله ډلييز رسني د ملي شوراه دايمي دوري و انتخاباتي بهيرته ښه رول تر سره کړ که څه هم د دي ټولو خپرونو عمر ډير لنډ ؤ خو د ځوانانو د روزني او سياسي پوهي لپاره ئي ګټوري اغيزي درلودي.
 خو بيا هم د استبدادي حکومتونو لخوا د روڼ آندو غورځنګو مشران او نوميالي مبارزين ونيول او بنديان سول چي د ويښ ځلميانو د غورځنګ څخه ارواښاد محمد انور خان اڅکزي، ارواښاد عبدالهادي خان هادي، ارواښاد غلام جيلاني خان الکوزي، حضرت محمد يوسف مجددي، مولوي بهرام خان اڅکزي، قاضي عبدالهادي خان، ارواښاد فيض محمد انګار، ارواښاد محمد رسول خان پښتون، حاجي محمد حسن خان، ارواښاد محمد علم بڅرکي، ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي، حاجي خدايدوست شهيد او ارواښاد محمد حسن خان صافي.
 د کابل روڼ آندو څخه داکټر محمودي، برات علي تاج، سرور جويا، علامه سيد اسماعيل بلخي، سيد حسين مزاري، غلام علي خان قانون، عزيز خان توخي، يعقوب خان، مير محمد صديق فرهنګ، عبدالحميد مبارز، سيد سرور لولنجي، سيد علي ګوهر، محمد ابراهيم، ګلجان وردګ، محمد اسلم غزنوي، ببرک کارمل، داکټر فاروق اعتمادي، استاد يوسف آيئنه، محمد يونس مهرزاده، مير اکبر خيبر، جنرال فتح محمد خان هزاره، داد محمد خان کرنيل او نور د يادوني وړ دي.
 استبدادي دولت و پارلمان ته د ولسپالو شخصيتونو د ګډون مخنيوي کاوه تر څو چي د ولس ږغ د ولس د رښتني استازو لخوا پارلمان ته خپور نسي، هغه نيوکي چي خلګو پر رشوت خوار وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو باندي درلودي بربنډي نسي نو هغه ډله وکيلان چي د خلګو برپور د اعتماد وړ وه او د هيواد د پرمختيا او سوکالي سره ئي خاصه مينه درلوده ډيرئي د پارلمان دغړي توب څخه بي برخي سوه د بيلګي په توګه:
 په (١٩٥٢ م کال) کي د ولسي جرګي د اتمي دوري لپاره د کندهار د ښار د لمړي ناحيي څخه علامه اکاډيمسين پوهاند رشاد ځان کانديد کړئ ؤ چي د ټاکني څخه يوه ورځ مخکي د کندهار نائب الحکومه عبدالغني خان (قعله بيګي) دئ وغوښتي ورته وئي ويل چي د وکالت څخه استعفأ ورکړه نو علامه پوهاند رشاد په ځواب کي ورته وويل چي عبدالغفور خان خروټي (٥١) رائي وړي دي او زما (١٠٠) راي دي زه څنګه استعفأ ورکړم؟
 چي سبا يي په ټاکنه کي علامه رشاد تر ټولو ډيري راي ګټلي وي خو حکومت دوي بدخشان ته فراره کړه او عبدالغفور خروټي ولسي جرګي ته ورسيد.
 د دموکراسي لسيزه:
 
 په (١٩٦٣ م کال) کي سردار محمد داود خان د صدارت له چوکي څخه استعفأ ورکړه او داکټر محمد يوسف د حکومت جوړولو ته د اعليحضرت محمد ظاهر شاه لخوا وګمارل سو او دي لمړي صدر اعظم ؤ چي د سلطني کورني څخه د باندي په دغه چوکي د پاچا لخوا غوره سوئ ؤ او د ډاکټر يوسف کابيني هم د پخوا په شان داسي وزيران درلودل چي و سلطنتي کورني ته وفادار او د ملت سره په پلمو او چمو چليدل. د ډاکټر يوسف خان د کار په مهال د نوي اساسي قانون جوړيدل ډيره مهمه پيښه ګڼلي سو، نوي اساسي قانون د روڼ اندو او لوړ زده کړو لرونکو ځوانانو لخوا د نړي والو معيارونو او زموږ د هيواد د اسلامي او ملي دودونوسره سم جوړ او په لويه جرګه کي تصويب سو د نوي اساسي قانون پر اساس چي په ملي دموکراسي باندي ولاړ ؤ او د دولتي اداراتو لخوا د عامو خدماتو چاري په وړيا توګه پرمخ بيول پيل سو. که څه هم د سياسي ګوندونو قانون نه ؤ تصويب سوئي خو سياسي ګوندونه په هيواد کي منځ ته راغلل چي چپ ګوندونه اسلامي ګوندو نه او ولس پال ګوندونه پکښي شامل وه او د خپلواکو ورځپاڼو، اونيزو او مجلو خپرونه هم پيل سوه چي: د پکتيکا، مساوات، کاروان، خلق، افغان ملت، ګهيځ، ملت، پرچم، روزګار، جهبه ملي وحدت، شعله جاويد، پيغام امروز، ترجمان، شوخک، کومک ، الماسک او نوري په کابل کي خپريدي چي د دموکراسي په لسيزه کي غونډو او لاريونونو ته حق ورکړل سوئ ؤ چي په ولسي جرګه کي پر صدر اعظم او وزيرانو نيوکي کيدي او د وزيرانو پر چاروباندي د شورا کميسيونونه جوړ سو ل د دموکراسي د محمدهاشم ميوندوال د صدارت په موده کي ډيره ښه وده وکړه.
 ميوندوال صاحب له خپلي کابيني څخه د سلطنتي او محمدزي د کورنيو غړي وايستل، د هيواد د لوړو زده کړو لرونکي شخصيتون د يوي ښځي د افغانستان کابينه کي چي (پيغلي کبرا نورزي) په ګدون د افغانستان په کابينه کي ځاي پيدا کړ او صدر اعظم ميوندوال چي د پوهني وزير هم ؤ د پوهنتون، ښوونځيو او د زده کړو نورو مؤسساتو ته ئي ډيره پاملرنه درلوده، د افغانستان حکومت لپاره ئي کړنلاره جوړه کړه او د هيواد د پرمختيا (٥) کلن پلان يي منظور کړ.
 شهيد ميوندوال د سياسي مبارزي او دموکراسي په اړه داسي نظر درلود:
 ”زموږ په هيواد کي دموکراسي بايد خپلواکه وي تر څو چي خلګ وتوانيږي چي د بيري او خطر پرته پخپل چاپيريال کي په هوسائي سره ژوند وکړي، د بيان حق چي د هر انسان مسلم حق دي لکه نور هيوادونه په آزاده او دموکراتيکه توګه ګټه پورته کړي. “
 ښاغلي ميوندوال د مساوات په اړه ويل چي:
 ” مساوات چي اسلامي ټولني يو ډير د ارزښته ډک او لوړ مقام لري چي هر مسلمان بدون د خنډ او ځنډه د بل مسلمان سره برابر دي او چي د خپل حق د ګټه اخستو سره به خپل پټ استعدادونه څرګند کړي او بدون د توپيره په ټولنه کي د خپل استعداد او توان په اندازه ځاي تر لاسه کي. “
 ښاغلي ميوندوال د مترقي دموکرات د ګونډ په مشري سره وتوانيد چي د ګوندي حکومت او په پارلمان کي د ګوندونو رول ښه ولوبوي وي خو د سلطنتي کورني د ځيني لوړ شخصيتونو د بهرنيو هيوادونو په لمسون اعليحضرت ظاهر شاه مجبور کړ چي د ميوندوال صاحب حکومت جبراً ړنګ کړي او سردار نور احمد خان اعتمادي چي د روسانو سره يي ښي اړيکي درلودي د صدر اعظم په توګه وټاکي.
 ښاغلي اعتمادي د حکومت د پيل څخه تر پايه د مترقي دموکرات ګوند او په خاصه توګه د ښاغلي ميوندوال پر ضد فعاليت کاوه او په بهرنيو هيوادونو کي د يو افغان محصل عبدالطيف هوتکي تورونه چــي ګوا کــي ښاغلي ميوندوال د (سي آي اي CIA) سره اړيکي لري، دا خبري د صدر اعظم اعتمادي او د هغه ډلي چي درباري غوړه مالان او ناوړه استفاده کونکي وه د نارو او سرو سره پيل سوي او پراخ تبليغات يي کول، خپله صدر اعظم اعتمادي دښاغلي ميوندوال د ګوند لوړپوړي چارواکو ته ګواښني کولي لکه چي د اطلاعات او کلتور وزارت لوي رئيسان يي د صدارت ماڼي ته غوښتي وو او په خپله وينا کي داسي ويل چي:” زه د هغه لوړ پوړي دولتي کار کونکو اړيکي د ميوندوال سره نسم زغملي او هغه ته وايم چي ميوندوال پريږدي که نه خپل دولتي موقف به د لاسه ورکړي“
 چي د ښاغلي اعتمادي د خبرو څخه وروسته ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږي چي د اطلاعات او کلتور د وزارت د عامو کتابخانو ريئس او هم د شهيد ميوندوال د مترقي دموکرات د ګوند د مشرتابه شورا سکرتر ؤ په ځواب کي داسي وويل:
 ”ښاغلي اعتمادي!
 تاسو د افغانستان د صدر اعظم په توګه دا حق لري چي زما څخه دولتي چوکي چي د رياست ده واخلي خو دا حق نلري چي ما د (٣٠) کلن ماموريت څخه وباسي.
 ښاغلي اعتمادي!
 تاسو حق لري چي د دولتي کار په رسمي وخت کي زما د سياسي فعاليت مخ ونيسي خو نسي کولي چي ما د سياسي فعاليت څخه منع کړي زه وياړم چي د ښاغلي ميوندوال ملګري وم، يم او وبه اوسم. زه د دولتي څوکي څخه تير يم خو د خپل ګوند او د ګوند مشر ميوندوال څخه نسم تيريدلي. زما د ماموريت په کلونو کي تاسو غوندي څو صدر اعظمان راغلي او تللي دي خو زه لا تر اوسه د دولت مامور يم تاسو زموږ اخبار مصادره کولاي سي ما او زما ملګري بندي کولاي سي خو زموږ سياسي مبارزي ته د پاي ټکي نسي ايښودلي ځکه زموږ سياسي لار د ولس لار ده او د اساسي قانون پر اساس د افغانستان د ملي ګټو په خاطر جريان لري. “
 و ښاغلي اعتمادي ته د دموکراسي په فضأ کي هم د هغه خبري ګراني تماميدي چي يو ريئس ئي د صدر اعظم پر مخ وکړي او دا ئي د ځان سپکاوي ګاڼه.
 ښاغلي اعتمادي د ټول ټاکني په درشل کي ډير زيار ويست چي د هغه روڼ آندو او سياسي شخصيتونو د انتخابي کمپاين مخه ونيسي چي د ولسي جرګي د ديارلسمي دوري لپاره ئي کار پيل کړي ؤ نو د دولتي لوړ پوړي چارواکو او ولاياتو ته په پټه دنده ورکړل سوه چي په غوړماليو خوږو خبرو، بي بنيادو وعدو، نالوستو او ناتوانو د سيميزو ملکانو چي حق يي د باطله نسواي توپيرولاي وهڅول چي د روڼ آندو او پوه استازو پر مخ ودريږي او ځانونه دي ولسي جرګي ته ورسوي نو ښاغلي ميوندوال چي د غزني ولايت د مقر د ولسوالي څخه ځان کانديد کړي ؤ چي د ولس اکثريت راي د ميوندوال صندوق ته اچولي وي خو د غزني والي او د مقر ولسوال پدي نه توانيدل چي د خلګو مخ نيوي وکړي نو د دفاع وزارت د تندر الوتکي په ټيته کچه الوتني کولي تر څو چي خلګ و بيروي او ميوندوال ته راي ور نکړي خو د شهيد ميوندوال د راي صندوق ډک سوئ ؤ او ټولټاکني يي ګټلي وي.
 والي، د امنيي قوماندان، د محاکمو ريئس په سلا او مشوري سره د محاکمي ريئس د ټولو کسانو څخه وغوښتل چي د کوټي څخه ووځي ځکه دي خپل کالي په دغه کوټه کي بدلوي نو دا کار سرته ورسيد او قاضي صاحب خپلي غير شرعي چاري تر سره کړي او ټولي راي ئي د ښاغلي ميوندوال د صندوق څخه ايستلي وي او ښاغلي ميوندوال بريالي او نه ئي غوښتل چي د ولس د تاوتريخوالي سبب وګرځي ځکه چي سردار عبدالعزيز د غزني والي د خلګو د ځپلو لپاره د مرکز څخه د نظامي پوځونو د مرستي غوښتنه کړي وه.
 د مترقي دموکرات بل کانديد استاد عبدالروف بينوا چي د هلمند د ولايت د موسي کلا د ولسوالي څخه ځان کانديد کړي ؤ چي د هغه په انتخاباتي حوزه کي هم دغسي پروګرام روان و، کله چي ولس پوه سو چي دولت ناولي هيلي لري نو ولسوالي د موسي کلا ئي کلابنده کړه او دولتي مامورين يي بنديان کړل کله چي کابل ته د تاوتريخوالي حال ورسيد نو سم د لاسه خپله پاچاه پريکړه وکړه تر څو چي پوځي پيښي ونسي. زما په ياد دي چي د باچاه لخوا د تبريکي پيغام د بينوا صاحب په نامه صادر سو او په پټه د موسي کلاه د ولسوالي خلګو ته ورسول سو او خلګ وخپل ورځني ژوند ته بيرته وګرځول سول چي د يو لوي ناورين مخنيوي وسو او ښاغلي بينوا بريالي سو، تر ولسي جرګي ورسيد او خپل سياسي ګوندي کړنلاري يي په پارلمان کي اعلان کړي، ښاغلي بينوا په خپلو خبرو کي د افغانستان د لوي ملت د ويښتوب، ترقي او کاملي دموکراسي په هيله ..... وويل چي ښاغلي اعتمادي ولسي جرګي ته د دي لپاره تشريف راوړي دي چي د ملت له وکيلانو څخه د اعتماد رايه واخلي، خو زه د وکيلانو تر اعتماد د مخه پخپله د دوي اعتماد ضروري ګڼم، چي آيا ښاغلي اعتمادي د تيري دوري د ترخي او ناکامي تجربي باوجود بيا هم پر ځان دا اعتماد لري چي د ملي مسؤليت دا دروند بار پر خپلو اوږو بيا واخلي او د افغانستان د بي سر نوشتو خلګو د سرنوشت واکي پخپلو لاسو کي بيا ونيسي.
 د ولسي جرګي ديارلسمي دوري چي په هيواد کي د دموکراسي د ودي او پرمختيا لپاره د ښاغلي اعتمادي د هيلو پر خلاف رول ولوباؤ.
 صدر اعظم په شورا کي د پرچمي ډلي ببرک کارمل، انا هيتا راتب زاد او نور احمد نور څخه ملاتړ کاوه او د اسلامي نهضت او د مترقي دموکرات پر خلاف ؤ.
 ښاغلي اعتمادي د صدارت په مهال په مطبوعاتو کي چي د اطلاعاتو کلتور وزير داکټر محمود حبيبي وو يو کارتون خپور سو چي د بهرنيو مطبوعاتو څخه کاپي سوي ؤ، کارتون د اسلام و ستر پيغمبر محمد (ص) ته تشبيه سوي ؤ وکيلان را وپاڅيدل او د داکټر حبيبي د سلب اعتماد غوښتنه يي وکړه تر څو چي داکټر حبيبي استعفأ ته اړ سو.
 صدر اعظم اعتمادي د وکيلانو د نيوکو او اعتراضاتو څخه ډير ستړي سوي او د بلي خوا د سلطنت کورني تر فشار لاندي خپل اعصاب دلاسه ورکړي وه او مجبور سو چي ځان د قرغي د ابو ډنډي ته وغورځوي. ښاغلي اعتمادي د شورا لخوا سلب اعتماد سو نو استعفأ ئي ورکړه چي د صدر اعظم اعتمادي د حکومت مهال د دموکراسي او روحانيت خلاف، د شورا سره ټکر او د هيواد اقتصادي وده او پرمختيا ټپه ولاړه وه.
 د اعتمادي څخه وروسته ډاکټر عبدالظاهر د صدر اعظم په توګه وګمارل سو چي د ده د حکومت په مهال په هيواد کي وچ کالي راغله، خلګو خپل کوچنيان خرڅول، د بهرنيو هيوادنو څخه غنم او بنګلديشي وريجي د مرستي په توګه راورسيد چي د سياسي ګوندونو او چپ سازمانو لپاره ښه موقع برابره سوي وه تر څو چي د هيواد رنځيدلي ولس يي خپل ګوندونو ته را جذب کړه.
 داکټر عبدالظاهر د يو کال صدارت څخه چي هيڅ د پرمختيا او وداني چاري تر سره نسواي کړي استعفأ ته اړ ايستل سو.
 په (١٩٧٢ م کال) کي شهيد محمد موسي شفيق د صدر اعظم په توګه مؤظف سو.
 ښاغلي شفيق چي د ويښ ځلميانو د ګوند پخواني فعال غړي ؤ او په مصر کي يي خپله لوړه زده کړه پاي ته رسولي وه د دموکراسي او سياسي مبارزينو سره ښه آشنا ؤ په ډير لږ وخت کي يي د افغانستان کورني او بهرني سياست او اړيکو ته سمون ور کړ، د خلګو او د حکومت، د حکومت او پارلمان اړيکي ئي ډيري ښي کړي او د هيواد د ټولنيز او اقتصادي ژوندانه په اړه يي نوي وړانديزونه درلودل. د هلمند د اوبو ناندريز قضيه يي د هيواد په ګټه د ايران سره حل کړه او د يو پرمختللي هيواد لپاره يي د مرستو تر لاسه کولو امکانات لټول چي د روسانو د منلو وړ نه وه نو په وسله والو پوځونو کي د چپي افسرانو تر مشري لاندي د ښاغلي محمد داود خان په قيادت د (١٩٧٣ م کال) د (جولاي) په (١٧) نيټه يو پوځي کودتا وکړه چي پاچاه په روم کي د درملي لپاره تللي ؤ چي دا کودتا سپينه کودتا وه او د سلطنتي کورني ټول غړي ونيول سول چي د عبدالقدير نورستاني (د ترافيکو افسر) په کور کي ساتل کيدل.
 د جنرال محمد سرور خان نورستاني له خولي چي (پنځه کاله زما سره يو ځاي په ننګرهار او کندهار کي د طالبانو په جيلونوکي بندي ؤ) د ارواښاد سردار محمد داود خان په کودتا کي لاندي افسران د مرکزي کميټي غړي وي.
 1. محمد داود خان
 2. محمد سرور خان نورستاني د ٤ زغروال لوا د ټولي قوماندان
 3. داکټر محمد حسن شرق د صدر اعظم مرستيال
 4. متقاعد دګروال غلام حيدر رسولي
 5. د ترافيکو مامور عبدالقدير نورستاني
 6. سيد عبدل الاله
 7. جګړن فيض محمد د کماندو
 8. جګړن پادشاه ګل وفادار
 9. جګړن عبدالحميد محتاط
 10. جګړن غوث الدين فايق
 11. جګړن ضيأ
 12. جګړن محمديوسف فراهي
 13. جګړن مولاداد
 د جنرال سرور خان نورستاني په قول د سلطنتي کورني غړي به غير د جنرال سردار عبدالولي چي د ارګ حرم سراي ته واستول سول خو سردار عبدالولي په کوټي باغچه کي يواځي ساتل کيدئي، داود خان د هغه سره ډير پخواني خپګان درلود نو سرور خان نورستاني ته ئي دنده سپارلي وه چي د سردار ولي څخه تحقيقات وکړي او جنرال سردار عبدالولي چي په دري او پښتو يي ليکني نسواي کولي نو پوښتنو ته ئي په انګريزي ځواب وايه. د ١٣٤٤ کال د عقرب د ٣ خونړيزي پيښي مسؤليت د سردار ولي هغه په غاړه ؤ نو داود خان د ببرک کارمل په لمسون غوښتل چي جنرال سردار عبدالولي اعدام کړي خو د سلطنتي کورني د غړو په خاصه توګه د مارشال شاه ولي خان په مينځ توب د اعدام څخه پاته سو.
 جګړن فيض محمد چي د کورني چارو وزير ټاکل سوي ؤ نو ذبيح الله زيارمل پرچمي ئي د کورنيو چارو وزارت د اداري ريئس په توګه وټاکه او هغه ټول ولسوالان او علاقه داران د پرچميانو د ډلي څخه وټاکل.
 جګړن فيض محمد د خپل کار په پيل کي د پوهنتون استادانو ته چي د تبريکي لپاره ورغلي وه، وويل چي:
 ” زموږ انقلاب ٣ هدفه لري:
 ١- د سلطنت نسکورول
 ٢- د ميوندوال نسکورول
 ٣- د اسلامي نهضت ختمول“
 داود خان چي د پرچمي ملکي او پوځي افسرانو لخوا کلا بند سوي ؤ او د داود خان نژدي دوستان لکه جنرال رسول خان بارکزي، محمد ارسلان سليمي وردګ، جنرال خان محمد خان مرستيال او نور ليري ځيني ساتل کيدل.
 د مسلمانو هيواد پالو شخصيتونو په خلاف دسيسي جوړيدي تر څو چي په (١٩٧٤) کال ښاغلي محمد هاشم ميوندوال، ډګر جنرال خان محمد خان د دفاع وزير مرستيال، ډګر جنرال عبدالرزاق خان د هوائي مدافع قوماندان، تورنجنرال ګلبهار خان ځاځي د هوائي او مدافع قوماندان، تورنجنرال نيک محمد سهاک، تورنجنرال محمد رحيم ناصري، ډګروال ماما زرغون شاه، ډګروال سيد امير، ډګروال کوهاټ، تورنجنرال عبدالسلام ملکيار، جنرال عبدالجبار ملکيار، حاجي الله نظر خان دستو خيل د ملي شورا وکيل، مولوي سيف الرحمن شينواري، جنت خان غروال، حاجي الله ګل، حاجي حنان ځاځي، محمد عارف شينوار او نور ونيول سول، د تحقيق هئيت چي صمد اظهر، نصرالله عمرخيل، فاروق يعقوبي، رسول اتمر، عبدالباقي پتک، قطره او عبدالله همکار وه چي دا ټول د ببرک کارمل ملګري او پرچميان وه.
 عبدالصمد اظهر چي د تحقيق مسؤل ؤ ډير تند برخورد کاوه، ميوندوال صاحب ئي شکنجه کاوه، ميوندوال صاحب چي د پوښتورګي او کلمي عمليات ئي کړي ؤ او تل مدام يي درملو ته اړتيا درلوده نو صمد اظهر په پښتورګي کي لغته ورکړه او ځاي په ځاي شهيد سو خو سبا د راديو او په مطبوعاتو کي داسي ناندري خپري سوي چي ګواکي ښاغلي ميوندوال ځان د نيکتائي سره ځړولي دي. بيا خان محمد خان مرستيال حاجي عارف شينواري او نور اعدام سول.
 د داود خان استبدادي او ديکتاتوري په هيواد کي دموکراسي خلاف عمل کاوه، ټولي خپلواکه ورځپاڼي، اونيزي او مجلي خپريده يي معطل کړه او غونډي، لاريونونه او ټولني يي د قانونه خلاف وګڼلي يو توره دوره يي پيل کړي وه چي ولس د بيري څخه ږغ نسواي پورته کولي.
 په هيواد کي د کار امکانات نه وه مساعد نو ځوانان د هيواد څخه بهر ته د کار پيدا کولو لپاره په بي قانونه توګه تلل. سابقه لرونکو پوه او د تجربي خاوندانو مامورينو ته جبراً تقاعد ور کړل سو او يا به يي د انتظار په بست کي شپي سبا کولي، پوځي جنرالان ئي تقاعد ته سوق کړه او ځوان افسرانو ته يي لوړي پوځي دندي په برخه کړي چي د وروستيو کودتاوو او بدلونونو سبب سول، د هيواد ډير نامتو او پوه روحانيون او د اسلامي نهضت غړي ئي ونيول او په جيلو کي يي واچول.
 وطنپالو او د ملي ګټو پلويانو د ښاغلي محمد داود خان څخه هيله درلوده چي د استبداد څخه لاس و اخلي او د دموکراسي په رڼا جمهوري نظام جوړ کړي خو د چپيانو په لمسون ئي د نظامي د يکتا تور په توګه يو ګوندي سيستم (ملي غورځنګ) را منځ ته کړ چي لوړپوړي وزيران، دولتي کارکونکي او پوځي جنرالان او افسرانو پکښي ګډون درلود چي په پوځ کي سياسي فعاليت پيل کړ چي دا د افغانستان د پوځ د تباهي پيل ؤ. د ملي غورځنګ غړي چي ډير ئي د خلق دموکراتيک ګوند غړي وه او داود خان ته وفادار نه وو د خپل ګوند لپاره د قدرت نيولو مهال لټاوه او ورځ په ورځ ئي نفوس په اردو کي ډيريدئي. د ملي دفاع وزير ډګر جنرال غلام حيدر رسولي چي د دفاع د وزارت د سمبالولو استعداد او لياقت ئي ندرلود پر خلقي او پرچمي پوځيانو باندي اعتماد درلود او د ځان غوښتني سره ئي د بادشاهي خوبونه ليدل. استخباراتي اداره هم د خلګو دموکراتيک ګوند د غړو په لاس چليده.
 د خلګ دموکراتيک ګونډ د روسانو د هاند تړلي مترقي انقلابي تيوري چي د کارګر طبقي تش په نامه مبارزاتو د مخکښو په توګه ګڼل کيدي چي زموږ په هيواد کي نه فابريکي وجود درلود او نه صنعتي کارګرانو، پر پوځيانو باندي سياسي کار پيل سره هغوي د کارګر طبقي مخکښان وبلل د پوځيانو په لاس کودتا د ثور د غميزي پيل و ګرځيدل. دموکراسي او ټولنيز عدالت تر سرليک لاندي د يو ګوندي د يکتاتوري پيل د ولس د زغملو وړ نه و، ولس د برنتي په ډول پوځيانو او ګونديانو په لاس پوري وتلي و چي د هغوي احساساتو څخه ډک فعاليتونه د هيواد د اسلامي او دوديز ژوند څخه ليري وه او په لاس پارول کيدل چي پاڅون وکړي او د نوي دولت پر خلاف سي چي ډير ژر ولس پاڅيد او د جهاد او جګړي لاريي غوره کړه، روسانو مستقيم د خالت پيل کړ او د خپل پوځ په لاس يي افغانستان ونيو، ډير ژر افغانستان د دوه لويو قدرتونو په مخامخ پوځي لوبه کي او د نړي د مدرني وسلو د ازمايني ډګر سو، د نړي دګوټ ګوټ څخه مسلمانان د جهاد لپاره افغانستان ته راغلل. افغان ننګيالي او پر هيواد مينو ځوانانو د هيواد د ساتني په جهاد کي په ميړاني او د ځان جاريدلو سره د روسي ښکيلاک ګرو ته ماتي ورکړه او خپل زمريتوب يي يو وار بيا په تاريخ کي په زرينو کرښو وليکه د روسانو له وتلو وروسته امريکا او نورو لويديځو هيوادونو افغانستان لولپه پريښود.
 د ثور غميزي څخه چي د نور محمد تره کي، حفيظ الله امين، ببرک کارمل او نجيب الله د نا قانوني واکمني چي دموکراتيک نظام په نامه ياديده خو د يو ګوند حاکميت ئي پر هيواد چلاوه که څه هم په وروستيو کلو کي څو فرمايل سوي ګوندونه چي د روس د ((کي جي بي)) لکه حزب اسلامي مردم افغانستان د قاري عبدالستار سيرت تر مشري، د انصار الله ګوند د مولوي خادم تر مشري، نهضت ملي افغانستان د جنرال سرور خان نورستاني تر مشري، حزب رستګاران ملي د پوهاند محمد اصغر تر مشري، حزب عدالت دهقانان د عبدالحکيم توانا تر مشري، سازمان زحمتکشان افغانستان د بشير بغلاني تر مشري، د پلار وطني ملي جهبه د عبدالرحيم هاتف تر مشري، د ځوانانو سازمان د فريد مزدک تر مشري، سازمان سر تا سري زنان د ثريا پرميکا تر مشري او د کارګرانو اتحاديه د عبدالستار پردلي تر مشري لاندي د فعاليت اجازه ورکړل سوه، خو د نا پيلي او خپلواکي نظرئي د ورکولو امکانات يي نه درلود. ډاکټر نجيب الله ملي شوراي چاري بيا پيل کړي خو وکيلان او سناتوران د دولت لخوا ټاکل سوي وه، او د دموکراسي د لوبي لپاره په کاريدل، ولسي جرګه به نه وه خبره، يو وزير د سلب اعتماد څخه پرته ليري کيده، هان تر صدر اعظم ډاکټر حسن شرق تر مشري پوري چي د پارلمان دراي اخستو په غير يي لري کړ.
 د ژينوا لوظنامي له مخي ډاکټر نجيب الله دولتي واکمني د ملګرو ملتو لخوا غوره سوي ډلي ته بايد سپارلي واي خو د خواشيني سره د شمال نوي ائتلاف (دوستم، نادري، مومن، مسعود او مزاري) تر منځ جوړه سو او د ملګرو ملتود سرمنشي خاص استازي بنين سوان پروګرام لاهو او په ټول هيواد کي د پوځيانو او مجاهدينو تر منځ ائتلاف صورت وموند او کوڅه په کوڅه جګړي پيل سوي.
 د کابل ښار او نور ولاياتو مرکزونه لوټ سول، په پيښور کي د مجاهدينو شوراي په دي ونه توانيده، چي د هيواد واک تر لاسه کړي.
 پوهاند حضرت صبغت الله مجددي واکمني مهال چي دوي مياشتي وي او د واکمني سيمه يي د (٢-٣) کيلوه مترو پوري ځانګري سوي و، او کله چي دوي مياشتي بشپړه سوي نو واک يي د يو څه فشار لاندي استاد رباني ته وسپاره او استاد رباني چي د څلورو مياشتولپاره ټاکل سوي ؤ خپل د دوو کيلو مترو، واکمني څلور کالو لپاره په اهل عقد شوراي کي اوږده کړه، په ټول هيواد کي سيميزي واکمني جوړي سوي.
 د مرکز اداره د ولاياتو څخه شکيدل، سيميزي جګړي په قومي، ژبني او مذهبي جګړو تبديلي سوي، کور په کور، کلي په کلي، ولايت په ولايت جګړو، د خلګو مال، اهل او ژوند له ګواښ سره ئي مخامخ سو. خلګ د توپکيانو د استبداد څخه ناراضه وه.
 په لارو کي ځنځيرونه چي سل تر سله مترو پوري اچول سوي وه، د موټروانانو د اسيري، زوريدني او ربريړدني وړ وګرځيد.
 نو په هغه مهال کي د طالبانو تحريک را منځ ته سو. او د توپکيانو د ظلمونو په برکت يي ډير ژر په هيواد کي خپله واکمني ټينګه کړه چي د ولس په مرسته دوي وتوانيدل چي ځنځيرونه ليري کړي، ظلم او توپکوالي ته د پاي ټکي کښيږدي، د خلګو مال او ژوند خوندي کړي.
 خو په خواشيني سره بايد ووايو چي دلږي مودي څخه وروسته بهرنيو اورپکو ته يي خپل څنګ کي ځاي ورکړ او دولتي نظام اداري سيستم يي ختم کړ. د ښوونځيو د روازي يي د نجونو خو څه چي د هلکانو پر مخ هم وتړلي او پر ښځو باندي، يي بنديزونه ولګول.
 ډلييزي رسني خپروني له منځه ولاړي او د شريعت د جاري کيدو تر سر ليک لاندي د ظلم بازار تود سو، چي د ملت لپاره د منلو وړ نه و، له بلي خوا د اسامه بن لادن اورپکيزي هلي ځلي د ټول نړي د انديښني وړ وګرځيدي، پر افغانستان باندي بنديزونه ولګيدل، د سوداګري چاري په ټپه و دريدي، افغاني پيسي د باندنيو اسعارو پر مقابل کي خپل ارزښت له لاسه ورکړ، ناڅاپه د ٢٠٠١ کال د سپتمبر پر ١١ نيټه د امريکا د نړيوالي سوداګري پر وداني، د امريکا د دفاع پر وزارت او د پنسلوانيا پر ښار باندي هوائ بريدونه وسول چي څه د پاسه (٣٠٠٠) کسان په کښي ووژل سول. او يو وار يي د ټولي نړي پام افغانستان ته واړاوه. امريکايانو د ١١ سپتمبر د پيښو پړئ د اسامه بن لادن د القاعده سازمان پر غاړه واچاوه ، او د طالبانو د واکمنانو څخه يي د هغه تسليمي وغوښته او ګواښنه يي وکړه چي اسامه او د هغه ملګري امريکايانو ته وسپاري که نه نو د امريکائي پوځونه بريدنو ته په انتظار و اوسي.
 زه په دغه موده کي د کندهار د سرپوزي په محبس کي سياسي بندي وم که څه هم په محبس کي راديو، ورځپاڼه، مجله او ليک ممنوع وه خو بيا هم موږ د دوستانو د راتلوو او د پنځه دقيقي خبرو مهال څخه خبر سو چي د باندي څه حال دي نو طالبانو د امريکا ګواښ ته غوږ نيوه او ځان يي د جنګ لپاره چمتو ګانه، په محبس کي څه د پاسه (٣٠٠٠) زره سياسي بنديان او جګړيز برانته ګان وه، چي ټولو بنديانو په ډيري خواشيني سره شپي ورځي شميرلي چي د ګواښ نيټه به پوره کيږي او څه به را وسي.
 د ٢٠٠١ کال د نومبر د مياشتي په ٥ نيټه پوره لس بجي د شپي د امريکا او د هغوي د اتحادي پوځونو لخوا هوائي بريد پيل سو. د بنديانو کوټي چي د شپي د ٩ بجو څخه د سهار تر ٥ بجو به قلفيدي، د الوتکو د بمب غورزيدو سره يي دوړي او خاوري پورته سوي په تاريکي کي څه نه معلوميدل خو پر له پسي، د کروز راکټو د ليګيدو او د الوتکو د بمبارد ږغ به غوږو ته راتلي او هره لحظه داسي فکر کيده چي نور نو محبس په بله اوښتي دي، د لاسي څراغونو لګولو څخه طالبانو مخنيوي کاوه، يو کروز راکت د محبس د ختيځ ديوال سره ومشت او ديوال ونړيد. دغه شپه لکه د محشر شپه تيره سوه، کله چي سهار د لمانځه لپاره دروازي خلاصي سوي نو د محبس په غولي کي داسي د باروتو او لوګي بوي ؤ چي ساه نه نيول کيده.
 د طالبانو د حاکميت د راپرزولو لپاره بمباري روانه وه، د کندهار د ښار خلګ ټول صحرا او بهر ته په تيښته وتلي وه.
 طالبان هم په ټيوټا او پيکپونو کي خپلي کډي بار لکه کوچيان په ګښت وه او د شپي يي په محبس کي د بمباري څخه مصونيت درلود او داسي ويل کيده چي ټول لوړپوړي چارواکي په محبس کي خپلي چاري پر مخ بيائي. ځيني طالبان چي د خپل نظام څخه ستړي وو موږ ته به ئي حال وايه او په دي يي خبر کړو چي ښاغلي حامد کرزي په (دهيراود) کي ځاي په ځاي سوي دي او د ٢٠٠١ کال د نومبر د مياشتي په ٥ نيټه د بن د جرګي د پريکړو څخه خبر سولو، چي ښاغلي کرزي د موقتي اداري مشر ټاکل سوئ دئ او شاولي کوټ ولسوالي ته راغلي دئ. نو امير محمد آغا چي د طالبانو لوړپوړي چارواکي و، محبس ته راغي او د ښاغلي کرزي په هيله حاجي جان محمد خان، د ورزګان والي محمد نبي خان توخي او شاولي خان ئي د محبس څخه وايست د لمړي ځل لپاره، ئي دايي ومنله چي موږ ټول بنديان خلاصوو. د شپي په اسامه پوري تړلي عربان محبس ته راغلل او غوښتل يي چي محبس ته ننوځي، خو د محبس مشر ملا ولي جان د عربانو مخنيوي وکړ، عربانو غوښتل چي بنديان برانته کړي او ځان ته د امن ځاي پيدا کړي.
 د ټکانو په جريان دوه بنديان شهيدان سول خو عربان شاه تګ ته اړ ايستل سول.
 د ٢٠٠١ کال د سبتمبر په ٧ نيټه داسي پريکړه وسوه چي د کندهار ښار د طالبانو لخواه، ملا نقيب اخند او حاجي بشر ته وسپارل سي نو مخکي د سپارلو طالبانو ښار پريښوده، يواځي د محبس مشر ملا ولي جان د محبس چاري يي د ملا نقيب اخند قوماندانو ته تسليم کړي او په حدود د ديرشو سو بنديان چي زه هم پکښي شامل وم خوشي کړو. په ښار کي د ځاينو د نيولو په سر تاوتريخوالي تر سره سو او د حاجي ګل آغا شيرزي قواه چي په تخته پل کئي ي د ائتلافي پوځونو سره يو ځاي جنګيدل د کندهار ښار ونيو او د ملا نقيب مجاهدين پر شا سوه حاجي ګل آغا شيرزي د کندهار ښاريانو ته يو پيغام صادر کړ او خپل ملاتړ يي د حامد کرزي څخه اعلان کړ.
 د ٢٠٠١ کال د سبتمبر په ١٨ نيټه حامد کرزي شاولي کوټ څخه کندهار ښار ته راغي او بيا کابل ته ولاړ د منځمهالي اداري مشرتوب يي په لاس کي واخست، چي نوي اداري د رامنځ ته کيدو سره سم د دموکراسي لپاره عملاً کار پيل سو.
 • د وينا خپلواکي چي د دموکراسي لمړي بنسټ دي خلګو ته ورکړل سو. د ښځو حقوق بيرته پرځاي سوه.
 • څلور مليونه زده کونکي ښوونځيو ته ولاړل.
 • دوه مليونه کډوال بيرته هيواد ته ستانه سول.
 • افغاني پيسي د بهرنيو اسعارو پر مخ بيرته خپل ځاي ونيو.
 • دولتي اداري نظام را منځ ته سو .
 • د ولاياتو چاري د دولت سره تړاو، وموند.
 • بيړني لويه جرګه دائيره سوه او ښاغلي کرزي د انتقالي اسلامي اداري د مشر په توګه وټاکل سو.
 • د ملي اردو او ملي پوليسو تشکيل بيا فعال سو او د ځوانانو د روزني لپاره بهرني فوځي کارپوهان وګمارل سو.
 • ولس د افغانستان د بيا جوړولو په لور وهڅول سو او د يو اسلامي ثقافت تر سرليک لاندي دموکراسي نظام پيل سو.
 • سياسي ګوندونو قانون تصويب او څه د پاسه ٦٠ ګوندونه راجسټر سوه.
 • د وينا خپلواکي چي د دموکراسي بنسټ دي د پرمختګ په خاطر څه کم ٣٠٠ ورځپاڼو، مجلو او اوونيزو خپلي خپروني پيل کړي.
 • د کندهار، کابل او سالنګ لوي سړک يو ځل بيا جوړ سو.
 • د اساسي قانون لويه جرګه جوړ سوه او اساسي قانون تصويب سو.
 • و ښځو ته سياسي، ټولنيز او فرهنګي خپلواکي ورکړل سوه او په ټولنه کي د هغوي حق پر ځاي سو.
 • ځوانانو ته د ښي او سالمي روزني لپاره د لوړو زده کړو امکانات برابر سول.
 • د لمړي ځل لپاره په ټول هيواد کي د جمهوري رياست د ټولټاکنو بهير پيل سو.
 • د ټولټاکنو لپاره د نوم ليکني بهير په ښه توګه پاي ته ورسيد.
 • د هيواد د لمړي جمهوري رياست په ټولټاکنو کي ١٨ کسانو د ولسمشري لپاره ځانونه کانديد کړل.
 • د افغان ولس ملي پيوستون او ملي يووالي له خطر څخه و ايستل سو.
 ګرانو هيوادوالو!
 راځي چي اوس خپل جمهور رئيس د خپلي راي په اچولو سره پخپله و ټاکو، هغه څوک چي:
 • د اسلامي عقيدي خاوند او ولسپال وي.
 • د خلګو په وينه يي لاسونه نه يي لړلي.
 • ملي يووالي او ملي پيوستون ته هوډمندوي.
 • د مصلحتي او ائتلافي حکومت پرخلاف وي.
 • د اساسي قانون په رڼا کي په ټولنه کي قوانين جاري کړي.
 • د پوهني، عامي روغتيا او ټولنيزو چارو لپاره خاصه پاملرنه وکړي.
 • د ښځو اسلامي او ټولنيز حقوق پر ځاي کړي.
 • اداري فساد، درغلي او رشوت پر خلاف مبارزه وکړي.
 • د مخدره توکو کښت، ترافيک، قاچاق او د ترهګري پر خلاف مبارزه وکړي.
 • د ټوپکسالارانو، جنګسالارانو او ظالمانو پر خلاف ګامونه واخلي.
 • خپل وروستي حکومت د ټوپکمارانو پرځاي د کار پوه او تجربه لرونکو خلګو څخه جوړ کړي.
 زه په دي باور لرم چي اوس ولس د ويښتيا په حال کي دي او خپل برخه ليک به په ډير ښه سوچ او اند سره وټاکي او هغه چاته به راي ورکړي چي د خلګو د نيکمرغي او برياليتوب سبب ګرځيداي سي.
 راځئ! د خپلي راي په کارولو سره خپل برخه ليک وټاکو