محمدعاشق غريب

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1300
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2005-01-30

 

ښاغلی محمد عاشق غريب په کال ١٩٥٩ زېزديږ په ميدان وردګ ولايت کي زېږېدلی دی .

لومړنۍ او منځنۍ زده کړي يې په خپل ولايت کښي تر سره کړي ، او په کال ١٣٥٨ لمريز کي ددفاع وزارت د هوايي او هوايي مدافع پوهنتون د راکټو د پوهنځی څخه فارغ او وروسته يې د راکټ د ٩٩ لوا ، د کابل ګارنېزون ، د دفاع وزارت د اپراسيون رياست ، او ٢١ ساتونکي غونډ کي دندي تر سره کړي دي .

 د ١٩٩٥ زېږديږ کال راپه دې خوا د جرمني د فرانکفورټ په ښار کښي د خپلي کورنۍ سره يو ځای اوسيږي اود  C.L.E.A.N   شرکت سره په دنده بوخت دی .

په داسي حال کي چي ښاغلي غريب په نظامي برخه کي زده کړي او دندي تر سره کړي دي ، ددې تر څنګ يې د هنر او ادب سره هم مينه پاللې ده ،بېلابېلي ليکني او شعرونه يې د ګوربت ،  وحدت ، هيواد ، ګودر ، ملي هينداره ، او يو شمير نورو رسنيو کي خپرې شوي دي .

سمدستي ( ١٣٨٣ ل ) د خپل کار تر څنګ په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودې ټولني د فرانکفورټ د څانګي د مسول  په توګه په هغه هيواد کي افغاني فرهنګ ته په يو لړ خدمتونو بوخت دی .

لاندنی شعر يې په فرانکفورټ د علامه رشاد بابا د مړيني په د وير په غونډه کي کومه چي ددوی ( غريب ) په زيار جوړه شوې وه ، واوراوه، دوی ته ددوی د فرهنګي هڅو په ټولو اړخونو کي د برياليتوب په هيله  نوموړی  شعر د بېلګي په توګه يې وړاندي کوو .

 

دلوی رشاد په وير کي د غريب ويرنه

 

آه ، کندهاره !

 

لـــــويه کنــــدهاره نن دي بيا څــــــــــوني ژړلـــــــــي دي

ګوتي د ي پري شوي که شملي دي نــــــــــړيدلــــي دي

مېنه د ننګونو يې ژړا سره بلــــــــــــــــــــد نــــــــــــــــه وې

ځاردي غيرتي سترګي تڼاکــــــــــــــي يې چاودلي دي

لرو پښتنو ويل د ملالـــــــــــــــي روح راغلـــــــــــــــې وه

سرې جنډې په قبر دايوب يې ښـــــــــــــــورولـــــــي دي

خاوري د ميوندپه پټه خوله ماتم نيـــــــــــــــــــولی دی

بيا يې له شهـــــــــــــــــــــــــيدو زخمو ويني بهيدلي دي

څليو د ميرويس او احمد شا ته بيا ســــــــــتايني دي

شناختي د لحد يې خدايږو چــــــــــا ور ټکـــــــولي دي

بيا ليلي ورغلې چي سخي ته ګريوان څــــــيري کړي

غېږ کي خوبولي يې بيا چا راپاڅــــــــــــــــــــــــــولي دي

ذکر او زګيرويو په خرقه کـــــــــــــــي زور اخستی د ی

ګوری له ګونبدې هســـــــــک ته لـــــپي راوتلــــــي دي

سا دي د مستـــــــــۍ د تاک له پښو نه نن وتلــــــــــي ده

وني د انارو دي له وينو خوټيــــــــــــــــــــــــــــــــــــدلي دي

څومره چي ويرجن يې بس نن وير درسره ښه ښکاري

نن مو چي تقدير د ستر (رشــــــــــاد) زني تړلـــــــي دي

ستا پردېس بچيانو هم د وير ټغر خپــــــــــور کړی دی

زه هم له هغو چي ستا له غېږ نه يـــــــې شړلــــــــــــي دي

ټنډي د ( غريب ) ته د کعبې په شان سپـــــــــېڅلی يې

څلي د تاريخ او شهــــــيدان دي زېږولــــــــــــــــــــــي دي


                                                                                ٢ _ ١٢ _ ٢٠٠٤ فرانکفورټ