د پاکستان اسلامي دلالان او د لال مسجد خونړی انجام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12939
هدايت الله هدايت/ اسټراليا
دخبریدو نیټه : 2007-07-15

 

هدايت الله هدايت

جولای ۲۰۰۷

 

« مــ ـه کــوه پــــه مـــا چــــې و بـــه سي پــه تــــا! »

 

زموږ غمځپلي هيواد چې د نامرده ګاونډيانو د شومو نيتونو په خاطر په کنډواله واوښت نو په دې برخه کې تر ټولو لويه ونډه د پاکستان پوځي جرنېلانو د ټولو په سر کې وژل سوی ډيکټاټور جنرال ضيألحق اخيستې ده.

د پاکستان د کودتايي او پوځي نظامو ځنځير او د تير دېرشو کالو خونړی بهير چې د جولای ۱۹۷۷ څخه را ش وع کيږي نو دا لړۍ زموږ په هيواد کې يوه شومه ځانګړتيا لري. د سږ کال د جولای دغه روانه مياشت د پاکستان د خونخواره پوځي ډيکټاټور جنرال ضياء الحق د پوځي کودتا د دېرشمي کليزي سره سمون خوري. د دې کليزي د غميزي درد، زموږ په د هيواد کې د دغه جنرال انساني ضد او اسلامي ضد کارنامې زموږ د هيوادوالو په زړو او خاطرو کې د دغه ظالم سره د کرکې، نفرت او ښراوو په اظهار سره لمانځل کيږي. دا په دې خاطر ده چې زموږ مظ وم خو سرلوړي ولس د سر په سترګو وليدله چې څرنګه د دې بد نيته جنرال لاسپوڅو او جيره خواره مزدورانو د هغه په ښوونه او هغه بيا د نورو په ملاتړ زموږ په هيواد کې و هغه څه ته لاره هواره کړه څو دغه نامرده جنرال و کولای سوه د خپل شوم آرمان و تحقق ته چې «کابل بايد و سوځي» و هغه ته ځان ورسوي. زموږ ولس وليدله چې دغه ناسپاسه جنرال څه رنګه د خپلو ګوډاګيانو په لاس زموږ د مسلمان وطن زړه په کنډواله واړاوه، زموږ د ولس ويني ئې و بهولې او د هغه په بيه ئې ځان اټومي ځواک وګرځاوه.

 دېرش کاله تير سوه چې دغه د ريا او شيطنت کوږ بار زموږ په هيواد کې يو په بل پسې د ورانيو او ب باديو کارنامې تر سره کوي. دا چې وائې کوږ بار تر منزل نه رسي نو نن دادئ همدغه کوږ تخريبي بار خپل لوری بيرته وهغي خواته کوږ کړ د کومي خوانه چې را بارسوی وو. نن دا دئ د همدې ډيکټاټور جنرال چنګوټيان د دغه اسلامي دلا انو لخوا، د لال مسجد په وسله واله او خونړۍ ډرامه کې د خپلو سوداګرانو پر ضد ځانونه را ښکاره کړل او خپله د و انکارۍ اصلي څهره ئې د نړۍ والو و نندارې ته را وايستله . دغه اسلامي دلالان په واقعيت کې  د هماغه جنرال ضياالحق د فاشيستي او بنسټپالني کړنلاري شوم ميراث دئ چې نن ئې ټول پاکستان ئې نه په ديني زده کړو بلکه په پوځي مدرسوباندي بدل کړی او د « اسلام په خطر کې دی» تر شعار لاندي يې زموږ د هيواد په و انۍ کې  هيټلري نقش ولوبوئ.

نن چې څوک د دې دلالانو توري کارنامې تر سترګو تيروي نو که د يوې خوا هغوی په خپل واقعي شيطنت سره و پاکستان ته د ډالرو کانټينرونه او د وسلو کاروانونه را مات کړه، که د دغه بدشګونه جنرال ميراث زموږ ښکلی او سوله دوسته هيواد افغانستان را وران او د خاورو خاکه کړ، خو په نتيجه کې ئې اوس دا دئ هماغه اور چې همدغه نامس مانه او دوه مخي جنرالانو زموږ په وطن کې بل کړی وو اوس يې لمبې د خپل کور و لمني ته رسېدلې دي.

 

 پاکستاني جنرالانو هغه څه چې کرلي  وه اوس ئې دادی حاصل رېبي!

 پاکستان نن دادئ د هماغه روزل سوي  بنسټپالانو لخوا چې پر هغوی ئې د اسلام په نامه دلالي کوله د دوی پر خپله  غاړه ئې چاړه را ايستلې ده او د همدوی پر ضد د جهاد اعلان کوي. دغه هيواد اوس د جنرال ضياء د شوم مي اث په هغه څا او کوهي کې ځان ويني چې د خپلو نړۍ واله حاميانو په ملاتړ ئې لا د پخوا څخه د افغانانو په هيواد کې و افغانانو ته کيندلی وو. اوس دغه دوه مخي پنجاپيان او دغه پوځي ډيکټاټوران د هغه څه انتظار باسي چې زموږ رڼا ورځ ئې راته توره شپه کړې وه. هغه بنسټپاله کړۍ چې د پاکستان پوځي جنرالانو د هغوی په ملاتړ کودتاوي کولې، د اسلام په نامه ئې خپلي مارشالاوي ساتلې، د امريکا د متحده ايالاتو او نړۍ والي ټولني څخه ئې ډالرونه او وسلې را ټولولې او د خپل مسلمان او سوله دوسته ګاونډ تاريخي هيواد افغانستان پر ضد ئې د شر، مرگ او ورانۍ ماموريت اجرا کاوه، انجې ئې زېږولې، د سوله دوسته هيواد هند د ثبات د خرابولو بندوبستونه ئې کول، اوس دادی هغه څه چې کرلي ئې وه  حاصل ئې رېبي. د پاکستان پلورل سوي نامرده جنرالان  چې د افغان بړېدلي ولس ته ئې د دريو لسيزي په اوږدو کې د اسلام په نامه د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، لا اوس هم ئې زړه ندی يخ سوی او بيا هم غواړي زموږ د هيواد د بې ثباتۍ په خاطر په خپلو سيمو کې خپلي ټروریستي شبکې او د هغوی د روزني ځالي، د طالبي ورانکاريو مدرسې فعاله و ساتي او د تخريبي فعاليت ځای ئې بيا د افغان ولس سيمي و ټاکي تر څو زموږ په درنه خاوره کي د شر او فتنې ماموريت اجرا ء کړي او په دې توګه خيال لري چې بيا به هم د نړۍ والي ټولني څخه م يليارډونه ډالر را ټول کړي.

زموږ د علم او مع فت مکتبونه به ورباندي وسوځوی، زموږ زامن، زموږ د پوهي او روښنايی مشعلداران راته په دار وځړوي او سرونه يې ور پري کړي، عام ولسونه ګروګان و نيسي او د محشر ورځ راته جوړه کړي او په دې توګه به زموږ د پېړيو په اسلامي او تا يخي سر لوړي او قهرمان هيواد افغانستان کې خپل د القاعدې يا پنجاپي او ياوهابي اسلام خوبونه راته پلي کوي.

 

دا نننى پاکستان چې د اسلام په نامه د يوه غير طبيعي سکېچ پر اساس د انګرېزانو په ډيکټې سره جوړ سو اوس د ډېرو کتونکو په اند د خپل بې وخته پيدايښت د   پېته کلنۍ په درشل کې د خپل زوال و شېلې ته د ارتاوېدو په حال کې دی. پرون که دغه هيواد د پردو د غوښتنو د ترسره کولو دپاره  لږ تر لږه د سلو کالو دپاره ئې ماموريت درلود او د سيمي پر راتلونکي باندي ئې د هغوی په ښوونه خپله خونړی سوداګري  چلوله، خو  پنجاپي جنرالانو بيا د هغه راهيسي د برچې او پوځي کودتاګانو په زور د ولس ټول ډيموکراټيک اصول هم تر پښو لاندي کول. په دې مارشالاوو او پوځي ډيکټاټوريوکې داده څه ناڅه نيمه پېړۍ تېره سوه چې د دې هيواد پوځي او د استخباراتي شبکو د سيمي پر ولسونو باندي خپل ولسي ضد کارنامې تر سره کوي او سياسي دوکانونه ئې ور باندي پ انيستي دي. خونن دا دوکانونه نور خريداران نلري! په سيمه کې چې د کوم ډراماټيک بدلونو بهير را روان دی نو په دې بهير کې د دغه هيواد د مفتنه جنرالانو او سياسي مداريانو موټان نور خلاص سوي او د هغوی د مخو څخه  د شيطنت او دوه مخۍ پردې ايسته سوي دي. دغه شر اچونکې مفسدين او په سيمه کې د کړکېچ دغه دوه مخي سوداګران نور نسي کولای د برچې په زور او د پوځي مارشالاوو په سايه کې  پر خپل ولس باندي بابائې وکړي او د اسلام په نامه د هغوی پر سر  مېچن و چلوي. د دې بد شګونه هيواد ګاونډيان هم نور په داسي موقعيت کې ندي چې د دغه فتنه ګره پنجاپي واکدارانو فتنې دي د پخوا پشان و زغمي او د هغوی ننداره دي وکړي.

 

رشتيا هم خو داسي ادعا کيږي چې په م عاصر تاريخ کې هغه څه چې موږ ئې د جهاد په نامه وينو نو دا پروسه خو پر افغانستان باندي د شوروي اتحاد د يرغل نه  را وروسته شروع سوه. په هغه وخت کې امريکا د شوروي اتحاد د ځپولو په خاطر د بن لاډن او د هغه و انډيوالانو ته بلنه ورکړه چې څرنګه چې په افغانستان کې اسلام په خطر کې دئ نو د اسلام د دفاع په نامه د افغانستان په مسئله کې را مخته سي. امريکا د هغوی د اسلامي جذبې څخه په استفادې سره د خپل حريف په را چپه کولو کې ګټه واخيستله. کله چې بن لاډن او د هغه ډله وافغانستان ته راغلل او د اسلامي مجاهدينو په نامه ئې د اشغالګرو ورويانو سره په ظاهره د امريکا په خاطر ځانونه لاس او ګرېوان کړه نو په هغه وخت کې امريکا په دې خبره خپل سر نه خلاصاوه چې هغوی خپل تر ټولو لوی دښمن پخپله غېږ کې روزي. نن چې ټوله نړۍ پر دې خبره سلا دي چې بن لاډن او د القاعدې ډله د پاکستان په آی ايس آی کې پټ او فعاله تحرکات لري خو امريکا او لوېديځه نړۍ پر هغه باندي سترګي پټوي او د هغه د ځپلو دپاره اقدام نکوي. داچې پاکستان بې له شکه نن د ټروريسټانو د تربېې او روزولو نړۍ وال مرکز ګرځېدلی دئ د پوځ کلنۍ بودجه ئې د ۲۳ ميليارډه ډالرو نه اوړي، اټومي وسله هم لري په ټوله سيمه کې د بې ثباتۍ په ډير خطرناکه مرکز باندي اوښتئ دئ نو بايد ډيري پاملرني وړ خبره وي! .

د طالبانو او القاعدې ډلي چې  د اسلامي اصولو نه اصلاً آګاهي نلري هغوی بس دغه کمال زده دی چې د اسلام په نامه د پاکستاني جرنيلانو په ښوونه د خدای د بنده ګانو سرونه پرې کړي او په داسي وحشت سره د اسلام څهره و نړۍ والو ته وښئي. نن که په لندن کې وي که په واشنګټن کې، که په بالي کې وي که په ډيلي کې، که په موسی قلعه کې وي که په ګلاسکو کې که په نوزاد کې وي که په کشمير کې په دې ټولو ټروريسټي حملو کې د پاکستان د آی ايس آی مذهبي او بنسټپاله ډلي او شبکې هم دغه چې په لال مسجد کې ئې سنګر نيولی وولاس لري. دغه شبکې د يوه سره پخپله د واشنګټن ادارې جوړي کړي وې، هغوی ئې وزلي او پر پښو ئې درولي وه. پرون ئې د مجاهد په نامه ګمارله، ووارانکاريو او بې ثباتيو ته ئې هڅول، په ډالرو او وسلو ئې سمبالول او "د اسلام په خطر کې دی"  شعار ونه ئې ورته جوړول تر څو د همدې وسلې په وسيله د خپل حريف شوروي اتحاد پر ضد ئې وکاروي. وروسته ئې بيا د همدې جوړ سوي مسلمانانو او مجاهدينو د چور او فساد د ډلو د له مينځه وړلو لپاره  د همدې پاکستان په مرسته د همدې مسجدو او مدرسو څخه د طالبانو شبکه فعاله کړه، اکما اتي تجهيزات يې ور پياوړي او هدف ته ئې قومانده کړه پخپله ئي واکمنه کړل. کله چې هغوی د القاعدې په منګولو کې را ګير سوه او پښه ئې د سپټامبر د يولسمي پيښي ته راکش او خبره ځيني غړکه سوه نو د خپلو بي ۵۲ بمباريو په زور ئې طا بان تار ومار او زموږ په هيواد کې ئې ملي ضد د شمال د ائيتلاف مافيایی د مخدره موادو اداره يې په کابل کې را ته جوړه کړه.

 

 خو اوس بيا داده  دغه سناريو په بل رنګ تکراريږي.

پاکستان همدغه د مدرسو خپل روزل سوي طالبان د افغانانوپه نامه خو په واقعيت کې پاکستان خپل ټروريسټي بنسټ پالان را ميدان ته کوي او پدې وسيله ئې هم پر مېخ وهي او هم پر نال. د دې پروسې وروستی ليکه خو د ورايه مالوميږي چې خبره چيري ده او پاېله به ئې کومي خواته درومي. د دې پوځي کودتاګانو د غلامۍ حلقه چې نن د جنرال مشرف و غاړي ته لوېدلې ده، دا اته کاله کيږي چې د پاکستان بيمار هيواد او د هغه ادارې مهار يې پر پخواني فرمول باندي چې هره ورځ ئې د کړکېچ و خوا ته ټيل وهي ځپله دوه مخي د خپلو اسلافو په څير و ميدان ته را باسي. نن ډېر په دې باور دي چې په سيمه کې د پاکستاني جرنيلانو د پرون د مداري ګری سياست نور نسي چلېدلای. پر هغه بنسټپالانو باندي چې د اسلام پاک او سوله دوسته دين او نوم ئې د ټروريزم او یطنت سره برابر کړی وو پر هغوباندي نور نسي کېدلای تجارت وسي او خپل ملي ضد او غير ډيموکراټيک پوځي دولتونه ور باندي وساتي.

 

د لال مسجد سياسي ډرامه چې خونړۍ انجام ئې و موند په دغه مسجد کې لا د پخوا څخه د آی ايس آی نازولي تربيه کېدل او داسي لا هم ويل کېدله چې د دغه م سجد اداره په افغانستان کې د آی ايس آی د شراچوني يوه شعبه وه چې د شر او فساد مزدوران يې د وژني لپاره  و ګانډ هيواد افغانستان ته لېږله، ښائې د دې مسجد د ډرامې زور اخيستنه به د القاعدې د ټرو يسټانو بله نوې نخشه وه چې غوښتله يې د پاکستان په استخباراتي دستګاه کې يوه اسلامي جذبه را وپاروي او هغه بيا د ځان په ګټه د ټروريستي کارنامو په زياتېدو سره هم په افغانستان کې او هم د پاکستان په دننه کې وکاروي. په هر ح ال د دې سياسي مداريانو تر شا هره پروژه چې وه، وه به، دغه سناريو چې هري ډلي جوړه کړېوه دادي پر خپل ځای وي خو کوم څه چې جوته کيږي هغه په دې ډرامه کې د پاکستان د اوسني نظام د پټو او ښکاره مداريانو د لاس درلودني منصوبه وه چې د امريکايانو سره ئې د کشت او مات د لوبي په نامه  پر مخ بوتلله . هغوی بس خپلي د فتنې نخشې پلي کړې. خو په دې ماجرا کې هغه د په اصطلاح جهاد او د جګړې ماهيت چې د ضياالحق د توري دورې د سره څخه را پيل سوی وو هغه به همداسي د دې هيواد د تلپاتي شوم ميراث په توګه پاتي او په همدې نامه به د تروريستانو د جوړو و فابريکې به ورباندي فعاله ساتل کيږي.

د دې خبري يادونه ضرور ده چې دغه اوسنى نسل اهد دئ چې د دې هيواد پخوانی وژل سوی ډيکټاټور جنرال ضيا الحق په څومره چنګيزي بې رحمۍ سره د متحده ايالاتو په ملاتړ سره سر واخيست او زموږ د هيواد د ورانۍ په خاطر ئې د ځوانانو د خود جوشه کړيو مقاومت او پاڅون د سازم اندهی او وسله وال کېدل ئې په لاس کې ونيول. د اسلامي جهاد تر نامه لاندي ئې د افغانستان د دولت په مقابل کې چې د وروي پو ځيانو په مستقيم ملاتړ مينځته راغلی وو د مقاومت جبهه ئې په خپله ګټه فعاله او ګرمه کړله. ضیالحق د دې کار په عوض کې وکولای سوه چې د داسي يوه تروریستي کمپاين په را شروع کېدو سره د امريکا سخاوتمندانه په ميليار و ډالر، پرېمانه پوځي او اقتصادي مرستي تر لاسه کړي. په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله د جمهوري رياست په دو ان کې چې د پاکستانه سره ئې د ملګرو ملتو په مينځګړيتوب د ژينو قراداد امضا کړ او د شوروي عسکر زموږ د هيواده څ خه ووتل نو دغه د بنسټپالني پروژه بايد تړل سوې وای. په هغه وخت کې دغه خبره په ډاګه ويل کېدله چې دغه د بنسټپا ني نغارې او مدرسې چې د پاکستان  په پوځي دولتي سيسټم کې ژوري ريښې لري هغه ته بايد د پای ټکی ورکړل سي کنه نو دا داسي اور دی چې پاکستان او سيمه ئې هم په لمبوکې سوځېدلای سي. د ژوند تجربو او د دې سيمي ډراماټيکه پر مختياوو دا واقعيت وښود چې په سيمه کې د کړکېچ منبع چيري پرته وه او پاکستان هغه وکوم لوري ته کشوله .

 

نن هم جنرال پرويز مشرف  هماغه نقش خو په ډير شيطاني مهارت او نوې بڼه سره د نوو شرايطو په چوکاټ کې لوبوي. هغه نه «د اسلام په خطر کې دی» تر شعار لاندي بلکه د ټرور پر ضد د امريکا د جګړې په پر مخ بېولو کې  د ام يکا سره د يوه کليدي عضو په حيث خپل د ريا او تذوير نقش لوبوي. هغه د خپل هر درواغ او رشتياحرکت په عوض کې د وا نګټنه څخه په ميليارډو ډالر لاسته راوړي. پرون که ضياء الحق د جهاديانو په روزلو او تروريستي اعمالو په تر سره کولو باندي د ځان د موقعيت په ټينګېدو کې د امريکا او لوېديځي نړۍ څخه په ميليارډو ډالر لاسته راوړل، خو نن بيا مشرف د هماغه جهادي، طالبي او اسلامي ډلو د ځپلو په خاطر د ميليارډو ډالرو په تر لاسه کولو کې په پاکستان کې د لال مسجد غوندي پروژې جوړوي او هغه بيا ځپي او وعده ورکوي چې ګڼي د واشنګټن و ليبرالي ارزشوته به غاړه ږدي!. خو په باطن کې چې کومه وبه نوموړي راشروع کړېده هغه په واقعيت کې د خپل پوځي قدرت ساتنه ده. په پاکستان کې چې د پوځي کودتاګانو او پوځي جنرالانو په ډيکټه ډيموکراټيک پرنسپونه تر پښو لاندي کيږي نو د جورج بوش اداره د داسي پوځي دولتو د ټينګېدو پر سر په ميليارډو ډالر سرمايه ګذاري کوي چې هغه بيا د ډيموکراسۍ سره په تضاد کې راولي. دلته د ډيموکراسۍ اصول نه بلکه د هر چا لخوا چې د امريکا ګټي تأميني سي هغه ته ډيموکراټيک دولتونه ويل کيږي. تر هغه چې په پاکستان کې د حکومت واک د پوځيانو په لاس کې وي په دې هيواد کې به د ډيموکراټيکو عام پرنسيپونو تطبيق په ابهام کې پاتي وي او د دې هيواد ولس به د طالبي مدرسو په ګرو کې را ښکېل وي. د پاکستان وروستی د تشدد ظاهري ګام چې د لال مسجد په وړاندي واخيستل سو دا به په پاکستان کې د طالبانو د بنسټپالني سره نه د پای ټکی بلکه د ټکر او لوی اور بڅرکی وي. ډېر څ ېړونکې په دې باور دي چې پاکستان د خپل دوه مخي سياست په وجه و جدي کورني بحران ته ځان ټېل واهه او د خپلو نا واوو، دوه مخو او فتنه ګرانه عملنامو پاېله به ضرور ويني.

پای