سر خلاص که! ----- طنز ------

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12918
محمود نظري
دخبریدو نیټه : 2007-07-15

 

موږک د يوې عريضی او يوې ټوټې پورزې سره د زمري  دوتر ته  چې د ځنګله ر ييس وو ورغی ،هغه لا سکرتريت ته نه وو سيدلی چې رييس ته د هغه په هکله په انګريزی ژبه يو سپارښتی تيلفون هم  وشو. نو رييس بېله  دې چې دهغه سوانح او تحصيلی اسناد او چیره وګوري  هغه يې سمدسي  د پيل(فيل) په بست کې مقرر کړ.

په لومړي سر کې موږک ډير خوشاله وو لوړ معاش ، موټر  غټ دوتر.... يې درلوداو ډب- مب يې لوړ وو خو د پلان په ليدو چې له ورځي د  شپږ و ونو پرېکول او له ځنګله نه تر پاخه سړکه د هغو وړل وه، په ليدو يې غړي وتښتېدل، د بريتو وېښتان يې نيغ ودريدل او لکۍ يې يو ډانګ وه.

  هغه ددرواغو راپورونو ځوراوه او د راتلونکی مسوليت نه ډا ېده، نو په خپل ګريوان کې يې سر دننه کړ اوسر يې هلته بند شو نو دا يې وپيتيله چې ګریوان غټ کړی  اولږ ټيټ بست ونيسی چې نه وجدان او نه بل بد پرې ووايی نو په همدې هوډ د رييس دوتر ته ورغی او موضوع يې په شفاهی ډول  هغه ته وويله ،چې په ټيټ بست کې يې مقرر کړی خو رييس نه منل

موږک رييس ته په زاريوويل :

صيب په خدای زه موږک يم ! والابيلاکوشنی م وږک يم!

زه کله کولای شم د پيل په بست کې کار وکم.

له ډيرو خبرو اترو وروسته رييس پوه شوچې غټه واسطه لرونکی کوچنی موږک يې نه منی او په سياسي غولونې  يې سر نه خ اصيږی اوګټوری نه دی  او په  يوازی تشوخبر و يې بسيا کوای نشی، نو زنګ يې وواهه او خپلي سکرترې ته يې وويل:

دلته ځانګړې غونډه ده څوک مه را پريږده! بيا يې تړلی وره ته  يو ميز کيښود ،کړکۍ يې وتړله د دوترد کړکۍ او وره پرده  يې کش کړه اود بي بي سي راديو ږغ يې جګ کړ او موږک ته يې په جدی ټوګه ورو وويل:

چې  نور يې کولای شی ته خو لاشکر ځوان يې تيز غاښونه ،شخ شخ بريتونه ،،اوږده کۍ...

موږک له غروره په خپلو دوه تارو شخو بريتو لاس تير کړ

 رييس د   ميز شا ته غلی کيناست  او ورو يې د مخ نقاب  ته ګوتې وروړې او د موږک نه يې ورو مګر جدی  وپوښت :

ته پوهيږی  زه  چې د زمری په بست کې کار کوم

 څوک يم سر خلاص که!؟

موږک  بېله ځنډه  په موسکا ورته وويل:

ـ هو صيب موشه خر .

رييس په ګونګه ژبه ترې وپوښتل:

ته له... څه... نه  نه نه ...پوهيږی ....چې... زه موشه خر يم؟

موږک ورته وويل :

ټوله پوهيږی صيب !چې ته خر يې او د زمری دنده اجرا کوی

د رييس په تندی دخولو مرغلری راماتي شوي د ساختګی غور پر ځای  زار زار په هنګا شو  او د زمری نقاب يې له ځمکې  وويشت.