ښاغلی حبيب الله غمخور د ١٩٥٦ ز کال د جون د مياشتي پر ١٥مه نېټه د ارزګان ولايت د ترينکوټ په ښار کي نړۍ ته سترګي روڼي کړي دي . په ١٩٦٣ ز کال د ترينکوټ د سيدال خان په لېسه کې شامل او په ١٩٧٥ ز کال کي يې پايته وروسول . د کانکور د ازمويني نه وروسته په ١٩٧٦ ز کال د کندهار عالي دارالمعلمين تهشامل شو . په ١٩٧٨ ز کال کې د تاريخ په رشته کې د عالي تحصيلاتو لپاره د پخواني شوروي اتحاد ته ولېږل شو. په ١٩٨٥ ز کال کې د تاريخ په رشته کې د ماسټرۍ د ديپلوم دترلاسه کولو وروسته وطن ته راستون شو. د قومونو او قبايلو چارو په وزارت کې لومړی د مدير بيا د کوچيانو د لوی رياست د معاون او وروسته د ١٩٨٦ ز کال څخه تر ١٩٩٢ ز کال پورې د کوچانو د رياست دنده په غاړه درلوده .
په ١٩٩٢ ز کال کې د نجيب الله د حاکميت تر سقوط وروسته د سياسي اختلاف، هغو ګډوډيو، کورنۍ جګړې او ناخوالو پر اساس چې د ښاغلي غمخور په شان زيات شمېر افغانان يې وطن پرېښودو ته مجبور کړل، نوموړی هم د هيواد پريښودو ته مجبور شو او هيواد يې پرېښود .
ښاغلی غمخور په خپلو ډيرو ليکنو کښي د ځان په اړه داسي ليکي : (( بايد ووايم چې ليکوال، اديب او شاعر نه يم ولې کله کله د ژوند شرايطو او ملي احساس دې ته هڅولی يم چې څه ناڅه وليکم )) .
د ژوند لومړنۍ ليکنې يې په پخواني شوروي اتحاد کې د اقتصادي ستونزو له امله په روسي ژبه پيل کړې چې د هغه ښار د ((کمونار)) او ((ملدوی کمون)) په ورځپاڼو کې او بيا وروسته د سولې او سوسياليزم په مجله کې چاپ شويدي .
په افغانستان کې د خدای بخښلي امين افغانپور د هېواد د وتلي ژورنالست او ليکوال په هڅونه يې د ((هېواد)) ورځپانې او ((جرګې)) مجله کې ځينې مقالې خپري شوي دي .
ښاغلی غمخور د څو کلونو راپه دې خوا د سويډن د مالمو په ښار کي اوسيږي . د سويډن د ديموکراتيکي فضا څخه په استفادې سره يې تلاښ کړی چې په اروپايي هېوادو کې د افغاني کلتوري ټولنو سره په ګډه د افغانستان د کلتور د ژوندي ساتلو، غښتلتيا او افغان جنګځپلي ولس د حقوقو څخه د ملاتړ په خاطر په فرهنګي او سياسي هلو ځلو کې فعاله ونډه اخيستې او له بلې خوا څخه يې کله کله ځينې مقالې ليکلي چې د سويډن د(( پيوستون )) دوه مياشتنۍ خپرونې، (( نوې هيلې ))،دايران - سويډن گډه خپروني « مانا» ،« اواي زن ايران »، ((کيوان افغان )) افغاني نشريه په امريکا کې، د بېنوا ويبپاڼي اوهمدا ډول اريايي، لمر وړانګه او 28 اسد ويبپاڼو کې خپري شوي دي .
فرهنګي کارونه :
په سويډن کي دافغانانو دعلمی او فرهنگي مرکز په مشرتابه جرگه کی د فرهنگي او نړيوالو اړيکو چاري پر مخ بيايي او په سويډن کي د ايران دعلمي او فرهنگي ټولني دمشرتابه جرگي غړيتوب لري . نوموړی په سويډن کي د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز لخوا خپريدونکې خپروني (( نوې هيله )) چي د ٢٠٠٤ ز کال د سپټمبر په مياشت کښي دوه کلنه شوه ، مسول مدير دی . د ښاغلي حبيب الله غمخور د فرهنګي چوپړونو څخه د بېلګي په ډول دغه لاندني هغه يادولای شو :
١_ په ٢٠٠١ ز کال د جون په يولسمه نېټه دهيواد د نامتو شاعر او سياستپوه ګل پاچا (( الفت )) په هکله نړۍ وال علمي سيمينار جوړونه.
٢_ په ٢٠٠٣ ز کال د مۍ په مياشت کې (( د عبدالباري جهاني سره يو ماښام )) په نامه د مشاعرې غونډه چي د سويډن برسيره د اروپايي هيوادونو څخه زيات شمير شاعرانو ، اديبانو ، او فرهنګپالو په خپل ګډون ښکلې کړې وه .
٣_ نوموړي د اروپاد نورو ښارونو په فرهنګي محافلو او غونډو کې فعاله ونډه اخيستې ده .
٤ _ په ٢٠٠١ کال کښي په اروپا او امريکا کښي دميشته روڼ اندو سره يو ځاي دافغاني روښنفکرانو دنړۍ وال سازمان (ملي جرگي) ټولني په جوړولو کي يې فعاله ونډه درلوده او دهمدغی ټولني دمشرتابه جرگي په غړيتو ب ومنل شو.
٥_د سويډن د قانون په اساس هغه بهرني اوسېدونکي چې په سويډن کې د دايمي اوسېدو حق لري کولای شي چې د هېواد په سياسي اجتماعي ژوند کې فعاله ونډه واخلي، په همدې اساس ښاغلي غمخور هم د سويډن د پارلمان لپاره د ٢٠٠٢ ز کال په ټولټاکنو کې د سويډن د مالمو د ښار د درېو ناحيو د انتخاباتي کمېټې د منشي او په ٢٠٠٤ ز کال په همدغو درېو ناحيوکي په سويډن کښي د اروپا د پارلمان لپاره د انتخاباتو د کمپاين د تبليغ او ترويج د کميسيون د منشي دنده په غاړه درلوده . ښاغلی غمخور وړاندي وايي : ((د همدغو دندو څخه په ګټه اخستلو سره وتوانيدم چې د سويډن په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په سويډن کې د پارلماني انتخاباتو ټول معلومات او ښووني په پښتو ژبه ژباړه او خپاره شي . د اړونده ارګانونو لخوا دا ومنل شوه چې په راتلونکي کښي به هر ځل د نړۍ د نورو لويو ژبو په شان په پښتو ژبه هم د انتخاباتو دکار زار ټول معلومات خپرېږي )) .
ښاغلی غمخور د مساپرۍ په شپو روځو کي د ځان په اړه داسي وايي : ((له هيواد نه ليري والي زه له خپل ميړني ولس او ښکلي هيواد څخه نه يم بېل کړی ،په هيواد کښي دننه د افغانانو د ژوند ناخوالو، ستونزو او زړه بوګنوونکو شرايطو او ملي احساس دې ته هڅولۍ يم چي دافغان ولس د رواحقوقو او په هيواد کښي ددموکراسۍ ، ټولنيز عدالت دپلي کولو پخاطر دنړۍ والو ډله ايزو خپرنيزو وسيلو څخه لکه : راډيو ،ټلويزيون،چاپي خپروني او انټرنټ پاڼو نه پراخه استفاده کړې اودهيواد په سياسی ، فرهنگي ژوند کښي مي د توان له مخي فعاله و نډه اخيستې ده . نوموړی وايي چي زه په دې عقيده يم چي ډير ژر به زموږ په ميړني اوباتوره هيواد کښي د ازادۍ ، عدالت ، او انصاف د لمر وړانکي ټول افغان ولس په خپله توده مينه ونازوي .))
د ښاغلي غمخور يو شمير ليکني همدا اوس هم د بېنوا ويبپاڼي د هنر او ادب _ پښتو ليکنو په برخه کښي لوستلای شئ .