او مسيح ،
دتوپان زړه ته ګوري ....
دكليسا د زنګ له ترنګه وروسته ،
ديوې خاموشې اوارامې فضا
د زړه نرۍ زمزمه ،
په يوه آرام خو درديدلي غږكې تته شوله ،
يوه پادري ووې چې :
عيسې مسيح راكښته شوى له آسمانه خلكو ،
مينه موسكاوې كري ،
دبې ګناوو وينو پور له ظالمانواخلي ....
دنيا دوير په بلۍ ناسته ژاړي ،
لابه په غم ور اړوي ،
دغه د اور اوجنګ اووينودنيا ...
دغه زموږه پرمخ تللي دنيا ؟
دغه چې اوس يې دوحشت په لور ورمخه شوې.
دلته چې نراوښځه
له يوه او بل سره دمينې په راز نه پوهيږي
او هغه مينه چې خدايې ډالۍ ده
نوره دمينې په نوم نه پيژني
دلته چې ټول اوس دلوط پيركاركړي
دلته چې ورا دنارينه ناوكۍ ،
ډولۍ په ناز سره وړي ،
اوښڅينه بيا ښڅينه زوم ورو ورو
په سندربولو سره....
په دې دنيا به يوتوپان راځي ،
هرڅه به ډوب كړي بې دنوح له بيړۍ
اويوڅوتنه به بيا ،
چې د مسيح په لاره تللي وي سم ،
تردې بيړى پورې ځان ورسوي ...
ستړي به وي ستومانه ،
اود قران لاهوتې شرنګ به اوري
دپاك الله په پړي ....
يوازې ځان به يې ورپاتې وي بس ،
نه به يې زوى په ياد وې ،
نه به يې پلار اومور ،
اودكښتۍ په پړو باندې به يې
لكه دڅوكلودستړوپه شان
دمه كيږي ...
په دې به نه پوهيږي ،
چې د بيړى منځ ته بياكومه لارده ...
ترڅو چې خپله مسيح ،
ورته را ووځي ، ورته وګوري چې ،
دوى په رښتيا هم دخدايي لار مله وو
دوى كله هم په وينو رنګ تاجونه ،
هغه دسرواوسپينو،
په خپلو لوړو سرو نه دي ايښي ...
هغه چې خداى هست كړي ...
بيړى به ډكه وي ، تياره به وي
چې ځان دامن غيږته و رسوي
يوڅوك به راشي دبيړى ښئ خواته
وايي به زه د امريكا واكمن يم ،
ددغه لويې دنيا ، ددغه لويې وچې .
مسيح به سوال ترې وكړي :
ددغې لويې نړى خلك دڅه كړل ؟
ته څنګه لاتراوسه هم پاتې يې ،
دى به دخداى په دغه رمز باندې نه پوهيږي
اوله مسيح به بيا پناه غواړي ،
چې ما در وژغوره ...
خو هغه به ورنه پوښتنه وكړي :
ددغه لوى جهان انسان دڅه كړ ؟
په څه پناه دركړمه ؟
زه دآدم اودهوا ځواب اوس څه ووايم
چې تايې پردى نازولو بچو څه حال راووست !
شيبه به سوچ وكاندي ....
ورته به وايې چې لادن ووژل ...
خوهغه به بيا ورته ځيرغوندي شي .
اوپه ترخه موسكا به يې وپوښتې
چا ؟ چا ؟ چا ؟ چا؟
ما ته هم دروغ وايې ؟
اوهغه چيرې دى ؟
خودى به بيا په دروغو ورته وايي :
دپښتونخوا دغروپه لوړو څوكو...
كله چې دا ووايې ،
يوه لمبه به له يوې خوا راشې
دده په سترګو به ورننوزې ،
دود به ترې پورته كاندي ....
آسمان به يې نه مني ،
توپان به كركه ترې كړي
بيړى به ژاړي چې پرماباندې راونه خيږي ،
مسيح به وايې ورته ،
ما ته هم دروغ وايې ؟
اوته د خداى دبندګانو قاتل ،
اوته دخداى له واكمنۍ نه منكر...
مسيح به بيا دتوپان زړه ته په ځيرځيروګوري
هغه توپان چې دهمدې واكمن ،
په شيطاني نيت يې جهان لاهوكړ ...
څوك به نورنه ښكاري ،
بيړى ته به ووايې :
دلته خو هرڅه نورتباه تباه شول ،
نوردلته څه دژوند په نوم نشته دي
ځه د آسياپه لوري ،
په هغه لور چې په لوط پير كې دنوح ياران
هم هلته ولاړل ،
اوهلته بيا خوندي شول....
دكليساد زنګ له ترنګه وروسته ،
ديوې خاموشې اوارامې فضا
د زړه نرى زمزمه ،
په يوه آرام خو درديدلې غږ كې تته شوله ،
بل پادري هم ووې :
عيسې مسيح راكښته شوى له آسمانه خلكو ،
مينه موسكاوې كري ،
دبې ګناوو وينو پور له ظالمانواخلي ...
پروفیسر عبدالخالق رشيد
دكابل پوهنتون استاد
د۲۰۰۵ كال د اګست ۲۸